Baz blog

شاعرانه فطرت

12.11.2007 13:55

ښايي زما شاعرانه فطرت کې
له زمانو راهيسې
د ښايستونو خالق
د مينې کر کړې وي
شايد همداسې به وي
چې مې د زړه په ځمکه
د نفرتونو تخم نه شين کيږي
او مينه تل په کې ښېرازه اوسي
ځکه په نيمه خوله خندا باندې ټول زړه وبايلم