Baz blog

د خزان په لپه کې اوبه / بازمحمد عابد

19.01.2013 21:24

د خزان په لپه کې اوبه
نه پوهيږم چيرته مې لوستي وو ، هغه تنده غری چې  د اوبو څښلو په تکل اوږده مزلونه ووهي او د چينې اوبو ته ځان راورسوي او په لپو لپو اوبه وڅښي له هغو شرابو څخه په کې خوند او مزه زياته وي چې خانان او نوابان يې د ښيښو په بوتلونو کې ساتي او چې څه وخت يې زړه وغواړي په سر يې واړوي. دا رښتيا هم ده. زه چې کله هم چيرته د چينې په اوبو ورپيښ شم، که تږی نه هم يم نو څو لپې اوبه ترې څښم.
کله چې مې د ګران شاعر ملګري محمود خزان په لپه کې اوبه وليدې، نو ډير کلونه پخوا وختونو ته يې له ځانه سره بوتلم. د ننګرهار ليسې په نهم ټولګي کې وم، ټولګيوال مې اکثر جلال اباد ښاريان وو. په دري ژبه يوه بل ته ويل.
«اګه امتحان از ساعت ده بجه پيش خلاص شد، ده سينيمای سپین غر فلم پشتو بنام ديدن ميچله، خات ديدم.» 

د څلور مياشتنيو ازموينو ورځې وې، د ثور د کودتا دويم کال و.د تاريخ د مضمون پرچه مې تر ټولو ټولګيوالو د مخه معلم صيب  ته ورکړه. هغه په څوکۍ ناست و او د امتحان صحنه يې څارله، زه يې تر څنګ ولاړ وم، زما په ځوابونو يې ځغلند نظر واچاوه، او راته يې کړه

.« برو بچيم ده تقريري هم کامياب استی.»

 زما نوې شونډه شنه شوې وه. که څه هم زه د کاکا او ماما زامنو سره څو ځلې سينيما ته تللی وم خو هاغه وخت د يوه کليوال هلک سينيما ته تګ د کورنۍ په وړاندې د بغاوت درجه لرله. په ويره ويره د سپين غر سينيما په لور روان شوم. په پنځه افغانيو مې ټکټ واخيست او د ديدن فلم ننداره مې کوله. يوه صحنه چې له هماغه وخته زما په ذهن انځور ده هغه دا ده چې د فلم جينۍ له ګودر نه منګی په سر په ناز او نخره راروانه وي چې د فلم هلک ورته مخې ته راووځي او د تندې د ماتولو په خاطر ترينه اوبه وغواړي، جينۍ هم نامردي ونه کړي، منګی له سره راښکته کړي او هلک ورته لاسونو لپه کړي، اوبه له منګي نه لپو ته او له لپو ځمکې ته لويږي. د فلم هلک د جينۍ په ننداره وي او جينۍ د هلک ليونتوت ته په خوږلنه موسکا تعجب وړي وي. کله چې منګي تش شي نو د فلم جينۍ ورته وايي:
کم عقله تا خو تنده ماته نه کړه، ټولې اوبه درنه په ځمکه تويې شوې.

د فلم هلک ورته وايي:
تا ته څه پته ده، کم عقلې ما خو ستا په ديدن تنده ماته کړه.
او دا دی دا ځل محمود خزان نه يوازې دا چې په لپه کې اوبه راوړي، بلکې د اوښکو دردانې يې هم ورسره ملې کړي دي او د شعر د مينه والو تنده پرې خړوبوي.
زما د اوښکو په باران تازه وي
داسې چې ګل غوندې جانان تازه وي

خزان صيب دا دردانې په اکثرو ځايونو کې په ډيرې هنرمندۍ سره په داسې مرغلين مزي پيلي چې د ظاهري ښکلا تر څنګه يې باطني ښکلا هم ور په برخه کړې ده. د يوې غزلې څو بيتونو ته يې تم کيږو چې د ځانګړي مترنم وزن تر څنګ له لفظي ښکلا او داخلي موسيقيت نه  هم برخه من دی:
ورانه وی، ويجاړه وي، خو دواړه وی
ټول ژوندون په شاړه وی، خو دواړه وی


ډک وي له تومت او له پيغور کچکول
پروت زما په غاړه وی، خو دواړه وی

سل داسې غمونه ورسره وی نور
دا غمونه واړه وی، خو دواړه وی

تر پايه

پورتنی غزل چې يولس څپه ييز بحر کی ليکل شوی. د کتاب اکثره غزلې يې په همدغه مترنم بحر ليکلي او هره غزله يې د ساده ګۍ او روانۍ تر څنګ د ښکلاوو رنګیني هم لري.

راځي چیء   دغه بيتونو ته يې هم تم شوو:
يمه بې اختياره لاس مې ونيسه
پرې مې نه ږدې ياره لاس مې ونيسه

ورک رانه منزل دی وارخطا يمه
سم مې کړه په لاره لاس مې ونيسه


که د خپل ځان خبره وکړم، ما چې هغه وخت شعرونه ليکل نو کوشش مې دا کولو چې په خپل شعر کې داسې خيال راوړم چې اهل ذوقو نه پرې داد واخلم او دې ته به مې هم پام کولو چې د شعر له روانۍ سره دې ساده کليوال کليمات راپيدا کړم چې په کرونده کې بوخت ځوان دهقان په کې هم ځان وويني.
همدا چل خزان هم په خپلو غزلونو کې کړی دی او همدا يې د برياليتوب لاره ده . که د ده شعر اهل ذوق لولي د ده خيال او د ده د شعر رواني ورته يو ډول خوند ورکوي. او که ساده کليوال مين يې لولی او اوري ځان ورته په کې ښکاري.

دغه بيتونه يې هم لولو:
جانانه مه راځه نيږدې خلک خبرې کوي
د لارې سر دی د کوڅې خلک خبرې کوي
ملک د پښتو دی پام کوه ګوره رسوا مې نه کړي
بيا دلته نه تيريږي شپې خلک خبرې کوي.

خزان صيب په داسې يو ماحول کې سترګې غړولي، زلمی شوی او مين شوی چې هلته مينه جرم ګڼل کيږي او خپل محبوب ته سړی نيږدې کيدل خو پر ځای پريږده چې له ليرې هم ورته نه شي کتلی. نو له همدې کلتوري محدوديتونو له امله يې  خپل محبوب سره په زړه کې مينه کړې، د خپل محبوب  د مينې رياضت يې کړی او د همدې رياضت له امله پرې د شعر ښاپيرۍ مهربانه شوې او د خپل محبوب د زړه ذره ذره خبره ورته راوړي او دی يې سندره کوي.
خزان صيب د ځينې ښو غزلو په مطلعو کې له مبتدا نه خبر مخکې راوړي چې دا د شاعر شعري قوت ته صدمه رسوي لکه دغه مطلع يې لولو
سمه خبره دې اشنا ورانه کړه
ما جوړه کړې وه تا بيا ورانه کړه
 په پورته بيت کې له مبتدا نه خبر مخکې راغلی دی. دلته داسې په کار و چې لومړۍ مسره يې د دويمې په ځای کارولې وه، نو په لنډ مهال کې به يې په مطلع کې تلوسه پيدا کړې وه.داسې چې:
ما جوړه کړې وه خو تا ورانه کړه
سمه خبره دې اشنا ورانه کړه
 زما خزان صيب ته دا مشوره ده که کتاب يې په دويم ځل چاپولو نو خبر به له مبتدا څخه نه مخکې کوي.

خزان صيب په لنډ بحر کې هم څو غزلې ليکلي دي، په لنډ بحر کې د شاعر شعري قوت په ښه شان سره مالوميږي. ځکه چې خيال، مفهوم او پيغام په اوه څپو کې تنظيمول د عادي شاعرانو کار نه وي او دا کار خزان صيب په ډيرې هنرمندۍ سره کړی دی. څو بيتونه يې  دلته را اخلو:
ښکلی په قسم سړی
اړوي په غم سړی
دا جګړه ماران خو اوس
وژني د قلم سړی
څنګ به ليونی نه شي

دې کلي کې سم سړی

يا دا چې
ځه په مخ دې ښه اشنا
دلته مه راځه اشنا
ته به ما ته څه راکړې
څه دي تا سره اشنا
خو خزان صيب يوه غزله په اته څپو کې هم ليکلې، چې زما په اند اته څپې د پښتو په اوزانو کې نه دي معترف شوي، يعنې دا چې اته څپييز بحر باندې لا چا شاعري نه ده کړې او دا ځکه چې اته څپې وزن ماتوي. د خزان صيب د يوې غزلې مطلع  دلته را اخلو چې په اته څپو کې يې ليکلې:
ځان دې ګڼم ځان مې شه نور

بس راځه جانان مې شه نور
په دې مطلع کې نور اضافه کليمه ده يوه څپه جوړوي، که همدا مطلع په اوه څپو کې ووايو
مثلاٌ داسې
ځان دې ګڼم ځان مې شه
بس راځه جانان مې شه

نو شعر به شعر شي
يوه بله يادونه هم بايد وکړم چې خزان صيب په دې کتاب کې د ځينو شاعرانو رديف او قافيه يو شان کارولي، په دې کې هيڅ شک نه شته چې د غزلې په بيتونو کې به يې خيالونه خپل وي خو که کوم شاعر د بل شاعر په قافيه او رديف غزل ليکي نو دومره يادونه ضرور کوي چې د فلاني په ځمکه. دې کار سره ادبي امانتداري پر ځای پاتې کيږي.
که وروستی خبرې ته راشم نو په ډاډه زړه ويلی شم چې خزان صيب خو خپل کتاب ته په لپه کې اوبه نوم ورکړی، زه خو زه وايم چې دغه اوبه له هغو بې بها مرغلرو هم برخمني دي چې خزان صيب د خپلې لوغړنې مينې د رياضت له برکته  د مينې د سمندر له ژورو څخه وخت په وخت را ايستلي او خپلو مينه والو ته يې ډالۍ کړي دي.

خزان صيب ته د نورو برياوو په هيله
بازمحمد عابد
د ننګرهار علمي او فرهنګي مرکز

ميديو تيک
جلال اباد

د جنوری ۱۷مه د شپې يوه بجه

 




ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.