Baz blog

شاعرانه سفر/ څلورمه او وروستۍ برخه

15.06.2008 10:27

ما وې نامخدا ته خو  دساتلو سړی يې. دا راته ووايه چې وطن ته به بيرته راګرځې او که نه.
ويل يې خدای دې زما سپی هم هلته نه پاتې کوي.

له دوی سره خبرو ډېر خوند کړی و، خو همت صاحب ويل ځئ چې ځو بيا ناوخته کيږي. نيازمند او دا نور ياران ډېر ټينګ شول خو موږ ته مالومه وه  چې همت صاحب کور ته احوال ليږلی دی چې ميلمانه به ورسره راځي. داسې پريکړه مو وکړه چې ډوډۍ خوړلو ته به همت صاحب سره ولاړ شوو، او ګپ لګولو او شپې تيرولو ته به دلته راشوو. او دا خبره مو په همت صاحب همدلته ومنله . ظاهر شکيب چې د ادبياتو له پوهنځي نه فارغ دی او اوس د علومو په اکاډمۍ کې کار کوي، ښه مستعد ځوان دی ډېرې علمي او څيړنيزې مقالې يې په کلاسيک ادب ليکلي دي. دی هم د همت صاحب په ډېر ټينګار له موږ سره راولاړ شو او د همت صاحب د ترور د زوی کورته چې له کندوز ښار نه د کابل په لور د انګور باغ نومې سيمې وه روان شوو.
د انګورباغ لوحې ته چې ورسيدو، لمرخاته ته ظاهر شکيب اشاره وکړه چې دا د انګور باغ کلی دی. زموږ کورونه هم دلته شته دي. له سرک له غاړې نيولې تر ډېره دا کلی د شنو کرندو په منځ کې غځيدلی و. لږ چې نور هم په پاخه سرک مخته لاړو، نو همت صاحب  ډريور ته وويل چې لمر پريواته  ته چې دا خام سرک ګرځيدلی دی، په همدې ورتاو شه. په  دې سرک چې درې څلور سوه متره مخته لاړو، نو د سرک په غاړه درې څلور کسه د يوه کور مخې ته ولاړ وو، همت صاحب وويل چې بس همدا ځای دی. دا د همت صاحب د ترور ځامن وو چې زموږ مخې ته ولاړ وو. د روغبړ وروسته مې شرر ته وويل چې ته راځه يار زما د کلي خړی ماښام ډېر  خوښ وي، لږه شيبه به  د دې کروندو په منځ کې په پوله سره کينو. شرر له ما سره راروان شو او همت صاحب له نورو سره حجرې ته وختل. يوه ښه شيبه چې مو د پولې په سر تير کړ، نو تياره په خوريدو وه. د حجرې په لور مو حرکت وکړ.  د کور مخې ته چې ورسيدو، دوه تنه ځوانانو زموږ د ورتګ انتظار ايسته. حجرې ته ورسره وختو، له کوربنو  د حال احوال مالومولو وروسته  همت صاحب د کنړ له فرهنګي وضعې نه شکايت لاره، ويل يې چې د ادبي او فرهنګي ټولنو تر منځ په کنړ کې همغږي نه شته. بايد په کنړ  کې د فرهنګي ټولنو تر منځ يو قوي منجمنټ ( اداره) رامنځته شي. او اداره هغه چاته وسپارل شي چې په چل يې پوهيږي. همت صاحب په منجمنټ بلا ډېر ليکچر ورکړ، چې د ټولو سر يې دا و چې يو اداره چي بايد په خپله اداره کې د خپلو همکارانو ټولو عادتونو سره آشنا اوسي او هر چا سره د هغه په ليول  کې خبره وکړي. موږ ټولو ورسره دا خبره ومنله.

د ډوډۍ خوړلو وخت رانيږدی شوی و. همت صاحب وويل چې چای هم تيار دی او ډوډۍ هم، کوم يو مخکې راوړو؟ ما ورته بې واکه له خولې وايستل چې دواړه يو ځای راوړه.  د کوربه هم زما خبره خوښه شوه، راته موسک شو او ځوانانو ته يې اشاره وکړه چې  ډوډۍ او چای دواړه راوړي.
کور يې ودان، ښه ډېر زحمت يې ايستلای و او ښه ميلمه پالنه يې وکړه. له کوربه سره مې هم يوه پنجه  په کندوز کې د پښتنو د ځمکو په اړه خبرې وکړې.  هغه راته وويل: لکه څنګه په کندوز کې د پښتنو اکثريت دی، همداسې يې ځمکې هم د نورو قومونو په نسبت زياتې دي.
د شپې څه د پاسه ٩ بجې وې چې له کوربنو څخه مو په  وچ زور اجازه راواخيسته. د خدای پامانۍ په وخت کې مې کوربه ته وويل چې زه ستاسې د ميلمه پالنې مننه ځکه نه کوم چې نن غرمه راسره د کندوز يوې محلي راډيو مرکه لرله چې وروستۍ پوښتنه مې ورته داسې ځواب کړې ده:
زه چې له کندوز څخه کومې خاطرې له ځانه سره وړم، نو هغه به ددې ځای د خلکو مينه، ميلمه پالنه او د کندوز ښکلی او زړه وړونکی طبيعت وي. نو ما ستاسې څخه مخکې له مخکې مننه کړې ده.
موږ چې  د نيازمند دوی خواته ورسيدو نو همت صاحب ته مو  د رسيدو په خاطر فون وکړ اوهغوی مو مطمين کړل. په برنډه کې ټول ياران راټول وو او د چايو پيالې يې مخې ته ايښې وې. ټول ياران د کندوز ملي تلويزيون ته سترګې او غوږونه وو. د ريدي ګل مشاعره يې په داسې بڼه چلوله لکه ژوندۍ خپرونه، د هيڅ قسم  ايډيټ  زحمت يې نه و ايستلای. ريکارډينګ او سونډ سستم يې هم سم نه و.
شرر خپل کيمره مين منير احمد ته وويل چې ته هغه زموږ کيمره راوړه چې ويې ګورو چې ريکارډينګ مو سم کړی دی او که همداسې خراب راغلی دی. کيمره مين هم پورته شو او له موټر نه يې خپله کيمره راواخيسته. کله چې يې تلويزيون سره وصل کړه، نو د شرر په شونډو موسکا خپره شوه. ځکه چې يو خو يې ريکارډينګ ډېر ښکلی راغلی و او سونډ يې هم ښه و، د کندوز د ملي تلويزيون  په څير يې غږ سره څونګار نه و ريکارډ شوی . بله خوبي په کې دا وه چې بيراونډ يې داسې راغلی و لکه په رښتيا چې د ارچي په دشته کې مشاعره روانه وي، ځکه چې په بينر هيڅ ليکل نه وو راغلي او هماغه غونډۍ مالوميدې چې  په دشت ارچي په غونډيو کې د ريدي ګل عکس اخيستل شوی و.
موږ چې د همت صاحب د ترورزي له کوره راوتو نو يوه بهانه مو دا وه چې احمدالله ارچيوال له امريکا نه د څو ورځو په رخصتيو راغلی دی او نن شپه هغه سره ګپ لګوو. خو کله چې ارچيوال صاحب راښکاره شو، نو له  موږ نه يې د رخصتيدو اجازه وغوښته. شرر ورته ټينګ شو چې موږ خو د همت صاحب  نه ستا په بهانه اجازه را واخيسته او ته ځې، اروا دې هم نه شي تلای. خو نه پوهيږم چې چا په شرر غږ وکړ چې مزاحمت مه کوه پريږده چې ولاړ شي. شرر چې ارچيوال ته وکتل، زما په خيال چې دواړه په سترګو کې پوه شول، او سره موسک شول او وړغاړې وتل.
دلته محبوب الله محبوب هم و. يوه پنجه مو ورسره خبرې وکړې، او لږ مو وځوراوه.  محبوب شرر ته وويل که ځای درسره وي نو ما هم درسره کابل ته بوځئ، شرر ورته وويل چې يو کس خو ځايولی شوو. نوره نو شپه په وتو وه، په همدې برنډې کې مو د مستې هوا څپو ته کمپلې په  ځان راواچولې او ويده شو.
سهار چې محبوب ته فون راغی نو زه هم پرې راويښ شوم. دا د استاد شپون تليفون و چې محبوب ته يې ويل:  موږ له خان اباد نه حرکت وکړ، يو کس راسره ځايږي، او هغه کس ته يې ځکه چې له پرون ورته په تمه وې. محبوب  ورته وويل چې زه به درته د کابل په هډه کې ولاړ يم  او بې  له دې چې له موږ څخه اجازه واخلي،  خپل پنډوکی يې شا ته واچاوه او حرکت يې وکړ.
موږ هم يو يو پسې ويښيدو او ځانونه مو تازه کول. ما خو په هماغه شين سهار يخې اوبه پر ځان راواړولې. ډېره مزه يې وکړه. د سهار چای يې ځکه په ځنډ راکړې، چې قطغ يې هم ورسره تياراوه. په دې دفتر کې دسهارنۍ بندوبست همدې يارانو په خپلو لاسونو برابر کړی و. دا فارمي چرګان يې ډېر مزيدار پاخه کړي وو.


د راتګ په وخت کې راته شرر وويل چې شکيب او ارچيوال هم د دې مخ نه له موږ سره دي. ما ويل ښه خبره ده او شکر دی چې د محبوب له غمه شپون صاحب خلاص کړو. شکيب چې زما او ستا په څير ترې نامخدا دوه جوړيږي، هغه به په مخکې سيټ کې کيني او موږ څلورتنه به په وروستي سيټ کې ځانونه ځای کړو. همداسې مو وکړل او  له يارانو مو خدای پاماني واخيسته.
په لاره په کلاسيکو شاعرانو خبرې کيدې او ټول په دې نظر وو چې رحمان بابا په ولس کې ځکه ډېر محبوب دی دا ځکه چې ملا په ممبر ناست دی او د رحمان بابا يو اصلاحي بيت يې تلقين کړی دی. داسې يې له جومات نه کورونو ته لاره کړې ده.  ظاهر شکيب د رحمان بابا په هکله ويل چې ډېر داسې بيتونه  هم شته چې د رحمان بابا نه دي خو خلکو د رحمان بابا پورې تړلي دي. ما يو وخت دا لاندې بيت په يوه مقاله کې د مثال په توګه ورکړی و.
انسانيت خو په دولت نه دی رحمانه
بت که جوړ شي له سرو زرو انسان نه دی
بيا مې اوه اته ديوانه چې مختلفو څيړونکو په مختلفو وختونو کې ترتيب او تدوين کړي وو، ولټول، خو په يوه کې مې هم پيدا نه کړ.
ما ترې پوښته وکړه چې دا څه وجه کيدای شي چې يو چا دې دومره ښکلی بيت ويلي وي او بيا دې په بل چا پورې تړلی وي؟ 
شکيب وويل: د دې بيت  خويوه وجه دا ده چې د رحمان بابا په سبک ويل شوی دی، بله دا چې په پښتني ټولنه کې رحمان بابا د يوه مبلغ حيثيت لري. دا چې د رحمان بابا شعر په ولس کې ډېر اغيز لري، نو شاعر  په لوی لاس د رحمان بابا په نوم شعر جوړ کړی دی، ګواکې چې ولس کې عام شي او خلک ګټه ترې پورته کړي.
په لاره راته ارچيوال د پښتنو هغه سيمې هم ښوولې چې د طالبانو د نظام له ړنګيدو نه وروسته  يې يا په خپله خوښه خپلې کروندې او ډک کورنه پريښي وو، او يا هم په زوره تيرې ايستل شوي وو. خو په اوسني حال يې شکر ايسته.
ارچيوال چې په نړيوال سياست کې يې  مطالعه لرله، يو ځل بيا د ګلوبل ايزيشن موضوع رامنځته کړه د پنټاګون د هغې نقشې وضاحت يې ورکړل چې څو مياشتې وړاندې يې په نيټ کې خپره کړې وه.  ارچيوال وويل: د امريکا په فکر اوس هغه وخت راغلی دی چې دغه نقشه عملي کړي.  په نقشه کې د افغانستان ځينې شمالي  او غربي برخي له ګاونډيو ملکونو پورې تړل کيږي، او د هيواد شرقي سيمو سره ډېره زياته خاوره يو ځای کيږي. چې له چتراله واخله تر بولانه پورې سيمې په کې ټولې راځي.  په دې ويش کې به افغانستان بحر ته هم لاره ومومي.  په سيمه کې د بلوچستان په نوم يو رياست رامنځ ته کيږي، کراچۍ او پنچاب هم د رياستونو په بڼه اوړي. پاکستان په نقشه کې له سره شته نه. او دا ويش د سيمې پورې محدود نه پاتې کيږي. عراق، سعودي عرب او نور خليجي هيوادونه هم تسخيروي. مطلب دا چې د نړۍ په هره برخه کې انتشار موجود وي، هغه ټول يې د بلډ بارډر په نوم نومولې دي. يعنې خوني بندر.
دلته ترې ما خبره ونيوله او ورته ومې ويل: دا سمه ده چې پنټاګون دا نقشه خپره کړې ده او غواړي چې دا ويش د پښتنو له سيمو پيل کړي. خو دلته به له ډېرو ستونزو سره مخ شي. اول دا ويش پاکستان ته د منلو وړ دی. پاکستان به هيڅکله ونه غواړي چې ٤٠ ميلونه د کوزې پښتونخوا پښتانه او ٢٠ يا ٢٥ ميلونه د افغانستان پښتانه دې  سره يو ځای شي. ځکه دا په سيمه کې يو لوی اکثريت جوړوي. ارچيوال هم راته د تاييد سر وښوراوه.  په دې وخت کې له يوې پراخې ورشو څخه په تيريدو و چې ارچيوال صاحب وويل دې سيمې ته کيله ګي وايي. دا د فرهنګي يارانو ذبيح الله احساس، حنان حبيبزي او رحيم الله سمندر دوی سيمه ده. له سيند نه ها خوا په شنو ونو کې راګير د غره په ډډه کې يو ښکلی کلی هم مالوميده. په سيند باندې کوم پل نه و چې کليوال دې پرې تګ راتګ وکړي. د سيند په غاړه يوه زړه غوندې کيشتۍ ولاړه وه چې دوه کسه په کې ناست وو. د کيله ګي په هکله مې د دي ليکنې په پر مهال احساس صاحب ته فون وکړ او د دې سيمې په هکله مې ترې مالومات وغوښتل. هغه راته وويل. زموږ کلي ته د شمال د نورو سيمو په نسبت نه دولت  او نه  هم موسسو کوم پام را اړولی دی. په دې کلي کې کلينيک نه شته، د سيند د پاسه پل نه شته.  له دې وجې نه  کليوالو ته د تګ راتګ ډېره لويه ستونزه په مخ کې پرته  ده، دلته ځوانان  په لامبو له سيند نه اوړي او راوړي. ماشومان او زنانه د ترکټور په ټايرونه راپورې ايستل کيږي، چې دا نو بيا په ژمې کې ډېره لويه ستونزه ده. په کلي کې د ماشومانو ښوونځی شته خو تر اوسه پورې د يوه شليدلي تجير لاندې ناست وي. معلمان هم کله ورځي او که نه. د کيله ګي هندواڼې ډېرې مشورې دي او د دې ځای د خلکو د معاش  ذريعه  ده. دلته دومره غټې هندواڼې کيږي، چې څلور تنو په يوه هندواڼه سر ايښی دی او پرې ويده شوي دي.


له کيله ګي چې راتير شوو په دوشي مو ځغلنده نظرونه تير کړل. خو خنجان ته چې راورسيدو، شرر وويل چې له دې خوا مو دلته ښه مزېدار توتان خوړلي وو.  ما ويل کوم باغ ته پسې کوتي وئ او که چا درته راوړي وو. شرر وی چې نه ياره، د دې کلي ماشومان يې په قابونو کې د سرک پر غاړه په مسافرو پلوري.
رښتيا هم چې کلي ته نيږدو شو نو ځای ځای مو ماشومان ليدل چې توتان يې په جامونو او قابونو کې  اچولي وو او هر موټر ته يې نيغ نيغ کول. دوه درې ډلو ته ودريدو، خو توتان به يې د يارانو خوښ نه شول. چې لږ نور هم مخته لاړو نو د يوه پنچرمين د غرفې مخې ته

يوه ښکلې ماشومه ولاړه وه او د الوبالو دوه قابونه يې په غبرګو نازکو لاسونو کې نيولي وو. همدې ته مو موټر ودراوه او چې څنګه د موټر دروازې ته رانيږدې شوه، ما يې عکس واخيست چې ټولو يارانو عکس په دې خاطر خوښ کړ چې د هغوی په وينا هنري ارزښت هم په کې ځوندي دی. همدلته ودريد و. يارانو د شړومبو غوښتنه وکړه.  يو تنکی زلمی کور ته لاړ او شړومبې يې په يوه جګ کې د يوه ګيلاس سره راوړې، چا يې د قيمت پوښتنه وکړه، زلمکي وويل چې ګيلاس پنج افغاني. بس موږ هم ورته ولګيدو او هريو يو، يو ګيلاس نوش جان کړ. د شړومبوساقيتوب ګل اغا استاد کولو. کور يې ودان ما ته يې دوه ګيلاسه راکړل. د يوې ښې شېبې وروسته چې مو حرکت وکړ، زه خو بيا په ځان نه يم پوه شوی خو چې يو ځای کې موټر ودريدو، ومې وليدل چې د سالنګ تونل ته راختلي يو او ياران د سيل کولو له پاره د کوزيدو په حال کې وو. زه چې شرر سره خوا کې ناست وم، دی هم ويده شوی و. سترګې يې پړسيدلی وې، چا غږ وکړ چې پخوا به کليو کې دې مشرانو شړومبو ته وطني شراب ويل، خو نن ما په رښتيا ومنله چې وطني شراب دي او دومره ښکلي چې د ولايتي شرابو نه په مراتبو ښه نشه لري. له موټر نه چې کيوتم نو په هغه تونس مې سترګې ولګيدې چې تيره ورځ مې په زاړه بغلان کې ليدلی و. هماغه جونې په کې ناستې وې، په وروستې سيټ کې چې کومې جونې وې، يوې يې بيا هغو دوه نورو ته څه وويل زما په لور دريواړو راوکتل او بيا ټولو وخندل. شرر ته مې وويل چې دې جونو ته زه ښه مضمون جوړ شوی يم، تيره ورځ يې دې يوې زه په شش کې اخيستی وم ، چې زه ورته موسک شوم نو هغې راته شونډې بوڅې کړې. او اوس يې هم راپورې وخندل. شرر وويل شکر وباسه چې په کاڼو دې نه ولي. هاهاهاهاهاهاها.


دلته مو د سالنګ تونل سره عکسونه واخيستل او نور په خپله مخه روان شوو. جبل السراج ته چې راورسيدو، نو د غرمې  څه پاسه يوه بجه وه. شرر ويل چې ډوډۍ به دلته وخورو. ما ويل د لارې ډوډۍ واله که چندان خوند کوي، کابل ته نيږدې شوي يو، کابل ته به ډوډۍ ورسوو. خو شرر ويل چې نه ارچيوال او شکيب راسره دي، بايد ډوډۍ همدلته وخورو. يوه هوټل ته ننوتو. د هوټل شاګرد خوراکونه ياد کړل چې څه به خورو. ګل اغا استاد ورته ماهيچه  له وريجو سره وويله، او خدای خبر ولې موږ ټولو همدا خوراک غوره وباله. کله يې چې ډوډۍ راوړه، وريجي يې هم د وريجو په شان  نه وې او ماهيچه خو يې جوش کړې غوښه راوړه چې له ټولو نيمايي پاتې شوه. ټول مو څلور خوراکه راغوښتي وو او په شپږو کسانو مو ځکه خلاص نه کړل چې ډېره بې خونده ډوډۍ وه. کله چې شرر پيسې ورکولې نو د څلور خوراکو يې ٩٠٠ افغانۍ واخيستې. خدای شته چې ډېر خپه شوم. د هوټل مالک ته مې وويل:  که موږ خبر وو چې ته به د دې بې خونده ډوډۍ د ويوه خوراک ٢٠٠ افغانۍ اخلي، چې د ولږې مړه کيدو هم واله که دې راباندې خوړلې وه. خو شرر ويل چې اوبه له ورخه تيرې دي، سر دې پرې مه خوږوه.
هوټلي وويل چې همي نرخش است.
دلته ډېر ايسار نه شو. د کابل په لور مو حرکت وکړ. څه کم درې بجې وې چې زه ترې د صدارت په څلور لارې کې کيوتم او دوی د شمشاد تلويزيون  پر لور حرکت وکړ.
ه شمالي ولايتونو كې ادبي او ټولنيزې هڅې
د شمال په فرهنګي، کلتوري او ادبي فعاليونو مې له ښاغلي ذبيح الله احساس سره اړيکه ونيوله چې هغه راته دا لاندې مالومات راکړل چې کورودانی ورته وايم:
له ۱۳۸۲ لمريز څخه راپدېخوا په شمالي ولايتونو كې په رسمي بڼه يو شمېر ادبي ټولنې او پښتو خپرونې منځ ته راغلې چې د ادب د لاپياوړتيا لپاره هڅې كوي.
د شمال ځوانان وتوانېدل چې پرته له كومو د ياد وړ مرستو ادبي ټولنې جوړې كړي او په لومړي ځل سره ځينې پښتو خپرونې د هېواد له ادبي كاروان سره ملې كړي.
په دغه راپور كې د شمال په هغو ولايتونو غږېږو چې تر دې دمه پكې د ياد وړ ادبي او ټولنيزې هڅې شوي دي.

بلخ:
پرخه دوه مياشتنۍ خپرونه:
پرخه د شمالي ولايتونو لومړۍ پښتو خپرونه ده، چې په ۱۳۸۲ لمريز د بلخ پوهنتون د ځينو پښتنو محصيلينو او د همدې پوهنتون استاد غلام فاروق خپلواك په زيار او هڅو منځ ته راغله. لومړۍ ګڼه يې په اتو مخونو كې په همدې كال له چاپه راووته چې د چلولو چاري يې ذبيح الله احساس سرته رسولې.
پرخه په همدې كچه تر دوه كاله ټكني چاپ څخه وروسته د ځينو پښتون پاله سوداګرو په مالي مرسته چې د لګښت د راپيداكولو چاري يې ښاغلي غلام فاروق خپلواك پر غاړه اخيستې وې، په ۱۳۸۴ لمريز د مجلې په بڼه چاپ شوه.
د يادولو وړ ده چې پرخه د ۱۳۸۵ لمريز څخه راپدې خوا د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په امتياز خپرېږي چې د چلولو چارې يې ذبيح الله احساس او مجيب الرحمان لحاظ پر مخ وړي.
د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه:
په ۱۳۸۳ لمريز د بلخ ولايت ځينې مخور سپين ږيري او روڼ اندي ځوانان په لومړي ځل د يوې جرګې په توګه سره راغونډ شول او په رسمي بڼه يې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې بنسټ كېښود.
دغه جرګه چې تر دې دمه يې حاجي عبدالستار اسحق زى مشري پر غاړه لري، په خپل جوړښت كې لاندې څانګو ته ځاى وركړى:
د ارشاد او دعوت جرګګۍ
فرهنګي جرګګۍ
د شخړو د هوارولو جرګګۍ
او
د اړيكو جرګګۍ
د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې تر دې دمه د هېواد د ټول شمال او په ځانګړې توګه دبلخ ولايت په سلګونو خلك جذب كړي او د جرګې د غړيتوب پاڼې يې وركړي دي.
د جرګې سترې لاس ته راوړنې:
په ۱۳۸۵ لمريز، په بلخ ولايت كې د ستر غازي محمد جان خان وردګ د قبر پيدا كول او د اطلاعاتو او كولتور وزارت سره يې ثبتول.
په ۱۳۸۵ لمريز، د بلخ ولايت د بېلا بېلو ولسواليو لسګونو زده كوونكو ته د كانكور د ازموينې د تياري لپاره په مزارشريف كې د اعاشې او اباطې برابرول.
په بغلان، كندوز، سرپل، تخار او سمنګان كې د سيميزو جرګګيو رامنځ ته كول چې لا يې هڅې په لومړني حالت كې دي.
د ۱۳۸۵ او ۸۶ كلونو په اوږدو كې د بلخ ولايت له چارواكو سره د كوكنارو د كر په  مخنيوى كې مرستې هم د جرګې يو له ياد وړ كارونو څخه ګڼل كېداى شي.
جرګه په هرو پنځلس ورځو كې يو ځل په مزارشريف كې غونډه كوي چې په لسګونو مخور سپين ږيري او ځوانان پكې برخه اخلي.
د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه ناپيېلي ټولنيزه جرګه ده چې د كوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري او تمويل يې د جرګې د حق العضويت او د رهبري شورا په مالي مرسته تر سره كېږي.
دغه جرګه د ((د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه)) په نوم د عدليې وزارت سره ثبت ده چې ځانګړې تګلاره او كړنلاره لري او د خپل سپېڅلي منزل په لور ورو ورو ګامونه اخلي.
د وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير:
په ۱۳۸۴ لمريز د پرخې او پسرلى خپرونو ادارې د ځينو ځوانانو په زيار او هڅو په مزارشريف كې نوموړى ادبي بهير جوړ كړ.
دغه ادبي بهير هره اوونۍ د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په دفتر كې غونډې كوي چې په لسګونو ځوانان  او د پوهنتون محصيلين پكې برخه اخلي.
د بهير د اوونيزو غونډو په لومړۍ برخه كې كره كتنه او په دويمه كې يې مشاعره كېږي چې لا يې د بلخ يو شمېر ځوانان هڅولي دي.
كندوز:
پسرلى ادبي او كولتوري ټولنه:
په ۱۳۸۴ لمريز د كندوزي ځوانانو په زيار پسرلى ادبي او كولتوري ټولنه منځ ته راغله چې هره اوونۍ د كندوز په ښار كې غونډې كوي.
د دغې ټولنې اوونيزې غونډې دوه برخې لري چې په لومړۍ كې يې كره كتنه او دويمه كې يې مشاعره كوي چې په لسګونو ځوانان پكې ونډه اخلي.
همدارنګه ددغه ولايت په امام صيب كې د شپون په نوم، په چاردره كې د څانګې په نوم او په ارچي ولسوالي كې هم ادبي ټولنې په كار بوختې دي چې پنځلس ورځنۍ غونډې كوي او په لسګونو ګډونوال لري.
سنځله مهالنۍ خپرونه:
سنځله مهالنۍ په ۱۳۸۵ لمريز د كندوز ميشتو ځوانانو په هڅو د مجلې په بڼه له چاپه راووته.
د سنځلې د چلولو چاري احمد الله ارچيوال پر مخ وړي چې تر دې دمه يې څلور ګڼې له چاپه راوتې او پنځمه يې د چاپ لاندې ده.
د يادولو وړ ده چې سنځله د كندوز لومړۍ پښتو خپرونه ده.
سوغات مياشتنۍ خپرونه:
سوغات مياشتنۍ خپرونه په ۱۳۸۴ لمريز د كندوز د فرهنګيانو په زيار د هېواد له ادبي خپرنيز كاروان سره يوځاى شوه.
د همدې كال د وري په مياشت كې يې لومړۍ ګڼه د ګل رحيم نيازمند په امتياز چې د چلولو چارې يې عزت الله پامير پر مخ بېولې خپره شوه.
خو ددغې خپرونې چلوونكي د ځينو ستونزو له امله دسوغات د دويمې ګڼې په چاپولو بريالي نشول.
بغلان:
 بغلان ادبي بهير:
په ۱۳۸۳ لمريز د بغلاني ځوانانو په زيار او هڅو د دغه ولايت په مركز ( نوي ښار ) كې د بغلان ادبي بهير بنسټ كېښودل شو.
دغه ادبي بهير په هرو پنځلس ورځو كې يو ځل غونډه كوي چې په لسګونو ځوانان پكې برخه اخلي.
بغلان ادبي بهير په ۱۳۸۴ لمريز د عبدالستار سعادت په زيار يو علمي كتابتون پرانست چې تر دې دمه د سلګونو پوهنيزو، ټولنيزو، سياسي، ادبي او هنري كتابونو لرونكى دى.
دغه كتابتون ته هره ورځ په لسګونو خلك د ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د لوستنې لپاره راځي.

پسرلى درې مياشتنۍ خپرونه:
پسرلى درې مياشتنې خپرونه د شمال ختيځو ولايتونو لومړۍ پښتو خپرونه ده. د دغې خپرونې لومړۍ ګڼه د ۱۳۸۴ لمريز د وږي په مياشت د مهالنۍ خپرونې په بڼه په دولس مخونوكې چاپ شوه او د ۱۳۸۵ لمريز څخه راپدېخوا يې د درې مياشتنۍ مجلې په بڼه خپرونې پيل كړي.
د پسرلى درې مياشتنې خپرونې تردې دمه ۸ ګڼې چاپ شوې او ۹ مه يې د خپرېدو په حال كې ده چې د چلولو چارې يې ذبيح الله احساس او مجيب الرحمن  لحاظ په مخ وړي.

چون غر ادبي بهير:
په ۱۳۸۵ لمريز د پلخمري د يو شمېر روڼ اندو ځوانانو په زيار او د پسرلى درې مياشتنۍ خپرونې د ادارې په هڅو په دغه ښار كې چون غر ادبي بهير په خپلو اوونيزو غونډو پيل وكړ.
ددغه بهير په هر ناسته كې په لسګونو ځوانان برخه اخلي چې تر دې دمه يې په لسګونو غونډې كړي او يو شمېر ځوانان يې را هڅولي دي.

تخار:
په تخار كې هم له يو څه مودې راهيسې د هېواد او اماني بنسټ په نوم فرهنګي ټولنې په كار بوختې دي چې هر يوه يې د كورسونو له لارې د ځوانانو په روزلو كې زيار وباسي او په دوه مياشتو كې يو ځل مشاعره هم كوي چې په لسګونو شاعران پكې برخه اخلي.

په شمالي ولايتونو كې د ځينو شمال ميشتو ځوانانو چاپ شوي اثار:

ستا په ياد وي او كه هېر به دې وي:
د ځوان شاعر عبدالستار سعادت شعري ټولګه ده چې په ۱۳۸۳ لمريز د بغلان ادبي بهير لخوا خپره شوې ده.
يوه نجلۍ:
د ذبيح الله احساس د لنډوكيسو ټولګه ده چې په ۱۳۸۵ لمريز د مدني ټولنې لخوا چاپ شوې ده.
زما د غرونو پناه ياره:
د ذبيح الله احساس ژباړل شوى ناول دى چې په ۱۳۸۶ لمريز د صميم ادبي ټولنې لخوا خپور شوى دى.
دوه ښارونه:
د استاد الفت او جبران خليل نثري ټوټې دي چې ذبيح الله احساس پښتو ته ژباړلي دي، دغه كتاب په ۱۳۸۷  لمريز د مومند خپروندويې ټولنې لخوا خپورشوى دى.