Baz blog

د خپلواکۍ د ٨٩ کليزې په وياړ د مشاعرې څو انځورونه

17.08.2008 10:08

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د زمري د مياشتې په ٢٤ نيټه د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ٨٩ کليزې په وياړ  د کابل په انټر کانټينټال  هوټل کې يوه مشاعره او په سيمه ييزه کچه د موسيقۍ پروګرام نيولی و چې ځينې انځورونه يې دلته ليدلای شئ.

په درنښت


له کيڼ اړخه: پير محمد کاروان، استاد حبيب الله رفيع، ډاکټر محمد اکبر اکبر او زردشت شمس

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او د هغه څو نور ياران

د ملي راډيو او تلويزيون رييس واحد نظري د خپلو يارانو سره

له ښي اړخه: غلام جيلاني ځواک، د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی، عابد او استاد زبير شفيقي

د ننګرهار ولايت د کامې له ولسوالۍ څخه دا ځوانان د ستار او نګي پخوانی دود تازه کوي

داډله  د هزاره ګي موسيقۍ ننداره وړاندې کوي

دا ياران د بدخشان دوديزه موسيقۍ وړاندې کوي