Baz blog

پر لونګين استاد غضنفر راغږيدلی دی./ عابد

01.10.2013 11:54

يادونه:

تير کال چې زما د کلتوري ريپوټونو کتاب د لونګين په نامه خپور شو، نو د اراکوزيا راډيو لپاره پرې ګران واصل وصال خپرونه جوړې کړې وه چې ليکوال او کره کتوونکې يې پر لونګين غږولي ول. استاد اسدالله غضنفر يې هم پرې غږولی و. وصال صيب دې ژوندی وي، ټوله خپرونه يې راته په انټرنيټ راليږلې وه، هماغه وخت مې ويلي ول چې د استاد اسد الله غضنفر مرکه استخراجوم او تاسو دوستانو سره به يې شريکوم. خو په تير يوه کال کې مې نن ورته وخت پيدا کړو،  ستاسو مخته ته يې په دې تمه ږدم چې ويې لولیء او خپل نظرونه پرې راسره شريک کړیء.

وصال: تر کومه حده چې د عابد صيب د کلتوري ريپوټونو خبره  ده، ډيرې دوستانو د فيسبوک په پاڼه لوستي او مثبت نظرونه يې پرې ورکړي دي. خو دا چې استاد اسدالله غضنفر د لونګين په اړه سره ويل لري، دا به له استاد سره په يوه ټيلفوني  مرکه کې واورو.
- استاده، لونګين لونګين کتاب خو به تاسو لوستی وی، که په پيل کې راسره د عابد صيب په ليکوالۍ او د دغې هڅې په ارزښت خپل نظر شريک کړیء.
استاد غضنفر: بازمحد عابد خو شاعر دی، کيسه ليکوال دی، کله کله يې ما سفرنامې هم لوستي دي، البته دغه کلتوري او هنري راپورتاژونه يې د راډيو لپاره ليکلي دا مې پخوا نه و لوستي. د کلتوري راپورتاژونه دا اول ځل دی چې چاپيږي، دا هم خپل ارزښت لري. زما په خيال هغه څوک چې ښې کيسې وليکي او د کيسو په نثر کې کامياب وي، بيا په نورو نثرونو کې هم ورته کاميابي مشکله نه ده. زه فکر کوم چې د همغه کيسو د تجربو له برکت دی چې عابد صيب دغه راډيوي ليکنې هم د نثر له نظره عالي ليکنې دي.

وصال: استاده، هغه موضوعات او هغه څه چې عابد را اخيستي او په هغې يې زيار ايستلی تر کومه حده ګټور دي؟

استاد غضنفر: زه خپله په دې عقيده يم چې که څوک مقاله ليکي، راډيو ته راپورتاژ ليکي، که ټلويزيون ته کار کوي او که تخليق کوي، نيمه کاميابي د کاميابې موضوع له انتخاب سره تعلق لري. زما په خيال ډير کوشش سړی بايد دا وکړي چې سمه موضوع انتخاب کړي. يعنې موضوع هم روښانه وي، حدود ورته معلوم وي او هم داسې يوه موضوع وي چې نوښت په کې وي او هم هغه کوم کار چې دی کول غواړي، له هغې سره تعلق ولري. د هنري راپورتاژونو لپاره د عابد صيب لونګين کتاب کې تر ټولو لويه کاميابي دا ده چې موضوعات يې ډير جالب او به زړه پورې انتخاب کړي دي. البته دغه ځينې موضوعات پخوا هم خلکو څيړلي وو خو په دې موضوعاتو کې نوښت هم شته دی. ځينې داسې مسايل په کې هم شته چې تر اوسه پورې پرې چا راډيوي راپور تاژ نه و جوړ کړی. حتی غير له راډيوي راپورتاژه نورې ليکنې يې پرې نه وې کړې، مثلاٌ په مازيګر باندې هم ده راډيوي راپورتاژ جوړ کړی. دغه راز د خلکو د کلتور په نورو اړخونو که راډيوي راپور تاژ حوړ شوی هم وي، کم به وي او توجه ورته په کار ده. مثلاٌ په فال باندې، يا د سپيلنو لوګی، چمبه داسې هر يو راپورتاژ يې د موضوع په لحاظ هم هنري دی هم جالب دی او هم توجه جلبوي، زما په خيال ډير ښه انتخاب يې کړی دی.
وصال: استاده، تر کومه حده چې عابد صيب په کلتوري او فرهنګي موضوعاتو کار کړی او دغه موضوعات يې ټاکلي دي، ده چې څومره پلټنه کړې، له خلکو سره يې مرکې کړی، او يا دا چې له ځينو ملګرو سره يې پرې مشورې کړي، څومره يې کافي ګنیء ايا همدومره کاپي کفي ول که نور هم بايد څيړل شوي وای؟

استاد غضنفر: په دې برخه کې يوې خبرې ته اشاره کول په کار ده چې د راډيو کار بيل وي، د راډيو کار له اوريدو سره تعلق لري. کله چې موږ يو شی د اوريدو له لارې اورو نو مجبور يو چې په ډير تفصيل سره پرې خبرې ونه کړو. ځکه که ډير جزيات بيانوو نو اوريدونکي له ځانه سره نه شو ساتلی. اوريدونکې ته يې اخيستنه سختيږي په دې حساب سره په تفصيل خبرې په کتابونو کې کيږي. په ليکنۍ بڼه کيږي. نه په راډيوي بڼه. خو که په دې حساب ورته وګورو چې له کومو کسانو سره يې چې خبرې کړي، له محدودو کسانو سره يې خبرې کړي، محدود معلومات ورکړل شوي چې دا د راوي او د رسنۍ تقاضا ده. اما په همدې موضوع کې به زه يوه بله خبره وکړم. ښاغلي عابد د پوهنتون له استادانو سره، د تعليم يافته قشر سره او هم يې له کاملاٌ نالوستو خلکو سره کړي، له بوډيو سپين سرو ميرمنو سره يې خبرې کړي، دا يو ډير ښه کار دی، يو اړخيز نه دی، مختلف اقشار يې پکې رانغاړلي دي. او توجه يې ورته کړې ده. خو په دغو کې يوه خبره کول غواړم چې باور وکړیء اکثر وخت د هغه نالوستو خبرې ده را اخيستي، له هغو نه ما ډير خوند واخيست. د هغو په خبرو کې ډير معلومات موندل کيږي، نسبت د لوستو کسانو خبرو ته. البته د دې يو علت دا دی چې له کلتوره، له ولسي ارزښتونو ، ولسي مسايلو او فرهنګه همدا نالوستي کسان ممکن ډير خبر وي. یو بل علت هم لري. زموږ دا لوستي کسان چې دي، دا يو ډول تکراري خبرې کوي. يو څو ښايسته جملې يې جوړې کړي  وي داسې کتابي جملې وي، هغه بيا په هر شي کې وايي. نوښت په کې نه وي. موضوع په کې نه وي، يو ظاهري رنګ لري او هغه نالوستي خلک چې وي هغوی تظاهر نه کوی د هغوی خبرې ظاهري ښايست نه لري، خو ليکن معنا لري او باطني ښايست لري. هغوی په جمله بنديو پسې نه ګرځي، په لغاتونو پسې نه ګرځي، خو خبرې لري. هغوی په خبرو پسې ګرځي، خو ګمان کوم چې د عابد صيب يو کمال هم دا دی چې نالوستو کسانو ته يې مراجعه کړې او له هغوی يې ډيرې ښايسته خبرې ثبت کړي دي.
وصال: استاده، يوه مشهوره خبره ده چې وايي هر څه ته چې تاسو ګوریء نو په انتقادي نظر ورته وګوریء، نو کتاب به تاسو کتلی وي، داسې څه مو په کې پيدا کړل چې تاسو وواياست چې کاش چې دا يې داسې کړای وای؟
استاد غضنفر: ولې نه، زما په خيال ما مخکې هم اشاره وکړه چې راډيوي کار او ليکنی کار بنيادي توپيرونه لري. په راډيو کې چې يو څه ته حوړوې ډير پام به نطاقۍ ته وی، هغه وياندي په ليکنۍ بڼه سمه نه راځي. یا به دې موزيک ته پام وي، هغه په ليکنۍ بڼه کې نه راځي، يا سندره ښايست ورکوی، هغه په کې نه شې راوړلای. دغه راز مخکې هم ما وويل چې په راډيو کې د ډيرو معلومانو ګنچايش نه وی، ځکه چې ډير معلومات د غوږونو له لارې نه اخيستل کيږي. نو کله چې راډيوي راپورتاژونه کتاب کوو نو لوستونکي دا تنده لري چې يو څه ډيرې خبرې ولولي. ځکه چې د لوستلو پر وخت کې موږ کولای شوو چې هغه جمله بيا تکرار کړو، مکس وکړو، ودريږو، فکر پرې وکړو. يعنې د اخيستلو، حافظې ته د سپارلو، غور کولو او د تحمل کولو وخت راسره ډير وي، نو په همدې دلايلو باندې د ډيرو معلوماتو د جذبولو او د تر لاسه کولو ارزو راسره وي.خو په لونګين کې عابد صيب د خپلې راډيو کار پياده کړی دی. دا چې څوک له راډيوي تقاضو سره بلد نه وی او يا راډيوي تقاضا ته پام ونه کړي، نو چې کتاب لولي داسې احساس به کوي چې کاش دې کتاب کې ډير معلومات وای. د معلوماتو کمی په کې احساسوي.
زما ارزو دا ده چې ښاغلی عابد د همدې لونګين په راپورتاژونو نور کار هم وکړي او همدغه موضوعات دې نور هم غني کړي. هغه څه چې د ليکلو لپاره ضرور دي د کتاب ليکلو لپاره ضرور دي،په هماغه بڼه دې وغځوي نو دا به لا بهتره وي.
وصال: استاده که دا راته ووايي چې د دغسې کتابونو ليکل او خپرول د افغاني دود دستور او فرهنګ د خپرولو سره څومره مرسته کولای شي؟
استاد غضنفر: زموږ دا ولسي کلتور چې دی او يا هم دا کوم فولکلور چې راپاتې دی، نو دا نوی تمدن راروان دی، که زموږ خوښه وي او که نه وي دا بې ارزښته کيږي، البته ځينې ارزښتونه به مو په نوې زمانه کې هم ادامه ومومي. خو ځينې ارزښتونه، ځينې امکانات به ختم شي. يعنې ما لونګين کتاب کې د لونګين په اړه معلومات ولوستل. ماخپله لونګين نه و ليدلی. نه پوهيدم چې دا څنګه پسول دی؟ خو چې ومې ليدو نو يقين مې پيدا شو چې راتلوونکي کې به په هيڅ وجه زموږ زموږ خلک دې ته تيار نه شي چې  د يوه زيور په صفت دې له لونګين نه دې استفاده وکړي. وختونه بدليږي، شرايط بدليږي، ژوند بدليږي، وسايل چې بدليږي نو هر شی ورسره بدليږي، نو زه فکر کوم چې د دغو شيانو خوندي کول ډير اړين دي، يو وخت به بيا په دې باره کې هيڅ مالومات نه لرو. خو کله کله دغو شيانو ته انتقادي نظر هم شوی و. زموږ ليکول، زموږ ژورنالستان په ځينو کلتوري توکيو ډير زيات تاکيد کوي، فخر پرې کوي. البته دا يو کمزوری تصور دی. د خدای پاک دنيا ډيره لويه ده. موږ بايد هميشه په ښو پسې وګرځو. په بهتريو پسې وګرځوخپلو دودونو او رواجونو ته په انتقادي نظر وګورو، چې په انتقادي نظر ورته وګورو بيا په کې بهتري راوستی شوو. او که په انتقادي نظر ورته ونه ګورو او ووايو  چې زموږ دود دی، زموږ رواج دی، او وچ تعريفونه يې وکړو هغه به ښه خبره نه وي. البته ټولول يې په کار دي. او له ټولولو سره يو انتقادي نظر هم.بايد ولرو. بهتري په کې راولو او لونګين کتاب کې دغه دواړه کارونه عابد صيب کړي، کور دې ودان وي
وصال: مننه استاده چې وخت مو راکړو او په لونګين کتاب مو راسره ګټورې خبرې وکړې.
استاد غضنفر: کور دې ودان.

زردشت 03.04.2014 18:06

ډيرې په زړه پورې خبرې يې کړي دي، کور يې ودان

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.