Baz blog
تازه غزل_ عاپد
09.06.2010 13:59
خداى خبر که بيرته راشي تلى زړه
تا پسې مې سم له زړه وتلى زړه
هر سهار يې د ښار ښکلو باندې ويشم
هر ماښام راټولوم شيندلى زړه
ته چې نه يې د يتيم ماشوم په څېر وي
ته چې راشې په مستۍ شي غلى زړه
خلک څه کوي او څه باندې لګيا دي
ما خو ستا په غم کې تل خوړلى زړه
پام ګوه چې نوش جان کې يې ور نه کړې
په يو داو چې دې له ما ګټلى زړه
شمشاد هوټل، جلال آباد ښار
2010= 06= 08
عطی الله حیران 09.02.2014 11:51
ډیره مننه ښاغلی عابد صاحب هر وخت همدعسی شعرونه خ‍پلومینوالوته وړاندی کوه
‍په اخر کی هم
عطی الله حیران 09.02.2014 11:51
رحمت الله ناصری 08.08.2012 09:46
هر سهار يې د ښار ښکلو باندې ويشم
هر ماښام راټولوم شيندلى زړه
عابد صیب دابیت می ډېر خوښ شو
ناصري صیب دا ټول غزل په همدې يو بیت لیکل شوی
عابد
ایمل عبدالله 02.10.2011 07:27
ډیر خوندور عاربد صیب
خدای دی خوشحاله لره چی مونږ خوشالوی
په شاعرۍ دې برکت شه
ټولې تبصرې
ستاسو تبصره
لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.