Baz blog

شمسزی د مينې شاعر

15.11.2007 08:17

که له يوې خوا د افغانستان لويې غميزې زموږ هيواد ته نه جبرانيدونکي زيانونه اړولي ، نو له بلې خوا بهرنيو هيوادونو ته د مهاجرتونو لړۍ دا زمينه برابره کړه چی په فرهنګي ډګر کې ډېر څه لاس ته راوړو . د  انټرنيټ په نړيوال کلي کې د سلګونو پښتو ويپاڼو تر څنګ په سلګونو سياسي، علمي، فرهنګي، ټولنيز،  ادبي او تاريخي  کتابونه وليکل شول ، په پيښور کې د کوزې او برې پښتونخوا اديبان  په يوه ټغر سره کيناستل  او ګډې فرهنګي هلې ځلې يې سر ته ورسولي .
هغه وخت په پيښور کې د افغان ليکوالو او شاعرانو د ناستې پاستې او يو بل سره د ليدوکتو او د نظرياتو د شريکولو له پاره درې مهم مرکزونه موجود وو، افغان ادبي بهير، دانش خپرندويه ټولنه او په ګل حاجي پلازه .
افغان ادبي بهيرخو هغه وخت  په هره  اونۍ کې يو ځل خپلې غونډې کولې، چې له هرې خوا به ورته د کوزې او برې پښتونخوا شاعران او ليکوالان راتلل.يو بل سره به يې  پيژندګلوي او د تجاربو تبادله کيدله.
 د دانش خپرندويه ټولنه خو تراوسه د کوزې او برې پښتونخوا د شاعرانو او ليکوالانو د ناستې پاستې  له پاره يو ښه بنډار ځای دی .
 همدا رنګه په ارباب روډ کې  ګل حاجي پلازه   د افغانانو د کتابونو او مجلو د خپرولو يو ښه مرکز و. د هيلې مجلې او په جرمني کې  د افغانستان د کلتوري ودې د ټولنې دفتر، د سباوون مجلې دفتر، د ساپي د پښتو څيړنو د پراختيا  مرکز او داسې نور ډېر د کمپوز او ډېزاين  مرکزونه هم دلته   موجود وو.
نو ما د لومړي ځل له پاره   عزت الله شمسزی په همدې ګل حاجي  پلازه کې  وليده  چې د هيلې مجلې سره يې د کمپوز او ډيزاين په برخه کې په ډېرو لږو امکاناتوکار پيل کړی و. کله ناکله به زه هم د هيلې دفتر ته ورتلم او چې کله به هم ورغلم نو شمسزی صاحب به مې ليده چې کمپوز به يې هم کولو او له راغليو دوستانو سره به يې خبرو کولو ته هم پام ساته. له پيله زموږ د بهيرونو او بنډارونو ملګری شو او تر اوسه زموږ د بنډارونو يار دی.  په هماغه وخت کې يې  د لغمان د شاعرانو يوه په زړه پورې تذکره خپره کړه، چې د شاعرانو په انتخاب کې يې له ډېر دقت نه کار اخيستی و.
بيا يې د خپلو شعرونو يوه  ټولګه  هم خپره شوه  خوله بده مرغه چې تر اوسه زما لاس ته راغلې  نه ده
په افغان ادبي  بهير کې  به يې برخه اخيستله خو ډېر وخت به دې ته حاضر نه و  چې خپل شعر ووايي.  خو کله چې  به مې په کومو مجلواو يا اخبارونو  کې د شمسزي صاحب غزلې او يا هم نظمونه لوستل نو بيا به هغه شمسزی نه و کوم چې به ما فکر کاوه ، ځکه شعر به يې په رښتينې مانا شعر و او شمسزی به راته يو ډير ښه  شاعر ښکاره شو.
خو کله چې د شمسزی صيب   د (( ژوند پاڼې)) په نوم نوې شعري  ټولګه له چاپه راوتله او ما يې  شعرونه په دقت ولوستل نو باور وکړئ چې دومره د مينې او عاطفې نه ډکه شاعري يې کړې ده چې د چا خبره د ډېرو شاعرانو به پرې رخه راشي او په زړه کې به ووايي کاشکې  چې دا شعر  ما ويلی وای .
که زه د خپل زړه خبره وکړم نو له څه مودې راهيسې ما داسې هوډ کړی چې که يو څوک خدای مکړه له ما نه  کرکه ولري، زه به هڅه کوم چې د هغه کرکه په مينه واړوم. او په دې هوډ کې تر ډېره بريده  بريالی هم يم.
 کله کله داسې هم پيښ شوي چې له مقابل لوري زما د مينې په وړاندې کرکه څرګنده شوي  چې دې کار تر ډيره  حده ځورولی هم يم خو له  نيکه مرغه له خپله هوډه يې غورځولی نه يم . او دا ځکه چې زه په دې پوره  باور لرم چې د مينې پايله به خا مخا  مينه وي.
د شمسزي  صيب په شعرونو کې مې په همدې خيال خورا ښايسته څو بيتونه وموندل چې زما هدغه هوډ ته يې نور قوت هم ورکړ . لکه چې وايي :
وروسته تر دی درسره داسې رقابت کومه
ته له ما کرکه کوه زه به محبت کومه.
زموږ يو نسل په جنګونو کې راځوان شوی دی او د جنګ ډېرې بدې او ترخې خاطرې له ځان سره لري. شمسزی صاحب  هم له همدې کول نه دی  او دومره يې له جنګ نه زړه توری دی چې يوازې د ځان له پاره سوله  نه غواړي بلکې د ټولې نړۍ له پاره سوله غواړي:
لاس مې پورته کړی دی يو نوې دعا غواړمه
نن به زه له خدايه خير د ټولې دنيا غواړمه
ډېره په زړه پورې دعا يې کړې ده خو زما ترې تمه  دا ده چې يوازې دعا ته دې لاس تر زنې نه کيني، بلکې په داسې يوه هوډ دې راولاړ شي لکه چې د کرکې په مقابل کې مينه کوي.
لکه څنګه چې شمسزی صاحب له جنګ نه ستړی دی داسې له ژړا نه هم ستړی شوی دی ځکه خو وايي:
ژونده ما له تا نه کله لويه تمه کړې ده؟
زه خو دې دنيا کې بس يوه خوله خندا غواړمه
که د پښتو شاعرۍ ته تم شو نو و به وينو چې د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې د مينې مضمون ډېر پياوړی وي. او بايد چې وي. ځکه مينه ده، چې د انسان ژوند ته اميد   ورکوي، او مينه ده چې انسانان يو له بل سره نيږدې کوي.  د شمسزي د شاعرۍ تومنه هم مينه او عاطفه جوړوي. او چيرته چې يې د مينې تار چيړلی دی، نو د شمسزي صاحب  شعر ته يې ترنګ بخښلی دی. ځکه خو پخپله هم دا اعتراف کوي او په زغرده وايي:
مينې دې څومره لوی کمال وکړ شاعر يې کړمه
اوس مې هنر ستا له ښکلا نه دومره لرې نه دی
شمسزي صاحب دومره په مينې پورې زړه تړلی دی چې که په مينه  سل ځله ومري نو بيا هم  مينه کې سل ځله ځان ژوندی ګڼي:
موږ د مينې لاريو سل ترخه جامونه څښلي 
دلته سل ځلې مړه شوي يو او سل ځله پيدا يو
خو کله چې بيا خپله مينه څرګندوي نو  په ډېر  جانانه  رموز کې په  خپل محبوب غږ کوي:
نيمه شپه يو څوک وځي له ښاره خو هيڅ نه وايي
ونيسي له ستورو سره لاره خو هيڅ نه وايي
دلته يو مين دی هسې نورې فلسفې وايي
ټوله شاعري يې ستا له پاره خو هيڅ نه وايي
په دې ټول غزل کې يې قافيه له رديف سره دومره  رواني لري چې په بار بار لوستلو يې لوستونکی نه ستړی کيږي.
کله کله خو زموږ شاعر په ټول کليوالي معصوميت د يوه ساده کليوال په توګه راڅرګند شي او ووايي:
ستا انتظار کې غلی ناست وم ستا په څير نه اومه
زه د وعدې د ماتولو په چل نه پوهيدم

 که څه هم شمسزی صيب په پورته بيت کې د وعدې د ماتولو په چل نه پوهيږي  او په کار هم داسې ده ، ځکه په پښتنو کې په وعدې وفا نه کول ډېر بد عمل وي، خو په مينه کې داسې ډېرې وعدې ماتيږي، او د دې وعدو د ماتيدو يو بل رنګ خوند وي، د خپل محبوب نه د مئين ګيله پيدا شي او چې کله سره وويني او دا ګيله ورته ورکړي، محبوب يې په ځواب کې يوه خوږه موسکا وکړي، چې مئينان دې موسکا ته د وعدې د ماتيدو جبران ووايي. ستر حمزه خو د وعدې ماتيدل د عمر د اوږديدو له پاره يو ډېر ښه فال ګڼلی دی:
زار دې له وعدې نه زما عمر ي کړ ډېر
همداسې له نيټو پسې نيټې دي چې راځي
د شمسزي صاحب هم د هغو بازاري ښکليو نه زړه تور دی چې کله په يوه رنګ او کله په بل رنګ وي ځکه خو په په خپل محبوب غږ کوي:
ته چې موسم غوندې ساعت کې بدليدې جانانه
سهوه دې وکړه چې زما غيږ ته راتلې جانانه
د شمسزي زړه له مينې ډک دی او مين انسان هيڅکله له فريب او دوکې نه کار نه اخلي ځکه خو  خبره سپينه کوي او وايي:
که زه اغزی وم نو لمن دې رانه ليرې ساته
زه که ګلاب وم نو اوربل کې به مې ږدې جانانه
شمسزي صاحب هڅه کړې ده چې خپله ټوله شاعري په ساده او روانه ژبه وکړي. دا هڅه يې ځکه د ستايلو وړ ده چې زموږ ولس په سلو کې نوي د سواد له نعمته  محروم دی. او دا محروم ولس ځانونه ته ړانده او کاڼه وايي. که زموږ شاعران دې ړوند او کوڼ ولس ته په سمبولونو، استعارو او له تکلفه ډکه شاعري وکړي، فکر نه کوم که ورباندې پوه شي. خو که د ولس په ژبه او اصطلاحاتو زموږ شاعران شعرونه وليکي، دابه يو ګټور ګام وي .
د ولس خبره راغله نو ماته د خپل کلي يوه خاطره راياده شوه.
زه کله کله کلي ته په دې خاطر ورځم چې د خپل تنکي زلميتوب خاطرې مې په کې راژوندۍ کړم. کله چې هم کلي ته ولاړ شم نو د کلي ډېر ځوانان رايوځای شوو او چيرته په ګډه يو بنډار جوړوو. ځوانان له څيلمې بې سواده وي، خو ذوقونه يې شاعرانه وي او دا ټول د سيمه ايزو خپلواکو راډيوګانو له برکته د شعر اوريدونکي ډير شوي دي.  يوه شپه چې د ځوانانو سره په بنډار کې  ناست وم نو د ننګرهار نه خپريدونکې يوه مجله داسې  يوه ځوان راواخيسته چې تر لسم ټولګي يې زده کړې کړې وې. د شعرونو پاڼه يې په کې راواړوله. له مخې سره يې د شمسزي صاحب په يوه غزل ويلو پيل وکړ. د غزل هر يو بيت به چې ويل کيدو نو ټولو ځوانانو به په ډېر دقت سره غوږ نيولی و او په هر بيت به يې يوه نيمه خبره کوله. کله چې  دغزل مقطع ته راورسيده:
د بيلتانه عمر ته ګوره دومره مينه راکړه
يو ځوان چې په سينه کې يې  د چا خبره الف هم نه و، بې له دې چې ورپسې نيم بيتي ته وار وکړي وويل:
_ او هو د خدای ظالمه!  ته خو هيڅ نه غواړې!؟ دومره لويه غوښتنه؟
نو خدای شته چې زه ډېره خوښ شوم چې زموږ ځوان نسل چې له سواده هم محروم دی د ښه او بد شعر تميز ګولای شي.
خبره مې د اصطلاحاتو او محاورې کوله چې بايد زموږ شاعران يې په خپلو شعرونو کې ځای کړي. شمسزي صاحب هم څو ځايه داسې کوښښ کړی دی چې محاوره په شعر کې راولي چې دې ټکي د هغه شعر ته ښکلا او ځلا وربخښلې ده:
ما څه ويلي، تا منلي وو راياد شول راته
والله له ياده مې وتلي وو راياد شول شول
د شمسزي صاحب په غزلو کې يوه ځانګړنه دا هم ده چې غزلې يې له يوې مخې د موسيقۍ په پردو کې ځايدی شي. او ښه پريمانه موسيقيت يې په کې ځای کړی دی.  بله دا چې شعر يې له ابهام او تکلف نه پاک دی که يو نيم ځای يې په شعر کې ابهام راغلي وي، نو دا به يې عارفانه تجاهل  کړی وي.
د ژوند پاڼې په کتاب کې له غزلو پرته مقيد نظمونه او آزاد شعرونه هم شته دی چې په هغه به انشا الله په راتلونکې کې يو څه وليکم، اوس درڅخه د شمسزي صاحب په دې بيت اجازه اخلم او دعا کوم چې د ده د ژوند پاڼه دې خدای تر عمره تازه لري چې د پښتو شعر لمنه  پرې شنه وي.او دا ښکلې غوښتنه يې دلبر ومني چې :
بيګا مې ټوله شپه په خوب کې ژيړې پاڼې ليدې
په ژوند باور نه شته دلبره راتر غاړې ووځه
په ټوله مينه
بازمحمد عابد
د زرداد سرای د کابل منډيي
١٣٨٦/٤/١٥