Baz blog

ښاپيرۍ او ديو کيسې ولې خوند راکړ/ ايمل پسرلى

28.09.2011 13:17

راته گران کيسه ليکوال اکبر بري يو وخت راته ويل : ايمله ته د لنډو کيسو ملا قلم الدين يې . دۀ ويل قلم الدين د طالبانو په واکمنۍ کې خلک درول ږيره يې کتله چې لنډه ده که اوږده . که به لنډه وه سړى جريمه و .خو تا خبره سرچپه کړې ده ، که لنډه کيسه اوږده وي ليکوال يې جريمه کوې . له ښاغلي بري سره مې دا خبره نه منله . استدلال مې دا و چې که بې ځايه او اضافي خبرې نه وي لنډه کيسه دې اوږده وي . هغه به ويل بايد مقدمه او صحنه سازي وي .
زۀ يې اوس هم نه منم . هغه کيسه خوند راکوي چې وار له واره کيسه راته کوي . د باز محمد عابد کيسه " ښاپيرۍ او ديو" هغه کیسه ده چې وار له واره نکل کوي ، بوختوي او هڅوي مې چې ويې لولم .
ښاپيرۍ او ديو ټول ټال د ١٧٦ لغتونو کيسه ده . خو تر ظاهر ورهاخوا مانا او خيال يې خورا لوى دي . راځئ سره ويې لولو :
(( ښاپيرۍ او ديو
شاعر په گڼ بازار كې د روزگار چرتونو په مخه كړى و، چې نا څاپه يې تخيل غزونې وكړې، له زړه نه يې نرۍ څړيكه پورته شوه او څنگه چې يې په شونډو زمزمه شوه، نو د سرك په غاړه له ولاړو پوليسو نه پرې يوه غږ وكړ:
_ دې خوا راشه! دا كنځلې دې څنگه وكړې؟
_ كنځلې خو مې نه دي كړي تاڼيدار صاحب.
_ چې كنځلې دې نه كولې، نو بيا دې د سودايانو په څير له ځانه سره څه اوتې بوتې ويلې؟
_ اوتې بوتې خو مې نه دي ويلي تاڼيدار صاحب.
_ اخر څه بكواس دې كولو، شابه ووايه كه نه چمړه درنه وباسم.
_ هسې ما ويل ښاپيرۍ يو څه راوړي وو، خو د ديو بوږنوونكى غږ يې چې واوريده، نو په يوه ترپ كې يې پښې وايستي.
_ غلى شه، د خان بچيه. په ويښه خوبونه گورې او هغه هم د ديوانو او ښاپيرو، چرسي خو به نه يې؟
_ نه قربان.
_ دا قربان دې د چرسيانو دى، هلكو! دى بوځئ او په حوالات كې يې بند كړئ.
2001/ 04/ 12 پيښور))
که دا کيسه په يوه جمله کې ووايو نو داسې به وي : يوۀ سړي له ځان سره خبرې کولې پوليسو د رشوت په تمه ودراوۀ .
ولې بايد سړى له ځان سره خبرې وکړي ؟ ليکوال ښه منطق ورته لري . سړى شاعر دى ، کار نه لري ، د کار په لټه راوتلى ، تخيل يې پاريږي ، له ځان سره یې وایي.
پوليس ولې دى دروي ؟ کیسې دا پوښتنه هم ښه ځواب کړې . دا کيسه په پېښور کې ليکل شوې . ليکوال د ليکنې ځاى او نېټه لاندې ياده کړې ده . که هغه هم نه واى د تاڼيدار صاحب ، بکواس او چمړه اصطلاحات وار له واره پېښور ذهن ته راولي . د پېښور پوليس په رشوت اخيستلو مشهور دي . پېښوري پوليس په دې هم ډير ياديږي چې بې وزلي خلک ځوروي ، د چرسو په تور يې حق او ناحقه نيسي . د کيسې څيره یعنې هغه شاعر چې کار یې نشته او د شعر ښاپېرۍ را ایسار کړی دی، د پېښوري پوليسو لپاره ښه مناسب ښکار دى .
په دې کيسه کې ډيرې خبرې شته چې نه دې ويل شوي خو د کيسې فضا يې په لوستونکي اوروي . دلته د رشوت خبره نه ده شوې خو د پوليس ناحقه درول ، گواښل او د چرسو په تور نيول يې څرکونه دي .
کيسه ليکوال دا نه راته وايي چې شاعر افغان دى،خو د خبرو له لهجې يې پوهيږو چې د پېښور سړى نه دى . تاڼيدار صاحب وايي ، صېب نه وايي . جى نه وايي . "بوږنونکى" پېښوريان نه وايي ، دا کلمات د افغان مهاجر دي چې پېښوري پوليس يې له خدايه پسې غواړي .
دا نه دې ويل شوي چې په روزگار پسې ورک چورتي شاعر څرنگه ښکاري . کله چې پوليس ورته وايي " د خان بچيه " دا نخواله ده ، ریشخند دى او مطلب يې برعکسه دى . دى د خانانو يا شتمنو غوندې په جامه پټ نه دى او نه يې رنگ و مخ د روغ کس دي. لوستونکى گومان کوي چې دغه کس وچکى ، په ځان کوچنى څلور هډوکي سړى دى .
د کيسې په پاى کې ليکوال پرې ايښي يوو چې انجام يې خپله اټکل کړو . که يې پيسې په جيب کې وې بايد ترې اخيستل شوي وي ، که نه وې تاڼې يا ماموريت ته بېول شوى، خپل خپلوان پرې خبر شوي ، پيسې يې ورکړي او خوشي کړى يې دى . يا به هم د ډيرو نورو افغانانو غوندې د پېښور په سنټرل جېل کې بې دليله شپې سبا کوي .

نسيم پرنس 31.10.2012 15:44

سلامونه ،
ډيره په زړه پوري اودمعناووڅخه ډکه خاطره ده ,
خوافسوس په دي چي ترڅوبه په يونامه اوپه بل نامه ځوريږو
مننه..

ګلزار باچا 01.10.2011 08:51

مننه بسرلى صيب دا کيسه دې ډيره ښه تحليل کړې وه، زما هم خوښه شوه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.