Baz blog

غزل = بازمحمد عابد

26.07.2012 15:22

ستا باڼه که يو لښکر دی

زما زړه هم لکه غر دی

زه به څنګه ښکلی نه يم
چې په ما دا ستا نظر دی

هر پښتون مې زړه سر دی

که د لر دی که د بر دی

دا چې زه يې ښکلومه

دا زما د جانان ور دی

روژه ماتي ته مې غواړي

اخ په ما باندې اختر دی

هله سترګو ته رنګ ورکړه

هله ژر شه مازيګر دی

بې مانا بتان به مات کړم

که جوړ کړی هم اذر دی

باز د زرکو ښکار ته ناست دی

غوړولی يې وزر دی

صابر تیمور 17.09.2013 12:05

روزه ماتی ته دی غواړي
هڅی نه چې کوم خطر دی

خوشحالی ورته ډیر مه کړه
ده زخمي کړی زما ځیګر دی

امید 06.04.2013 15:12

عابد صب ډیر ښه ښایسته غزل ده ډیر می خوښه سوه الله ج دی نور هم ستا بر قلم برکت واچوی چی قلم دی لا هم ګړندی سی امین
په مینه
امید

امید جانه وروره الله دې تاسو هم تر ډيره ژوندي لري چې موږ ورته ښکلې ښکلې غزلې ولیکو او تاسو پرې داد راکړیء، ستاسو مینه  ما ته تر بل هر څه لوی انعام ګڼم.
ورور دې عابد

نصیراحمدسراج٠ډیرښه خؤندکوی ماشاالله 27.11.2012 05:29

دجنت سړه سایه لرم په کورکی٠ هم کعبه هم مدینه لرم په کورکی ٠غریب نه یم زه باچا دزمانی یم٠ بی مثاله خزانه لرم په کور کی٠ یودیداربه یی په درست جهان ورنه کړم ٠ چی دارنګه سرمایه لرم په کور کې٠ ګرانه مور

majroohsarobiwal 25.11.2012 09:55

ڈیرشۂ اوزبردست

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.