Baz blog

واده تيار دی/ لنډه کيسه / عابد

24.07.2008 10:25

خپله  بد قسمتي خو هلته رامالومه شوه چې اته کلن به وم چې پلار مې په حق ورسيد. د ځوانې خور او تور سرې مور ذمه واري راترغاړې شوه.  اوس هم چې کله د سکول ماشومان وګورم چې د کتابونو بستې يې شاته اچولي وي، په ايمان چې  خپل ماشومتوب راياد شي. ايله له کچي نه پېلې ته تللی وم او د الف انار، (( ب))  بسته آوازونه مې په مزغو کې ازانګې کولې. د پلار له مړينې به مې لا يوه هفته نه وه پوره شوې چې مور مې له سکول نه و ايستم او د مهربان مستري ته چې موږ سره په ګاونْډ کې اوسيده وروستم او په شاګردۍ يې ورسره کينولم. له هغې ورځې را په دې خوا دا دی شل کاله ووتل، چې زه يم او په ګريسو او تيلو ککړې جامي دي. دا اوس چې هم ارګمی اچوم له خولې نه مې د  تيلو وږمه  ځي.  د ځوانۍ د مستۍ نه مې په ايمان کې هيڅ مزه اخيتسي وي. خو څه وکړم، نا چاري ده، زموږ روزي به يې په همدې کې ليکلي وي. خو بيا هم په هر حال شکر ايستل په کار دي. د خدای کرم دی چې د مهربان  استاد په څير خواخوږی مو شته دی.
څو ځلې مې پخه اراده وکړه چې يوځل دا خپله چنغله تر کوره کړم، نو سمدستي به مې خورکۍ چيرته په ښه کورنۍ کې خوندي کوم. خو تراوسه معاملې سر نه دی نيولی. خو دا ځل مې د واده کولو ضد کړی دی او هرڅنګه چې کيږي، دا ضد به تر سره کوم. 
سهار چې څنګه له خوبه پاڅيدم، مورجانې ته به مې ووايم چې خواښې کره کې لاړه شي، نن لسم دی، بس چې راروانې پېلې ته ترې د واده نيټه واخلي. خورکۍ ته مې مې ووايم چې بيټک ووينځي او يوه لويه درۍ په کې اواره کړي. نور څه نه بس يو ديګ او ټيپ ريکارډر ته ضرورت دی چې د هندي فلمونو ګانې په کې په لوړ  غږ وغږوم چې پته يې ولګي. ورځ دوه دې په کوڅه کې د پرپرکو په لګولو ولګي. بيا هم دوه درې هفتې په کې شته. چې يو ځل کوڅه رنګينه کړم بيا دې د ولس يو ځای لاس خلاص وي او د پوليس بل ځای. بيا نو موږ ته په هوجره کې په جوارۍ باندې څوک څه نه شي ويلی. چې واده څو رارسيږي په پړ کې به مې کافي نال راټول کړی وي، چې د واده يو څه بوج خو پرې اوچت کړم کنه. د فرنيچرو له غم نه خو مې لا  دوه کاله  پخوا خواښې بې غمه کړی يم. د سونې له غمه هم خلاص يم، يو څه خو مې د مورکۍ له واده نه راته پاتې ده او يو څه چې مې د خسرګنۍ ډيمانډ دی هغه مې مور لا پخوا په اندرشهر کې د يوه زرګر سره خبره کړې ده چې د سر ټيکه او قيمتې هار به د څه وخت له پاره په کرايه راوړي.
خوړې ته مې هم چرت نه دی خراب. مهربان استاد راسره له پخوانه پخه  وعده کړې ده  چې زوی يې له دوبۍ نه راشي، نو پوره شل زره روپۍ به راته په پور را کوي او دادی دا څو يمه ورځ ده چې زوی يې له ډېر مال سره له دوبۍ نه د دوه مياشتو په چوټۍ راغلی دی.
خو بيا هم د نورو ميلو ټيلو له پاره پيسو ته ضرورت شته. د واده نه يوه هفته مخکې به مې د ترورۍ زوی ته ووايم چې له محلې نه شل پنځه ويشت سرمست ځوانان راټول کړي او نکريزي راته راوړي. زه به مې هم خورکۍ ته ووايم چې په محله کې ټولې همزولې جينکۍ نکريزو ته راوغواړي. خيشته جينۍ به په کې خوښه کړم چې ځوانانو ته نکريزي په ګوته پورې کړي. دې خبرې ته ټولې خوشحاليږي، يوه هم په کې انکار نه کوي. او چې يو ځل يوه ځوان ته په ګوته نکريزي پورې کړي او بيا ترې ګوته په موټي کې کلکه ونيسي، مجال شته چې د سلو نوټ ورنه کړي. بلا پيسې به راټولې شي. که څه هم د نکريزو پيسې د هغه چا وي چې څوک يې راوړي، خو د ترورۍ زوی مې دی، په نيمايي خو به يې راسره ومني. او که يو ځل د محلې ځوانانو د نکريزو مزه واخيسته، بيا ګوره چې د واده تر شپې پورې له نکريزو نه خلاص نه شم، خو هر يو سره به يې په نيمايي خبره پخوم، چې کم از کم درې څلور ګلينه ټره، لس دولس تولې چرس او اوه اته ګټې کارتوس خو پرې وشي. اخر واده دی  کنه، چې دا ياران خو په کې څه موج ميله و کړي. د ترورۍ لوريانې مې چې له خورکۍ سره په سده ګرځيدې ورته به ووايم چې په څلورمه محله کې هم ست وکړي، هسې نه هم خلک دومره اوزګار نه دي چې پردو ودونو ته لاړ شي، خو د ناوې سده خو به مو پرې واوړي، يو څه اندازه پيسې په دې هم لاس ته راتلی شي. د ډمانو خو څه کمی نه شته، له کله نه چې د طالبانو حکومت په کابل کې راغلی دی، د کابل ټولو ډمانو پيښور ته مخه کړې ده او بې پيسو ودونو ته ځي، او څنګه به نه ځي زرګونه روپۍ په ميدان کې راټولوي، خو له داسې يوې ډلې سره خبره کوم چې  د ميدان پيسې راسره په نيمايي ومني. زه به هم ورته له ډبګرۍ  نه دوه درې خيشته هجړاګان راولم چې ميدان د ګونګروګانو په شرنګا کې لوټ کړي.
بس نور يې نه ځنډوم او نه بلې موقع ته ګورم. سخرګنۍ ته مې هم شرمينده يم او څنګه به شرمينده نه يم، دا څلورم کال دی چې چنغله مې د پلار په کور ناسته ده. اخر د پښتو ملک دی، پښتونولي ده. د ټکمارانو يارانو پيغورونه هم نور نه شم برداشت کولی. بس نور رانه صبر نه شي. سهار وختي چې له خوبه پاڅيدم مورکۍ او خورکۍ ته مې وايم چې بيټک ووينځي او خپله ډاريک د مهربان استاد کور ته ورځم او ورته وايم چې په خپلې کړې وعدې وفا وکړي چې واده تيار دی.
بازمحمد عابد
١ نومبر ١٩٩٩ لالي باغ، پيښور