Baz blog

غزل

11.11.2007 13:58

                               
لا د عدم په غيږ کې پروت وم چې شرر دې راکړ
کالبوت د مينې ته اشنا د روح وزر دې راکړ

زما معصومې ارزو سترگې لا پرانيستې نه وې
لا مې کتلي درته نه و چې نظر دې راکړ

ما د ساحل په لويه لاره کې ستا لار څارله
د ژوند بيړۍ دې راته کړه سمندر دې راکړ

د زړه پر باغ مې ميلمنه شوې د جمال پرښتې
د عشق کعبه دې راته وښوده ثمر دې راکړ

لا د السته په سجدو ومه د نور کعبې ته
لا مې سر نه و پورته کړی چې خبر دې راکړ

د تخيل په رنگينو کې مې غزل غزل شوې
احساس د شعر دې راته کړلو هنر دې راکړ