Baz blog

د عابد په کيسه د نصير احمد احمدي کره کتنه

24.08.2008 09:35

لکه څنګه چې د انسانانو د ګوتو  ليکې توپير سره لري، همداسې تخيل، ذوقونه او فکرونه هم مختلف دي. څوک به يوه ليکنه له يوه اړخه څيړې او بل به هم له بل لوري قضاوت پرې کوي. ذوق د  هر چا خپله ځانګړنه ده، په دې برخه کې څوک نه شي ويلای چې زه په حقه يم، يو به سپين رنګ خوښوي او بل هم تور، په دې توګه يوه ته هم ملامت نه شو ويلای. ما هم په واده تيار دی نومي کيسې يو څه ليکلي دي، په اصل کې دا کيسه يوه بانه ده، غواړم چې د دې کيسې په پلمه د لنډو کيسو په عمومي جوړښت په تيره بيا د کيسې د پيل او مينځ په تلوسې خپل نظر څرګند کړم، دا يواځې د  لنډې کيسې په اړه زما ديد او خپلې تجربې دې، کوم فورمول نه دی چې سل په سله به سم وي او نه هم ادبي ليکنو ته کوم فورمول ټاکلی شو، که داسي وي نو په ليکنه کې نوښت او تخيل ته ځای نه شو پيدا کولای او هره کرښه به د دوه دوه څلور غوندي يوشان او بې روح وي.
لومړۍ به په عمومي توګه د کيسو د پيل په تلوسې خبرې وکړو.
څه موده مخکې مې يو انګريزي فلم وکوت، لومړنۍ يوې دقيقې يې اړ ايستم چې پوره يونيم ساعت تلويزيو ن ته کښېنم. خو په دې لنډه شېبه کې ما څه وليدل؟ يو ځنګل و، هسکې ونې يې درلودې، په چوپه چوپتيا کې يو څوک په وچو پاڼو وخوت، يو تور مار تر يوه ښاخه را تاو شو، کمره د يو چا پښو ته سيخه شوه، سړي منډې وهلې، ما يې د ساه ايستلو غږ اوريده، کمره د سړي مخ ته برابره شوه، دی ځوان و، له خولې يې وينې بهيدلې او ګرين يې په خټو لړلی ښکاريده. سړی ناڅاپه ودريد، په وارخطايې يې پورته وکتل، يو لوی سيوری ورباندي راغی، پرې ور ټيت شو، ځوان خپلو سترګو ته لاس ونيو او يوه تيره وحشتناکه کوکه يې له خولې را ووته. يوه رڼا او د صحنې ختم.
دوهمه صحنه له عادي ژونده پيل شوه، ښار و، ګنه ګوڼه وه او ديوې کورنۍ پنځو تنو، مور، پلار او د دوی دريو اولادونو ميلې ته د تګ تياری نيوه. دا چې د فلم پاتې برخه څنګه وه او څه پيښ شول په دې به وروسته لنډې خبرې وکړو.
خو زما په ذهن کې د فلم لومړنی يوې د قيقې  پوښتنې را ولاړې کړې، دا سړی څوک و، په ځنګله کې يې څه کول، ولې يې منډې وهلې، له څه شي ويرېدلی و، له لاړو سره يې ولې وينه راتله، چا لاس ور اچولی و، ځناورو حمله پرې کړې وه، څه خبره وه، هغه سيوری د څه و، ولې يې چيغه کړه، ايا مړ شو، ايا ايا ايا....په لسګونو پوښتنې راته پيدا شوې.داسې پوښتنې چې ما يې ځواب غوښت ، بله لار نه وه، يواځې يوې دقيقې سلامت يو نيم ساعت فلم راباندې وکوت.
له تخيل څخه به رښتيني ژوند ته راشو.
که په کور او کلي کې يو څوک  د يوې پيښې کيسه را ته کوي، نو اصله خبره په پيل کې ويل کيږي.
ياره نوې مې واوريده.
دلته اوريدونکی په ذهني لحاظ له موضوع سره دلچسپي ښيي.
څه خبره ده؟
فلانی مړ شو.
اوريدونکی يو ټکان خوري او فوري يې په ذهن کې پوښتنې را ولاړيږې، ولې، په څه، هغه خو جک جوړ و، تيره ورځ مې وليد، ايا چا وواژه که له بامه را ولويد؟
اوريدونکی غواړي چې د خپلو پوښتنو د ځواب له پاره په کيسه خبر شي، دی تلوسه لري او ان نا ارامه دی، خو لومړی تن شايد په عادي توګه کيسه له دې ځايه پيل کړي:.
سهار له کوره ووت، ويل يې چې سودا راوړم، خپل زوړ بايسکل يې  تر ښکرو ونيو، خو کله چې سړک ته وخوت، موټر لاندې کړ.
يا شايد د کيسې بيان تر دې هم سوړ ويي، خو د اوريدونکي تلوسه لا نه ده سړه  شوې، دی لا د خپلو پاتې پوښتنو ځواب ته ماتله دی، که څه هم وروسته داوريدونکي يوه يوه پوښتنه په خپل وار سره ځواب شوه، خو دی يې د کيسې تر پايه اوريدلو ته  مجبوره کړ.
يا يوه بله  خبره،. احمد راځي، ناڅاپه محمود ته وايې چې علي کور واخيست. محمود ته پوښتنې پيدا کيږي:
 ده خو د بيګاه نه لرل، دومره پيسې يې له کومه کړې، غلا به يې کړې وي، نه والله، حتما يې د پيسو لپاره څوک وژلی دی، . نور نور نور...
دلته محمود ته تلوسه پيدا شوه او غواړي چې په کيسه پوه شي..
په دغو دواړو مثالونو کې يوه قوي خبره او داسي څه چې وروسته تشريح ته ضرورت لري او اوريدونکی تر پايه ورسره ساتي په پيل کې وشوه.
را به شو بيرته د واده تيار دی نومې کيسې ته.
څه فکر کوی؟ د دې کيسې پيل څنګه دی، ايا لوستونکي ته پوښتنې پيداکولای شي، دی به ترپايه ورسره يوسي؟  يو څوک يو کتاب، مجله او يا هم يوه ورځپاڼه را اخلي، پاڼې يې اړوي، سترګې يې پر همدې کيسه لويږي او په لوستلو يې پيل کوي.
(( خپله بيکسي خو هغه وخت را مالومه شوه چې په اته کلنی کې را نه خدای د سر سيوری واخيست او د ځوانې خور او تورسرې مور زمه واري راترغاړه شوه. اوس هم چې کله دسکول ماشومان وګورم، په ايمان چې ما ته خپل ماشومتوب را ياد شي، ايله له کچې نه پيلې ته تللی وم ، د الف انار او ب بکسه اوازونه مې اوس هم په غوږو کې ازانګې کوي....))
تر دې ځايه به لوستونکې ته کومې پوښتنې پيدا شوې وې، دی به  د کيسې د پاتې برخې لوستلو ته زړه ښه کړي؟ شايد هو او شايد هم له ځان سره ووايي: ((! ته خو لا ښه يې ، مور خو  لرې، خو زه داسي ماشومان پيژنم چې له پلار سره د مور له سيوري هم بې برخه دې، ان يو يې لاس نه لري او بل هم په  دواړو سترګو ړوند دی،  هسې هم د جګړو په دې هيواد کې د داسې ماشومانو کمی نه شته، په هر کور او هره کوڅه کې يې موندلی شو، که يې نه منې ، پرورشګاه پرې ډکه ده.))
له دې سره شايد ديوه بل مطلب په موندلو پسې بله پاڼه را واړوي.
ما مخکې وويل چې ذوقونه مختلف دې او په دې برخه کې هيڅوک ځان په حقه نه شي ګڼلای، خو نظر ورکولای شي، نو که په دې موضوع ما يو څه ليکلی، لومړی به مې قلم او کاغذ ته لاس نه ور غزاوه، سترګې به مې پټولې او فکر به مې کاوه چې د کيسې د پيل لپاره د موضوع کومه برخه لوستونکي ته پوښتنې پيدا کولای شي. زه بايد داسي څه پيدا کړم چې په لوستونکي دا کيسه تر پايه ولولم.
ما د همدې کيسې په ديارلسمه کرښه کې يوه جمله پيدا کړه.
(( داځل مې د واده د کولو ضد کړی دی او هر څنګه چې کيږي دا ضد به پوره کوم.))
دا جمله به مې د کيسې  په سر کې راوړه، خو يو دوه تورې مې پرې زياتول. په دې ډول:
د واده لګښت پيسې غواړې او زه هم ډير بيوسه يم، خو داځل مې د واده د کولو ضد کړی دی او هر رنګه چې کيږي دا ضد به پوره کوم.
دلته لوستونکي ته پوښتنې پيدا کيږي او په بل مطلب پسې يې د پاڼو اړولو ته نه پريږدي.
دی هيڅ نه لري، خو ضد يې کړی چې خپل واده به راخوندي کوي، څنګه؟ په څه ترتيب، ما ته هم يو جره ورور را ترغاړه دی، راځه کيسه ولوله چې ده د دې لويې ستونزې د حل لپاره څه کړيدي.
دا يواځې يوه بيلګه وه، شايد تر دې پياوړی پيل ورته پيدا کړو، خو قوي پيل  قوي فکر غواړي، داسې يو فکر چې لوستونکی د کتاب ايښودلو ته پرينه ږدي.
تر دغو دوو، دريو جملو وروسته بيا کولای شو چې کيسه له هماغه لومړی جملې  (( خپله بيکسې خو هغه وخت را معلومه شوه چې په اته کلنی کی خدای را نه د سر سيوری واخيست...))پيل کړو، شايد کوم بدلون ته هم ضرورت نه وي، خو لوستونکی به حتما کيسه تر پايه لولي، مهمه دا ده چې د پيل څو جملې بايد په تلکه کې د کورتو د ايښودل شوې ټوټې غوندې پارونکې اوجذبونکې وي.
موږ دوه ډوله ادبيات لرو، کلاسيک او معاصر. په کلاسيکو ادبياتو کې فولکلوريکې کيسې هم راځي. ډيری دا ډول کيسې له وه نه وو شروع شويدي، دلته به يې يوه بيلګه راوړم:
(( وو نه وو د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته وو، يو پاچا و، ده زوی نه درلود، په زيارتونو وګرځيد، تاويذونه يې په غاړه کړل، د طبيبانو د واوې يې وخوړې ،خو پلار نه شو، يو سهار يې يو ملنګ دروازې ته ودريد، پاچا ته ي يوه مڼه ورکړه، نيمه ده وخوړه او نيمه يې هم ميرمنې، نه مياشتې ، نه ساعته وروسته پاچا ته خدای يو ښکلی زوی ورکړ، ماشوم په ناز او نعمت کې لوی شو، يوه ورځ يې ديوې ښاپيری د ښايست اوازه واوريده، ده هوډ وکړ چې هغه به خپلوي، خو دې ښاپيری ته رسيدل اسانه خبره نه وه، شرطونه يې لرل، شهزاده بايد اوسپنيز بوټونه په پښو کړي وای، تر اوو غرونو اوښتی وای، زمری يې وژلای وای ،له ديوانو سره مخامخ شوی وای او په پای کې يې له يوه ښامار څخه د هغه اوه سرونه غوڅ کړي وای.))
له وو نه وو تر اوسپنيزو بوټونو پورې اصلي کيسې درې مخه نيولې و، دا په کلاسيکو ادبياتو کې راځي او يو خوند لري، خو که اوس څوک غواړې چې کيسه وليکې بايد له اوسپنيزو بو ټونو، د سفر پريکړه او د شرطونو له يادولو څخه يې پيل کړي. دا هماغه خبرې دې چې پوښتنې را ولاړولی شي. که نه نو  په ما يې څه چې پاچا زوی نه لري، ډير خلک بې اولاده دي، يو دې يې هم دی وي.
دا ډول پيل پارونکی نه دی، خو د اوسپنيزو بوټونو په پښو کول، لوستونکی د کيسې لوستلو ته هڅولی شي، وروسته دې کيسه له هماغه لومړيو جملو سره وتړل شي، خو شرط يې دا دی چې دا لينک او ارتباط ماهرانه وي.
کله چې دې په تلکه کې کورت کيښودل او  د جذبونکو جملو وروستی کرښه هم وويل شوه،  بيا يواځې د ( خو  ) ټکی، کيسه له هماغه وو نه وو سره تړلی شي. په دې توګه:
(( خو شهزاد ه د پا چا يواځنی زوی وو.پلار يې  ډير علاجونه وکړل، په ملايانو وګرخيد، دواوی يې وکړې خو ګټه يې ور ونه رسوله ، تر دې چې يوه ورځ يوه ملنګ يوه مڼه ورکړه.. ))
په دې توګه کيسه تر اوسپنيزو بوټونو ورسوه او وروسته د کيسې قهرمان د شرطونو له پوره کولو سره مخامخ کړه.
دلته ليکوال يوه بله ګته هم کولای شي، لوستونکی له شهزاده سره چې د کيسې اصلي کرکتر دی ځان خواخوژی ښيي، د هغه په قالب کې ننوځې ، پوهيږي چې سختی ته يې ملا تړلې ده، دی د پلار يو زوی دی، پلار يې هيلې او ارمانونه لري، نو دی به د دغو شر طونو په پوره کولو کې بريالی شي؟ خدای دې وکړي چې په کومه بلا وا نه وړی.... او داسې نورې انديښنې چې د شهزاده په اړه له لوستونکي  سره پيدا کيږي.  لوستونکی ځان د کيسې قهرمان ته تر ټولو نږدې احساسوي او له هغه سره پل په پل روانيږي.
زموږ ډيرې کيسې له ماضي شروع او حال ته راځي ، دا هم کله کله خوند لري، خو موږ  بايد د کيسو له نورو جوړښتونو څخه هم ګټه واخلو. کله يې په حال پيل کړو او ماضي ته لاړ شو او  کله له حاله د يو چا تير ژوند ته ور وګرځو،  بيرته خپل ځای ته راشو او راتلونکی يې پسې و څيړو، په دې توګه به مو  کيسې، ناولونه او هره بله ليکنه  له يو رنګه والي څخه ساتلي وي.
خو له دې سره سره بايد د کيسې په پاتې برخه کې هم تلوسه وساتل شي.په بله مانا د لوستونکي پوښتنې بايد يو دم نه بلکې ورو ورو يو په بله پسې ځو اب شي او تر پايه يې له ځان سره وساتي.
دا چې څنګه بيرته به راوګرځو د فلم پاتې برخې ته، موږ فلم له کيسې څخه نه شو بيلولی، هر فلم ته لومړی کيسه ليکل کيږي، وروسته په سناريو اوړي او د سينما په پرده راځي، زه نه غواړم چې  ټول فلم درباندې وګورم او هره برخه يې له کيسې سره مقايسه کړم، ځکه دا  يوه اوږد بحث ته اړتيا لري او د کيسې هره برخه څيړل پوره وخت غواړي، زه يواځې دومره غواړم ووايم چې زما له خپل ديده د کيسې پيل بايد څنګه وي او په پاتې برخه کې يې په څه ترتيب تلوسه ساتلی شو.
د فلم په دوهمه صحنه کې يوې کورنی ميلې ته د تګ تياری نيوه، ډير وخت يې واخيست، خو زه يې ستړی نه کړم، ځکه زما پوښتنې لا نه وې ځواب شوې او مايې ځواب غوښت.
په دريمه صحنه کې يو کوچنی موټر د يوه شنه ځنګله په مينځ کې پر پوخ سړک روان وو، په موټر کې ناست کسان خوشاله ښکاريدل او په خپل منځ کې يې ټوکې سره کولې چې نا څاپه يې د سړک پر غاړه پر يوه خوا کوږ يو بل موټر وليد. دوی ودريدل. د ولاړ موټر ښيښې ماتې وې خو د ټکر کومه علامه يې نه درلوده. په موتر کې د ښکار اسباب او يو کوټ شکاريده. پلار د کوټ  جيب ته لاس کړ او له څو نوټونو سره يې يو د هويت کارټ را ويستل. په کارټ کې د هغه چا عکس و چې ما د فلم په لومړی يوه دقيقه کې ليدلی و، اوس زما يوڅو پوښتنې حل شوې وې، دا چې هغه سړی څوک و او ځنګله ته د څه لپاره راغلی و . خو لا مې نورې پوښتنې ناحله پاتې وي.
په بله صحنه کې د کورنۍ غړې د خيمې د درولو لپاره د مناسب ځای په لټه کې وي، د ا وخت ديوه هلک تر مخ يوه تيزه رڼا تيريږي، دی وارخطا وی، خو وروسته د خوب يا هم د وهم فکر ورباندې کوي. دلته زما يوه بله پوښتنه هم ځواب شوه. هر څه  چې وې ، خو د پيل په يوه دقيقه کې چې ما کوم سړی وليد، له انسانه او يا هم له کوم  ځناوره نه وو ويريدلی، دا بل څه و.
دوی خيمه وهې، ويده کيږي، خو د شپې د خيمې پر ټاټ يو شی لګيږي. يو ماشوم چيغه کوي، ټول د باندي را وځې ، سترګې يې له ويرې رډې راخيژې، د خيمې څنګ ته په وينو لړلی غوڅ لاس پروت وي. ما د لستوڼي د ټوتې له رنګه و پيژاند چې لاس د هغه سړې دی چې د فلم په لومړی يوه دقيقه کې مې ليدلی و. بله پوښتنه مې هم ځواب شوه، سړی مړ و.
فلم تر پايه له تلوسې  څخه ډک دی، مور او پلار په مرموزه توګه وژل کيږي ، اولادونه ستونزې وينې ، هره نوې صحنه  نوې پوښتنې پيدا کوي او تر پا يه مې له ذهن څخه يوه يوه پوښتنه وځي. د فلم وروستی صحنه روښانوي چې دا قتلونه د څه لپاره  و او چا تر سره کول. د ځنګله اروا چې د يوې لويې ونې په اره شوې مونډه کې اوسې، وخت په وخت له دې مونډه نه راوځې او له هغو انسانانو څخه غچ اخلی چې په بيرحمی سره يې د ځنګله ونې و هلې او حيوانات يې ښکار کړيدي.
زما ټولې پوښتنې حل شوي او د فلم د مينځ پيښو او تلوسې هم  تر پايه تلويزيون ته کينولم.
په لنډه کيسه کې هم تلوسه همداسې ساتلی شو. غوټه بايد ورو ورو وسپړو او لوستونکی د کيسې لوستلو ته اړ باسو.
يو بل مثال ، يو سړی له کاروانه پاتې شوی و، دښته وه، ګرمې وه او نږدې و  چې له تندې مړ شي، پر اس سپور يو بل تن پرې ورپيښ شو، د اس پر زين پورې د اوبو يوه پتک ټال خوړ، سړي د اوبو  خواست وکړ، خو سپور وويل چې دی په خپله اوږد مزل په مخکې لري او اوبه نه شي ور کولای. تږې سړي يو پتک اوبه د سروزرو د زرو سيکو په بدل کې ورنه وغوښت او ويې ويل چې د ه ته به هغه ځای ور وښيي چې هلته زر سيکي ښخي دي، سړي ور سره ومنله، خو پتک يې يو دم ور نه کړ، په لاره کې به يې تږي ته يو يو غوړپ او به ور کولي تر څو ژوندی پاتي شي اوکله چې ټاکلي ځای ته ورسيدل، تږي له اوبو ډک پتک تر لاسه کړ او سپور هم د زرو سيکوکڅوړه په زين پوري وتړله.
که پر اس سپور سړي په پيل کې سلامت پتک  ور کړی وای، نو د تږي تنده ماتيدله، بيا شايد له خپل قول څخه اوښتی وای او د سيکو تر ځايه نه وای ور سره تللی، خو د سپور کمال دا وو چې تږی  يې تر پايه هماغسي تږی وساته ، ده ته يې يو يو غوړپ اوبه ورکولي او کله چې يې وخت را ورسيد او خپل هدف يې تر لاسه کړ، بيا يې نو ټول پتک ور وسپاره او د تږي تنده ماته شوه.
ليکوال هم بايد لوستونکی ته يو يو غوړپ اوبه ورکړي او تر پايه يې تږی وساتي. دی بايد يو رهبری کونکی مهارت ولري، داسي چې د اصلي غوټی تر سپړلو پورې په لاره کې ځينې نورې موانع هم پيدا کړي او لوستونکی اړباسي  چې تر دغو خنډونو تير شي .
که اصلي غوټه د کيسې په مينځ او يا هم تر پای مخکې وسپړل شي، نو بيا د لوستونکي تنده ماته شوه، وروسته له هغه که هر څه ليکو، په حقيقت کې به اضافه خبرې وې. يوه کيسه هغه وخت ختمه ده ، کوم وخت چې اصلي غوټه وسپړل شي. په بله مانا  د اصلي غوټې سپړل يا د راز څرګندول د کيسې پای دی.، نو ځکه  د کيسې په منځ کې  تلوسه   ، په وار سره يوه يوه پوښتنه حل کول او تر پايه  دا اصلي غوټې ساتل  ضروري  ده.
خو مهمه دا ده چې ا صلي غوټه بايد په منطقي توګه تر پايه وساتل شي، لوستونکی بايد دا فکر و نه کړی چې ليکوال په لوی لاس يو څه رانه پټوي. که ليکوال د کيسې له کرکټرونو سره څنګ په څنګ لاړ شي،له پيښو سره يو ځای حرکت وکړي  او تر کرکټرونو  مخکې ګام وا نه خلي، نو بيا لوستونکي ته هم د يو څه د پټولو فکر نه پيدا کيږي.
بيرته به د واده تيار دی نومې کيسې ته راوګرځم او په څو ټکو به يې لنډ وغږيږم.
پيل به يې له ژبې وکړم.د کيسې ژبه ساده او يو لاس ده، يو شمير ليکوالان د ژبې يو رنګه والي ته دومره پام نه کوي، کله ور نه ساده شي او کله هم رسمي ، لوستونکی  يې په څو جملو کې توپير ليدلای شي. البته په دې کې ډيالوګونه استثنا دي. د خلکو ژبه د هغوی په ژوند، چاپيريال او زده کړې پورې اړه لري ، هر يو بايد په خپله ژبه خبرې وکړې او دا  کيسې ته پو بيل خوند ور بخښلی شي، خو که په خپله د ليکوال په نثر کې توپير وليدل شي دا د هغه کمزوري ښيي او لوستونکی ستړی کوي.
که څه هم چې د واده تيار دی کيسې په ژبه کې انګريزي او اردو کلمات ډير دې او دا هم سمه ده چې د پيښور پښتنانه په خپله ژبه کې سکول، کچې ، پيلې، فرنيچر ، سوني ، ډيمانډ او دا سې نور تورې چې په کيسه کې تر سترګو کيږي کاروي، خو کيسه يا هره بله ليکنه يواځې د يوې سيمې د اوسيدونکو لپاره نه  ليکل کيږي، په نړۍ کې په ميلونونو پښتانه اوسي او ښه به دا وی چې له داسې تورو سره د هغوی ماناوې هم په قوسونو کې ورسره وليکو.
د کيسې موضوع تر ډيره يو تخيل دی چې تنزي بڼه لري. که څه هم چې په ولور او دواده په لګښتونو ډير څه ليکل شويدې، خو دا کيسه ځکه لوستونکی نه ستړی کوي چې له  يوې نوې زاويې ورته کتل شويدي، دا نوې زاويه هماغه د تخيل په بڼه د کيسې ليکل او په کيسه کې د يوې سيمې ځينې رواجونه دي چې موضوع ته يې تر يوې اندازې نوی اړخ او خوند ور کړی دی..
په عمومی توګه موږ بايد د کيسو د موضوع په انتخاب کې پوره دقت وکړو. د خبر په اړه يو بهرنی خبريال ليکي.
که واوری چې يوه سپي يو سړی وداړه، نو دا يو نوی خبر نه دی، ځکه نړۍ ډيره پراخه ده،د سپو هم کمی نه شته ،  که پسې وګرځو، هره ورځ په لسګونو دا ډول پيښې موندلی شو او د تعجب وړ کوم څه هم نه پکې ليدل کيږي، خو که واورو چې يوه سړي ، سپی وداړه، نو دا يو نوی او حيرانونکی خبر دی.
د کيسې د موضوع د پيدا کولو په برخه کې هم بايد په يوه داسې موضوع پسې وګرځو چې نوې او د حيرانی وړ وي. که د نويو موضوعاتو پيدا کول ګران را ته ښکاري ، نو بايد هڅه وکړو چې هماغو زړو موضوعاتو ته يو نوی ديد يا زاويه پيدا کړو او څه پرې وليکو. په دې توګه به مو د خپلو کيسو لپاره لوستونکي پيدا کړي وي.
د بيکاره او ښه اشپز توپير په دې کې دی چې بي تجربی اشپز له کچالو څخه يواځې د کچالو قورمه پخولی شي، خو ښه اشپز  بيا همدا کچالو کله د قورمې، کله د پيرکيو، کله د چپسو او کله هم د  نورو خوندورو ېخوړو په شکل پر دسترخوان ږدي.
د واده تيار دی نومې کيسې ليکوال د تجربه لرونکي اشپز غوندې کانه کړيده، له کچالو څخه يې يو نوی شی پوخ کړی چې ډير خوندور دی.
که څه هم چې کيسه يو خيال دی، خو په تخيل کې هم ډيالوګونه راوستلای شو او ډيالوګ کيسې ته روح ورکولای شي، مثلا نجلۍ به د هلک لاس ونيسې  او وبه وايې چې پيسې، يا مور به مې را ته ووايي چې فرنيچر به له کومه کوو، ځواب به ورکړم چې ولي؟ نه يې خبره ، هغه خو مې خواښې قول راسره کړی چې له فرنيچرو بيغمه اوسه، زه يې درته تياروم. يا داسي نور ډيالوګونه .
يوځای  د راووې کشره خور  بيټک مينځي، د بيټک مينځل د انسان په ذهن کې يو پوخ، سميټي او عصري بيټک انځوروي، داسې چې د مينځلو وړ وي او اوبه يې خراب نه کړي، خو دلته د کيسې  راوې اسراتمن ژوند نه لري، دی خوار دی، نو بيټک به هم خوار وي چې د مينځلو کليمه ښه نه ده ور سره راغلې.
يو ځای يې پيغام هم ښه نه ده، د چرسو او قمار يادونه شوي چې تر يوې اندازې نورو ته تشويقې بڼه لري او داسي ښودل شوي چې په واده کې هرڅه کولای شو.
په هر صورت دا يوه ښه کيسه وه، په لوستلو ارځې او لوستونکی نه ستړی کوي،
د کيسې د ليکوال د لا برياليتوب اود ده د نورو نويو کيسو په تمه.
مننه