Baz blog

کامه فرهنګي ټولنه او د اجمل اند نمانځنه

01.05.2010 16:00

کامې فرهنګي ټولنې د شاعر، ليکوال او ژورنالست اجمل اند د فن او شخصيت په هکله په کامه کې يوه درنه غونډه جوړه کړې وه چې تر دريو سوو پورې شاعران، ليکوال او اجمل اندد شعر مينه راټول شوي وو. غونډه سهار ٩ بجې پيل شوه او تر درې نيمو بجو بورې يې دوام وکړ. په سر کې استاد محمد اصف صميم پرانيستونکې وينا واوروله. ورپسې استاد حبيب الله رفيع، ولسمل، صيب، استاد محمد اسماعيل يون، نورالحبيب نثار، انجنير ستانه مير زهير، لعل پاچا ازمون،د اجمل اند په اړه شفاهي خبرې وکړې، قاري عبدالله سهار د اجمل اند ژوند ليک ولوست او بازمحمد عابد، فهيم زيرک، شيرشاه همددر، ډاکټر بشيراحمد پرهر، عزت الله ځواب، طاهر ساپي، د اجمل اند په ژوند او فن مقالې واورولې. همدا رنګه کريمي، احمدضيا نوري او جعفر الماس د اند صيب شعرونه په ترنم کې واورول.

دلته د اند صيب د وياړ غونډې څو انځورونه ستاسې په وړاندې ږدم

د کامې فرهنګي ټولنې ياران په اند ګلونه شيندي

استاد محمد آصف صميمم پارنيستونکي وينا اوروي

استاد حبيب الله رفيع د وينا اورولو په حال کې

استاد يون د خبرو په حال کې

استاد نور الحبيب نثار د وينا په حال کې

اجمل اند

غلام صديق خان( خان بابا) اند ته پګړۍ په سر کړه

د غونډې يوه څنډه

اند د خپلو مينه والو تر منځ

داود وفا د کونړ د يارانو تر منځ

نظلمي، قاري سهار، عابد، شاداپ او حليم همت

خيبر، عابد، شير دريواړو نه طاهر ساپي منګولې تاوې کړي دي

عتیق الله .پرهر 19.07.2011 08:19

محترم اوګران عابد صاحب سلامونه می اومنه عابد صاحب ډیره موده پس می ستاسو ښکلی او مینه ناک تصویر اولیدو ډیرزیات خوشحاله شوم عابد صاحب ډیرموده وشوه چی ستاسو او خوږویارانو څخه جدا یم ډیرمی یادیږی خوچی کله کله ستا او دیارانو خوږی خوږی غزلی اورم یاګورم نو لګ می دا زړه را خه شی زه په کندهار کی په یوه خارجی موسسه وظیفه لرم اودجوند شپی اوورځی سبا کووم عابد صاحب یو دوه بیته درته ډالی کووم خدای دی وکړی چی خوښ موشی

یوبی کسی اوبل بیلتون دی ګوزاره به کوم

خدایه داڅرنګه ژوندون دی ګوزاره به کوم

خیردی عادت به شم لاوخت غواړی ډیر بی دجانان پکی شتون دی ګوزاره به کوم ښه ژوند او خوشحاله شیبی درته غواړم پرهر

مننه ګران پرهر صیب الله مو ښاد او اباد لره
عابد

سهيل احمد حمزه 02.07.2011 14:57

هميشه تاند اوسی عابد صاحب

مننه ګرانه تاسې دې هم الله ښاد او اباد لری
عابد

پاچاخان 09.06.2011 21:00

آفرین

محمدولی حیران کامه وال 17.12.2010 16:01

عابد صیب مننه په تهران کی دی راباندی خپل کلی ولیدو زه اکثر وخت ستا ویبلاګ ګورم ادبی تنده می هم پری ماتیږی اوهمدارنګه ښکلی تصورونه هم پکی دښکلو ادیبانو ګورم که ایمیل نمبر دی ماته راولیږی نو خوښ به شو کله ناکله به سره احوال اخلو زه هم مات ګوډ شعر لیکم

چې یې له مخ دا جهان ښکلی دی
یارانو ومنۍ انسان ښکلی دی

یابه زما په سترګو ښه لګیږی
یا خو له نورو نه جانان ښکلی دی

جانانه تاسره فیشن خوند کوی
زما  په تن څیري ګریوان ښکلی دی

زما دزړه په وچه للمه اشنا
ستا درڼو اوښکو باران ښکلی دی

ما ځان لیدلی په ایئنه کی یاره
داستا نظر دی چی (حیران)ښکلی دی

محمدولی حیران کامه وال له تهرانه

مننه حیران صیب، اول خو دا دعا کوم چې خدای دې بیرته په خپل وطن کې سوب وکړه، دویم دا چې ته خو ډیره ښه شاعري کوې او دریم دا چې کور دې ودان چې زما بلاګ ته سر ښکاره کوې
زما ایمیل ادرس هم درواخله:

baz_moh1@hotmail.com

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.