Baz blog

تازه غزل/ بازمحمد عابد

04.01.2011 13:58

دا ژوند خو تيرول غواړي څه چار ورته ګورم

نور پام باندې قدم ږدمه او لار ورته ګورم

درويشه ما هم توره د بابا په چت کې کيښوه

ما ستن لاس کې نيولې ده او تار ورته ګورم

دا زړه به مې ټوټه ټوټه له ښکلو نه راټول کړم

له عقل سره پيوسته څه کار ورته ګورم

ستا ياد مخې ته راغی او اقرار د وعدې غواړي

لږ سوج کوم خپه نه شې انکار ورته ګورم

د کلي ټول رنګونه به له ځانه سره يوسم

په لپو يې شيندمه چيرته ښار ورته ګورم

۰۴/۰۱/۲۰۱۱ پيښور

فضل الر حمن عابد 27.06.2013 11:22

اسلام عليكم وروجان زه ستاسو د شعرونو خاموش اوريدونكي يم مطلب كله مي درته تبصره ياپيغام نه وه ليكلي دا مي لمري زل ده ستاسو شعرونه مي دير خو خيگي او له الله پاك نه درته د لا نور كاميابي خوختونكي يم

ياسين خان 03.03.2012 10:24

عابد صآحب سلامونه//
خداي دي اباد لره
ډير ښه شاعري دي کړي ده...
ښاد اوسي...

مننه ګرانه، تاسو دې ژوندي اوسئ

بازمحمد عابد

ياسين خان تيمر ګره، کوز دير خيبر پښتونخوا

rahemawatanjar 24.10.2011 06:51

salam
rora der shaista ghazal de lekale pa goto ke de da ghazal lapara zor der sha
khor de rahema

ایمل عبدالله 02.10.2011 05:16

عابدصیب سلامونه
اول خودا چه ستا غزلو ته په دوه لاسی سلام کووم او خیر دی مونږ ته هم کله کله لږ لږ چل راښیه

زما بیتونه ګوره همیشه پرې انتقاد کوه غواړم چه شاعرشمه-

عابده ماسره سلوک تل داستاد کوه غواړم چه شاعرشمه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.