Baz blog

غزل

11.11.2007 13:59

                                
گله چې ستا پر مخ راښکون خور شي ښکلا خوره شي
زما د زړه د هر ارمان په تن کې ساه خوره شي

چې د خپل ذات په آيينه کې خپل تصوير وگورم
احساس مې وبوږني پر ذهن مې رڼا خوره شي

ذرې ذرې پلوشې مستې مستې وځليږي
چې د سحر په افق سترگه د سبا خوره شي

د تصور فضا مې ټوله سندريزه ښکاري
چې د جانان پر سرکو شونډو مې موسکا خوره شي

په يونظر کتو يې هسې بې هوشي خوره کړه
لکه جلوه د کوه طور چې په موسی خوره شي