Baz blog

او په کړس کړس مو وخندل

15.11.2007 07:38

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له ليدو سره مې د جنون تر حده مينه وه. په اونۍ كې به دوه درې ځلې هرو مرو له ښوونځي نه پټيدم او ځان به مې نيغ سينماته رساوه، مگر دومره په ويره لكه څوک چې په يوه لوى جرم پسې روان وي.
يوه ورځ له يوه ملگري سره يو ځاى له ښوونځي څخه وتښتيدم او نيغه مو د سينما لاره ونيوله. په هغه سرك چې سينما ته غځيدلى و، په ويره ويره بيل بيل لاړو. كوښښ مو كولو چې حتى څوك خپلوان دې هم موږو نه ويني. د سينما ودانۍ ته چې ورسيدو، تقريباًد فلم پيل كيدو ته لا يو ساعت پاتې و چې ملگري راته وويل:
" خوښه دې نه ده چې د سينما تر شا له پيتاوي څخه مزه واخلو، ښه د مزار گرده مې پيدا كړې ده، يو سگرټى به ترې وڅکو او په ضمن كې به د زړو گناهگارانو سيل هم وكړو. د ملگري خبره مې خوښه شوه، د سينما شاته كښيناستو، ملگري مې په سگرټ تشولو پيل وكړ او ما د چرسو په چره كولو. له نيږدې بدلمنې كوڅې نه عبدل ماما (زموږ ليرې خپلوان و) راښكاره شو او چې څنگه يې پر موږ سترگې ولګيدې، نو له ټکه يې پوښتنه وكړه :
_ اوهو، اى لوچكه ! دلته څه كوې؟
زه چې د چرسو په ميده كولو بوخت اوم، په دې خاطر چې په چرسو مې پرده اچولي وي، لاس مې موټى كړ او ورته مې وويل :
_ سينما ته راغلى يم.
_ غلى شه! سينما ته راغلى يم، دا زيړې سترگې دې وركې شه، ستاسې د مكتبيانو په سترگو كې والله كې ټكى حيا وي. د كمبخت بچيه، ته خو دې هغه پلار ته وگوره، والله چې په لمنه يې مونځ كيږي او تا بد بخته ته وگوره چې په څومره سپين سترګۍ سره وايې چې سينما ته راغلى يم. ته وار وكړه چې يو ځل زما پښې خداى كلي ته ورسوي، بيا دې د ځان سيل كوه، د ظالم بچيه له كور نه د مكتب په نوم راځئ او بيا په سينماګانو گرځئ.
_ عبدل ماما نن يې زموږ د مكتب ټول شاگردان د زيتونو فابريكې ته راوستي او داوطلبانه كارونه پرې كوي، ځكه مو ترې ځانونه پټ كړل او سينما ته راغلو او موږ خو څه روزانه نه راځو چې ته راته اوس په كور كې جنجال جوړوې، چيرته په مياشت نيمه كې يو ځل سر راښكاره كړو.
- مه چريږه د اوقي بچيه، ته لا دليلونه وايې بس درته مې وويل چې يو ځل زما پښې خداى كلي ته ورسوي، ته دې بيا د ځان سيال كوه، چې زه دې يو وارې پلارخنځير ته ووايم.
ماما خوله سمه خوځوه، د كنځلو دې څه حق دى.
_ بس درته مې وويل، نور به له تا سره څه سر خوږوم، خوبيگا ته دې د ځان سيال كوه.
دعبدل ماما لا غوسه نه وه سړه شوې چې زموږ له خوا نه يې حركت وكړاو په روانه روانه كې يې پوچه خوله خوځوله، چې زما په زړه هم د كور له ويرې د وهمونو لړې راخورې شوې، نو غږ مې پرې وكړ:
_ ستا څه كار دى چې په دې بدنا مو كوڅو كې گرځې؟
عبدل ماما يو څه ټكنى غوندې شو، مخ يې راواړوه او راته يې كړه:
_ زما به له چا سره څه كار وي، منډه يي ته به ځم، ستايې له ما پورې څه؟
_ منډه يي ته چې سړى ځي، نو په باچاهي سرك ځي، ستا غوندې گوډپيرونه ورپسې نه بدلوي. زه پوه شوم. سمه ده، ته زموږ په كور كې د سينما له تگ نه ووايه، پروا نه كوي، زه به هم د زيور مور ته ووايم چې ماما ټوله ورځ په مردارو كوڅو گرځي.
عبدل ماما چې زما دا خبرې واوريدې، په تندي كې يې د گونځو لارې وغځيدې، سترگې يې تنگې تنگې شوې، هيڅ يې ونه ويل او په خپله مخه روان شو.
ورځ مې د فلم د ليدو په خوند تيره كړې وه، له ماما سره سهارنى بحث مې له ياده وتى و، ماښام چې كور ته را ورسيدم، نو د كور په لويو دروازو كې له ماما سره مخامخ شوم چې ماشوم زوى ( زيور) يې په ترخ كې نيولى و، نو هر څه راته مخې ته ودريدل، په زړه مې د وهمونو لړه راخوره شوه، بې واكه مې د هندوانو د رام رام په څيرلاسونه غبرگ كړ او په زارو مې ورته وويل :
عبدل ماما گوره چې پلار ته مې د سينما له تگ نه و نه وايې.
ماما راته د سترگو په كونجونو كې وكتل، يوه رندانه موسكا يې وكړه، ناڅاپه يې لاس راوغځوه او راته يې وويل :
ته راكړه دا د پير صاحب قول چې ته به هم د زيور مور ته څه نه وايې.
او موږ دواړو په داسې حال كې چې د يو بل لاسونه مو ښه كښيمنډلي وو، په كړس كړس وخندل.

1998/ 03/ 06
پيښورلالي باغ