Baz blog

غزل

11.11.2007 13:50

                   
جلوې وې ستا د حسن طبيعت يې بوږناوه
ارمان چې زما سترگو د ليدو توان نه لاره

جذبه د مينوشۍ لا خوره نه وه په مخفل کې
ساقي چې به هر کس په سترگو سترگو کې څاره

ستا غم ته يې د زړه کورکې ځای ورکړلو دلبره
پښتون و زما عشق د پښتنو پت يې پاله

(( هر څو که د هجران ځينې وصال زرغونه کيږي
دهقان د ازل کاش چې دغه تخم نه کاره))*

ما وی گنې عابد يې روان کړی دی توبې ته
زاهد په خلوتگاه کې په جامونو ونمانځه

* د حافظ شيرازي د يوه بيت ژباړه