Baz blog

د مينې شاعر

09.12.2007 13:54

يادونه: دا ليکنه د علم ګل سحر د کتاب (( پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې)) په مخکتنه کې اورول شوې دې
بازمحمد عابد
علم ګل سحر هغه روڼ سحر ته ورته دی چې د ژوند د اميدونو ډيوې يې د لمر د وړانګو په لاسونو کې نيولې وي او د مينې لار پرې روڼوي. سحر فطرتاً شاعر دی او شاعري يې په خټه کې اغږل شوې ده. د سحر شاعري او شخصيت لازم او ملظوم دي. څرنګه يې چې شعر له تصنع پاک، له بې ځايه مبالغو نه مبرا او د بې مفهومه سمبولونوپه دام کې نه دی نښتی، داسې يې شخصيت هم سپيڅلی دی، په ناسته ولاړه کې يې تصنع نه ليدل کيږي. بس د خپل شعر مجسم تصوير دی.
پورتنی پيرګراف هغه کليشه يي خبرې دي چې هر ليکوال يې د هر شاعر په شعرونو ليکي او په کار ده چې وليکل شي خو په هغه صورت کې چې شاعر يې وړتيا ولري. او سحر صاحب دا وړتيا لري. هغه تل هڅه کوي چې په شعر کې نوښت رامنځته کړي، په روايايتي او سوليدلو خيالونو خپل وخت نه ضايع کوي. شعر کم مګر ښه ليکي.
 په سور سپين مخ او ګلابي شونډو له پاسه يې تک تور بريت داسې مزه کوي لکه بورا چې د ګلاب په ګل ناست وي. پراخه ټنده لري. خوله يې تل له خندا ډکه وي. کله هم ما د غوسې په حال کې نه دی ليدلی. زموږ د يارانو له جملې څخه يې يوازې نور محمد لاهو د دنګې ونې سره سيالي کولی شي. د پريمانه مطالعې خاوند دی مطالعه يې هضم کړې ده او پريمانه مالومات يې لاس ته راوړي دي. خو کله چې دا مالومات د خبرو له لارې مخ په مخ تر ما او تا رارسوي، نو خبره يې په ژولو دومره ځپلي وي چې د مطلب لاس او پښې يې ورماتې کړي وي. خو بيا چې دا مالومات د قلم له نوکي نولي، دومره په تول پوره وي چې لوستونکی ګوته په غاښ کړي.
په خټه پښتون دی او په سوچه او خوږه پښتو ژبه خبرې کوي.پښتو او پښتني روايات ورته تر هر څه مقدم دي. په يوې خبرې ولاړ سړی دی او دومره ولاړ وي چې ميدان پريږدي خو خپله خبره نه پريږدي. په شعر کې يې شعريت او تغزل نه دومره پريمانه دی چې د بنده پري د پيرمحمد کاروان او درويش دراني د شعر تنده ماته شي او نه  دومره له شعريت او تغزله پريوتی دی لکه . . . . . شعرونه.  بس د عصر په ژوندو شاعرانو کې يې ځان ته ځای موندلی دی. غزلې يې ساده، روانې، په تول پوره  او د موسيقۍ د پردو خويندې دي. د خيال اوډون يې په ډېر هنرمندۍ سره کړی دی. آزاد شعرونه يې د خيال د تسلسل موزونې کړۍ دي چې د لنډې کيسې تنده پرې د سړي ماتيږي. او هر شعر يې  سپيڅلی پيغام لري. له شعرونو پرته لنډې کيسې هم ليکي او ښې يې ليکي. د کيسو بنيادي خيال يې د پښتنو د بدبختيو،  بدمرغيواو د افغانستان د پنځه ويشت کلنې غميزې  نه سرچينه اخلي. په پيښور کې يې د بي بي سي راډيو د نوي کور نوي ژوند د ډرامې د ليکوالو په ډله کې ډېر کلونه کار کړی او په سلګونو صحنې يې ليکلي دي.  اوس د ازادۍ راډيو سره د پښتو فلکلور په برخه کې پروګرامونه جوړوي او تقريباً هره اونۍ د بي بي سي دفتر ته په ليکوالانو پسې راځي او د خپل پروګرام د غنامندۍ له پاره قوي دليلونه په فري کهاته کې  راټولوي. بس په ټولو يارانو يې زور رسيږي ماته خو کله کله ووايي کې په دې فلانۍ موضوع راته داسې داسې ووايي نو ډېره به ښه وي. بس داسې يې وبولئ لکه وزر ماتي باز ته چې زمری په مخ کې ودريږي او په پټو سترګو پرې هغه څه ومني چې د زمري خوښه وي.
دا وه د پيښوريانو په اصطلاح د علم ګل سحر خاکه اوس به دې خبرې ته راشو چې علم ګل سحر شاعر دی او په ټوله مانا د مينې شاعر دی، د شاعرۍ ايډيل يې مينه ده. مينه يې يوازې د ځان له پاره نه ده خوښه بلکې په ټوله دنيا يې مينه لوريږي. مينه خپل شعار ګڼې او له کرکې يې بد راځي. په مينه کې ماته مني خو د مينې هوډ له لاسه نه ورکوي. دی دومره د مينې پلوي دی چې د خپل محبوب ناکردې په دې خاطر له خلکو پټې ساتي چې ګوندې ټوله دنيا کرکه نه شي.
هسې نه ټوله دنيا کرکه شي، کينې خورې شي
چا ته مې ستا د ناکردو خبره نه ده کړې
په پښتني رواياتو کې دا خبره له پيړيو نه راروانه ده چې وايي ” پښتون سړی دی“ پښتو يې راسره وکړه“ يا دا چې ته خو بيخي په پښتو نه پوهيږي“ د پښتو په لاره نه يې تير شوی. دا او دې ته ورته په لسګونو انځوريزې جملې موندلای شو چې پښتو د تکلم نه راباسي او د يوه منلي او غښتلي قانون اړخ ته د بنده پام ور اړوي.
سحر صاحب هم د خپلو رواياتو په پام کې نيولو سره پښتو ژبه يوازې د تکلم ژبه نه ګڼي. په خپل شعر کې داسې يو سپيڅلي قانون ته هم  اشاره کوي چې ټول پښتانه او پر پښتني رواياتو او اقدارو مين ورته عقيدت لري. تر دې چې د خپلې محبوبې په اقرار په دې خاطر بې باوره دی چې لا يې ورته په پښتو نه دي ويلي:
ورته حيران يمه باور يې اوس په مينه وکړم!
لا خو يې ماته په پښتو خبره نه  ده کړې
خو زما په ګډون به بلا شاعران د خاطر افريدي د دې بيت پلويان وي چې :
ستا په ژبه باندې هره ژبه خوند کړي
يا آشنا يا پيښوری يا کابلی شه
او کله خو سحر صاحب  بيا په مينه کې دومره غرق لاړ شي چې هر څه ورته د خپل محبوب له لوري ښکاري او دومره په خپله مينه باوري شي چې په تياره کې ورته د رڼا څړيکه او په سپوږمۍ کې ورته ځلا د خپل محبوب له نوره بريښي.
تيارو کې څړيکه د رڼا وه، ما وی ته يې هغه
سپوږمۍ کې پاتې څه ځلا وه، ما وی ته يې هغه
سحر صاحب له غزله پرته په آزادو شعرونو کې هم خپله لاره نه ده بدله کړې. په آزادو شعرونو کې يې هم له کرکې سره په جنګ کې د مينې توره او ډال را اخيستي دي او د خپل محبوب په لور پرې په برياليتوب سره لاره وهي. راځئ چې د يوه آزاد شعر محتواته يې لږ تم شو او وګورو چې د کرکې پر ضد د مينې وسله څومره په خلاص مټ چلوي.
د  (( يوازې ستا لپاره)) آزاد شعر کې يې له زړه ټولې کينې ايستلي دي. له ښکار نه  يې توبه کړې ده، د کاريز له غاړې بغدادۍ کوترې نه شړي، ټوله ورځ مرۍ پيي او کوترو ته ترې پايزيبونه جوړوي، د بې موره وري له اوښکو شراب جوړوي او په سخت زړو يې ارزانه پلوري، مسافر په کاڼو نه ولي، ګلان نه شکوي، له لارې ازغي ټولوي، ماشومان ښکلوي او د سپين ږيری بوډا له لاسه نيسي، له دښمن نه هم کسات نه اخلي، د غومبسو ځالې په خټو نه پټوي، حتی په مار هم خطا وار کوي، ټوله شپه تلاوت کوي، د قرآن زريني پاڼې د يو نوم په خاطر  اړوي، د ټوپک له ميل نه يې شپيلۍ جوړه ده  او د مينې ترانې په کې غږوي.
سحر صاحب په دې ښکلي آزاد شعر کې هغه تنکي زلمي ته ورته ښکاري چې د زلميتوب د مستۍ په دوره کې له آزاري کارونو خوند اخلي خو دی له هماغه وخته له ازاري کارونو توبه کوي او عاطفې ته مخه کوي. تر دې چې له دښمن نه کسات نه اخلي او په مار چې ګوزار کوي نو هم خطا يې کوي.
سحر صاحب يوازې په شعر کې له مينې کار نه اخلي بلکې ژوند يې هم له مينې ډک دی. موږ د رشاد بابا له جنازې سره کندهار ته تللي وو. کله چې ټول مراسم پای ته ورسيدل او په بله ورځ يې کابل ته راستنيدو، نو موږ سره په موټر کې سحر صاحب هم ملګری و. کله چې د غزني ولايت ښار ته راورسيدو نو سحر صاحب وويل چې که خوښه مو وي چې د غزني د ښار يوه دوره وکړو. اولرحمان رودوال چې د موټر جلب ته ناست و وويل :
”ډېره ښه خبره ده د زيارتونو ښار دی ليدل يې په کار دي.“ زما د زړه پريکړه شوې وه نو ځکه مې ځان غلی ونيو.سحر صاحب د موټر په مخ کې سيټ کې ناست و . موږ په ښار کې وليدل چې د چا به هم په سحر صاحب سترګې ولګيدې نو ضرور به يې لاس پورته کاوه  او د پاتې کيدو اشاره به يې کوله. ما د سحر صاحب نه پوښتلي وو چې:
والکه سحره! ته خو زرمتی يې دا غزنيوال درته څنګه دوه لاسي سلامونه کوي.
سحر صاحب زما غوږ ته خوله رانيږدې کړه او ويې ويل:
”زه په اصطلاح په  توره  دوره کې دلته  چارواکی وم.“
ما ويل د توري دورې چارواکي خو خلک په کاڼو ولي دا تا ته څنګه خلک دوه لاسي سلامونه کوي؟
 ويلي يې وو:
 ”ما د د واک  په وخت کې له خلکو سره ډېره ښه ګوزاره کړې ده، تل مې د خلکو د ستونزو د هوارۍ کوښښ کړی دی او هيچا ته مې آزار نه دی ورکړی، تر دې چې له ښاريانوسره مې د چارواکو د زور زياتي مخه هم نيولې.
خو ما ورته ويلي وو چې دا ستا کمال نه دی. دا ستا په زړه کې د هغه با درده او حساس شاعر کمال دی چې علم ګل يې سحر کړی دی او د مينې په مقدس مزي يې تړلی دی.
سحر صاحب د دې دومره مينې او عاطفې سره سره د چا خبره په دماغو کې د ضد يوه وسله هم ګرځوي او تر ډېره يې پالي هم. دا خبره ځکه کوم، کله چې د بابرزي صاحب په کوښښونو او د احسان الله کاموال د مينې له برکته موږ د يار موسسه کې د بهير  غونډې پيلولې، نو د دواړو غونډو (( بهير)) او ((رشاد کره کتنې)) د شتون له ناندريو وروسته په دې خبره رضا شوو چې بايد يو قوي کاري ټيم ولرو چې چارې په ښه توګه پر مخ بوزو. علم ګل سحر د دواړو غونډو اداره چي وټاکل شو. په دې  تشکيلاتي غونډه کې زموږ يو بل بهير وال عبدالهادي هادي نه و  او د چا ورپام شوی هم نه و. خدايزده له علم ګل سحر سره يې څه ناندرۍ د غونډې د پريکړې پر سر راغلې وې چې پوره شپږ مياشتې سحرصاحب غونډو ته را نه غلو او يو کال يې هادي صاحب له غونډو نه ليرې وساته. دا خو دې د بهيروالو او  رشاد کره کتنې د يارانو کورونه ودان وي چې د ارواښاد ننګيال ياد يې تازه کړ او د هادي جان ستر يې  ورمات کړ.