Baz blog

یوه خاطره یو غزل . عابد

29.04.2010 22:22

یوه خاطره یو غزل

مغفور شینواری چې له څېرې نه کټ مټ تبلیغي ښکاري، کېدای شي وي به، ځکه له ما پورې خلک ورته امیر صیب وایي، خو کله هم ما هغه د تبلېغیانو په څېر د دعوت په موډ کې نه دی لیدلی.
هروخت، چې ما سره خوله ګډوي نو خامخاد خپلو خبرو مقدمه د حمزه بابا په شعرونو باندې ږدي، خو تېره شپه ناوخته، چې خالد هوټل د منېجرۍ له چوکۍ نه راپورته شو، نو مخامخ دېوال ته یې تکیه ووهله او ویې ویل:
ناظر بابا څه ښه فرمایلي دي:

بیا راپاڅیږي، که څو څو ځله واړه پرېوځي
خو لوی چې هرکله پرېوځي نو پاخه پرېوځي

شعر مې ډېر خوښ شو، کاغذ او قلم مې راواخیستل او نوټ مې کړ.
امیر صیب ته مې وویل: ژر شه نور بیتونه یې ووایه. هغه وروځې سره وروستې یوه ښه شېبه په چرت کې لاړ. ما نه هم نور صبر نه کېده او دغه لاندې څو بیتونه مې د ناظر بابا دشعر د شنې کروندې به ځمکه وشیندل.

د شپې د ستورو په شمېرلو باندې ځان ستړی کړي
مین چې ګورې نو اکثر په لمرخاته پرېوځي

که په رښتیا د ژوندون پېټی په اوږو بار ګڼم
نو بیا مې ولې په هر ښکلي پسې زړه پرېوځي

زه به مین نه یم، خو دې راز باندې نه پوهېږم
چې مې له سترګو نه دا سرې اوښکې په څه پرېوځي

اوس خو زما او یار تر منځه فاصلې ختمې دي
خو چې وروګورم، نو ولې یې باڼه پرېوځي

پرون یې نېغ لکه جنډه د آزادۍ ګرځول
خو نن پښو ته ډېر سرونه پښتانه پرېوځي

ساقي نور لاس ونیسه باز د څښلو تاب نه لري
دومره خراب دی چې یې سر له زنګانه پرېوځي

باز محمد عابد – خالدهوټل – جلال اباد

۲۰۱۰-۰۴-۲۶

ذبیح الله سروري 31.07.2010 16:27

عابد صیب په ریشتیا هم د شعر د غرونو له حوکو دی گلونه غوند کری.
په بشنی چی زما کمپیوتر کی پشتو لیکنونکی پروگرام نه وو .......
خوند یی وکه
د لا زیاتو بریالیتوبونو په هیله

حشمت الله 01.05.2010 13:42

اسلام عليکم

اخ اخ اخ اخ......

ډير ښه عابد صيب،

پۀ رښتيا چې ډيره ښۀ خاطره ده، ماته يې هم ډير څۀ را ياد کړل،

خو که لږ اخوا دې خوا ته دې پام وکړ کيداى شي چې د قلم حرکت دې لا پسې زيات شي،

الله دې د تل لپاره کامياب لره.

حشمت الله
نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد
hashmatullah.iiui@gmail.com

جلال 30.04.2010 19:52

اخ اخ اخ
عابد صيب په زړه دې وويشتم.

که په رښتیا د ژوندون پېټی په اوږو بار ګڼم
نو بیا مې ولې په هر ښکلي پسې زړه پرېوځي

په کوم بيت يې سړی خبرې وکړي او کوم يې انتخاب کړي ؟ د رحمان تمام غزل دی انتخاب .........

دا وروستی بيت او هغه د پښتنو بيت مې يې ډېېېېېېېېېېېېر زيات خوښ شو.

ساقي نور لاس ونیسه باز د څښلو تاب نه لري
دومره خراب دی چې یې سر له زنګانه پرېوځي

جلال

هلال 30.04.2010 10:30

ماشاالله. کاشکې دې د ناظر بابا ټول شعر هم موندلی او خپور کړی وای. خو ستا شعر ډېر مزېدار دی.

یو ټکي ته مو که پام راواړوم چې که له ((سرو اوښکو)) مراد ګرمې اوښکې وي نو اوښکې خو بيا تړمې وي سرې نه وي. او که له سرو مراد سور رنګ وي او د وينو سره تشبېه وي نو بيا سمه ده.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.