Baz blog

د غزل څو بيتونه

04.03.2012 10:57
اوس چې هر ښکلي ته وګورم نشه شم
اوس د ميوواو د بنګ کيسه کې نه يم

زه په اصل کې لمسى د خوشحال خان يم
زمانې ستا د اورنګ کيسه کې نه يم

چې يو ځل مې د بڼو په شپول کې واخلي
بيا خو نور د سترګو جنګ کيسه کې نه يم

نن يې وى ږيره دۍ سپنه شوله زوړ شوې
نوره زه هم د لونګ کيسه کې نه يم

چا ويل کوترې باز درپسې راغى
ويل يې زه د دې ملنګ کيسه کې نه يم .

صابر تیمور 17.09.2013 11:10

اوس چې هر ښکلي ته ګورمه نشه شم
ددی کلي د بدرنګ کيسه کې نه يم

بس چې ښکلی وي زړګی می پری تازه وي
د تور او سپین او رنګا رنګ کیسه کې نه یم

په بخنی سره

عنايت 24.12.2012 12:49

ډير شايسته غزل دی عابد صاحب ګوتی دی ماتی مه شه

حمیدالله مصباح 20.07.2012 19:04

سلامونه...بازعابدصائب دا ڈیر وخت می ھیس ندی لیکلی اوس چہ ھرسہ ووینم شہ راتہ شکاری خوداسی سہ می بیاخمارماتوی ڈیراعلی تل اواتل اوسےپرقلم دی برکت شہ نن می بل زای (پہ تاندکی)ستاصفت ھم واوریدو.. واہ واہ

مننه وروره الله دې ښاد او اباد لره، زه ورځم جې تاند وګورم چې څه راپسې لیکل شوي دي، ستاسې ډیره مننه ورور عابد

زکی 24.04.2012 07:56

ډیر ښه غزل دی او ډیر می خوښ شو خو که اجازه وی او د تبصري حق راکړل شی نو و به وایم چه د مطلعی ردیف یی برابر ندی او یا دا چه دغه غزل مطلع نلری - بل د مقطع په باب دا چه باز ته د ملنګ سره تشبیه ورکول هم سم نه ښکاری چه دا یوه عامه مفکوره ده چه باز د بل تیار شوی خوراک نه خوښوی او ملنګ برعکس تیارخور بلل کیږی -

زکي جانه دا پوره غزل نه دی او که ووایم بې مطلع غزل دی. او دا چې باز خپل څان ته خپله خواړه تیاروي دا هم درسره  منم خو اوس چې ملنګ دي او تیارو خوړو ته يې ګونډه وهلې نو کوتره یې هم کیسه کې نه ده.
بیا هم ډیره ډیره مننه ستاسې د حسن نظر نه ورور عابد

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.