Baz blog

د مدير صاحب صـيم الله په مړينه خواخوږي

15.07.2008 08:54

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې مدير صاحب صميم الله په حق ورسيد.
انا لله و انا اله راجعون
مدير صاحب صميم الله چې د استاد محمد آصف صميم پلار و ٨٧ کاله  پخوايې د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې سترګې دنيا ته وغوړولې. عالی دارالمعلمين يې په کابل کې ولوست او د استادۍ په سپيڅلې دنده يې لاس پورې کړ.  ارواښاد څه کم شپيته کاله دې خدمت ته دوام ورکړ چې له معلمۍ نه يې نيولې تر مديريتونو پورې يې په ننګرهار، لغمان او کنړ کې وظيفې سرته رسولي دي.  ارواښاد نه يوازې دا چې وظيفه يې سرته رسوله ، بلکې د پوهنې په برخه کې يې نه هيريدونکي خدمتونه هم سر ته رسولي دي چې په لوی ننګرهار کې يې په بيلابيلو ولسواليو، کليو او بانډو کې منځني ښوونځي او ليسې د وخت له دولت څخه منظوري کړي او داسې په لرې پرتو سيمو کې د علم ډيوه بله ساتلې وه.
زه د استاد صميم او د ده د درنې کورنۍ سره په دې لوی غم کې ځان شريک بولم،  ارواښاد ته د لوی خدای په دربار کې بهتر جنتونه غواړم او کورنۍ ته يې صبر جميل.