Baz blog

سليمان لايق په لنډيو غږيږي

04.09.2008 08:01

د ٢٠٠٨ م کال د اګست په ٢١ نيټه قلم نړيوالې ټولنې د لنډيو په هکله سليمان لايق غږولی و او ما ثبت کړی و چې دا دی کټ مټ يې ستاسې په وړاندې خپروم.
 بازمحمد عابد

دا سمه ده چې  ما يو څه وخت په سياست کې تير کړی دی، مګر ما ډېر عمر په انشايي  ادبياتو.لکه شعر اونثر کې هم تير کړی دی.د پښتو په څيړنيزو ادبياتو کې زما کار ډېر نوی دی.تقريباً ديارلس څوارلس کاله  له هيواده لرې د مهاجرت  په ديار کې مې څيړنيز کار ته مخه کړې ده. ما په وروستيو وختونو کې خپل وخت دې  دوو برخو ته  ورکړی. په لنډيو اساسي څيړنه او په فارسي ژبه مې يو رومان تر لاس لاندې دی چې نوم مې ورته (مردی از کوهستان) ايښی دی. .دا کتاب د انقلاب د دوران ټوله ماجرا په ځان کې رانغاړي، تکميل شوی نه دی تر اوسه لا دوام لري.ما دغه منظوم رومان په ١٣٥٩ ل کال کې شروع کړی دی. . تشويش لرم چې زما په ژوند کې به زه په دې قادر نه شم چې دا منظوم رومان پوره کړم. په هر حال که په دې دوران کې په ما پسې عزرائيل راغی، نو داسې څوک به پيدا شي چې دغه رومان پای ته ورسوي؟  صلاحي صاحب  په خپلو خبرو کې زه له يوه مشکل سره مخ کړم. هغه دا چې لايق په لنډيو باندې کنفرانس ورکوي. لنډۍ هغه بې پايانه بيان دی چې په يوه، دوه يا دريو بيانونو کې سر ته نه شي رسيدی. ما د دنيا د فلکلورونو سره يو څه بلديت پيدا کړی دی. د دې له پاره نه چې د پښتانه هر څه راته بهتره ښکاري. پښتانه د انتقاد له پلوه هم ډېر موارد لري، کمبوتات لري، ليکن د پښتانه فلکلور او په خاصه توګه لنډۍ يو بې نظيره شی دی. زما په فکر موږ کولای شو چې د لنډيو په زمانت دنياوالو ته ووايو چې موږ هم فلکلور لرو. لنډۍ يو عجيبه خصوصيت لري.  په يوه لنډۍ کې ټول ژوند رانغښتلای شي. په فلکلوري شعرونو کې معمولاً طنزيه افکار روزل شوي دي. ولې په لنډيو کې د لنډۍ مفکورې، د لنډۍاحساسات، د لنډۍ تصويرونه  رزمي برخې ته  وراوږديږي او لنډۍ په دې برخه کې ډېرې غني دي.په لنډيو کې د انسان د احساساتو درجه بندي دومره دقيقه ده، چې د پښتو په نوره شاعرۍ کې يې ما ساری نه دی ليدلی .سالونکا د اسپانيې يو ډېر لوی وطنپال شاعر تير شوی دی چې په ټول جهان کې مشهور دی، هغه وايي چې د فلکلورونو او مکتوبي ادب دومره فرق دی لکه د يوه طبيعې ګل او کاغذي ګل تر منځ چې فرق وي. البته هغه د اسپانيې په پونتوجوندو نوم باندې چې لنډيو ته ورته يو شی دی په هغه باندې خبرې کوي.څه وخت زه د پونتوجوندو په ترجمو لوستلو مصروف شوم. خو زه تاسې ته په وياړ وايم چې لنډۍ په پونتوجوندو هم وسيع او پراخه دي. يو عاشق وايي:
خدای دې زما کړه غونډې مونډې
لنډی کچر به چلوم تا به ساتمه

تاسې وګورئ چې په دغه فقره کې زموږ د هيواد يو فقير او غريب څرنګه په خپل چوکاټ کې داسې يوه خبره کوي، چې که موږ دا لنډۍ واورو کولای شو چې ټول ژوند يې تکسير کړو.نو دا غني فلکلور چې زه اميداواره يم  د قلم ټولنه او نور فرهنګي سازمانونه چې د افغانستان  ادبياتو له پاره کار کوي، او پښتو برخه هم پالي، نو د پښتو لنډيو له پاره خپل پام واړوي او په لنډيو کار پيل کړي. ما په ١٣٥٤ل کال خپل لومړنی کار په لنډيو باندې شروع کړ. هغه هم ډېر تصادفي کار و.يو فرهنګي سړي، يو زيارايستونکي اديب، يو استاد چې اوس د هغه وخت زلمی نه دی. شهرت يې پيدا کړی، يعنې زلمی هيوادمل چې هغه وخت  په مطبوعاتي کارونو بوخت و ماته راغی او ويې ويل چې ته بايد د زيرې جريدې ته په هره ګڼه کې يوه مقاله وليکي. ما ورته ويلي وو چې سمه ده. دا چې ووت  نو زما دغه لنډۍ په ياد وه چې:
خدای دې زما کړه غونډې منډې
لنډی کچر به چلوم تا به ساتمه
بس له همدې ځايه مې شروع وکړه. ما په هغه کال ٢٧ مقالې په لنډيو وليکلې. خو هغه  وخت مالنډۍ په هنري جامه کې رانغاړلې وې، لکه شعر. خلکو هم زما د ليکنو نه خوند اخيسته او زه يې تشويقولم چې ډېر عجيب شي ته دې پام شوی دی. خو زه هماغه وخت پوهيدم چې زما ليکنې ناقصې دي.  دا کار علمي پوښتنو ته ځواب نه شي ورکولای. په مهاجرت کې ما په لنډيو باندې دوباره کار پيل کړ، خو اکاډيمک، ژور او علمي کار. شايد ژبه به يې هغسې شاعرانه، عاطفي او احساساتي  نه وي چې ما په هغه ٢٧ مقالو کې کاروله. ليکن ژورو مطالبو ته تر تله پورې لاړم. په دغه کار تر اوسه پورې ما ١٢٦٠ پاڼې تورې کړې دي. ما غوښتل چې دا د کتاب په بڼه چاپ کړم. ما ته ډېرو دوستانو مشوره راکړه چې دا کتاب چاپ کړم، خو ما ورسره ځکه دا خبره ونه منله چې ما غوښتل چې دا کتاب زه د مقالو په بڼه خپور کړم . د دې له پاره چې له دوستانو او نقادانو نه پرې انتقادي او تاييدې نظر واخلم. نو چې زه کتاب چاپوم نواقص به يې کم وي. ځکه چې دا کار لومړنی کار دی او طبعي ده چې له نواقصو نه به خالي نه وي. دا خبره زه په دې خاطر نه کوم چې تاسې به دې کتاب ته په کوم نظر وګورې، کوم کار چې ما کړی دی، زه ورته تشويش نه لرم، ځکه چې په ډېر شوق او امانتدارې مې دا کار کړی دی. ليکن کيدای شي چې ډېر ايرادونه او انتقادات پرې وارد شي. په دې ملک کې يو بدبختي دا ده چې چا ته ووايې چې  دا غلطه ده، يا دا ضعيفه ده، يا دا ريفرنس نه لري، هغه خپه کيږي. يعنې د انتقاد تحمل زموږ په خلکو کې نه شته.خو زه

تاسې ته وايم چې دلته ما يو تنکی ځوان د هارون حکيمي په نوم وليد، دده غزلې مې واوريدې رښتيا درته وايم چې زما له پاره ډېر د تعجب ځای و. که دغه هارون پورته شي او زما په شعرونو کې ماته زما کمبوتات راوښيي، زه به هيڅکله خپه نه شم.
البته په لنډيو کنفرانس ورکول ممکن دي، خو بايد سړی ورته ډېر وخت ولري. له سره يې مطالعه کړي. د دې کار له پاره زما ژوند داسې دی چې زه ډېر امکانات دلته نه لرم. خو د قلم ټولنې له مانه غوښتنه کړې وه چې زه به تاسې ته په لنډيو يو لکچر درکوم. ما د خپلو ليکنو نه يوه برخه غوره کړې ده چې زه يې تاسې ته  اوروم. يوه خبره بايد تاسې له ما سره ومنئ چې لنډۍ د ښځو شعر دی. ښځې چې په ټولنه کې  د نارينه وو له خوامحکومې دي، په لنډيو کې يې د خپل محروميت اواز پورته کړی دی او نارينه يې سم په خپل ځای کينولی دی.په دې مقاله کې ما هغه برخه را اخيستې ده چې په ښځو پورې اړه لري. ځکه چې  ښځې زموږ ميندې دي، ښځې زموږ خويندې دي او ښځې زموږ معشوقې دي. نو زه ترجح ورکوم چې د دغې نيمې بدنې، د ژوند په باره کې به زه خبرې راټولې کړم. او د دې نه وړاندې غواړم چې د لنډيو په تاريخي اصالت باندې يو څه وغږيږم. زما په عقيده لنډۍ داسې شی نه دی چې پنځه سوه، اته سوه او يا هم  د اسلام تر راتګه وروسته يې تشکل پيدا کړی وي. زما په نظر لنډۍ د اريايانو د وخت نه راپاتې يو شی دی. د دې له پاره ډېر دليلونه شته. زه په همدې بنياد څيړنه کوم او اوس دغې ځای ته رارسيدلی يم چې د هندوستان د شمال د برخې فلکلورونه څيړم او د لنډيو سره يې مقايسه کوم. له بده مرغه په افغانستان کې تر اوسه دا کار چا نه دی کړی، هميشه د لنډيو په باره کې ډېر سطحي کار شوی. ځينې خلک هغه لنډۍ ياداشت کړي، چې د هغه خوښې وي او بيا په دې اکتفا کوي چې له سندرغاړو نه يې            واوري او خوند ترې واخلي. مګر لنډۍ په اجتماعي برخه کې ډېرې ژورې دي. موږ کولای شو چې د خپلواجدادو خاطرې، عقايد، غږونه او تمايلات په  لنډيو کې پيدا کړو او جامعې ته يې وړاندې کړو. نو په دې برخه کې چې ماادعا وکړه چې دا ډېرې پخوانۍ دي نو ما د هند د شمال د برخې فلکلور څيړلی دی. په هغو کې  د پنجابۍ ژبې يوه سندره ده چې (ماهيا)  ورته وايي. ماهيا هغه شپانه ته وايي چې له اوزو، ميښو او غواګانو سره ژوند تيروي. ډېره عجيبه خو يې دا ده چې د دغه شپانه په ادرس باندې په دې سرود کې داسې افختارات او داسې لوی القاب او داسې مفکورې افاده شوې دي چې سړی حيرانوي. د ماهيا شباهت له لنډيو  سره دا دی چې هغه هم د ښځو شعر دی. ښځو ويلی او ښځو شپون د خپل قهرمان په حيث منلی دی. په جوړښت کې زموږ  له لنډيو سره دا فرق لري چې اوله فقره يې  اته ده او دويمه يې شپاړس ده. او د لنډۍ اوله فقره نهه ده او دويمه يې ديارلس ده.  د ماهيا په باره کې ما خپل بحث بشپړ کړی دی.. د علومو اکاډمي  مجلې ته مې سپارلی دی، تمه ده چې هغوی به يې چاپ کړي. او له تاسې ټولو نه هيله کوم چې هر هغه څوک چې د پښتو د فلکلوري ادبياتو سره علاقه لري، دغې مجلې ته مراجعه وکړي، که کوم نظر لري، په همدې مجلې کې يې خپور کړي، نو زه به د خپل کار په لا بشپړولو کې ستاسې له نظرونو او  انتقادونو څخه استفاده وکړم.


يو پيراګراف به زه د لنډۍ د تاريخۍ پيژنګلوی په باره کې تاسې ته ولولم ، بيا په لنډيو کې  زه د ښځو مسلو ته راځم. ځکه چې د لنډيو په بحث کې د اوج نقطه د ښځو د مسايلو تصويرګيري ده. يوه  پښتنه ښځه په لنډيو کې څنګه عنکاس لري؟ او ښځو په لنډيو کې کوم نقش لوبولی دی؟  زه به هغه تاسې ته عرض کړم. په اول کې د لنډيو پيژندګلوي.
افغاني فلکلوريستان باور لري  چې پښتو لنډۍ د عاميانه  ادبياتو د شتمنۍ يوه برخه ده. او کيدای شي چې په لوړ سبک هغه د افغاني فرهنګ د تجمو او ميراثونو په توګه معاصرې نړۍ ته وړاندې شي. د دې خبرې منلو سره چې فلکلور د لرغونو ټولنو د ژوند د اسطورو او حکمت  داسې يو شی دی چې  دخپل چوکاټ  د ساتلو باوجود د خپلو د لومړنيو سپيدو څخه د ژبو او لهجو د تکامل  له راز راز قوې څخه تير شوی او د مذهب  له اغيزې سره يو ځای زموږ تر مهاله رارسيدلی دی. د پښتو د فلکلور او په تيره بيا د لنډۍ داسې تصور ته رسيږو چې دا منظومې غاړې داسې فرهنګي ميراث دی، چې د اکسوس او اندوس د ناوو تر منځ  د استوګنو اريايي تپو او د ګندهارا د اوسيدونکو څخه  اوسنيو پښتنو ته په ميراث پاتی دی. د ګندهارا د اريايانو او د هند د شمال د اريايانو تر منځ فرهنګي اشتراکونه او د پښتو او سانسکريت د ژبنيو اصطلاحاتو تداخل ښيي چې د افغاني فلکلورونو او د هغې له جملې څخه د تاريخي او اجتماعي منځپانګې  د سرچينو د څيړلو او پيدا کولو له پاره د زاړه هندي فرهنګ په تيره د ويدي سرودونو ژوره معالعه او د پښتو سره د سانسکريت پرتله ييزه څيړنه يوازينۍ اړتيا ده. داسې يو کوښښ که پخپله د افغاني عالمانو له لوري سر ته ورسيږي، له يوې خوا به د افغاني فرهنګ په پيژندګلوی کې مرسته وکړي، له بل پلوه به د غربي ختيز پيژندونکو د څيړنو  موقعيت مطابقت سره چې په ختيزو څيړنو کې  تيروتنې کوي، څه نا څه مصون شي. که څه هم موږ د زړو اريايي ژبو او د خپل لرغوني تاريخ په ژغورنې او څيړنې کې د غربي پوهانو د زحمت او زيار منونکي يو خو دا حقيقت هم له پامه نه غورځوو چې هيڅوک په پردي کور کې د کور د خاوند په اندازه نه وي بلد. په همدې موخه  که د ځينو باندينو سياسي پوهانو هغه تمايلات چې په علمي پلټنو سيوری غوړوي، له نظره وغورځول هغوې يې له ختيزو هيوادونو سره د خپلو محيطي او رواني ځانګړتياوو د تبايون په وجه  زموږ د هيواد او سيمې د حقايقو په کشف او درک کې زموږ  تر عالمانو وړ نه دي. خو تر دې دمه د علمي  افغاني ماهرانو د لنډون په وجه د افغاني، هندي او فارسي اريايانو د ژبې، ادبياتو  او عمومي فرهنګ څيړنه او په تيره د هغه پرتله ييزه مطالعه زموږ د علمي او امکاني لوښي تر ضرفيت اوښتې ده. د کوشانيانو په باب د اتيايمو کلونو په يوه سيمينار کې د هندوستان د جواهر لال نهرو پوهنتون د يوه استاد رام  راهول سره  د پښتو د فلکلورونو په  باب په بحث واوښتم.  هغه دا نظر درلود چې بې د سانسکريت د عميق تحقيق نه او په هغې باندې  له ورود نه پرته دا ناممکنه ده چې د پښتو د فلکلوريکو سرچينو او همدا راز د پښتنو د اريايي اصالت  په باره کې هغسې چې وړ ده داسې تحقيقات دې وشي.  نو ضروري ده چې سانسکريت ته مراجعه وشي.
پوهاند صديق الله رښتين اروا دې ښاده وي، ليکي:
د اکسوس او اندلوس تر منځ پرته سيمه چې د کشمير او پامير څخه د هند تر سمندرګي پورې سور لري، د پښت د تپو  پيدا کيدو او د استوګنې ځمکه پاتې شوې ده. د دې تپې نور اريايي ورونه دوه درې زره کاله پخوا له دوی سره يو ځای اوسيدل. خو کله چې د دوې يوه برخه د اندلوس پورې غاړه د ختيز  پلو ته لاړل او بلې برخې يې د لويديز په لورې مخه وکړه. په دريو څانګو سره جلا شول. يعنې په ختيزې. لويديزې او مرکزي څانګې. د دوې ګډې ژبې هم د دريو جلا  ژبو   په توګه وده ومونده. يعنې په ختيز کې سانسکريت،  په لويديز کې  اويستا او  د دوې تر منځ پښتو رامنځ ته شوه. د دې عالم په نظر پښتو د هغو اريايانو ژبه ده،  چې د رګويدا په سرودونو کې د پګهت په نامه ياده شوې ده.  رښتين صاحب د پښتو لنډيو  د تاريخي پيژندګلوی په  باره کې عقيده لري، چې د سانسکريت سرودونه هغه دي چې  په څلورګونو ويدونو کې ثبت شوي دي. کوم سرودونه چې تر هغو وړاندې ويل شوي دي په هغو سرودونو کې شامل دي چې اوس له لاسه وتلي دي. دپښتو سرودونه هم په دوو برخو ويشل کيږي. ليکل شوي سرودونه او شفاهي سرودونه.  د دغو له منځه لنډۍ په شفاهي سرود پورې اړه لري او د تير و زمانو څخه په موږ پورې سينه په سينه رارسيدلي دي. پروفيسر محمد نواز طاهر د پيښور د پښتو اکاډمۍ پخوانی ريس په دې عقيده دی چې پښتو لنډۍ د اويستاله ګاټونو سره چې يو راز مناجاتي سرودونه دي، تاريخي قرابت لري. دی د نورو محقيقانو په حواله ليکي چې ګاټونه او رګويدا له لنډيو سره ورته والی لري.  دی وايي چې تر کومه ځايه چې لنډۍ له ګاټونو سره په يوه ماحول کې پالل شوي دي، بعيده نه ده چې د ګاټونو ژبه له هغې لرغونې پښتو سره شباهت ولري، کومه چې شپنو  او د ګلو خاوندانو په لنډيو کې استعمالوله. 
زما په نظر که څه هم دغه دوه عالمان  حقيقت ته نيږدې شوي دي، خو ورسيدلې نه دي. د دې خبرې مانا دا ده چې دغې دوو  د مغربي محقيقانو نظريات او اټکلونه په دې باره کې منلي خو پخپله يې څيړنه او ازموينه نه ده کړې. د دوی  نقلونه او څرګندونې نقلي ماهيت لري. او له هغو طالبعلمانو سره مرسته نه شي کولای چې د څيړنې د علمي ميتودولوژۍ  او فاکټونو په اساس مشخصو نتيجو ته رسيدل غواړي. د پښتو فلکلورونو د څيړنې له پاره د پښتو اويستا او سانسکريت په باره کې  چې د هند اروپايي ژبو چې د يوې کورنۍ خويندې دي،   د مقايسوي ژبپوهنې په اساس  يو څه څيړنه په کار ده. او تر دې هاغه خوا د لنډيو د هغو منسوخو شويو ټولنيزو عنعنو څيړنه په کار ده چې په لنډيو کې د تيرو تاريخي، فرهنګي  بهيرونو په وچ شوي خړوب کې د پوسيلونو په توګه موجود دي. لکه د (ستي) کلمه او د هغې پراخ مفهوم. ستي چې په سانسکريت کې د محترمې، پاکې لمنې، سپيڅلې او هغې ښځې له پاره کارول کيږي، چې ځان د خپل  مړ خاووند سره يو ځای سوزوي. ستي د سون په مانا په لنډيو کې په سلهاوو ځلې کارول شوې ده. د ستي په څير داسې نورې کلمې هم شته چې د خويندو ژبو د انشعاب د زيات قدامت با وجود د هغوی د پاتې شويو مشترکو اړيکو د کشف او څيړنو په دندو کې کارول کيدای شي. او موږ د لنډيو په باب د اټکلونو پر ځای علمي پلټنو ته ورتيروي. د ساري په توګه د سانسکريت د (ديس ) کلمه  د هيواد په مانااو د ګر کلمه د غر په مانا په پښتو کې کټ مټ د سانسکريت په توګه کارول کيږي. او هماغه مانا ورکوي. د ديس کلمه په پرديس کې  د وطن په مانا او د ګر کلمه غين ته د ګ د بدلون او ز ته د س  ر اوښتون له کبله  په ګرديس يعنې د غرونو په وطن کې   چې په ګرديس کې ځان ښکاروي څرګنده ده. چونغر د چينو غر  او غرجستان د غرونو سيمه. په دواړو ژبو کې په يوه مانا کارول شوي دي. په سانسکريت کې د هماليه غرونو ته ګراج هم ويلای شوې دي. چې مانا يې د غرونو پاچا ده. په دې ترکيبي نوم کې د ګر مانا هم هماغه ده چې د افغانستان کې په  زړې فارسي او زړې  پښتو کې مستعمله ده. او اوس هم لکه د ګرديز او ځينو نورو نومونو په په تانيسته کې ځان ښيي. د غره په نامه غين ته د ګاف د بليدو په وجه د ګرچه، ګرستان، چونګر کلمې  چونغر ته اوښتي دي. په سانسکريت کې بنګال ته انګديس ويل شوي دي. چې اوس سين ته د شين په په استبدال او د بنګال په اضافه کولو بنګله ديس شوی دی. په هند کې د اتراپرديش او د افغانستان په کندهار کې د ديشو نومونه د همدې ريښې څخه اخيستل شوي دي. د سانسکريت په لرغونې  حماسه ( راماين ) کې  د ګندهاروا ديس په نامه يو داسې وطن يادوي  چې په هغه کې ګندرواهانو ژوند کاوو. دا هماغه سيمه چې د ننګرهار د ناوې په شمول د پيښور ناوه تر سوات پورې رانيسي. په دې نامه کې د ديس کلمه په هماغه لرغونې بڼه پاتې شوې ده. د زياتو مالوماتو له پاره زما هغې مقالې ته مراجعه وکړئ چې د لنډيو په ژبه مې ليکلې ده.
په لنډيو کې د تاريخي ريښو  او  رابطود پلټلو اوپيدا کولو تر ټولو لنډه او ګټوره لاره دا ده چې خپله په لنډيو کې څيړنه ژوره شي. د دغو اصطلاحاتو علمي پلټنه لکه ستانه، انغری، سپيلنی، ګودر، جرګه، هوډ او نور چې په لنډيو کې لا د زړو اجتماعي انستوتونو د پاتې شويو سمبولونو په توګه کارول کيږي، د لنډيو د تاريخي او فرهنګي  پرژندګلوۍ سره ډېره مرسته کولای شي. دا مصطلاحات هغه پلونه دي چې  موږ ته امکان راکوي په هغه  رول چې زمان زموږ او زموږ د اجدادو تر منځ راښکلی دی، تير شو او د لنډيو سرچينو ته په رسيدو کې ګټه ترې واخلو.  د لنډۍ يو بل خصوصيت د هغه غاړه ييز فطرت دی. چې ډېرې ستونزې د لسګونو غاړو او ميلوډي ګانو په قالب کې کيني او د ساز او اواز  هنرمندانو ته امکان ورکوي  چې د بيلابيلو غاړو هستوونکو سرکو سره  د هغوو د ترکيب کولو له لارې غږونه هسک کاندي. او دا د لنډيو جاوداني خصوصيت دی. د لنډۍ دغه فطرت د انسان د ژورو غمونو او سر اخيستو خوښيو او ارماني خوندونو د هغې ورکې بيان دی کوم چې انسان په خپل جبلت کې په هغه اخته شوی دی. يعنې هغه روحي  ګرفتارۍ چې په الفاظو کې د بيان  وړ  نه دي او ژبه لا تر اوسه د هغه د تصويرولو صلاحيت نه لري، په صوتي سندريزو غاړو کې بيا پيدا کوي. او په همدې توګه لنډۍ پخوا تر دې چې د شعر په توګه  زيات مقبوليت ولري، د غاړو  او غږونو  په توزه د خلکو په زړونو کې زيات مقبوليت لري. فاروق افندي د افغانستان ترک اصله موسيقي پيژندونکی  متقد و چې زموږ د سيمې په جغرافيوي قلمرو کې  هيڅ فلکلوريک شعر او ترانه د لنډيو غوندې د غاړو د پاللو تغزلي غنا او د خپلې د رښتيندويه  او هيجان هستونکي ژبې له پلوه  دومره اوچت اولوت ځای نه لري. کله چې زه د لومړي ځل له پاره د لنډۍ د دې غږنۍ ځانګړتيا سره اشنا شوم  او هغه مې د سيمې د ورته فلکلوري آثارو سره مقاسه کړه،  زه يې دې فناعت ته ورسول چې لنډۍ په واقعي مانا د خلکو د هستونو او نبوغ يو شهکار دی. دغه دوه پوړيز جادوګر اوازونه چې د هر پښتانه په ژبه جاري دي، او بې اختياره د هغه په مرۍ کې په سندريزو غاړو بدليږي، د انسان د عواطفو، درونو، ستونزو، انګيرنو، دقيقه درجه بندي کړې ده. او سړی د خپل حقيقت د بربنډولو ميدان ته راکاږي. دغه د لنډيو د تاريخي ريښې او د لنډيو پيژندګلوی.  لومړۍ برخه وه چې خلاصه شوه.
په لنډۍ کې د ښځې تصوير
لنډۍ په رښتيا سره د پښتني ښځې شعر دی. ښځې يوازې په لنډيو کې خپل واقيعت څرګندوي. هينداره ښځه ښيي، خو په ظاهري بڼه او سينګار کې. نقاش نقاش او سيکه توږونکی ښځه تصويروي او توږي خود موادو او رنګونو له ترکيب څخه. او هغسې چې ته يې غواړې. نه هغسې چې دا ښځه پخپله ده يعنې له روح او احساس سره. شاعر ښځه ستايي خو ايډيال ښځه. داسې ښځه چې د خيال په بلوري ماڼيو کې د پاشلو څڼو تر معطر چتر لاندې د سرو شرابو شيشه په لاس  پرانيستې ګريوان د ده راتلو ته سترګې په لار ده. لکه د دري ژبې ستر غزلبول حافظ شيرازي چې وايي:
زلف اشفته و خوی کرده و خندان لب و مست
پيرهن چاک و غزلخوان و صراحی در دست
د ښځې دا ننداره ينه د شاعر دجنسي غريضې د طبعي  احساس نتيجه ده چې  د ده د هنري نبوغ په وږي احساس  کې پالل شوې ده. د ښځې ښکلا، ليوالتيا او ليونۍ مينه درواغ نه ده. او د هغې د جلوو او کرشمو انځورول او ستاينه د هنري انځورګرانو، هنرمندانو د تل پاتې شهکارونو د هستولو اساسي منځپانګه ده. خو ښځمنتوب او د نارينه له پاره د هغې جنسي جاذبيت د ښځې د اصلي څرخ يو اړخ دی. ښځه په خپل شعر يعنې لنډيو کې خپل واقعيت څرګندوي. لنډۍ د پښتني ښځې هغه اعجاز لرونکې هينداره ده چې د پښتانه په ټول تاريخ کې د هغې د ظاهر او باطن ، شعور او لاشعور بشپړ تصوير وړاندې کوي. ځکه چې ښځه خپله د هغې د د هستيدو، نقش و نګار  او نندارينه کې خضور لري. د لنډيو د ځانګړنو څخه داسې اټکل کيږي چې د ډېرو لنډو شعري سپرغيو د تاريخ د ډېرو بدلونونو باوجود په خپل اوږده مسير کې د لرغونو فرهنګونو د پرله پسې څپو هغه پاتې شونې چې په لنډ مهال کې ترسد نه کوي، لا تر اوسه په ځان کې ساتلي دي. له همدغه کبله دغه لنډکي فلکلوري شعرونه د پښتنو د ټولنيزو روابطو او فرهنګ د څيړلو له پاره هغه عميق ارزښت لري.  کوم چې پوسيلونه يې د ژوند د تاريخ د مطالعې له پاره لري. لنډۍ د ښځو د ځانګړي شعر په توګه د پښتنې ښځې د دريځ  چيړنه او پلټنه کې بې ساري او موثق مدرک دی. ښځه په دې روښانه کړکی کې د خپل تاريخي وضيعت او اوسني اجتماعي موقف بشپړ رښتينی تصوير وړاندې کوي. که څه هم لنډۍ تلپاتې  پديده نه ده او قانونمند تولد مرګ او ژوند لري. خو يوځايي او ډله ييز زوال نه مومي. يوه يوه په تدريجي توګه د يوې قانونمندې قاعدې له مخې  رژيږي او ځای يې نوي افوات نيسي. ليکن په هغوی کې دا فلکلوري ځانګړنه خورا پياوړې ده چې د هغوی مخکيني نسلونه، لکه د ژيوو او نباتاتو په څير خپلو وروستنيو ته د اجدادو عمده خصوصيات نقلوي او له مبدا سره اړيکې نه پرې کوي. د همدې ځانګړنې په وجه لنډۍ د يوه باوري څرک او مدرک په توګه د لرغوني تاريخ او د پښتنو د پخوانيو  اجتماعي مناسباتو په پلټنه کې  اغيزمنه مرسته کولای شي. په لنډيو کې ښځه تر نارينه زيات غبرګون لري، ځکه خو د ښځې د تاريخي وضعيت د څرنګوالي د څيړنې له پاره چې د ځانګړو تاريخي عوارضو له کبله له نظره غورځول شوې ده خاص اهميت لري. د ټولنې دويم نابرابر دريځ ته د ښځو د پوهولو تاريخي عوامل هر څه وي، خو د هغه ټولنيز  پای يعنې د نارينه په مقابل کې د ښځې تابع دريځ مشخص او روښانه دی.  په دې ټولنيز دريځ کې ډېر څه او د دې جملې څخه د طبعي انتخاب او فطري غوښتنود اظهار او د بيان آزادي  حتی د نارينه د تيري او تادا پر ضد د اعتراض حق له لاسه ورکړی دی. ښځو ته په مذهي مشرتابه او اقتصادي ډګر کې  د فعاليت مناسب ميدان او امکان نه شته. د هغې ديني ارشاد نه منل کيږي. او د فرهنګي بهير په اساسي برخو کې لکه شعر، نقاشي، معماري او ځينې نور ې سيمې مخصوصه ونډه نه لري. خو افغاني ښځې په مجموعو کې او پښتنې ښځې  په ځانګړې توګه د ځان ، ټولنې او ژوند په باره کې  په تيره د خپل ژوند د نا انډول ملګري نارينه  په باره کې خپلې خاصې طريقې او وسيلې پيدا کړي دي. د دغو وسيلو په منځ کې نقلونه، فلکلوري نظمونه، متلونه او د عاميانه فرهنګ فلکلوري برخې ټول ادبي ژانرونه د ياديدو وړ دي. خو لنډۍ د دغې ژانرونو هغه شتمنه او د عواطفو له شور څخه ډکه برخه ده چې ښځې يې  تر هر شي زيات استعمالوي. پښتنه ښځه په خپل ټول واقيعت سره په لنډيو کې نارې وهي او ټول انسانيت، حتی لمر، باد باران، غرونه  او هر څه  چې د هغې مخې ته راځي په خطاب کې راولي. د خپلې دنيا، د هغې  غمونو دردونو او ښکلاوو سره يې اشنا کوي. په دې توګه پښتنې ښځې هغه ناموسي پګل چې نارينه د ښځې په تغزل لګولای دی، د شفاهي ادب پر ټول قلمرو خصوصاً په لنډيو کې مات کړی دی. او د تغزل د شوره داسې ډکه ماڼۍ يې ودانې کړې دي چې په هيڅ ليکلي غنايي شعر کې د هغې د يرغليزې جاذبې زور او شور نه شته. لنډۍ نه يوازې د پښتنې ښځې، بلکې د افغانستان  د ټولو ښځمنو جنس له لوري  چې د خپل هنري نبوغ د ځلولو د حق څخه محرومه شوې ده، د آزادۍ له پاره د مبارزې چلنج دی.  ښځې په خپل ټولې ښکلا د خپل بشپړ ليوالتيا او د جنسي تبعيض د ټول درد او حسرت سره  په لنډۍ کې علول کړی او هغه يې په خپله وينه او مينه کې رنګولې ده. دې رنځونو ژبه ورکړې ده. د عاطفې د جلال او جمال په بټۍ کې يې پخه کړې او د نارينه په رښتيندويه انځورونو کې يې د برهان قاطعې په توګه کارولې ده.
زه په دې خاطر له تاسې ډېره عفوه غواړم چې  خپلې خبرې راټولوم. ځکه چې تاسې به هم له ليرو ځايونو څخه راغلي ياست. په ښار کې نظم هم سم نه دی او موټرې هم  پس له ماښامه نه وي. خو زما له تاسې ټولو دا هيله ده چې د لنډيو د راټولو او د هغې د تصنيفولو په چارو کې مرسته وکړئ. دغه لنډۍ چې موږ او تاسې يې د پښتو ټولنې په ټولګو کې ګورو او يا هم په پيښور کې د لنډيو چاپ شوي کتابونه، دا علمي بيناد نه لري. زه ډېر افسوس کوم  چې زما په لاس کې داسې مشخص وخت نه شته چې سبا په غرب کې، په روسيه کې، په امريکه کې او يا هم په جاپان  کې يې څوک ولولي او زه ريفرنس ورکړم چې ما دا لنډۍ له هغه ځايه اخيستي او دا يې ومني. هغه شک کوي  چې  شايد دا لنډۍ به ما پخپله جوړې کړي وي. شايد دا لنډۍ اسالت ونه لري. ممکن دا لنډۍ اوس زيږيدلي وي او تاسې پرې د اريايانو د وخت ټاپه لګوئ.
يو سړی  د چې ارنولډسن په نوم ياديده، چې هغه په پيښور کې په لنډيو باندې کار کړی و او يوه کوچنۍ رساله يې پرې هم خپره کړې وه.   زه فکر کوم چې هغه لنډۍ پيژندلې وې. هغه په يوه لنډۍ حکم کړی دی چې دا لنډۍ د هغه وخت لنډۍ ده چې جونو به د سوات د غرونو ته د سوما د ګلونو له د راټولولو له پاره تللې. خو دا لنډۍ بيا ما وروسته د يوه افغان دوست په  خپاره شوي کليکسيون کې وليده چې ده د خپلو لنډيو په نامه باندې چاپ کړې وه.  دا کتاب د انولډسن له کتاب نه شل کاله وروسته چاپ شوی دی. ما هغه سړي ته وليکل چې دا څه فاجعه کوئ؟ بل شعر نه شته چې تاسې لنډۍ ليکئ؟ دا لنډۍ ولې جوټه کوئ؟ او ته ولې دې لنډۍ ته خپله لنډۍ وايې؟ دا خو انولډسن په خپل کتاب کې شل کاله مخکې ليکلې ده او که هغه اوس په لنډيو څيړنه کوله او ستا کتاب لاس ته ورغلی و، هغه به څه فکر کاوه. هغه به ضرور متردد و او له ځانه سره به يې ويل چې دا څه حال دی.

نو ويلی شو چې لنډۍ ډېر  لوی بحث دی چې څرنګه کولای شي چې له تاريخ سره مرسته وکړي، له انسان پيژندنې سره مرسته وکړي، له علمو سره او له سوسالوژې سره مرسته وکړي. زه د ټولو پښتنو شاعرانو او ليکوالو څخه هيله کوم چې د لنډۍ په ليکلو دې خپل وخت نه ضايع کوي، ځکه چې نوی جوړې شوې لنډۍ اصيلي لنډۍ بې پته کوي. او بې اعتباره کوي يې.
زه د علومو اکاډمۍ او نورو پښتو نهادونو څخه دا هيله لرم چې ولاياتو ته د اصيلو لنډيو د راټولو له پاره ټيمونه وليږي. د لنډيو شرايط بيخي معين دي. هغه سړی چې ده ته دا لنډۍ ورکوي، دا يې بايد په کسټ کې هم ثبت کړي. په ليکلې بڼه يې يې ثبت کړي.، د هغه سړي نوم، د پلار نوم، د هغه عمر، سيمه او د لنډيو د ثبت وضعه . دا ټول بايد وليکل شي چې دا ټول بيا د اکاډيميو مخزنونو ته رسول کيږي  چې بيا د مختلفو علومو له پاره ترې کار اخيستل کيږي چې دا لنډۍ بيا په علمي کچه د اعتبار وړ کيدای شي. ستاسې د پاملرنې څخه ډېره مننه چې ما بيچاره ته مو تر ډېره غوږ ونيو. زه يوه هيله لرم چې راځئ چې په ګډه کار وکړو او دا د پښتو ارغلې تود کړو.
ګرانو مشرانو، همزولو او کشرانو! زه له يو شي نه ډير  تشويش لرم . په دې افغانستان کې په فرهنګي ساحه کې هيڅکله داسې وضعه نه وه لکه دا نن چې يې موږ او تاسې وينو. زه د يوه سپين ږيري په حيث له بحث نه وتلې يو دوه درې کليمې تاسې ته عرض کوم. او دا خپله وظيفه بولم. هغه دا چې د فارسي او پښتو جنګ زموږ جنګ نه دی.  دا دښمن زموږ هيواد ته راننه ايستی دی. دا دواړه زموږ ژبې دي. دري زموږ ژبه ده. دا فارسي د عربو په وخت کې په ايران کې مړه شوې وه. همدې خراسانيانو چې اوسنی نوم افغانستان دی بيرته يې ايرانيانو ته ورزده کړه. يعنې دغه هيواد چې اوس ځان ته ايران وايي او اصلي نوم فارس دی، دا نوم تقريباً په ١٩٣٥م کې له موږ نه ايرانيانو غلا کړ. او زموږ د هغه وخت حاکمانو چې ډېر بې غيرته خلک وو، دا کوشش يې ونه کړ چې هغوی ته ووايي چې دا يو مشترک نوم دی، دا نوم تاسې په ځان مه ږدئ او ځان ته بل نوم پيدا کړئ. اوس زموږ ټول افتخارات د ايران په نامه باندې ثبتيږي. (حکيم سنايي شاعر بزرګ ايران ) کله چې دا کتاب ما وليد دومره غوسه راغله چې کتاب مې راپورته کړ او په ديوال مې وويشتو. دا ښې خبرې نه دي موږ نه خوشحاله کوي. موږ هم يو ملت يو، موږ هم حيثيت لرو. موږ هم فرهنګ لرو. زموږ د بلخ تاريخ او د پښتو او دري ژبو تاريخ ډېر لرغونې دی تر هغه تاريخه چې په غربي ايران يعنې فارس کې يې خلک د فارسي ژبې له پاره پيشنهادوي.