Baz blog

اسانه پښتو سیمینار د دویمې ورځې څو انځورونه

10.10.2010 08:54

لرغونی لاروی 13.10.2010 07:33

زما په نظر داسې مرموز سمينارونه له تانه پرته بله هيڅ پايله نه شي لرلی!
سمينار بايد د کابل پوهنتون، ننګرهار پوهنتون يا د علومو اکاډمۍ له خوا جوړ شي ولې په اوس وخت کې پښتنو ته لازمه ده چې همغه پخواني څو سمينارونه چې د پښتو ژبې په هکله شوي همغه پلي کړي. ځکه چې په ژبه کې په هيڅ هيواد کې هم دومره بېړني تغييرات نه راځي. له بلې خوا د پښتنو خوره وره او په خپلو کې سره بې ارتباطه ټولنه به څنګه وکولی شي چې هره ورځ نوې پرېکړې او نوې غوښتنې پلې کړای شي؟
د خيبر پښتونخوا په باړه ګلۍ کې چې د پښتو ژبې په اړه کومې پرېکړې شوې وې تر اوسه هملته په پېښور، کوټه او افغانستان کې هم په پوره توګه نه دي پلې شوې نو نوې پرېکړې بايد هغه وخت وشي چې مونږ په زړو پرېکړو عمل وکړو!
د دې سمينار پر ځای بايد د پنځه شپږ پخوانيو پرېکړو مواد بيا بيا چاپ شي او ټولو پښتنو ته ورسېږي او د همغو پرېکړو د پختابه لپاره هلې ځلې وشي. باور وکړئ چې تر اوسه په سلو کې ۹۰ پښتانه له زړو پرېکړو خبر هم نه دي.
مننه
لرغونی لاروی

لاروی صیب تاسې بیڅی پر حای فرمایلي دي، خو کاش چې دا خبرې دې هملته د دې سیمینار جوړوونکو ته کړې واې يو څه ځای خو به یې نیولی و. خو ګوره چې اوس راته دا ونه لیکې چې تاسې نه وه راغلي، تاسې راغلي وۍ، روغبړ مو هم سره وکړ، او نښه یې لا دا و د تیر کال په نسبت لږ چاغ شوې هم یې او قد دې هم نامخدا ایستلی دی.
عابد

طوفان 12.10.2010 09:28

نوموړی سیمینار زما پۀ نظر د ستا ینی وړ دی الله دتا سوتۀ ت و فیق درکړی.

بریالی 11.10.2010 11:01

ګران عابد ته سلامونه اونیکې هیلې!
ډیر ښایسته انځورونه دې پورته کړي دي. خو سیمینار ته په کتو چې یوه ستره موخه او ستر سیمینار و انځورونه مو لږ او د ګوتو په شمار دي. هیله ده نور انځورونه هم پورته کړﺉ.

بریالیه وروره منم چې دا انځورونه نافی دی، خو څه مې کړی وی، چې په کیمره کې مې چارج خلاص شو؟
عابد

فهیم الله 11.10.2010 09:41

په بښنی سره او په دی هیله چی مشران راځینی خوابدی نه شی، یوه پوښتنه دی ټول هغه کسان چی په دغه په نامه اسانه پښتو سیمنار یا غونډی کی یی ګډون کړی وو را ځواب کړی.
دغه سیمینار په څه موخه جوړ شوی وو او څه لاسته راوړنی یی لرلی.

البته منظور می داوه چی موخه په حقیقت او د پردی له شا څه برسیره خو زه هم وایم چی اسانه پښتو ولی د پردی له شانه څه وو.

فهیم الله جانه وروره، دا دی ستا لیک مې په کرښه کړ، هیله ده چې د بښتو نړیوال مرکز یې درته ځواب ووایي.
بازمحمد عابد

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.