Baz blog

دا مې هيڅ نه هيريږي

11.07.2013 12:10
يو وخت چې زه په څلورم ټولګي کې وم، نو زما ارواښاد پلار يوه جرمنۍ راډيو زموږ د کلي د ميا غلام سخي نه اخيستې وه. ميا صيب ويل چې پنځلس کاله يې ستاتلې ده، زه ورته حيران وم چې د پنځلسو کلونو راهيسې مياصيب د راډيو په لاستي پورې هغه کاغذي ليبل تر اوسه ساتلی دی.

زما پلار په کلي کې دوکاندار و. ما به هم له پلار سره دوکانداري کوله. ماسپيښن به مې پلار را ته ويلې چې ورشه هغې ونې لاندې کينه او د ښوونځي کار دې وليکه. خپله به يې د پيښور راډيو نيولې وه او فرمايشي سندرې به يې اوريدلې، ما به يوه اندازه د ښوونځي کار هم ليکلو خو يو کتابچه مې داسې هم ساتلې وه چې د خيال محمد استاد، کشور سلطان، احمد ګل، هدايت الله او ګلريز تبسم سندرې به مې په کې ليکلې. په سر کې به مې تيز تيز ليکل نه شو کولای، ډير داسې هم پيښ شوي چې يوه سندره راڅخه نيم کله پاتې شوې، بيا به مې په ورځوـ ورځو انتظار ايستلو چې سندره پوره کړم. داسې وخت هم راغلو چې د پلار راډيو مې په ټيپ بدله شوه. دا نو زما د تنکي زلميتوب شپې وې ورځې وې. ګلزار عالم نوی نوی سندرو ته راوتی و. يوه سندره چې ما هغه وخت سره ټوله په يادو زده کړې وه، يو بيت په کې داسې هم و چې:

سکڼي سکڼي ماښام کې بلاګانې به دې وخوري

منګی دې ژر شه راوړه لږ ايسار مازيګری دی

زمونږه د خوارانو خو په لار مازيګری دی.

داد اکرام الله ګران شعر و. 

دې بيت ته به زه کله سخت چرت يوړم. او دا ځکه چې زموږ د کلي او ګودر تر منځ د لوخو بې سر و سامانه ځنګل و په دې ځنګل کې لاره جوړه کړی شوې وه او تر سلو مترو پورې به نجونو په ځنګل کې مزل کولو. هاغه وخت به موږ نه د کلي نجونو پرده نه کوله. ګودرونو ته به په ازادانه توګه تلی شوو. نجونې به مو ليدلې چې د ګودر به غاړه به يې په اوبو کې مستيانې کولې، يوې به په بلې به يې اوبه شيندلې، نو کله چې به د ماښامي خړه راخوره شوه، نو ټولو به بيا داسې په منډه منډه منګي ډکول چې ګوندې د بلاګانو د راتلو وخت دی. هغه وخت ما فکر کولو چې په دې ځنګل کې به خامخا بلاګانې وي، خو وروسته چې لږ لوی شوم وپوهيدم چې نجونې د ځنګل په لاره د انساني بلاګانو څخه ويره لرله. 

او بيا چې د کډوالۍ په دوران کې د شعر او شاعرۍ چينجي زما مزغو ته هم سرايت وکړو. اکرام الله ګران مې وپيژندو. ناسته ولاړه مې ورسره د ساهو ليکونکو مرکې کې پيدا شوه. نو يوه ورځ مې ترې پوښتنه وکړه چې ګران صيب، تا زموږ د کلي ګودر څه ليدلی و چې دومره په زړه پورې شعر کې دې انځور کړی دی؟. هغه راته وی

ـ عابد جانه د پښتنو کليو ګودرونه يو شان وي.