Baz blog

له سملاسي مشاعرې نه رابيل شوى غزل

01.06.2010 08:42

زړه يمه څه تور کاڼى د غر نه يم
شکر دى له چا سره په شر نه يم

ښه دى چې د اوړي سره غرمه يمه
ښه دى چې د ژمي مازيګر نه يم

يا خو د چا زړه ته لاره نه لرم
يا خو د چا سترګو کې نظر نه يم

زه مې خپل محبوب ته سم کتى نه شم
زه دومره په مينه کې زړور نه يم

ستآ د پڼو غشي راسره وړمه
چا ويل چې زه ګنې لښکر نه يم

اوس به رانه باز بڼکې ويستى وى
ښه ده چې ښايستوکى شان کوتر نه يم

01/06/2010 جلال آباد انګور باغ- د مينې کور

بېديانی 07.06.2010 06:11

سلامونه عابد صيب
ډير ښکلی غزل دی دا زما له خوا هم يو بيت

ماته يو نظر د يارانی وکړه
خير دی که زه خاوره يم ګوهر نه يم

مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.