Baz blog

آن لین سملاسي مشاعره

20.11.2010 22:40

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

هڅه به کومه او الله ته به دعا کړم

کله خو به تا غوندې غزله راپیدا کړم

Nabila Ghazal says:

وخت خو به راځي که نه الله خو مهربان دی

خولې به د شک بندې زه د دې ټولې دنیا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

وار کوه چې زه ګوره بې صره ښکاري باز یم

هسې نه چې ښکار مې شې او ځان ته دې روا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

کله کله زه له قصده نه درته درګورم

کله کله زه هم غزل ستا غوندې ادا کړم

Nabila Ghazal says:

ودرې چې ګلاب در نه په کومه رشته واخلم
صبر وکړه زه مې لږ د زړه سره سلا کړم

Nabila Ghazal says:

ما که د کوترو جادوګر غومبر غزل کړو

لاره به له ‌ډیرو شاهبازانو نه خطا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

دومره ظلم مه کوه د خدای روی مې دروړی

تا خو په رښتیا هم زه له واره وارخطا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

دومره وس خو کله ما غریب ته خدایه راکړې چې

دا د مینې وږي چې په مینه مړه خوا کړم

Nabila Ghazal says:

ګرانه که خاطر د مينې نه وي ، لاس دې خلاص اوسه

نه خو دې  مزدوره يم او نه دې بيا پروا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

ستا له سپین رخسار نه به دا تورې ځڼې څنډ وهم

داسې به په نیمه شپه کې سبین سهارپیدا کړم

Nabila Ghazal says:

لاړه شم بازار ته چې سودا کاله ته راوړم

هسې ستا سودا مې زړګی واخلي چې سودا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

ګوره چې زما سودا په سر باندې سوره کړی

هسې نه چې لاره درنه ورکه په رښتیا کړم

ABID IN PESHAWAR‎) 00923159192963 says:

نوره به پرې غټه تیږه کیږدو  زیاتي خوب کوو

څه که رانه پاتې شول هغه به بیا سبا کړم

د نومبر شلمه او یویشتمه شپه څه د پاسه ۱۲ بجې ۲۰۱۰

الفت ساپی 29.11.2010 16:09

ګران عابد صيب !
نيکې هيلې اوپښتانه درانه سلامونه !
له نوم سره دې لس کاله وړاندې په پيښورکې هغه مهال اشناشوى يم چې دادبي بهير يوګډونوال ستاسو يوه ټوټه شعرراته ووايه ! له هغې ورڅې مې بيا ستاسودنوم اوشعر سره مينه وه اوس چې مې ستاسوويب بلاک وموند ګوياتاسومې وموندۍ په غزلو اوشعرونوموتنده ماتوم هيله ده چې په نووخوږوشعرونومې خوښ وساتۍ ، برى دې په مخکې اوسه .
ستا ناليدلى دوست

الفت صیب، خدای دې تا ژوندي لري، له مینې دې ډیره مننه، ته خو ښه یې زما تصویر خو به دې بلاګ کې لیدلی وي، خو ره بدبخته خو ستا د تصویر لیدو نه هم محروم یم، نو دا خبره ستا پر ځاې ده چې لیکلی دی (( ستا نالیدلی)) دوست. په دې هیله چې یوه ورځ مې مخې ته ودریږې او راته ووایې چې زه الفت سابی یم.

ورور دې عابد

شین،هسک کونړی 28.11.2010 19:13

ګران عابد صيب!
په عابدانه اوشاعرانه ولوولو دې لمانځم اودراسا دمستوڅپوپه شان سلامونه!
وروره! څه موده مخکې مې يوه اونيزه کې دنبيله غزل په پته يواوږد نظم چې د(رياضي)سرليک لاندي ولوست ډيرزيات مې خوښ شو. له هغي وځي مې ددغې شاعرې په اړه له ډيري شاعرانو اوادب مينه والوڅخه وپوښتل هيڅچاته پته نشته که داکوم بل شاعر وي ؟ نوپوښتنه داده چې ولې دغه شان يوښه شاعرانه کلام څښتن اويونکي دلوستونکوله سترګو څخه پټ اووسي؟

;کونړی صیب سره له دې چې ما سره کله کله آن لین خو واله که یې زه هم په دین او ایمان پوه شوی یم.

عابد

سرود 25.11.2010 19:06

سلامونه

زرنج صيب جلال امرخېل لا د دومره سويې شاعر نه دی چې د نبيله غزل شعر ورباندي اړوې . د جلال امرخېل شاعري لکه د يوه ځوان شاعر خامه او د نبيله غزل شاعري لکه د يوه پاخه انسان پخه ده.
شک نشته چې خپله عابد صيب دي واوسي او ځان سره دي يې مشاعره هم کړي وي. هاهاهاهاها ټوکه.
عابدصيب رانه خفه نه شي باور په الله وکړه ډير راته ګران يې.

سروده وروره ډیره مننه چې زه درباندې ګران یم، خو کاشکې چې کله راته مخ په مخ هم ووايي چې لږ لږه ستاسې د ګرانښت قیمت خو په مینه ادا کړم. زه اوس څه پوهیږم چې سرود ینعې څوک؟
بیا هم ډیره مننه
وررو دې بازمحمد عابد

زرنج 21.11.2010 23:06

سلامونه عابد صیب پام کوه عابد صیب دا نبیله نبلیه درک نه لري دا په اصل کې جلال امر خیل نومیږي چې تیر دې نه باسي په درناوی

مننه! یاره  دې خبرې ته مې له اوس نه د تیرو څو کلونو راهیسې پام دې
عابد

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.