Baz blog

شوخ نظر

13.11.2007 14:22
داسې په شوخ نظر خو مه راگوره
هسې نه ستا د تورو سترگو له غبار ځنې
الماس جوړ شي
زما د زړه په شينکي فصل لکه تندر پريوځي
بيا به مې زړه کې ستا د مينې کروندې باندې لمبې پورې کړي
د کابل منډيي، سرای زرداد
٢٠٠٦/١٢/٢٠