Baz blog

د بارکوال مياخيل د مينې زړی/ عابد

10.07.2008 13:30

د بارکوال صاحب شاعري مې ځکه په شوق ولوسته چې د ځوان کول نماينده شاعرانو په کتار کې شيمرل کيږي . د شعر ژبه يې پخه، ساده او روانه ده. پريمانه موسيقيت يې په کې ځای کړی دی چې سندرغاړي يې په اسانۍ سره د موسيقۍ په پردو سورلی شي.
په شعرونو کې یې  بارزه نقطه مينه او عاطفه ده، خو ورسره د نوي دور تقاضې، پښتنو ته ورپيښې او پرتې ستونزې او له تمدن سره د خپل وروسته پاتې قوم د ګام  اخيستلو ارمان  ته  يې هم ځای ورکړی دی.
کومې غزلې  يې چې د نوموتو شاعرانو پر ځمکو ليکلي دي، که له  لومړنيو شعرونو نه يې قوي نه وي ليکلي نو کمزورې يې هم نه شو بللی. مثلاً د هيواد د وتلي شاعر جهاني صاحب د شعر پر  ځمکه  يې په ١٢ بيتونو کې يو غزل ليکلی دی چې په ډېرو بيتونو کې يې له نوي خيالونو سره مخ کيږو:
ته لکه د ګل خوش بويي خپور وې او ما وليدې
زه لکه سپيرې خاورې شيندلی وم تا نه ليدم


دلته بارکوال صاحب  خپل احساس ته سترګې ورکوي او د خپل محبوب ليدلوری بيا بيخي برعکس څرګندوي. ځکه ورته وايي چې زه ستا په وړاندې د سپيرو خاورو سيلۍ شوم  خو تا ونه ليدم.  داسې يې دا نوربيتونه هم درواخلئ.
همدا رنګه د سيد شاه سعود په ځمکه هم يو غزل لري چې د سعود له ځمکې سره يې هم له پوره انصاف نه کار اخيستی دی:
د چا په هيله مې چې زړه د هجر اور سوځاوه
د ليونۍ مينې سزا وه اوس هغه هم نه شته
د جانان نوم چې به مې کله هم په ژبه راووړ
زما په زړه کې به درزا وه اوس هغه هم نه شته

بارکوال مياخيل چې د کومو شاعرانو قافيه او رديفونه کارولي دي، نو د غزلې پر سر يې ورته ليکلي دي. خو ډېر داسې رديفونه يې هم کارولي چې ښو شاعرانو تر ده د مخه کارولي دي او خپل رديفونه يې چې کارولي دي، هغه هم ډېر مناسب دي. د قافيه او رديف پخلاينې ته يې پوره پام کړی دی.
د بارکوال صاحب په شعرونو کې يو نيم ځای د معاصرو ښو شاعرانو رنګ او خوند دواړه ليدل کيږي، خو دا په پښتو شاعرۍ  کې يو معمول دی چې د هر عصر شاعران يو له بل نه  اثر اخلي. که موږ خپلې کلاسيکې شاعرې ته ځير شو نو له ډېرو داسې ديواني شاعرانو سره به مخ شو چې يو له بل نه اثر اخيستی وي. دا لاندې بيت يې وګورئ چې د درويش دراني رنګ  پرې خپور دی:

مړه ځکه دي زموږ د سپره کلي څراغونه
بادونو دي د زړه پر سر ويشتلي څراغونه
 اوس د درويش دراني شعر لولو:
بيا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدايه وساتې رڼا او څراغونه

همدغه د درويش دراني خيال بارکوال صاحب په يوه بله بڼه سره پيلی دی او هم يې رديف د درويش دراني کارولی دی.
د بارکوال صاحب په کتاب ( د مينې  زړی) کې له غزلونو پرته مقيد او آزاد نظمونه هم شته چې ښې موضوعګانې يې ورته انتخاب کړي دي.  د مور د مينې په نظم کې خو يې د مور مينه انتها ته رسولې ده.  او آزاد شعرونه يې هم په تول پوره تللي دي، په دې مانا چې د آزاد شعر ټول اصول يې په کې مراعات کړي دي، او هرې موضوع ته يې له شاعرانه ديد نه کتلي دي.
  بارکوال  صاحب  نن هم د معاصر شعر  په  ښو شاعرانو کې شمار دی او سبا ته ترې  تر دې هم د ښه شعر ويلو تمه کيدای شي. ځکه دا لا  په خپل ړومبي کتاب کې ځان د مينې زړی بولي، دا به شين کيږي، بيا به ګل کيږي او بيا به  مو ږ  ته تر دې هم ښې او پخې  ميوې راکوي.
د بارکوال صاحب په شعرونو باندې ډېر څه ليکل کيدای شي، انشا الله په راتلونکې کې به پرې مفصله ليکنه کوم د اوس له پاره همدومره.
ستاسې ورور بازمحمد عابد
baz_moh1@hotmail.com