Baz blog

د زهرو اوبه

06.03.2008 13:13 د مني په يوه زرين دور چي نظرونه يې تير ايستل د شمالي لبنان د ” تولا“  اوسيدونکي چې يو سهار د کليسا په خوا کر راټول شوي وو، د ” فارس“ په ناببره تری تم کيدو انديښمن وو. دې خبرې ته ټول حيران وو چې هغه څنګه خپله ښکلې او ځوانه ميرمن چې ايله شپږ مياشتې يې کيدې چې په ښه زور او شور کې يې واده کړی وه، پريښوده.
” فارس“ د خپلې قبيلې سردار او سرداري ورته په ميراث کې پاتې وه. اوس خو ايله د ٢٩ کلونو و، خو د هغه شخصيت په تول پوره و، ځکه خو يې درناوي او احترام ته قبيلې خلک اړ وو.
د پسرلي په موسم کې يې چې د ” سوسان “ سره واده وکړ، نو د هر چا په خوله به دا خبره وه:” څومره بختور دی، د ديريش کلنۍ له عمر نه د مخه ورته هغه نيکمرغي په برخه شوه چې د مادي ژوند پورې اړه لري. “
خو د دې ورځې په سهار چې د ” تولا“ اوسيدونکي له خواږه خوبه راويښ شول نو په دې حيران وو چې ” فارس “ له خپلوانو او دوستانو پرته څنګه او چيرته لاړ؟ د دوی په زړونو کې شکونه پيدا شول او په دې لټه کې شول چې دا راز مالوم کړي چې د هغه په بنا ”فارس“ خپله ځوانه او ښکلې ميرمن، کور، کلی، شتمني او د قبيلې خلک پريښي وو.
د شمالي لبنان د ټولنې طرز د نورو نظامونو په پرتله اشتراکي نظام ته نيږدې دی. ټول د ژوند په استراحت او ستونزو کې يو له بل سره په خلاص مټ لاس کوي او دا د دې خلکو په فطرت کې اخښل شوي دي. د همدغه ټولنيز مزاج پر بنسټ د ” تولا“ اوسيدونکي د خپل کار څخه بې پروا د ” تولا“ د کليسا په  خوا کې راغونډ شوي  او د تلو په ناببره تلو يې خبرې او اټکلونه کول.
د خلکو تر منځ ګونګوسی وه چې پادري راورسيد. په څيره کې يې انديښنې ښکاريدې. خلک په پادري راټول شول او د ” فارس“ په باره کې يې راز راز پوښتنې پيل کږې. خو پادري هيڅ ځواب نه ورکاوه. غلی ولاړ و. لږه شېبه وروسته يې وويل:
” هيڅ پوښتنه مه کوئ زما بچو! له مانه هيڅ پوښتنه مه کوئ. يوازې دومره راته مالومه ده چې له سحر نه لږ د مخه ” فارس“ زما دروازه وټکوله، ور مې بيرته کړ، و مې ليدل چې هغه د خپل آس سره زما دروازې ته ولاړ و او په څېره کې يې غم او انديښنې بريښيدې، ما په حيرانتيا پوښتنه ځنې وکړه ويې ويل:
_ ستا نه د رخصت اخيستو له پاره راغلی يم، زه بل ملک ته ځم، اراده مې ده چې په ژوند به بيرته نه راګرځم. “
دا يې وويل او ماته يې د يو دوست ” نجيب“ په نوم يو ليک راکړ او تاکيد يې وکړ چې لاس په لاس به يې ور رسوم، په اس سپور شواو د سترګو په رپ کې مې له نظره تری تم شو.ماته يې دومره وخت هم رانه کړ چې د دې د تلو وجه مالومه کړم.  په څه چې زه خبر وم تاسې مې پرې خبر کړئ نور له دې نه زيات له ما څخه په دې هکله هيڅ پوښتنه مه کوئ.“
د غونډې څخه يو تن وويل:
- نجيب په قبيله کې له هر چا ده ته نيږدې  دوست و. ښايي هغه ته يې د ملک د پريښودو ټول حال په ليک کې ليکلی وي.
بل پوښتنه وکړه:
- تاسې د هغه ميرمن ليدلې ده؟
پادري ځواب ورکړ:
- هو، په همدغه سهار له عبادت نه وروسته د کړکۍ په خوا کې ناسته وه او  په ځير ځير يې چيرته لري کتل او داسې ښکاريده چې په خود نه وه. د ” فارس“  په باره کې مې ترې پوښتنه وکړه، مخ يې راواړاوه او ځواب يې راکړ:
- ما ته هيڅ نه دي مالوم او په هيڅ هم نه پوهيږم.
دا يې وويل او د ماشومانو غوندې په سلګو سلګو په ژړا شوه.
د پادري خبرې لا خلاصې نه وې چې د قبيلې له ختيځ اړخه د ټوپک له ډز سره د يوې ښځې  ژړا او چيغې واوريدل شوې. دې حيرانونکې ډز او ژړا  ټوله فضا هيجاني کړه، خلک د لږې شپېبې له پاره حيران او غلي ولاړ وو.  خو يو  دم ټولو د غره په لور په منډه شول. کله چې د فارس د بنګلې د باغ مخې ته ورسيدل، د هر چا په زړه کې ويره خوره شوه. زړونه ي ودرديدل او په رنګونو کې د يې وينو ځغل سست شو. هغوی وليدل چی نجيب په وينو کې ککړ پروت دی او تر خوا يې دفارس ښځه سوسان په چيغو، چيغو له خپل سر نه ويښتان شکول. جامې يې ټوټې ټوټې کړې وې او په دردناک آواز يې ويل:
- دې ځان وواژه، خپله سينه يې په ګولۍ سورۍ کړه.
خلک په داسې حيرت کې ولاړ وو، لکه هر يو يې چې د مرګ د پرښتې ګوتې په خپل روح محسوسولې. پادري مړي ته نيږدې شو،  ويې ليدل چې د مړي په کيڼ لاس کې هغه ليک و چې سهار وختي ورته ده  د فارس له غوښتنې سره سم  په خپل لاس ورکړی و. مړي ليک دومره کلک  نيولی و، لکه د هغه د ګوتو يوه برخه.  پادري د مړي له ګوتو په داسې ډول  ليک راواخيست او جيب کې يې کيښود چې هيڅوک يې ونه ويني. دوه درې ګامه وړاندې لاړ. خلکو د نجيب مړی د هغه کور ته ورساوه، د نجيب مور چې خپل يوازينی زوی په وينو کې ډوب وليد، بې خوده شوه او پر ځمکه راپريوته. ځينې ښځو وار له مخه د نجيب د مرګ تور د فارس په ميرمن سوسان ولګاوه.
پادري خپل کور ته راغی، د کور دروازه يې  وتړه، له جيب نه يې هغه ليک را و ايسته چې د نجيب له لاسه يې اخيستی و، په لړزيدلي غږ يې د ليک په لوستلو پيل وکړ:
- نجيبه وروره! زه خپل وطن پريږدم، ځکه چې زما وجود نه يوازې دا چې ستا او د سوسان له پاره، بلکې زما له پاره هم يوه لويه بدمرغي ده. ته ډېر شريف سړی يې، تا د خپل دوست چې ستا ګاونډي هم دی، په امانت کې هيڅکه هم خيانت نه دی  کړی. دا هم ما ته مالومه ده چې زما د ميرمنې سوسان په سپينه لمن تور داغ نه شته. خو له دې سره سره په دې هم پوهيږم چې کومه مينه چې ستا او د  سوسان  زړه يې يو کړی دی ستا او د سوسان له وسې وتلې خبره ده. تا به ډېر کوښښ کړی وي چې د سوسان مينه له زړه نه وباسې، نو بريالی شوی به نه يې. زه پوهيږم چې د سينو اوبو ته د شګو بند نه تړل کيږي.
نجيبه! ته زما د کوچنيوالي راهيسې دوست  يې. اوس هم ماته هغه وختونه  په زړه کيږي، چې ما او تا به په باغونو، پټيو او د کليسا په انګړ کې ګرځيدو. زه په پاک خدای سوګند خورم چې اوس هم ته زما هم هغه شان دوست يې لکه څنګه چې وې. زما هيله ده چې ته به هم ماته په هماغې  نظر ګورې لکه څنګه چې مو تل يو بل ته ليدلي دي. که نن يا سبا دې سوسان وليده، نو ورته ووايه چې زه په هغې هيڅ بدګمانه نه يم. زه اوس هم د هغې پاکيزه ګۍ سره مينه کوم او د مهربانۍ وړه يې ګڼم. او چې ژوندی يم نو په زړه کې ورته درنښت لرم. دا هم ورته ووايه چې کله چې زه په نيمه شپه کې بيدار شوم، ومې ليده چې د حضرت عسی د تمثال مخته ناسته ده او په ژړا اوفرياد يې د زړه د سکون دعا کوله او زما زړه د همدردۍ له جذبې څخه ويلي ويلي شو. په دنيا کې داسې مثال نه شته چې د يوې ښځې د  داسې يوې ربړې سره يې پرتله کړو چې يو خوا ته مين وي او بلې خواته يې مينه.
سوسان غريبه په کشمکش کې اخته وه.... هغې غوښتل چې د ښخيتوب سپېڅلې فريضه په ښه توګه سر ته ورسوي. خو دا يې هم نه شو کولای چې د خپلو جذبو ساه پخپله وباسي.
نو په دې خاطر زه ډېر لرې ځای ته  په دې نيت ځم چې بيا به هيڅکله را ونه ګرځم. زه نه غواړم چې ستاسې پر وړاندې د کاڼو ديوال جوړ شم. په اخر کې زه هيله کوم چې ته به د مينې دا رشته له سوسان سره د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې کلکه وساتې او د هغې ساتنه به کوې. هغې ستا له پاره خپل هر څه قربان کړي دي. له دې کبله هغه ستا د هر ډول د زړه سوي او مهربانۍ وړ ده او هر سړی يې بايد له داسې يوې ښځې سره وکړي.
نجيبه! خدای دې وکړي چې ستا زړه تل پاک وي او پراخه زغم ولرې. خدای دې تاسې تل په خپل امان کې وساتي.
ستا ورور فارس.
ليک له لوستلو وروسته پادري په جيب کې کيښود. د کړکۍ په خوا کې کيناست. لرې يې د غره پر لور کتل، يوه شېبه به لا تيره نه وه چې يو دم ودريد، داسې ښکاريده چې هغه د خپلو فکرونو په راز پوه شوی وي. هغه دقيق راز چې  ظاهره په پردو کې پټ و. هغه وويل:
- فارسه! ته څومره چالاکه يې، زه پوه شوم، تا غوښتل چې څنګه نجيب مړ کړم او بيا څنګه د هغې جرم نه برات واخلم. تا ته د زهرو په بدل کې شات ورسيدل، تا نجيب ته توره په وريښمو کې ليږلې وه. تا نجيب ته د ليک په ډول د اجل پرښته ليږلې وه. هغه چې ځان واژه نو اراده يې ستا په لاس کې وه. هئ فارسه! ته څومره عيار يې.
پادري بيرته په چوکۍ کيناست، وار په وار يې سر ښوراو او په خپلو ګوتو يې خپله ږيره راښکله او په شونډو يې ماناخيرزه تبسم خوريده.
لږه شېبه وروسته يې له المارۍ نه د (( افرام سراني)) کتاب راواخيست او د هغه پاک شعرونه يې زمزمه کول او کله نا کله به يې د مړي د کور نه د ژړا او فرياد پهلور سترګې له کتاب نه پورته کولې.