Baz blog

د زړه ډيره ناځوانه ناروغي ده/ بازمحمد عابد

18.11.2010 15:15

زه چې کله هم خبر شم چې کوم پيژندلی شوی تن د زړه له ناروغۍ له امله ابدي جام په سر واړاوه، نوما ته مې د خپل مرحوم پلار مړينه راياده شي چې د زړه ناځوانه ناروغۍ په ډير لږ  څه کې ترې محروم کړو.

ما ته اوس هم کله نا کله دا ماشومانه پوښتنه  مخته دريږي چې زما مرحوم پلار خو ډير بې زړه سړی و، هغه ولې د زړه په ناروغۍ اخته او  بيا ډير ژر ومړ؟

خو داسې نه ده، تيره ورځ چې مې د يوه ډير زړه ور، با جرآته او د  مضطرب زړه څښتن  اقضل شوق په اړه واوريدل چې د زړه د ناروغۍ له امله  ومړ، نو ايله مې دې ماشومانه پوښتنې ته ځواب پيدا شو چې دا ناځوانه ناروغي په بې زړه کسانو نه په ډيرو زړه ورو کسانو هم داسې ناڅاپي حمله کوي چې له  سړي لوری لودن ورک کړي.

افضل شوق د ښکلا پسې هغه ورک ميين و چې نيمه نړۍ يې پسې چاڼ کړې وه. خو کومه څيره چې هغه خپل اډيال ګڼله، تر پايه يې ونه مونده. د هغه د شکيدلي اميل مرغلرې همداسې  شيندلې پاتې شوې او خدای خبر که بيا داسې شوقمن راپيدا شي چې دانه، دانه مرغلرې راوپيي.

ليكوال او شاعر افضل شوق تر اوسه پوري دَ يو سېلاني ليكوال په توګه دَ يُونليكونو ډېري په زړه پوري بېلګې پښتو لوستونكو ته وړاندي كړې دي، خپل لوستونکي يې په ډيرو هيوادونو له ځانه سره لاس نيولي ګرځولي دي، خو زه اوس د هغه په دوه شعرونو له تاسې سره غږيږم، او هغه هم د خپل ذهن له ورشو نه، ځکه چې  دا وخت ما سره د ارواښاد افضل  شوق کتابونه تر لاس نه دی شته،  نو ځکه  له اوږدې ليکنې تيريږم، يوازې د  دوو ازادو شعرونو مطلب يې ستاسې مخې ته ږدم.  ډير کلونه پخوا چې زه تازه تازه په شعر ليکلو راغلی اوم نو د شوق ځينې شعرونه به  مې د کوټې او پيښور نه  خوريدونکو مجلو کې  په ډير شوق لوستل.

په ړومبي ځل زه د هغه د سلو يار په نوم شعر سره مخ شوی وم. موږ او تاسې سره د سلو يار په عامه اصطلاح  کې  د سړی پام د بدرنګۍ لور ته اړوي، خو د افضل شوق د سلو يار سړي ته يوه داسې ښکلاييزه منظره جوړ وي چې لوستونکی هک پک کړي.

ما ته د هغه  مرحوم شعر په ترتيب سره نه دی ياد،  البته هغه چې په شعر کې څه ويلي، کټ مټ يې له تاسې سره شريکوم.

شوق په داسې يو راهګذر د يوې څېرې په لټون ولاړ دی چې ښکلي پرې تګ راتګ کوي، د هغه چې هر ښکلی په مخ راځي نو له ورايه پرې ګمان کوي چې دا به ته يې.

دا به ته يې!

دا به ته يې!

دا به ته يې!

په همدې ( دا به ته يې) کې شوق د سلو يار جوړ شوی وي.

د ده يو بل شعر دې چې هغه مې هم څه پنحلس کاله وړاندې لوستی و چې هغه شعر  يې زما له پاره او د ټولې اسلامي نړۍ له پاره د ډير زيات اهميت وړ دی. دا شعر داسې پيليږي:

زه کله وويريږم

له کټ نه پورته شم تاخچې ته لاړ شم

قرآن مجيد ځنې راواخلمه

ګردونه ترينه وڅنډمه

بيا يې له اووه پوښو نه ژر ژر خلاص کړم

په تلوسه يې پاڼې واړومه

چې چيرې توري يې الوتي نه وي
نو له دې نه مالوميږي چې افضل شوق د دې نړۍ په مسلمانانو کې دومره خامۍ او کمزورۍ ليدلي وې چې د قيامت وروستۍ علامه يې هم د خپلې مشاهدې لاندې راوستې وه.

پښتو ادب به دا تشه تر ډيره جبران نه کړي شي

الله تعالی دې په افضل شوق  ورحميږي او  بهتر جنتونه دې ورته  په نصيب کړي

آمين

بازمحمد عابد

د لوې اختر دريمه ورځ پيښور

۲۰۱۰/ ۱۱/ ۱۸

محمد سلیم احمدزی باغ بلا کابل 28.12.2010 13:23

عابد لالا سلامونه او نیکی هیلې

د دی خبر ترلاسه کولو نه وروسته می سترګو ته ناڅاپی اوښکی راغلی خو دا دنیا نیمګړی ده. یوه ورځ به ټول درومو خو الله دی شوق صاحب ته جنتونه ورکړی او اروا یی د تل لپاره ښاده وي. الله دی ورته د قبر غذاب اسانه کړی.

امین خداې دې ورته بهتر جنتونه ورکړي
عابد

بېکسیار 19.11.2010 20:59

له کلونو کلونو وروسته یوځل بیا عابد صاحب ته سلامونه !
ګرانه عابد صاحب ستاسوتر بحث لاندې دارواښاد شوق په اړوند د لومړي شعر بشپړمتن داسې دی .

دسلویار

څوک چې ګوري راته وایم دابه ته یې
څوک چې خاندي راته وایم دابه ته یې
دابه ته یې
دابه ته یې
دابه ته یې
بس پدغه رنګه زه پدااوداکې
په لټون ستادڅېرې دسلویارشوم .

اودوهم شعر دشوق نه، بلکې دکوټې دیوبل ځوان شاعرښاغلي رازق فهیم دی
پدې ډول .

قل اعوٌذبرب الناس

زه کله کله دومره ووېرېږم
چې له تاخچې څخه قران راواخلم
دوړې اوخاورې ځنې وڅنډمه
اوپه لړزېدلي زړه یې وګورمه
چې چېرته توري یې الوتي نه وي .

ستاسودروغتیااوخوښۍ په هیله .
ورور موبېکسیار

مننه بېکسيار صيب ! چې شعرونه دې سم کړل خو زه فکر کوم چې زما دا غلطي زما په ګټه وخته کم نه کم ته خو مې کلونه پس يو چرته پيدا کړې

په مينه

عابد

محمدولی حیران 19.11.2010 19:53

په تهران کی خبرشوم چی دپښتوژبی یوه بله ستن هم راپریوته مرحوم افضل شوق یادوم دده شعرونه اونثرونه به دپښتنولپاره یوه ثمره وی شعرونه به یی تل ژوندی وی
که رښتیا ووایم چی زمونږ دخوږی ژبې هرخواخوږی اوشاعر چی له دی فانی نړی سترګی پټوی نو ډیردردیږم اجمل خټک دویرټغر ټول نه وو چی په کامه کی محمد جان خان هم له دی دنیاخدای پامانی واخسته ددی ټولو روح دی ښاد وی اوکورنی ته صبر جمیل اواجری عظیم غواړم
محمدولی حیران له تهران څخه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.