Baz blog

مينه FM ډير ژر له ننګرهار نه

17.06.2010 09:42

که څه هم په ننګرهار کې د ملي راډيو تر څنګ نورې خصوصي راډيوګانې هم شته چې هر يوه يې د اف ايم په موج کې تر ليرې پورې سيمه تر پوښښ لاندې نيسي. لکه کليد، صفا، آباسين، شرق، نرګس، مرام، سپين غر چې هر يوه يې په بيلابيلو وختونو کې بيلا بيلې ذوقي، تفريحي، ادبي ټولنيزې او ... خپرونې لري.  دا دى اوس د مينه اف ايم په نوم يوه بله به راډيو هم ډير ژر په خپرونو پيل وکړي د دې راډيو ريس آرش ننګيال دى او مسوول مدير يې ذبيح الله نورزى دى. دوى دواړو د بي بي سي راډيو سره پنځه کاله په تعليمي خپرونو کې بيلا بيلې څيړنيزې خپرونې چمتو کړي او په هغه وخت سره خپرې شوي هم دي. په تعليمي خپرونو کې کافي تجربه لري. له دې نه علاوه دواړو په سياره پرودکشن کې يو نيم کال کار کړې او او په دې برخه کې يې هم کافي تجربې لاس ته راوړي دي. دوۍ په ننګرهار کې د مينه اف ايم ١.  ٩٩ په څپو راډيو جوړه کړې ده او ډير ژر به له ټولو راډيو ګانو نه په جلا بڼه خپرونې ولري. دوى وايي چې ډيرې خپرونې به يې تعليمي بڼې ولري. او دا ځکه چې په ټول افغانستان کې د ميډيا له لارې تعليمي برخې ته ډير کم پام اړول شوى دى.
له دوى دواړو نه علاوه مينه راډيو نور مسلکي پروډوسران او ژورنالستان هم له ځان سره مله کړي دي چې د پاز بلاګ په راتلوونکي البم کې به د هغوى انځورونه او د خپرونو د چلولو ميتود تاسې ګرانو لوستونکو ته له ليکه شي.

د مينه راډيو ريس آرش ننګيال

د مينه راډيو مسوول مدير ذبيح الله نورزى

ذبيح الله نورزى او آرش ننګيال

غلام رباني زيرک 27.03.2011 13:00

سلامونه او نيکي پيرزوينې د ختيځو سيمې ټولو اوسيدونکو ته وړاندې کوم په دې هيله چې روغ او جوړ اوسي .
دا چې آرش ننگيال د مينه راډيو رئيس دى او په خپل کار کې ډير مسلکې کارکونکى دى هميشه په خپلو خپرونې کې ډېر خواري او زحمت وباسي او د ټولنې د وګړو لپاره يي چمتو کوي زه ور څخه د پاک خداى ج څخه ورته د ژوند ښې برياوې غواړم او هميشه دې په خپلو کارونو کې کامياب او خوشحاله اوسي او همدارنګه د ټولنې درد احساس کړي او د خپل راډيو له لياري نه ټولنې ته د زخمونو د پټو ملهم کېږدي.
والسلام

سیدخالدسادات کاموال 30.06.2010 08:45

بیا هم او بیا هم سلامونه
عابد صیب داخو به ډیر زبردست کار وی چې د ننګرهار ځوانانو لپاره تعلیمی خپرونې د مینه اف ام له لارې خپرې شي. نو که زه کله ناکله له کابله ننګرهارته درتلم نو همکاری به درسره کوم.
مننه
بری مو غواړم

جبارخيل 21.06.2010 20:33

سلام

کا ميابي موغواړم

ګل محمد فقيرزی 17.06.2010 19:17

درندو هيوادوالو او د حتيځو سيمو او په حاصه توګه دښکلی ننګرهار دادب اوقلم خاوندانو
ته خپل سلامونه او پيرزوينی وړاندی کوم ٠داچی ننګيال صيب اونورزی صيب دمينی تر
نامه لاندی د راديو دخپرولو لپاره هوډ کړی دی مونږ د دی ملی احساساتو قدر دانی کوو
اوهر ددوی داقدام ته په درنه سترګه ګورو٠ اوهيله منديو چه د مينه راديو زمونږ دوطنوالوپه خلپو پروګرامونو سره دوطن پرستی چاپيريال اومحيط ککړتياو په باره کی
تعليمی اوتربيوی پروګرامونه ترلاس لاندی ونيسی ترڅو داښکلی ننګرهار نور هم ښکلی
شی او زه يقن لرم د دغو مسلکی پروډوسرانواو باتجربه ژورناليستانو په همکاری دغه راديو خپلو هيوادوالو ته مصدر دخدمت وګرځی٠ په اخير کی د دوی موافيقت اوکاميابی
حلکو ته دخدمت په برخه کی دلوی خدای ج نه غواړم په درناوی فقيرزی دجرمنی دکولن د ښار نه وسلام٠

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.