Baz blog

د کڼړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د ديګل کلي انځورونه

13.04.2008 13:00

له کله نه چې ما دا هوډ کړی دی چې زه به بلاګ ته د افغانستان له ګوټ ګوټ نه ښکلې منظرې ورکوم، نو په اول سر کې ګران شاعر ملګري عطا محمد هيله من ځينې منظرې راوليږلې  او اوس دا دی شرر ساپي د خپل کلي يعنې د کنړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د ديګل د کلي انځورونه راوليږل چې کورودانی ورته وايم. زه باور لرم چې دا انځورونه به تاسې خوښ کړئ اوله نورو يارانو څخه هم هيله لرم چې د خپلو سيمو انځورونه راوليږي چې له هيواد نه لرې  پرتوافغانانو تنده پرې ماته کړي.

په ټوله مينه

ستاسې ورور

بازمحمد عابد