Baz blog

د بازمحمد عابد ژوند او فن

09.11.2010 08:12

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د لوړو زده کـــــــــــــــــــــــــــــــــــړو وزارت

 ننګرهــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــار پوهنتون

 ښوونې او روزنــــــــــــــــــــــــــې پوهنځى

 پښتو ژبـــــــــــــــــــــــې او ادب څانګــه

موضوع :

د بــــــــــــــــاز محمد عـــــــــــــــــــــــــابد ژونـــــــــــــــــــــــــــد او فن

لارښود استاد : علاو الدين ((حسام))

ليکواله : حميده ((زيــــور))

کال: ١٣٨٩

١- سريزه. 1

٢- دبازمحمد عابد پېژندنه. 2

٣- د بازمحمد عابد شاعري... 7

٤- د بازمحمد د شاعرۍ فورم.. 10

٥- منځپانګه. 11

٦ - د باز محمد عابد د شاعرۍ منځپانګه. 11

٧- د عابد  په شاعرۍ کې مينه. 14

٨- د عابد د شعر ټولنيز اړخ... 16

٩- دباز محمد عابد د شاعرۍ اصلاحي اړخونه. 16

١٠- د عابد په شعر کې کره کتنه. 18

١١- د عابد دشاعرۍ فني اړخونه. 20

١٢- د عابد  په شاعرۍ کې د تخييل څرک... 22

١٣- دعابد په شاعرۍ کې حماسي رنګ..... 24

١٤- د بازمحمد په شاعرۍ کې ولسي ګروهې... 24

١٥- د عابد په شاعرۍ کې ادبي انځورونه. 25

١٦- پايله. 27

ماخذونه : 28

 

 

سريزه

هر زده کړيال  اړ دى چې دخپلو لسانس زده کړو په پاى  کې يوه رساله دمونو ګراف  په نوم ددې له پاره وليکي چې دليسانس له حقونو نه ګټه واخلي ، ما هم  چې له دې زده کړو نه مې په رسمي او قانوني توګه ګټه اخيستې وي نو ومې پتييله چې ددې دورې رساله وليکم .دښوونې او روزنې پوهنځي  ادارې ته عارضه شوم او دمونوګراف ليکلو له پاره مې ترې دموضوع ټاکلو او لارښود استاذ را پېژندلو  غوښتنه وکړه ،  ادارې پښتو څانګې ته    وليکل چې په دې برخه کې لازمه مرسته راسره وکړي .

څانګې موضوع او لارښود استاذ را وټاکل  او هغه دباز محمد عابد  ژوند او فن څيړنه وه ،چې تر خپلې وسې پورې مې دا چاره سرته رسولې ده.لومړى مې دښاغلي عابد پرژوند  تر يوې اندازې   بحث کړى دى ، د ا رنګه مې  دهغه پرشعر  عمومي ، نظر اچولى  خو تر څنګ مې يې  دشعر خصوصيات او ځانګړنې  په جزياتو سره هم څيړلي دي  چې لوستونکي به يې په راتلونکو پاڼو کې په  بشپړه  توګه ولولي  زه نه غواړم خپل ټول کړى زيار تاسې ته دلته تشريح کړم ما چې څه ليکلي يا مې له نورو نه دماخذ په توګه راخيستي هغه ستاسې پروړاندې دي .

زه دښوونې او روزنې پوهنځي له  ادارې او همدارنګه دادبياتو پښتو  څانګې له استاذانو او په ځانګړي ډول زما له لارښود استاذ علاوالدين حسام نه زياته مننه  کوم چې زه يې   له خپلو سلامشورو نه يم برخې کړې .

همدارنګه بازمحمد  عابد ورور هم ډېر دستاينې وړ بولم  چې دخپلې شاعرۍ  د سرڅڼه کولو  له پاره يې دهغو سرچينو پلټنو  پېلوزى په لاس کې راکړ چې ماپرې دده دشاعرۍ تياره ګوټونه رو ښانولى شول .ماچې له خپلې وسې سره سم څه وليکل همدومره مې په توان پوره وو  داتور توتان وو چې له خپلو لوستوالو مې قربان کړل 

په درنښت،

                                              حميده زيور                                                 

دبازمحمد عابد پېژندنه

بازمحمد عابد    شااو خوا  درې  څلويښت کاله وړاندې  د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو كلي د شهزاده په كور كې، زېږېدلى دى. عابد تر يوولسم ټولګي پورې زده كړې پخپل كلي كې وكړې او بيا يې د هجرت سختيو ته مټې ونغاړلې. په پېښور كې يې له كار او روزګار سره سره ايله دومره وكړاى شول، چې د شاه دوشمشېره له لېسې څخه د دولسم ټولګي برى ليك تر لاسه كړي.
عابد  په دوه زرم ميلادي كال كې، د عرفان کلتوري مرکز له خوا د خپريدونکې پښتو او فارسي درې مياشتنۍ سپيدې مجلې مرستيال و او پوره دوه كاله يې په دغه مجله كې كار وكړ. د ٢٠٠٢ کال د مارچ په مياشت کې يې له بي بي سي راډيو سره د نشراتو په برخه کې په کار پيل وکړ، چې په دې وروستيو کې يې دا دنده پرېښوده.

 او اوس په جلال اباد کې  د مشعل په نوم يوې بهرنۍ راډيو سيمه ييزخبريا دى.
عابد  لا ووړ و، چې د شعر باز يې وزرونه وكړل او پخپلو منګولو كې به يې د غزل او سندرو كوترې  را نيولې ، لكه پخپله چې وايي: ( د لس دولسو كلونو په عمر به وم، چې زما پلار به په ټيپ كې د محلي سندرغاړو سندرې اورېدې او ما به كله كله  ځينې دغه سندرې، په كتابچه كې ليكلې او بيا به تر ډېره وخته مې ګردانولې او په كتابچو كې به راسره وې. چې په لنډو كې ووايم د شاعرۍ حس له هماغه وخته نه راسره و، خو شعر مې نه شو ويلى. كله چې له خپلې كورنۍ سره پېښور ته مهاجر شوم، تقريبا پنځه شپږ كاله وروسته مې هوډ وكړ، چې تعليم وكړم، خو اقتصادي وضعه مې دومره ښه نه وه، چې هم دې كار وكړم او هم تعليم، نو خپله تنده مې د مقامي ادب په ورځپاڼو او مجلو خړوبوله او بالا خره د استاد شاعر محمد صديق پسرلي سپيدې مجله په ما کې د شاعرۍ او ليکوالۍ تومنه پېدا کړه. سربېره پر دې هلته په پېښور كې ځينې ازادې فرهنګي ټولنې هم وې، چې ډېرې ښې ښې مجلې يې چاپولې، لكه خپلواكي، قلم او داسې نورې مجلې، چې دا د وخت اهل قلمو چلولې، هغه وخت كې زه د دوى له نومونو سره يواځې  په كتابونو كې اشنا شوى وم، د دوى كيسې، ليكنې او شعرونه به مې لوستل، بالاخره دغې مطالعې زه وهڅولم، چې د شعر په ليكلو پيل وكړم څه چې به مې ليکل هغه به مې خپلو ملګرو ته ښودل او هغوى به پرې دا نظر راكاوه او په دې ډول ما فرهنګي ياران پيدا كړل او په دغه بهير كې ورګډ شوم، كله چې په دغه بهير كې ورګډ شوم ما پخپل شعر كې روايتي انداز وپيژانده او د نورو خلكو په شعرونو كې مې تغزل وپيژندو. دغه تغزل پيژندل او له روايت نه راوتل ما له همدغه فرهنګي يارانو نه زده كړل)
باز په همدې انداز د شعر دنيا ته مخه وكړه او دا دى له لسو كلو راهيسې د يوه نامريي خو ښكلي ځواك په مټ عابد په روايتي او ډېر ساده انداز شاعري پيل كړې ده ، چې تراوسه هم دغه خوند او رنګ په كې شته او لوستونكي ژر ځانته راماتوي. خو عابد ډېر ژر روايتي انداز پرېښود او تغزلي انداز ته يې مخه كړه او خپل دغه پرمختګ د خپلو فرهنګي ملګرو او افغان ادبي بهير له بركته ګڼي: ( ما په لومړي سر كې په روايتي انداز كې شاعري كوله، يو نيم شاعر چې به مې پيژانده، هغه ته به مې ښوده، هغوى به خپل كله د ښكلا د ناوې لاسونو ته د نكريزو پاڼې راټولوي او كله هم د لونګو د لو سندرې زمزمه کوي .
عابد په پېښور كې د افغان ادبي بهير له بنسټ اېښودونكو څخه دى او همدغه بهير ته په ورګډيدو سره د هغه شعر او شاعرۍ وده ومونده او ډېر ساده  روايتي انداز يې په ښكلى هنري انداز بدل شو. دا چې په دې بهير كې يې چا تر نورو ډېر لاسنيوى كړى،   پخپله وايي:
سيورى مې پر سر د پسرلي ګرځي
شكر د وږمو د بهير غړى يم
دلته له پسرلي څخه مراد د افغانستان لوى غزلبول او نازكخيال شاعر محمد صديق پسرلى دى، چې له دغې لارې يې ګڼ شمېر ځوان شاعران روزلي دي او د وږمو له بهير نه يې موخه ياد افغان ادبي بهير دى.
تر اوسه د عابد درې  شعري  ټولګې چاپ شوې دي، لومړۍ يې د نکريزو پاڼه نومېږي، چې په ۱۳۷۶ لمريز كال كې ناهيد کتاب خپرولو موسسې چاپ کړې ده. بله ټولګه يې لو دى د لونګو نومېږي، چې په ۱۳۷۹كې د هيلې دوه مياشتنۍ مجلې ادارې چاپ کړې ده. جانانه كله خو راپېښه وكړه د عابد درېيمه شعري ټولګه ده، چې د لومړۍ او دويمې ټولګې پر شعرونو سربېره نوي شعرونه هم په كې خوندي دي، دغه ټولګه د ۱۳۸۶ په پيل كې چاپ شوې ده.
نامريي ځواك د ښاغلي عابد د لنډو كيسو ټولګه ده، چې په ۱۳۸۳ لمريز كې چاپ او خپره شوې ده.  
عابد اساسا د غزل شاعر دى او د هغه په هر غزل كې له ډېرې ښكلا او ظرافت سره سره عاطفه او صميميت په څپو دي. د هغه هر بيت له صميميت نه يو ډك بيان دى. دا يې هغه بيتونه دي، چې مينه او صميميت په كې څپې وهي:


څه ښه وو چې جانان په تصور كې راته وېلې
راځه كېنه دمه شه زوروره چېرته درومې
كه مې مراد په زيارتو شي پوره
زه به دسمال په هر مينار تړمه
لاس او پښې وهمه ستړى ستړى يم
مينه كې دې داسې اوبو وړى يم
مه مې غورځوه د غورځېدو نه يم
ومې كره شين به شمه زړى يم
وا مې خله د سترګو په كونجونو كي
ښكليه په نظر كې مې راونغاړه
پرېږده چې ښايست ته دې لوګى شمه
سفند مې كړه مجمر كې مې راونغاړه
ما د خولګۍ تمه كې ونه ساتې
زه خو لا دومره نازولى نه يم
بښنه غواړم په حاضر محفل كې
د چا په سترګو كې خو خلى نه يم
دا چې ښكلا را ته په هر څه كې څركونه وهي
سحر وختي مې ستا په ښكلي مخ نظر وينځلى


د عابد په شعر كې د ساده صميميت او ساده تغزل په اړه د هيواد نوميالى ليكوال او شاعر استاد محمد اصف صميم وايي:( عابد په شاعرۍ كې يو ډېر ساده تغزل لري، د ده د شاعرانه ودې نقش او د ده په شاعرانه ارتقا او پرمختيا كې چې كوم اثر پروت دى، په دغه اثر كې پخپله د ده د شخصيت نماينده ګي ده، خو سره له دې هم زه دا د عابد شاعري نه ګڼم ځكه دا د يوه چاپيريال شاعري ده، داد هجرت د محيط او ماحول شاعري ده. د ده شاعري يوه ساده سپيڅلتيا او ساده تغزل لري او د همدې تغزل له امله زما په زړه كې يې ځاى نيولى او څومره حد كې مې، چې د ده شاعري لوستې د هغه په رڼا كې د ده او د ده د شاعري تصوير ايستى شمه، ما ته په دې تصوير كې يوه ډېره مترنمه، رنګينه او متغزله شاعري ښكاري. زه ځكه د ده په شاعرۍ وياړم، چې د ټولنيزو مصروفيتونو له كبله د ده د لوست ساحه محدوده پاتې شوې خو بيا هم په شاعرۍ كې يې يوه داسې  رنګيني، اثر او قوت شته، چې د ډېرو پرمختللو شاعرانو په هنر كې به نه وي) 
كه څه هم د عابد اكثر كلمات او مفاهيم تكراري برېښي، خو كمال يې په دې كې دى، چې غزليز كلمات او انځورونه غوره كوي او د خپل غزل هر بيت په سندريزو كلماتو او انځورونو پسولي او خامخا يوه نوې خبره په كې رانغاړي.پر دې سربېره د عابد يو نوښت دا هم دى، چې د لومړي ځل لپاره يې پخپل شعر كې د مار مونثه ماره راوړې، هغه هم په ډېره خوندوره بڼه، چې دې كلمې د ده غزلونو ته يوه نوې او تازه ښكلا ور بښلې ده:


هوده د مينې پرې اثر نه كوي
د سينې دښته كې مې ماره ګرځي
د روح سرود مې ورته بيم غږوي
د سينې دښتې ته مې ماره راځي
د روح بيم غږومه چېرته ماره لټوم
اوبو غوندې د غره لمن كې لاره لټوم


ساده ګي او رواني د عابد د غزلونو يوه بله ښكلې ځانګړنه ده، د هغه حتى په يوه غزل كې هم پېچلتيا او ابهام نه تر سترګو كېږي، هر څه په پوره صميميت او ساده انداز كې بيانوي، خو غزلونه يې بيا دومره ساده هم نه دي، چې عادي خبرو ته دې ورته وي.نازكخيال شاعر او تكړه ليكوال پير محمد كاروان، چې تر ډېره د ده د ادبي بنډارونو ملګرى پاتې شوى، د شعر او شاعرانه صميميت په اړه يې وايي: ( نهه لس كاله وړاندې، چې ما د وفا په دفتر كې د وفا اخبار او خپلواكۍ مجله كې كار كاوه، يو وړوكى ، ښايستو كى، لږ لونګو غوندې يو ځوان، چې وروسته ما ورته يو موټى  لونګ وايه، راغى. ما فكر وكړ، چې دى به زموږ د كوزې پښتونخوا له ورونو څخه وي، دى راته خپل يو غزل واوراوه، چې يو بيت يې اوس هم راته ياد دى:


زما خټې تمنا د ميكدې د جام لرله
خو كوزه يې د جومات كړم په لمسون كلال د چا و


دې كې يوه رنګ اميزي، تغزل او يو صوفيانه رنګ هم و، خداى شته چې دغه بيت راباندې ډېر خوږ ولګېده. ما داسې ګمان وكړ، چې ګوندې دى به د پېښِور له شاعرانو څخه وي، نو ورته ومې ويل، چې په پېښور كې د كوم ځاى يې؟  هغه موسكى شو، ويې خندل او ويې ويل، چې زه خو افغان يمه. زه هم پاڅېدمه غيږ كې مې ونيو او ښكل مې كړ. تر هغه وروسته ډېر مو سره ليدل او في البديهه مشاعرې مو سره كولې، بيا مو د مشرانو شاعرانو په ګډون افغان ادبي بهير جوړ كړ او كال دوه وروسته د ده د شعرونو يوه ټولګه چې د نكريزو پاڼه نومېده چاپ شوه. په مجموع كې عابد په لنډ بحر كې لنډې خو ښكلې، خوږې او ژوندۍ غزلې ليكي، د غزلونو خواږه يې سړي ته د خاطر شاعري رايادوي. په لنډه كه يې ووايم د عابد شاعري ډېره خوږه، ساده او روانه شاعري ده)
د غزل يو كيفيت د هغه سندريز والى دى او ښايي د همدې كيفيت له بركته هم غزل زموږ د ټنګ ټكور ا و حجرو دېرو څراغ دى. د عابد غزلې كه ښكلي دي يو لامل يې همدا دى، چې ډېرې سندريزې دي. همدې كيفيت د عابد ډېر شعرونه ذهن نيشېنه كړي او د ډېرو ملګرو په يادو زده دي، په تېره بيا دا بيت خو يې مدام د ملګرو په خوله وي:


مه وېرېږه، خوله مې نشته، نه دې خورم
زار نه لرم مار نه يمه پړى يم


د عابد خيال اوچت دى او كمال يې په دې كې دى، چې خپل خيال په سم ډول بل ته كه هغه لوستونكى وي او كه اوريدونكى رسولى شي. ځوان شاعر نذير احمد نذير، چې د عابد د شعرونو يو ښه مېنه وال دى، د هغه په شعر كې همدې قوت ته ځير شوى دى: ( د عابد صاحب كومې مجموعې ، چې تر اوسه چاپ شوي دي ما لوستې دي، نوي او ښكلي تركيبونه په كې راغلي دي، ځينې بيتونه يې چې په دغو تركيبونو پسولل شوي دي، زما ډېر خوښېږي. مثلا دا غزل يې:


دا چې زه يې سره لمبه كړم اتشي جمال د چا و
ابدي فراق يې راكړ د يوې شپې وصال د چا و
زنكېدمه، تاوېدمه د پريشانه زلفو خيال كې
اوس چې خاورو كې رغړېږم ها رنګين خيال د چا و
زما خټې تمنا د ميكدې د جام لرله
خو كوزه يې د جومات كړم په لمسون كلال د چا و
د هستۍ په ښاريه كې د نيستۍ سودا وه ګرانه
د عابد خودي په تن وه وايه نور مجال د چا و


په مجموع كې د عابد شاعري همداسې ښكلې او له عينې او ذهني انځورونو او خيالونو ډكه  شاعري ده. څه يې زړه غوښتي، هغه يې په ښه توګه بيان كړي او خپل خيال يې په ښه توګه لوستونكو ته رسولى دى)عابد په بيلابيلو فورمونو كې خپله طبعه ازمايلې ده، هم غزل ليكلى، هم يې نظمونه ليكلي او هم يې ازاد شعرونه ويلي دي، خو د رنګ، ښكلا، ژبې او خوږلنۍ له كبله غزلونه يې ډېر اوچت او خوندور دي. نذير هم همدا خبره كوي او وړاندې وايي، چې د غزلونو ښكلا يې په دې كې ده، چې خپل خيال په كې په سمه توګه رسوي او د جذب قوت يې زيات دى. نذير د پورتني غزل د لومړي بيت په اړه خپله خبره غځوي او وايي، چې خيال يې نوى دى او ډېر ښه اوډن او تسلسل لري:( دا يو نوى خيال دى، چې تر اوسه په كومه شعري ټولګه كې زه ورسره نه يم مخ شوى. په دې بيت كې پر حسن د عاشق سوځېدل او دا د يوې شپې وصال او ابدي فراق ډېر ښه سره پېيل شوې دي)
عابد د اوسني شعر د غزليزې شاعرۍ يو له هغو ځوانو استازو څخه دى، چې نوښت، ښكلا او صميميت په كې څپې وهي او په پوره صميميت، سړى د خيال لوړو ته وربولي، راځئ د عابد همداسې يو غزل ولولو:


څه خو شته چې داسې خونړۍ اړوي سترګې
جانان چې را نه نن كړۍ كړۍ اړوي سترګې
راځئ چې د يو بل سترګو كې ټول سره راټول شو
له مونږه د خوارانو چې نړۍ اوړي سترګې
زما د زړه غوښتنه باندې خدايږو پوهيدلى
دا ښكلې چې له ما هره ګړۍ اړوي سترګې
د بر كلي د شپون رمې هوښيارې راته ښكاري
اغزو كې چې ترې پاتې شي وړۍ اړوي سترګې
دعا به د كوترې سپين وزرې راسره وي
چې باز نه په هوا هره جړۍ اړوي سترګې


كه څه هم زياتره  شاعران د خپلو غزلونو په پاى كې خپل تخلصونه راوړي، خو عابد ډېر ځله د خپلو غزلونو په پاى كې خپل نوم راوړي، ښايي خپل نوم به تر تخلص ورته ډېر شاعرانه ايسي، ملامته نه دى رښتيا هم تر عابد باز ډېر ښكلى دى، ځكه شعر يو ډول الوت دى او الوت خو د باز كار وي نه دعابد. راځئ څو شېبې دغې ښكلا ته هم تم شو:


سپينې كوترې درنه تنګې شولې
بازه يو ورځ به دې وزر ماتوم
بازه پسې والوزه وار مه كوه
ګورې نه صحرا ته كوتر وتى دى
مه وزر مې مه تړه
باز يم الوته لرم
سترګې يې سرې شي په چا خيال نه كوي
باز چې كوتره په پنجه كې واخلي
دعا به د كوترې سپين وزرې راسره وي
چې باز نه په هوا هره جړۍ اړوي سترګې
څنگه غلـــــی ناست يې بازه؟ وزرونـه دې خواره کړه
د کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه


باز كيسه ليكوال هم دى او د نامريي ځواك په نامه يوه ټولګه يې خپره شوې هم ده. د باز كيسې د هغه د غزلونو په شان لنډې او ډېرې خوږې دي. د كيسو په دې ټولګه كې يې تر ډېره د هجرت انځور وينو خو ټول هغه څه په كې انځور شوي دي، چې پر افغانانو تجربه شوي او د هجرت په چاپېريال  كې د مظلوم افغان پر مظلوميت د اوښكو تويول دي.عابد هغه څه ليكلي، چې ليدلي يې دي او له دې امله هره كيسه يې رياليستيكه بڼه لري. د كيسو ښه والى يې په دې كې دى، چې تر ډېره لنډې جملې كاروي، ژبه يې روانه او نثر يې ډېر خوږ دى. هره كيسه، چې راواخلې له پيله تر پايه په كې يوه اوچته تلوسه نغښتې وي.

 

  د بازمحمد عابد شاعري    

 

که اوسني پښتو شعر ته وګورو نو دنوښت زيات پړاوونه يې وهلي دي ،  تېرو دريو لسيزو ناخوالو که  مونږ ته مادي او  معنوي زيانونه را واړول خو تر څنګ يې يوه ګټه چې مونږ وکړه هغه دپښتو اوسني شعر پوخوالى دى چې  اوس پرې پوره حساب کيږي .

مونږپه تېرو دريو لسيزو کې داسې نوښتګر شاعران وموندل چې دوطن، دهر درد څړيکه يې په خپلو شاعرانه او جادوګرو الفاظو انځور کړه او هغې يې دغم او درد سانده کړه .

ډېرو به پردغو دردونو دغم اوښکې توې  کړي وي خو هنرمندو شاعرانو دغو دردونو ته داحسا س او عاطفې په غيږي کې ځاى ورکړى او هغه يې په توللې او اهنګينه ژبه دخپل فکر له عاطفي تړون سره  هغږې کړي دي .

زمونږ دهمدغو دردونو دمهال  شاعر ددې حالاتو داسې يو انځور هم زمونږ مخې ته ايښى دى چې هم  يې فن   دښکلا عطر ورينې وږمې شيندي  او   هم په کې دهنر نندارې ځليږي .

دکومې شاعرۍ خبًره چې زه کوم هغه  دهغې سپړنه ډېر  مهال او وخت ته اړتيالري  او په دې برخه کې زياتې خبرې کول به ما له خپلې موضوع نه بېرون کړي ، زه نه غواړم په ټول دغه بهير رڼا واچوم  ، يواځې غواړم ددې ادبي بهير  ديو لاروي شاعر له شعر او فن سره تاسې دخپلې وسې او  توان په اندازه اشنا کړم ،( باز محمد عابد )  چې شعر يې  دهنر خواږ هم لري  او دخپلې درديدلې ټولنې ددرد څړيکې په کې  هم ځاى موندلى دى.

دروح بيم غږومه چېر ته ماره لټوم

اوبو غوندې دغره لمن کې لاره لټوم

اول  به مې  دزړه په دريڅو کې را پېدا شې

که نه شو بيا به ستوري په کراره لټوم

دعابد په پورتنيو بيتونوکې  ډېر کليوال او ولسي انځور ليدل کېږي او هممهال ، يو ښکلى ادبي تلازم او يو ښه ورته والى لري  دشاعر موخه دلته څارکول دي دروح بيم غږول  دمار  رابلنه ده  او ورته والى يا تشبيه    يې هم دغره په لمنه کې داوبو له حرکت سره شوې ده اوبه هم چې دغرو په لمنو  کې   روانې وي  دمار له حرکت سره شباهت او ورته والى لري  چې همدا يې مشترکه وجه هم کېداى شي .

 عابد په خپل شعر کې  يو نوى پېغام لري څرنګه چې يې  دشعر ژبه ښکلې ده  او ښکلي الفاظ  کاروي دارنګه يې دوينا انداز هم ساده  او اوريدونکى او يا لوستونکى  بيا بيا اورېدو او لوستو ته  هڅوي .

دعابد شعر لکه دبوډۍ ټال دحسن اوه واړه رنګونه لري .

پېرمحمد کاروان  دبازمحمد عابد پر شعري ټولګه (( جانانه کله خو راپېښه وکړه)) د سرېزې په يوه برخه کې ليکي چې ((...............باز فطرتا دشاعرانه ارواڅښتن دى  دى له يوې ورځې نه بلې ته پسې غزليز کيږي  له هغه ورځې راهيسې چې زمونږ دادبي بنډارونو  افغان ادبي بهير غړې  شوى دباز غزل ،دڅپو دښايستونو  ګلکڅونو ته منګولې وغزولې  حالات لولپه دي  خو دا چې باز دوطن ګل ورين اوغزليز پسرلي  دهنر تر سيوري لاند ې را روان دى  نودې لولپه حالاتو ته  هم دغزل دښايست وسله نه ږدي.

سيورى مې په سر دپسرلي ګرځي

شکردوږ مو دبهير غړى يم .     ))

بازمحمد عابد له ژونده کله کله هيلې لري او  دنهيليو په سمندر ځان نه لاهو کوي ، دى دپښتو ددې لنډۍ ((دشين کېدو امېد مې نشته، جانان په خاوره دملتان کرلې يمه )) برخلاف  دنهيليو جنازه پر اوږدو نه وړي

دعابد دا هيله دهغه په ټکو داده :

مه مې غور ځوه دغورځېدو نه يم

ومې کره شين به شمه زړى يم

مينه غواړم زړه غواړم له ښکلو نه

سوال يمه لا هغسې نيمګړى يم

    ديوه شاعر په توګه دباز په فطرت کې مينه ، ښکلا او عاطفه نغښتي دي  او دا شعر جوړوونکي عناصر يا توکي دي  هسې خو شاعر دعاطفې غر وي ،ځکه شعر په خپله دعاطفې زيږنده ده

رحمان با با وايي چې:

دا دستور دى چې له درده زيږيروى خيژي

ګوندې څه وو درحمان له شاعرۍ

 

او الفت صاحب هم وايي چې:

 

يوپټ غلى احساس دى چې ارام مې نه پرېږدي

په اور مې کړوي لکه چې خام مې نه پرېږدي

 

 مينه هم دهرچا په زړه او ذهن کې بېلا بېل چوکاټونه لري  خو دعابد مينه ډېره ښکلې او ريښتينې ده هغه په ښکاره نارې وهي ، دى دخپل عشق مرتبه او درجه هم ډېره لوړه ارزوي او خپله مينه هم دومره افاقي بولي چې  عشق او دمحبوب دارمان غاړه غړۍ کيدل په جهاني هنداره کې ګوري  او  همدې مينې زمونږ پر شاعر دومره غلبه کړې ده  چې بياهم پر حالاتو دخپل احساس اوښکې تويوي  او له دې ټولو سره سره بياهم  خپل يار ته وايي چې ژوند يې دهغه له هجران سره غاړه غړۍ شوى دى  او داميد سترګې دجانان دراتلو په لاره کې کري:

دې ته هم مې دامېد سترګې پر لار دي

بيا عابد شي او جانان غاړۍ غړۍ

 

دپښتني ټبر نژدې هر يو شاعر چې وګورو څوک لږ څوک ډېر له خپلې ژبې خپل قوم او پښتون ولس سره به اورنۍ مينه لري  او دا ددوې په فطرت کې اښکل شوې خبره ده.

دپښتو لنډۍ ده چې وايي :

مينې دې داسې ليونى کړم ، چې لااله  وايم ليلى خولې ته راځينه

دپښتون قام په بې کورۍ درپه درکېدو او دنورو له خوا ورسره په تېري کولو زمونږ دهردور او زمان شاعر دغم او درد اوښکې تويې کړي دي  دپښتو ژبې ستر او لوى شاعر خوشال خان خټک چې له مغلو سره په يوه ستره مبارزه کې ښکيل وو چې هغه دپښتنو دحق او حقانيت غوښتنه وه،خوشال ددغه قوم له پاره په سيمه اونړۍ کې يو عظمت غوښته خو دهغه انديښنه هم داوه چې دا قوم وحدت او يو والى نه لري هر چا ته دشک په سترګه ګوري يو بل نه مني .

اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شو

ګوندې ما به دمغل ګريوان پاره کړاى

 

  زمونږ داوس مهال شاعر هم همدا اندښنه لري او وايي چې :

تار،تار پروت دى چا راټول نه کړو سايله !

دپښتون ولس ګريوان دليوني دي

عابد هم همدا  انديښنه لري  :

قافله دپښتنو ده  ددې دور بې سالاره

يو جرس دنهيلو شي ، تل ديون په ګرانه لاره

يو اقرار دى بس عابده ، چې پښتو سره مو کړى

که مشکل وي هم يې پالو ،دپښتون په ګرانه لاره

 

سايل وايي:

ته به څنګ شې په کې خوښ نازکه ياره

دسايل دشعور ټول وطن کاړ کاړ دى

زمونږ دچاپېريال هر څه دژړېدو دي ، څو کلنو ناورينونو، بدو پېښو زمونږدپښتنو پېغلو  بې اسرې والى هم  زمونږ مخې ته ودرولى دى او زمونږ شاعر دى ټکي هم ډېر ژړولى دى .

يوه حيا داره پښتنه وه بې اسرې ملګرو

وه غريو نيولې چې راتلله دخېبر په سيمه

په ځانګړي ډول دجانان مينه هم  عابد له پامه نه غورزوي ،  دهر شاعر په شعر کې دجانان دمينې ذکر په داسې الفاظو وي چې سړى فکر کوي چې دى ګوندې ميين دى ،کېداى شي دشاعر دامينه له قوم او ولس  سره وي ،  له خپلې خاورې سره وي او يا کېداشي له خپلې  ماشوقې سره وي .

ځکه خو عابد دخپلې مينې څلى  دجانان دليمو  په نظر کې ويني  او قدم په  قدم ورپسې لاره څاري

قدم قدم يې ښکلومه خاورې

پر دغه لار مې جانان تللى ښکاري

چې کومې لارې دجانان لارې دي

عابد  پرهغې لارې پلى ښکاري

ادبي صنعتونه هم دښاغلي عابد په شعر کې په پراخه پېمانه ځاى لري ، دهغه په شعر کې  تشبه مبتذله نه ده بلکې دا برخه يې هم نوې او هيڅ ډول ابتذال نه لري.

   

   د بازمحمد د شاعرۍ فورم

 

  فورم يا بڼه دشاعرۍ هغه برخه ده ، چې محتوا په همدغه قالب کې دلوستونکي او اوريدونکي  مخې ته کيږدي  تر کومه ځايه چې زما په مطالعې پورې اړه لري  دعابد شاعري په غزل، او ازاد نظم باندې راڅرخې  دده شاعري زه هغه شاعري بولم چې دولس درست استازيتوب په کې شوى دى  هغه خپل ټول هنر په دې برخه کې په کار اچولى دى ، عابد تشې بڼکې هوا ته نه الوزوي دهغه شعر شعريت هم لري او تغزل هم دهغه توري محاسبه لري  په تشه الفاظو او بېهوده خبرو دنورو وخت نه نيسي.

زمونږ شاعر ډېر باريک بين دى  هغه دسحر پرخې ته چې له ګل نه را څڅېدلي  

وي او دازغو په څوکو ځانګي هم زير شوى دى او دپرخې څاڅکي له ډيوې سره تشبه کوي چې ښه  ورته والى لري .

پرخه دسحر چې دازغو په څوکو وځانګي

اوښکې مې ډېوې شي دبڼو په څوکو وځانګي

منځپانګه                 

منځپانگه يا محتوا ديو شاعر او ليکوال په شاعرۍ او  ليکوالۍ کې هغه برخه ده چې دوينا اساس او بنياد جوړوي يا  دخبرو اصلي برخه چې مضمون يې هم بولي  که دا په هر فورم او چوکاټ کې وي چې يوه پايله او نتيجه ترې نه واخيستل شي او لوستونکى او اوريدونکى يوې سمې لارې ته روان کړي محتوا يا منځپانګه يې بولي.    

                         

د باز محمد عابد د شاعرۍ منځپانګه

 

د اشياوو د افاديت او د فطرت په مشاهده کې ډېر خلک لاس لري. د کايناتو د اجزاوو تعارف د انساني نفسياتو، ذوقونو او نړۍ ليدونو د اختلاف په بنياد ځای پر ځای بيلا بيل رنګونه او تعريفونه وړاندې کوي. ژوند هم يو داسې لاينحله معما ده چې تر اوسه يې هيڅوک داسې تعريف نه شي موندلی چې ټول انسانان پرې متفق وي. علم او اخلاقيات سره له دې چې د بشري تمدنونو او فرهنګونو موسسين ګڼل کيږي، د ځمکې پر سر په يوه شکل نه دي موجود. د هرې بشري ټولنې د علومو او اخلاقياتو جلا، جلا معيارونه دي، انسان د همدې معيارونو او ارزښتونو له امله يو له بله ځانونه بيل ګڼي او د ژوندانه له پيل څخه تر دې دمه د اختلافاتو دا سلسله د بې شمېره بشري جنګونو او ټکرونو د زيږونکې ده. خو يوازې هنر  له دې تولو انساني ارزښتونو څخه يو ځانګړې پېرايه ده. داسې پېرايه چې په ټولو بشري ټولنو کې د يوه راز او يوه کېفيت  په څير ژوند کوي. د نړۍ ستر فيلسوف حضرت خوشحال بابا (رح) وايي چې ما ته که د انتخاب له پاره که څوک ماته طالع او هنر کيږدي، نو زه به په کې هنر غوره کړم. هنر د شرق دی او که د غرب د يوه امتزاج درلودونکی دی. د هنر استاد رياضت دی، ځکه خو هنرمند ته د استاد اړتيا نه پيښېږي. د دې ادعا مثال که په هره سطحه وړاندې کړو، ښايي قانع کوونکی وي. زه به د دې ادعا د اثبات لپاره د داسې يو هنرمند ((بازمحمد عابد )) فن او هنر درسره  بحث وکړم چې  هغه نه د مدرسې دروازه ليدلې او نه د وهنتون په دروازه ننوتی دی. د يوه واقعي هنرمند په حيث د فطرت په مشاهده بوخت او د رياضت شاګرد دی.


ښاغلی بازمحمد عابد د ښار په بې هنره شور کې د خپل زړه رباب د خپل هنرمندانه طبيعت په مينه سًر کړی دی او د يوه خواږه درد سندرې زمزمه کوي:
د ژوند نغمه مې د ستار د ترنګ خبرې کوي
چې د پېغلوټو پر سينو لونګ خبرې کوي.

 دباز دشاعرۍ منځپانګه په ټولنيزو در دونو  ،کړاوونو  او دخپلې ټولنې په ناخوا لو راڅرخي ،  دهغه احساس او ارمان ډېر ښکلى او لوړ دى  هغه دخپل وطن دپېغلى هغه بده ورځ ژړلې دتور خم او خېبر په لوړو څوکو اوښتې ده ، هغه دخپلو وطنوالو څېرې ګريوانونه هم انځور کړي چې په پردو کوڅو کې يې دسوال لاس دنورو په لور غزولى دى  هغه همدا  تودې سړې دخپل شعر له پاره سوژه ګرزولې ده.

څه د ژوندون سړو تودو وخوړم
  څه د چا مينه کې نشو وخوړم
   (لو دی د لونګو)

عابد د غېرتي پښتون دننګ او غېرت خبرې هم کوي  دده په معيار چې څوک پوره خيژي نو په ګمان يې هغه يو ښه پښتون دى  دې په دې برخه کې هيله من دى چې دپښتون دننګ شمله لا هسکه ده  پښتون داسې توصيفوي چې که په وجود کې يې دوينې يو څاڅکى هم وي  نو  له خپل نام او ننګ نه نه اوړي.

دغېرت او ننګ جذبه لا دپښتون شته

څو يې تن کې لا يوه قطره دخون شته

که منزل څومره مشکل وي پروا نه شته

حوصله لا له عابدسره ديون شته

 

 دښاغلي عابد د سترګوپه هنداره   کې دجانان انځور  څړيکې وهي  دې خپل جانان ته وايي چې که هغه ترې لاړ هم شي نو دهغه تصوير ترېنه له نظرنه وځي.

 

ته خو به لاړ شې ستا تصوير مې له نظره نه ځي

جانانه ستا ياد مې دڅړيکو له پرهره نه ځي

 

زمونږ شاعر خپل يار ته  دوفا دا نښه هم ښکاره کوي چې ګواکې  دزړه پر شيش محل يې دهغه نوم داسې  ليکلى چې  له سا سره ځي راځي خو له ځيګره نه ځي ، عابد ډېرښه  خيال هم لري او لکه چې مامخکې په خپلو خبرو کې وويل چې دى ډېر بارک بين دى او هر څه ته ډېر ژر زير کيږي  دى دپرخې ژوند ته زير دى  چې دګل په غيږ کې اوسيږي خو ارام نه لري  کله چې پرې دلمر وړانګې ولګي نو ځان راټول کړي  او ژوند يې هم تر لمر خاته پورې وي

ګودر او منګى او بنګړي  چې زمونږ دشعر او شاعرۍ سيمبول دى  دښاغلي عابد په شعر کې هم ځاى ځاى څرک وهي  دې هم څو کلنو ناخوالو ته په  زغرده وايي چې نه په ګودر شته دى دجينکو شور

 

اوس نه بنګړي ماتيږي ، نه دپېغلو نجونو منګي

اوس هغه شور زمونږ دکلي له ګودره نه ځي

 

زمونږ په شاعرۍ کې دلر او بر ذکر ډېر راغلى دى او اوس هم ډېره کارول کيږي چې موخه ترې دپښتون ټبر  دوه جونګړې دي چې يوه لره بولي او بله بره ، ارواښاد اجمل خټک دخېبر دره دتلو راتلو لاره بولي او  په ټاټوبو اوخلکو کې يې هيڅ توپېر نه ګڼي .

دخيبر دره خو لار دتلو راتلو ده

په کابل او پېښاور کې افغان يو دى

 

 زمونږ شاعر داډول يوه ستره هستي چې په خېبر کې پر ته ده هم له پامه نه غورزوي او يادوي يې  او دا ځکه چې حمزه دهېرولو نه دى .

ددينا دهر يو ښکلي مخ ته يې ږدمه

ما دعشق پتري وهلي په کچکول دي

دنړۍ په بام شپېلۍ پوکه ناګاره

له بابا پس خېبرونه غزلبول دي

حمزه دشلمې پېړۍنوښت ګرشاعر او فلسفي ليکوال حمزه بابا شعر ته نوى رنګ او خوند وروبښه دده شعر دپخوانيو او اوسنيو تر منځ دپول بڼه غوره کړه هغه يو مکتب رامنځته کړ  دغزل دبابا لقب يې واخېسته او په ټوله کې دپښتو شعر دمعراج پوړيو ته ورسوه څومره دعوه چې خوشال بابا کوي :

په تازه تازه مضمون دپښتو شعر

په مانا مې دشېراز او دخجن کړ

حمزه صاحب هم ددې مستحق دې چې ووايي:

لاخو تخييل دحمزه تت نه دى

چاويل چې پښتو کې غزل چېرته دى

عابد هم حمزه ستايي او وايي چې

په خېبر حمزه غوندې هستي اوسيده

عابده ځان کړه له خېبره لوګى

 

خېبر شاعر خېزه سيمه ده او په دې سيمه کې لس ګونه شاعران زيږيدلي دي  چې پر پښتو فن او هنر يې ډېر څه لورولي دي   خاطر، خسرو ، ځيګر، منتظر جدران اپريدى، مقدر شا مقدر او ګڼ نور چې دزياتو نومونه يې دا مهال زما په ذهن کې نه دي په خېبر کې را ټوکېدلي دي.

خاطره ته خو وى چې شيخ يمه زه

په کټ کې مات بنګړي دچا پر اته دي

يا تاچې دخاطر خاطر ونه کړلو

ښه شوه اشنا ښه شوه ډېرښه شوله

پر خېبر دا څو جملې مو چې وليکلې دا په دې مانا چې  ښاغلي  عابد  دحمزه با با يادونه کړې.

 

  د عابد  په شاعرۍ کې مينه

 

د باز په شاعرۍ کې دمينې، عشق او حسن ولوله ډېره ليدل کېږي او دا هغه څه دي چې که له انساني ژوند نه ووځي نو د انسانانو باطن به يوازې او يوازې په يوه صحرا بدله شي، نو ځکه خو باز مينې ته په زړه کې ځاى ورکړى هر چا سره مينه کوي او نه غواړي چې زړه يې يوه تشه صحرا وي.
دې پسې نه يم چې چا څرنګه نظر کړى دى
ما خو په زړه کې هميشه دمينې کر کړى دى
اوس خو د بنګو سره يو ځاى لونګ هم دودوم
د چا د غاړې لونګين په ما اثر کړى دى

باز په دې اند دى چې څوک زړه کې مينه لري نو هغه هر څه لري او ددنيا شتمن انسان دى نو د همدې باور له مخې وايي چې:


مينې شتمن دې کړم خيرونه دې وي
لکه سره زر مې زړه ته کېوتلې


د جانان کله خو را پېښه وکړه په ټولګه کې د باز د مينې د اظهار ژبه ډېره خوږه او کليواله ده، سندريزه ژبه يې دومره روانه او سليسه ده چې ته به وايې چا سره محاوره کوي، خو دغه محاورې دده په هنري قوت دومره ښکلې سندريزې شوي چې که هر څوک يې خپلې مينې ته ووايي نو ارو مرو يې زړه ته پريوځي دا بېلګه ولولئ:


خير دى لاړه به شې لږه ساه خو واخله
دتلوار دې لا تازه پرونى پل دى


باز په پورتني شعر کې خپل جانان ته درې ټکي وړاندې کوي [ عجز، عاطقه او مينه] دا دريواړه چې په يوه شعر کې ونغاړل شي نو زما په اند په بل زړه کې به خامخا د مينې اور تازه کوي او غوښتنه به منل کيږي.
په کليوالي سيمو کې چې يو څوک چا ته ووايي چې خير دى دا يا هغه کار وکړه، په دې عاجزۍ کې د انګريزانو له Please نه ډېر زور دى او هغه به ډېرسخت زړى او بې عاطقې انسان وي چې د خير دى په مقابل کې بې له کوم دليله نه ووايي.لکه دمخه مې چې وويل باز مينه غواړي، سوله غواړي، مرورتوب او جنګ جګړې نه غواړي، نو که په معاشره کې بل څوک هم وويني چې ترمنځ يې درز پيدا شوى ورته اندېښمن کېږي او ورو ورو بيا دغه اندېښنه دده په ذهن کې يو تصوير جوړ کړي او وايي:


له چا به مروره وه هغه د سيند په غاړه
څپه چې ورته پښو کې پرېوته د سيند په غاړه

 

 عابد اساسا د غزل شاعر دى او د هغه په هر غزل كې له ډېرې ښكلا او ظرافت سره سره عاطفه او صميميت په څپو دي. د هغه هر بيت له صميميت نه يو ډك بيان دى. دا يې هغه بيتونه دي، چې مينه او صميميت په كې څپې وهي:


څه ښه وو چې جانان په تصور كې راته وېلې
راځه كېنه دمه شه زوروره چېرته درومې
كه مې مراد په زيارتو شي پوره
زه به دسمال په هر مينار تړمه
لاس او پښې وهمه ستړى ستړى يم
مينه كې دې داسې اوبو وړى يم
مه مې غورځوه د غورځېدو نه يم
ومې كره شين به شمه زړى يم
وا مې خله د سترګو په كونجونو كي
ښكليه په نظر كې مې راونغاړه
پرېږده چې ښايست ته دې لوګى شمه
سفند مې كړه مجمر كې مې راونغاړه
ما د خولګۍ تمه كې ونه ساتې
زه خو لا دومره نازولى نه يم
بښنه غواړم په حاظر محفل كې
د چا په سترګو كې خو خلى نه يم
دا چې ښكلا را ته په هر څه كې څركونه وهي
سحر وختي مې ستا په ښكلي مخ نظر وينځلى

 

دباز محمد په شاعرۍ کې دمينې انځور ډېر زيات ځلېدلى  زه نه غواړم چې زيات بحث پرې وکړم  ځکه که دده دشاعرۍ دمينې پر اړخ باندې  زياته رڼا واچوم نو ښايي موضوع را نه ډېره اوږده شي نو دا برخه يې همدلته را خلاصه کوم او نور پرې ډېره نه غږيږم.

 

 

د عابد د شعر ټولنيز اړخ

 

شعر ديوې ټولنيزې پدېدې په توګه  په خپله لمن کې ټول هغه څه رانغاړي چې   په ټولنه کې تېريږي او شعر چې دټولنې استازولي کوي نو ددغو حالاتو انځور کاږي دې ،افغاني ټولنه چې تل دبهرنيو دسيالۍ ميدان ګرزيدلى او پر دوې جنګونه او جګوې تپل شوي دي  نو زمونږ په شعر او ادب کې هم دجنګ جګړې انعکاس هم زيات دى  په تېره يوه يېړۍ  پر مونږ دا ناتارونه ډول ډول راغلي دي .

د روسي استبداد په وړاندې افغاني مقاومت زموږ د حماسي ادبياتو نه هېرېدونکی او تراژيدي باب دی. د دغې انقلاب د زمانې شاعران او ليکوال له يوه سره د همدې سترې غميزې انځورګران دي. هر يو کوښښ کړی چې په هر ليکني فورم کې د همدې ناورين بوږنونکي حوادث راونغاړي. يوه ډله هنرمندان په دنوښت او ابتکار پړاوونه وهي لکه محمد صديق پسرلی،سعدالدين شپون، ډاکټر اکبر، نورالحبيب نثار، امان الله ساهو، فضل ولي ناګار  او داسې نور. بله ډله چې د هنر په ابديت او افاديت ښه نه پوهيږي او له هر راز ندرت نه څخه لرې د ابتذال په خوب ويده ښکاري، مبتذلې او له کليشو ډکې شعاري ليکنې کوي، چې نه حماسي ارزښت لري او نه هنري جوړښت. دا وخت  عابد د شعر لومړۍ تجربې کوي. خو ډېره نادره خبره ده چې عابد د ځوانۍ په داسې جذباتي موسم کې له دغې حماسي کاروان سره خپل غږ نه بدرګه کوي او د افغان شاعر په حيث تنها د ده په  شاعرۍ کې د انقلابونو پاتې تصاوير نه منعکس کيږي. دی هغه وخت هم ساده باده مئين دی.


زه د ساده حسن ساده مئين يم
ساده چې وګوري لا ښکلی ښکاري

( د نکريزو پاڼه)

عابد د انقلاب له جهنمي شېبو څخه وروسته د ساده مينتوب له خوبه ويښيږي اود تندريز انقلاب څو تت انځورونه په روايتي بڼه کاږي.


په دغه بر کلي کې څنګه شور دی؟
ملګرو بيا د چا حرم ورانيږي

 

دباز محمد عابد د شاعرۍ اصلاحي اړخونه

 

څرنګه چې شعر ديوې ټولنيزې پديدې په توګه دټولنې دناسميو په را سپړنه او انځورونه کې ارزښتناک رول تر سره کوي نو له همدې امله يې رول زيات دپام وړ دى عابد که په خپل شعر کې  داصلا خبره کوي يا اصلاحي پېغام وړاندې کوي نو هغه هم په زياته هنري بڼه وړاندې کوي چې  لوستونکي يا اوريدونکي ته زيات  خوند اخلي  په لاندې شعر کې چې عابد  خپل محبو ب ته مينه ناک انداز کې وايي چې  موخه يې يو اصلاحي نظر دى چې :

 

مه مې غورزوه دغورځېدو نه يم

ومې کره شين به شمه زړى يم

 

دارنګه  دمامورد ماندينې  غږ هم     د ټولنې  د نا برابريو يو انځور مالوميږي  چې که څه هم دطنز   ژبه  په  کې کارول  شوې ده  خو بيا يې هم  دټولنې سمونه موخه ده ، بېلګه يې په لاندې ډول ده:

 

کله کوم ښه خواړه په ما هم لوروې او که نه

سپېره ماموره چې په نس مې مړوې او کنه

دکابل يخو شپو کې تن بړستن کې نه توديږي

دجلال اباد ،نارنج ګوپي را باندې خورې او کنه ؟

 

شاعر تل دټولنې په منفي ټکو پسې ګرځي او  هڅه يې  دا وي چې ددې ناسميو پر وړاندې ولس او خلکو ته د قضاوت  له پاره يې وړاندې کړي  عابد هم په ډېره هنري ژبه دفقر او تنګسې داحالت ترسيم کړى دى  ريښتيا هم چې زمونږ په ټولنه کې دڅوکلونو ناورين چې  دنور ژوند چارو دګډووډولو   ترڅنګ يې زمونږ نورې بېلابےلې چارې ګډې وډې کړي دي  نو زمونږ دمامور او دولتي کارکوونکي ژونديې هم له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کړى دى  دعابد په شاعرۍ کې نورې زياتې بېلګې داسې تر سترګو کيږي چې   دټولنې ناسميو ته په اشارې شوي دي  هم دارنګه دپېوستون  تر سرليک لاندې  په يو غزل کې يې  دپېوستون او يو والي  په باره  کې  يو ښه نظر وړاندې کړى دى او دا يې ښودلې چې په  يو والي کې زيات قوت پروت دى.

کاروان سره دسولې ځو په لور دپېوستون

ليدلى دى يارانو ما هم زور دپېوستون

ملي وحدت به بيا زمونږ وطن کې تامينېږي

دهر افغان په خوله کې دى يو شور دپېوستون

دامن تر جنډې لاندې ودان به وي تر تله

په مينه باندې جوړ چې وي کوم کور دپېوستون

که خداى کول ولس به مو راټول په ټغر شي

ليدلى مې په خوب کې يو انځور دسباوون

(عابده )   يو ناره له خولې  نه باسم دوروۍ

ادا چې کړمه ژوند کې دا يو پور دپېوستون

 

د عابد په شعر کې کره کتنه  

 دالفت صاحب ددې وينا تر مخه  چې ( يو پټ غلى احسا س دى چې ارام مې  نه پريږي)  هر شاعر دټولنې  ناسميو ته په انتقا دي نظر ګوري  او هغه تر نيوکو لاندې راولي  . باز محمد عابد  هم دټولنې ديو سترګور شاعر په توګه په خپلو شعرونو  کې نيوکو ته ځاى ورکړى دى  او شکايت کوي چې:

 

دغم ماښام په ماذيګر راغى

خدايه څه تندر په ګودر راغى

دبورو شور په هديره کې وو جوړ

چار اته ويلې چې اختر راغى

زما دقتل اراده  يې کړې

جانان دليچو په خنجر راغى

دزړه په ځمکه کروندې پخوي

ښکلى په شان لکه دلمر راغى

دخيال وزر مې ستا په مينه خور شو

سروش دشعر مې په هنر راغى

 

پور ته شعر که انتقادي  رنګ لري خو دنقد دا ژبه ډېره هنري ده او لوستونکي ته ډېر خوند ورکوي.

 

دعابد دشاعرۍ هنري فورم

  

ددې له پاره چې دعابد دشاعرۍ په هنري فورم باندې خبرې وکړم لازمه بولم چې دلته دپير محمد کاروان  دليکنې  يوه برخه راواخلم چې دعابد  پر هغه شعري ټولګه يې کړې ده چې (جانانه کله خو راپېښه وکړه) نومېږي.

د باز په غزل کې ساده گي او رواني ده. ساده گي په دې مانا نه چې گنې شعريت په کې نه شته. زما مطلب دا دی چې بې ځايه او بې مفهومه ابهام، له ښکلا نه ليرې پيچلتيا او تصنع په کې نه شته. د بې مفهومه ابهام  هغه پيچومی نه لري چې د لوستونکو او اوريدونکو د ذوق پښې په کې تڼاکې شي. ډېرې غزلې يې په لنډ او روان بحر کې دي. د غزلونو مسرې يې هم ډېر ځله له پنځو بيتونو اخوا نه اوړي. د شاعرانه طبعې الوت يې د هغه نه ستړي کيدونکي مرغه غوندې نه دی چې تر ډېره په آسمان کې وگرځي راوگرځي. بس د باز د شاعرانه طبعې الوت د زرکې غوندې لنډ دی او يا کله کله د باز د غوټې په څير تيز او لنډ دی چې په لنډه فاصله کې په يوه غوټه ښکار کوي.
د باز په غزلونو کې د غميو په څير تراشلي او ځليدونکي مسرې ډېرې پيدا کولی شو. که په ډېرو غزلونو کې يې ښکلې او د لوړ شعريت لرونکې مسرې نه وي هم خو له شعريت او شاعرانه مفهوم نه به ډېرې راپريوتې هم نه وي. باز خپل نوي ويل شوي شعرونه موږ ته تل په ويره ويره اوروي. غزلونه يې ډېر ځله زموږ د ځوانو شاعرانو، ليکوالو او کره کتونکو ملگرو هر يو نورالحبيب نثار، مصطفی سالک او حنيف خليل د ډېرغوڅ خو ښکلي نقد ( کره کتنې) د ځلوونکو او تراشونکو تيشو له تيرو څوکو تيريږي. ځکه خو د باز په شعرونو کې کمزوري شعرونه لږ موندل کيږي. د باز غزل زموږ د بهيرونو او بنډارونو نور ملگري هم اوري او لولي، خو هغوی لږه گوزاره ورسره کوي او کله کله يې پر کمزورو مسرو هم سترگې پټوي.


د باز په غزلونو کې يو بل ټکي ته هم اشاره بايد وشي چې هغه د سندريز وزن درلودل دي. د دې ډول وزن ځوند په موسيقۍ کې يو په دوه کيدای شي.


څه ښه و چې جانان په تصور کې راته ويلې
راځه کينه دمه شه زوروره چيرته ځې؟
د شر د سوداگرو قافلې بازار ته راغلې
لږ وار وکړه د امن پيغمبره چيرته ځې؟


د باز له شعر نه زيات شعريت د ده په ناسته  او د ژوند سره په شاعرانه برخورد کې دی. باز لا د خپل زړه کولپ د شعر او غزل په کيلي نه و خلاص کړی چې صوفيانه او رندانه شعرونه به يې لوستل. د خانقاه په تاخ کې به يې ډيوې بلولې ، اوږدې شپې به يې په الله هو روڼولې او د خپل پير په صوفيانه کړۍ کې له ټولو مريدانو کشر مريد و. په غزليز باگرام کې د افغانستان د اواره او مهاجرو شاعرانو ځينې شوزنده او له درده ډک شعرونه به يې د سپيدې، خپلواکۍ او ځينو نورو خپرونو کې لوستل او د ده پر شاعرانه روح يې سندريزه زلزله ور وسته. د استاد پسرلي د زرکې ترانو يې روح د ستړې زرکې په څير د وطن په سردرد کې وگرځاوه. د استاد شپون د مور ويرنې شهکار شعر په وار وار وژړاوه.
” ميلون شپږ شلې نه دي چې په گوتو دې شميرلي.


د مور د ويرنې دې نيم بيتي د ده د ياد او احساس پر دښته د وطن يو نيم ميلون شهيدان د ع=غاټولو په شان راوټوکول. ده په دې غاټولو کې د خپل شهيد ورور انځور لټاوه چې پر سترگو به يې د اوښکو مهر ولگيده او د يوې سلگۍ سره به ترينه ټول لکه په غشو لگيدلي کبلي وتښتيدل. ” بس د لمدو خټو لږې اوبه دارو وي.“


د شعر د ښاپيرۍ د جادو د شين بڼکي طوطي له مښوکې يې کيلي راواخيسته او د خپل زړه کولپ يې پرې خلاص کړ. د نقشبنديه پير په ځای يې د شعر له پيره نه لاس نيوی وکړ:


تعبير يې د سندرو د مغان له پيره غواړم
بيگاه راته په خوب کې پرښته وه چې راتله
د خانقاه پر ځای يې په خپل زړه کې د شعر ډيوې ولگولې:
دا چې زه يې سره کمبه کړم، آتشي جمال د چا و؟
ابدي فراق يې راکړ، د يو شپې وصال د چا و؟
زما خټې تمنا د ميخانې د جام لرله
خو کوزه يې د جومات کړم، په لمسون کلال د چا و؟
د خستۍ په ښاريه کې د نيستۍ سودا وه گرانه
د عابد خودي په تن وه، وايه نور مجال د چا و؟


د باز د غزليزه شاعرۍ پر يوه ټولګه باندې  باندې ” د نکريزو پاڼه“ نوم ايښودل شوی دی. د نکريزو پاڼه په خپل ظاهري شين والي کې د ښايست باطني سره هم لري. د نکريزو پاڼه شاعرانه ذوق ته عجيبې ښکلاوې وريادوي. د ناوې سره لاسونه، د اختر ورځ او يا پر نکريزو ټکور شوي لاسونه. د نکريزو پاڼه دا ټولې ښکلاوې په خپل باطن کې لري. خو دا باطني ښکلاوې هغه وخت ظاهروي چې د نکريزو پاڼه پاڼه په دغنې ميده کاندي. د باز د غزلونو ډېر غزلتوري د نکريزو د پاڼو په څير د حالاتو او کيفياتو په درغنې ميده شوي او د هنر د ناوې لاسونه پرې سره شوي دي.
د باز د شاعرۍ د بنياد خښته د کابل له درد او د باگرام د تغزل له رنگ نه جوړه شوې ده. خدای (ج) دې باز ته ډېر عمر ورکړي چې د غزلپرستو او شعر پرستو له پاره د سندرو غزليزه او ښکلې ماڼۍ ودانه کړي.چې مې شعور ته راشي شعر راکوي

دکاروان صيب ، دپورته يادونې په رڼا کې ويلى شو چې هنريت او ښکلا دعابد په شعر کې بنسټيز توکي دي او هنريت او ښکلا دشعر ګاڼه بلل کيږي

    د عابد دشاعرۍ فورم  

 

ددې له پاره چې دعابد په شاعرۍ کې هغه فني اړخونه وګورو چې دده شاعري يې  دپختګۍ مقام ته رسولې ده؛ نو لازمه وينو چې  دده په اړه دعبدالله پېکار دهغې ليکنې يوه برخه راواخلم چې دده په باب يې کړې ده.

عابد سره له دې چې د غزلونو په رديفونو او قافيو پيدا کولو برلاسی دی، د نورو شاعرانو قافيې او رديفونه هم کله کله انتخابوي. زما په فکر دا کار د دې څرګندوی دی چې عابد کله په رياضت کې سستي هم کوي او چې ډېر کړاو يې له لاسه پوره نه شي، نو بيا د نورو په قافييوي جوړښتونو کې د غزل ليکلو هڅه کوي. دا عمل د عابد انفراديت ته ډېر زيان نه شي متوجه کولای، خو د غزل ونګه يې هرو مرو يو څه پيکه کوي. ځکه چې د حضرت خوشحال بابا (رح) په نظر پښتو ژبه هغه پيغله ده چې تر اوسه يې چا پلو قدرې هم نه دی پورته کړی. او دا پيړۍ کې خو زموږ د قام اهل نظر او اهل ذوق حضرات زموږ د شعري پرمختګ پيړۍ ګڼي. نو اوس د دې اجازت بايد شاعر ځان ته ورنه کړي چې دسستۍ او لټۍ په وجه د بل په کشف کړې لاره نيلی وزغلوي. دا وخت که دا کار زه کوم او که بل، ناسم عمل دی. ځکه چې موږ د نړۍ د ټولو کمالاتو او ايجاداتو څخه يوازې شاعرۍ ته پاتې يو او که موږ د يوه نوښتګر د ابتکار او ايجاد په ايجاد شوې لاره له يوه سره پلي شوو، نو څرګنده خبره ده چې هغه لاره به هم د ابتذال او زړښت تر بريده ورسوود مثال په توګه د دې زمانې ستر صوفي مشر ښاغلی پيرمحمد کاروان چې بې له شکه د يوه جلا سبک څښتن او د ډېر ښکليو شاعرانه ترکيبونو او شاعرانه خوبيو خالق دی، کله چې د کاروان کوم شعر د اخبار، مجلې او يا د ده له کتاب نه د کوم نوي ځوان په لاس ورشي، بې زياره په تياره ورته ګونډه ووهي له يو سر  نه يې تصوير او له بل سر نه يې ترکيب سره په يوه اوږده پړپړه کې راټول کړي. نو که چيرې داسې حال وي، څه فکر کوئ ځې دا به موږ د شعر د پرمختګ له پيړۍ سره زياتی کړی وي او که انصاف؟
عابد بيا دومره لټ هم نه دی چې د تخليق او ايجاددسترخوان ته په تياره کيني. خو زه د يوه ټينګار په اساس دا خبره کول غواړم چې د ده په څير زحمتکش شاعران دې په شکلي لحاظ هم خپل ايجادات او تخليقات وړاندې کړي او په هر څه کې دې د خپل طرز څښتن وي.


د هنر ځوانو لارويو په نوم يوه بله ضروري سپارښتنه هم شته او هغه دا چې زموږ نوي او مبتدي هنرمندان خپل کلاسيک ته يا خو بيخي پاملرنه نه کوي او که کوي يې هم ډېره کمه. ځوانان بايد پوه شي چې هر کلاسيک د معاصر بنياد دی. که چيرې هنرمندان له هر څه لومړی کلاسيک ته پاملرنه ونه کړي، په دقت يې ونه لولي او سرسري ترينه تير شي، د دې مانا لري چې د بې بنياده عمارت جوړولو ته يې ملا تړلې ده، نه يو داسې بنيادي کار ته چې د راتلونکو نسلونو د هنري او ادبي ذخيرې لپاره د ريکارډ شوي ادبي او هنري تاريخ برخه جوړه کړي. دا خبره زه د هغو انګيرنو او څيړنو له مخې کوم چې همدا اوس زموږ  د ځوان نسل په رويه او سليقه کې ليدل کيږي. زموږ ځوان نسل داسې حدس وهي چې بويه نړيوالو اساطيرو او د پرمختلليو ټولنو ادبي تقليدونو ته پخپلو ادبي او هنري چوکاټونو کې ځای ورکول، په نړيواله سطحه ليکني معيار ته رسيدو لارې د ليکوال پر مخ سپړي. ځينې يې په دې فکر دي جې په شعر کې نامانوسه کليمې او ډبرين لغات او يو ډول تصويرونه”  چې نه په ذهن کې راتلای شي او نه يې عيني وجود وي“ راوړل ستر هنر دی. خو په دې نه پوهيږي چې د څومره بې خونده ګمراهۍ په لور روان دي. د ځوانانو د افهام لپاره به له ما څخه د مخه هم ځينو ملګرو په دې باب ليکنې کړې وي، چې ځوانان ورته بايد متوجه وي او د خپل ځان په اصلاح کې کولو کې ترينه ګته واخلي.
عابد به تر کومه حده څرنګه او څومره خپل کلاسيک او يا د منطقې کلاسيک معالعه کړی وي، دقيقاً ترې نه يم خبر، خو د عابد په شعري سليقه او مجموعي تسلسل کې د منځپانګې او شکل په لحاظ داسې کړۍ نشته چې زموږ د کلاسيکو او معاصرو معيارونو او ترجيحاتو څخه ليرې او يا اجنبي وي. او دا بايد د عابد په هغو خوبيو کې وشميرو چې د دې دور د ګڼ شمير ځوانانو په خصوصياتو کې نشته.


يو شمير ليکوال او شاعران داسې وي چې که ډېره توره وکړي يا يو نيم شعر وليکي او يا يوه نٍري ليکنه وکړي، ځينې خو يې د وړ روزګار او وړ فرهنګي چاپيريال د نشتوالي له کبله دومره مايوس وي چې دا هم ترې پاتې وي. خو باز چې د همدغو دواړو مشکلاتو په لومو کې ښکيل دی، هم يو متحرک او بيرغوال ادبي کارمند دی. د هجرت او غربت په ديار کې چې د کور سرپرستي هم ور په غاړه ده، د ادبي محافلو يو ټيپيک برخوال په حيث پاتې شوی دی.


افغان ادبي بهير په دې وروستيو وختونو کې د افغاني ليکوالو او شاعرانو يوازينی ادبي سنګر او روزنځای دی چې ډېرې ښکلې هنري څيرې يې رامنځته کړي دي. عابد خپل ژوند له دغو حالاتو سره سره د داسې يو ستر ادبي بهير مخکښانو او موسسينو په کتار کې ولاړ دی. زه چې کله د خپل هيواد له ماضي څخه د ځينو شخصياتو په لاسونو کې د پوهنتونونو سندونه او د رنګارنګ القابو تقديرنامې وګورم او بيا يې د کار د کيفيت او کميت ارزونه وکړم، نو خدای شته چې د عابد قدر راسره څو ځله نور هم زيات شي. چې د پيښور د ګردجن ښار په کوڅو کې لوی شوی عابدد پوهنتون د اهل سند حضراتو په پرتله څومره پياوړی او غښتلی ښکاري چې د پوهنځي دروازه يې هم نه ده ليدلې او د دوهر هنر او ادبي کار جوګه دی چې زموږ په ننني هنري افق د يوه ستوري په څير روښانه او ځلانده دی.
عابد د يوه شاعر په توګه ښه ارايه نګار دی. د موضوع د اظهار او رغنده بيان لپاره رغنده ژبه لري. دا سمه ده چې د عابد شعري موضوعات د حضرت حمزه بابا (ح) په څير له صوفيانه عرفان او نه د غني خان بابا په څير فلسفيانه رموزاتو څخه ډک دي. عابد داسې موضوعات نه انتخابوي چې د ده د صلاحيت او علمي سطحې څخه لوړ  وي. دی  چې کوم موضوعات  انتخابوي، په هر اړخيز نوعيت او کم و کيف يې ښه پوهيږي. ځکه خو په پوره کاميابۍ له ټاکلو موضوعاتو څخه راووځي.
د پښتونخوا د غرو سرونه مې په وينو سره دي مه هم قاتل يم هم مقتول يمه الزام ښکلوم

 

د عابد  په شاعرۍ کې د تخييل څرک

 

    خلک وايي چې توتيان خبرې کوي. ما پخپله نه دي ليدلي، خو بيا هم ښکلی روايت دی، چې له شنه ښايست نه ډک توتي دې د انسان د زړه په ژبه پوهيږي. ما ته د دې عصر د شاعرانو په منځ کې د باز شعرونه توتيان ښکاري. ځکه چې که توتي خوږې خبرې کولای هم شي، څوک دا نه شي ويلای چې توتي دې فلسفي وي، يا دې عارف وي او يا دې د سود او زيان په باب فکر وکړي. د عابد د شاعرۍ اوږې د سود او زيان له تفکر، د فلسفې له جنجالي بحثونو او د علم د درنو مسايلو له پيټي څخه سپکې دي. او که د بيان خوږ زړه راښکونکی انداز لري او د سړي زړه ته لار کولای شي نو بيا به يې خامخا ښايستوکي توتيان وبولو.

ټولې فلسفې مې ستا د مينې په مخ شاته کړم
   ښکلی غوندې شک به د يقين په مزي وتړم

 

دعابد شاعري دنورو ځانګړتياوو سره سره چې لري ، دتخييل په وزرو هم الوزي  الفاظ دومره شاعرانه کوي چې سړى ترې نه زيات خوند اخلي ، دې له  الفاظو سره جادويي چال چلند کوي چې دتخييل په لوړو څو کو خپل مينه وال ګرځوي.

 

  مه  مې غورځوه د غورځيدو نه يم
      ومې کره شين به شمه زړی يم
مه ويريږه، خوله مې نشته نه دې خورم
 زار نه لرم، مار نه يمه پړی يم

( د نکريزو پاڼه)

دباز محمد عابد شاعري دهمدغسې لسګونو نورو بېلګو لرونکې ده چې سړى دتخييل په ټال ځنګوي.

 

 

     تخييل په شعر کې يو مهم توکي دى  په دې مانا چې دفکر او خيال له عاطفي  نه شعر منځ ته راځي  نو تخييل چې دعاطفې په اوبو رنګ شي او بيا ورته ديو ښه انځور جامه ور واغوستل شي او شاعرانه منطق پېدا کړي نو  دشعر مرغه دتخييل او شعريت  وزرې وپړقوي. دعابد په شاعرۍ کې هم دتخييل  ماڼۍ هسکې دي .

دفاصلو لړۍ دمينې له نظر تيږي

احساس مې وبوږني سلګۍ شي له بصر تيريږي

دلاشعورنه يې شعورته کډه کړې ده نن

جانان زما دسينې دښت کې په سفر تيريږي

يا  داچې:

پرخه دسحر چې دازغو په څوکو وزانګي

اوښکې مې ډېوې شي دبڼو په څوکو وزانګي

 

ډېرې نورې بېلګې هم دعابد په شاعرۍ کې تر سترګو کيږي زه يې يواځې په دې پورته بېلګو بسنه کوم.

 

  دعابد په شاعرۍ کې حماسي منځپانګه

 

 سره له دې چې  دعابد په شاعرۍ کې دعاطفې رنګ زيات محسوسيږي ، دا رنګ دهنر مالګه ېې هم زياته ده ، خو ددې ټولو سره سره ، داچې عابد دخپلې ټولنې له حالاتو نه بې خبره نه دى پاتې شوى نو حتما پرې دې حالاتو اغېز کړى دى او دى يې  دې ته  هڅولې چې دخپل وطن او ټولنې درد په خپلو شعرونو کې انځور کړي ، خو دابرخه دده په شاعرۍ کې ډېره کمه مالوميږي .

سره راټول شئ ،افغانانو ، دوحدت له پاره

د ملي پت او دناموس دحفاظت له پاره

يو خوا ته مور دوطن ګډه ده په وير دبچو

بل خوا ظالم دى تيغ په لاس دخپل قدرت له پاره

څرنګه چې دعابد  شاعري دتېرو څه له پاسه دوو لسيزو زيږنده ده ، نو ددغه وخت دبدو  حالاتو بدانځورونه يې په شاعرۍ کې تر سترګو کيږي.

د بازمحمد عابد په شاعرۍ کې ولسي ګروهې

 

ولسي شاعري ، زمونږ دفوکلور يوه برخه ده چې دا مانوي پانګه زمونږ دفوکلوريکو ارزښتونو  په ساتلو کې مهم رول لري ، مونږ په ټوله کې چې کله دولسي شاعرۍ نوم اخلو ، دا په دوو برخو ويشلى شو يوه هغه شاعري   چې په سوچه ولسي فورمونو کې ويل شوي وي بله يې هغه برخه ده چې  ولسي ناظمانو ويلې ده ، که مونږ دښاغلي عابد شاعري وګورو نو  دده په شاعرۍ کې نه هغه فورمونه ترسترګو کيږي چې پخوانيو ناظمانو به په کې شعرونه ويل او نه هغه فورمونه چې سوچه ولسي رنګ لري. مګر ويلى شو چې دعابد شاعري ، ساده روانه او ولسي رنګ لري ، انځور يې دخپل ولس دى ژبه يې ساده روانه او سليسه ده خپل جانان سره دراز او نياز په ژبه خبرې کوي

دعابد ( زمونږکلى)  تر نامه لاندې ازاد نظم دپورته ادعا له پاره يو ښه  دليل دى:

 

ډېره موده وشوله

چې برکنډو باندې  دوريځو لړې نه ښکاريږي

او دخوړ غاړو کې ريدي راټکيدلي نه دي

ډېره موده وشوله

د(غره زيارت) ته خلک نه ورخيژي

وايي وروسانو يې په لارو کې بمونه ايښي

چې کليوالو به ثواب له پاره

په لپوه لپو ترينه وڅښې اوبه

 هغه بزرګه چينه اوس وچه ده........

.......... 

  او دا مې هم په ياد دي

چې له ايلبند نه به کوچيان راغلل

زمونږ دکلي په شينکي با ندې به

له وخت نه مخکې خزان ولګېده

دکليوا لو به يو شور پورته شو

د عابد په شاعرۍ کې ادبي انځورونه

 

انځور په ادبياتو کې او په ځانګړي ډول  په شعر کې ځانګړۍ ارزښت لري ځکه دشعر ستنې دذوق په پړي تړل شوي دي او په دې دواړه کې بيا دانځور ځانګړى ځاى دى

په ادبياتو په عمومي ډول انځور په دوو ډولونو ويشل شوى دى ،  يو عيني انځور دى ، يو ذهني انځور دى ، پير محمد کاکړ وايي چې :

 

الهي پير محمد ګډ ديار په کوى کړې

دې جنت وته مومن انتظار وکيښ

 

 په پورته بيت کې  ديار کوڅه يو عيني او جنت  ذهني انځور دى چې حسي او عقلي يې هم بللى شو ، خوکه دعابد په شاعرۍ کې انځور وګورو نو ځاى ځاى يې ډېر ښه انعکاس موندلى دى . لومړى څو عيني تصويرونه:

 

ليمو نه چې بهر شولې نظره چيرته ځې

له غرونو چې پنا شوې ښکليه لمره چېرته ځې

څه رخه دې مينو  سره کيږي او که نه ؟

ماښام ته چې نژدې شوې ماذيګره چې ته ځې

 

يا داچې :

تارونه دې دزلفو په رخسار وزنګوه ،

پر غاړه مې لاسونه لکه هار وزنګوه

دوړانګو په مهار کې درڼا کاروانه راشه

حسين سهار دکلي په چنار وزنګوه

 همدارنګه دا بېلګه:

ځنګه چې ښکلي له وعدې نه وځي

داسې مې زړه له ارادې نه وځي

ښکاري جانانه ! په ايمان يې وايه

باز به دې کله له پنجې نه وځي

 

دبازمحمد  عابد پر  شاعرۍ   او په کې په نورو ډېرو برخو لکه انځور شعريت  عاطفه او اسطوره او نور ډېرو برخو خبظې کېدى شي  خو دم ګړۍ به پر همدې بسنه وکړو او پر شعرو شاعرۍ به يې لازيات بحث او خبرې ، څيړونکو ته پريږدو چې دشاعرۍ نورې برخې را وسپړي.

 

پايله

ديو چا پر ژوند او  اند څه ويل او ليکل  خورا ګران کار دى ، ځکه دهرچا ژوند بېلابېل  اړخونه لري خو ديوې محصلې په توګه چې زه دې ته اړ شوم چې  دښاغلي عابد ژوند او اند  وڅيړم په پېل کې خو دا راته ډېره ګرانه په دې بريښېده چې   له يوې  خوا زه يوه ښځينه  او ديوې ښځې له پاره  په افغاني ټولنه کې ستونزمنه ده  چې دا وړ يوه ستړې کېدونکې موضوع وڅيړي؛ خو ډاډه به پر دې وم چې عابد زمونږ دکلي ولس شاعر دى سره له دې چې مامخ نه دى لېدلى خو دورونو او دکورنۍ دنورو غړو په واسطه مې له هغې سره اړيکي ټينګ شوي دي ؛خو اوس په دې خوښه يم چې تر يوې اندازې  په دې وتوتنيدم  چې دښاغلي عابد پر ژوند او اند څو خبرې دذوق له مينه والو سره شريکې کړم .

ما چې څه  د مونوګراف  له پاره راټول کړي دي سره له دې  چې نيمګړ تياوې به هم ولري  ولې  په دې باور يم چې تر يوې اندازې به مې هغو غوښتنو ته چې په دې برخه کې له مانه موجودې وې ځواب ويلى وي،  نور نو زه په دې برخه کې څه ويل نه غواړم ، دژوند خوشاله شيبې او تاسې.

پاى  
ماخذونه :

١ حبيبي عبدالحى (پښتو ادبياتو تاريخ) دانش خپرندويه ټولنه  ١٣٨٤ کال

٢ خټک خوشحال خان (کليات اوډنه ،پرتلنه ، سمون، او وييپانګه) دانش  ١٣٨٤ کال خپرنديه ټولنه

٣ عابد بازمحمد (د نکريزو پاڼه ) ناهيد کتاب خپرندويه ټولنه پېښور ١٩٩٧کال

٤ عابد بازمحمد (لو دى د لونګو )   ٢٠٠٠ کال  پېښور ،

٥ عابد بازمحمد،(جانانه کله خو راپيښه وکړه ) ٢٠٠٦ کال پېښور،

٦  پيکار عبدالله باز د بنګ او بزم شاعر د ليکنه ٢٠٠١ کال ټول افغان ويب پاڼه  

 ٧ عزت الله شمسزی ،باز د مينې او ‌ښکلا شاعر ، ټول افغان ويب پاڼه  

٨ بدر صديق الله، باز د مينې په انداز کې ليکنه ټول افغان ويب پاڼه

٩ کاروان پيرمحمد له باز نه مې عابد ډېر خوښيږي  د عابد پر شعري ټولګه د ليکنه

 

 

ولي ساپی 10.11.2010 09:11

<p>ډېر اعلی ،اغلې حمیدې ډېره خواري کړې ده ٠پايله يې هم ښه او شکوک پرې کوونکې ده ٠الله دې نورې برياوې هم ورپه برخه کړي ٠ولي ساپی له کنړه</p>

راشد خټک 09.11.2010 17:04

<p>ډیر ښه٠ خوندور مونوګراف دی ٠ ښه زیارا یستل شوی خو یو څو زیاتونو ته له اوس هم اړتیا لری</p>

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.