Baz blog

د مجبورۍ شپې/ عابد

12.10.2008 14:00

له څه مودې راهيسې زه په خپل بلاګ کې د دې له وجې د تبصرو خونه بنده ساتم چې ډېر هغه ياران چې په خپلو خبرو يې باور نه وي نو په مستعار نوم  ليکنې کوې، ځينې خو يې داسې بې خونده خبرې ليکي چې د لوستونکو په ايمان اور بلوي. کابو يوه اونۍ مخکې ما دا نظم په بلاګ کې په کرښه کړی، تيره ورځ راته په بهير کې ډېرو يارانو ويلې چې موږ هم ستا غوندې مسافر يو او ستونزې مو سره ګډې دي. په دې نظم دې د تبصرو خونه بيرته پريږده چې موږ درسره هم دا غم وژاړو، دا دی د هغو دوستانو په هيله نن په دې نظم د تبصرو خونه هم خلاصه پريږدم.
ستاسې ورور او خدمتګار بازمحمد عابد

د مجبورۍ شپې
مورې دعا کوه يوازې يمه
مسافرۍ مې زنده ګي وخوړه
له تانه لرې له بچو نه لرې
دې تنهايۍ مې زنده ګي وخوړه

اوس هم چې تا ته څو خبرې ليکم
مورجانې! سخت تبې نيولی يمه
له کومې ورځې چې له کوره راتلم
له هغې وخت تبې نيولی يمه

د کوټې چت راته بلا ښکاره شي
د پرديسۍ کوټه کې ګوښی يمه
چای او بوره مې دواړه خلاص دي مورې
بس د نيستۍ کوټه کې ګوښی يمه

زما ملګري چې اختر ته تللي
هغوی تر اوسه لا راغلي نه دي
هغوی خانان دي ډېرې شپې تيروي
هغوی زما غوندې داغلي نه دي

اوس خو هوا ښه ده د مني سر دی
د ژمي شپو ته فکر وړی يمه
بيا به پناه د چا درګاه ته وروړم
هغو شېبو ته فکر وړی يمه

د بيګانه وو په څير ژوند تيروم
دې وطنوالوته پردی ښکاريږم
هر څوک د شک په نظر ګوري راته
هر کابلي ته پيښوری  ښکاريږم

مورې! له تا لرې له کوره لرې
زما بچو باندې ډېر پام کوه
منم هغوی به بې سري کوي خو
ته ورسره خير دی ناکام کوه

د رويا لاس دې لږ راوغځوه
ستړې اروا ته مې سکون راکړه
لکه د مړي ساه ختلی يمه
ماته ارام ماته ژوندون راکړه

د ١٤٢٩ کال د کوچني اختر پنځمه شپه
د کابل منډيي، سرای زرداد

عبدالخلیل حیدرې 17.10.2012 14:03

سلامونه عابد صاحب
ستا سو ټولې لیکنې د خلکو دزړه آوازونه دی
دنورو بریا وو په هیله

مننه ګران حیدري صیب. الله مو اباد لره
عابد

روئيد همت 20.02.2011 11:47

سلامونه عابد صېب!
زه هم ستاسې په څېر د مسافرۍ بدرنګې شپې او ورځې تېروم.
د نظم په لوستلو باندې مې په سترګو کې د اوښکو ډنډ جوړشو خو کوښښ مې وکړ تر څو لارې ونه کړي ولې چې دفتر کې راسره نور همکاران هم ناست دي او بيا راڅخه هر يو د سبب پوښتنه کوي, په هره توګه.
کله مې چې دفتر کې زړه راتنګ شي نو ژر ستاسې بلاګ ته مخه وکړم او يو څو شېبې راباندې بيا ښکلې تېرې شي که دا هم درته ووايم چې په دوه ورځو کې مې تقريباً د نيم څخه زيات لوستی نو بده مې نه وي ويلي د دې نظم د لوستلو څخه وروسته مې تاسې ته دوه درې وارې زنګ وواهۀ خو ځواب مو را نکړ دا هم کېدای شي چې د ګرځنده(موبايل) پر مخ مو زما نمبر نه وي راغلی ځکه چې دا نمبر پټ وي او د بل چا په ګرځنده(موبايل) نه ښکاري نو دا دی تاسې ته خپل نمبر درلېږم هيله ده چې يو زنګ راباندې خرچه وکړې

په ټوله پښتني مينه
ورور مو

روئيد همت

0785603096
roeed_himat@yahoo.com

همت وروره، زما سلامونه هم ومنه، زما نظم چې تاسې او ستاسې په څیر نورو دوستانو خوښ ګړی دی، د دې وجه دا ده چې زموږ او ستاسې نفسیات سره ورته دي، مشکل مو یو دی، هر یو په دې ناوړه حالاتو کې د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د عفت ساتلو او ژوندي پاتیدلو په خاطر له خپلو کورونو وټی او په داسې ځایونو ننوتي  چې هلته د ځان او قوم په وړاندې سازشونه ویڼي خو مجبوریتونو یې د برداشت قوه زیاته کړې وي، نو په داسې حالاتو کې په خپل کور  د پردیتوب احساس کوي.
نو ګرانه وروره، که درته ووایم چې ما د دغسې حالاتو د ستم له وجې دا نظم لیکلی دی. او پټه دې نه وي چې په ژړیدلي حالت کې  مې لیکلی  او  دا اوس چې  په خپله کوټه  کې  ناست یم او ستا لیک ځواپوم له حویلۍ نه مې د خوږې مورجانې غږ راځي چې له خپلې ننګور سره په خبرو لګیاده، نو  ستا د لیک  په لوستو زما سترګې راډکې شوې او ډیرې دردونکی صحنې یې راته مخې ته کیښودې . یوه ورځ د سګریتو کراچۍ ته وړاندې شوم ما لا په خبرو خوله نه  وه راپرانیستې چې یوه ښایستوکي کابلی زلمي چې دوکاندار و راته یې کړه چې:

کیا چیز چاهتا هی؟ هسې خو په ما په سلګونو خلکو دا شک کړی چې زه دې پنجابی یم  خو دا زلمی دې خیر یوسې کله چې ما د دې نظم دا لاندې بند لیکه چې

د بیګانه وو په څیر ژوند تیروم
دې وطنوالو ته پردی ښکاریږم
هر څوک د شک په نظر ګوري راته
هر کابلي ته پیښوری ښکاریږم
نو دا زلمی مې سترګو ته نیغ ودریده، په هر حال زه د تیرو څلورو میاشتو څخه په پیښور کې یم. ستا نمبر نوټ کړ. څه وخت درته فون هم کوم او زه درته د خپل نمبر او د سکایپ پته په ایمیل درلیږم.
له دې نه مننه چې زما بلاګ دې تر ډیره لوستی دی.

ورور دې بازمحمد عابد

محمدولی حیران کامه وال 29.01.2011 20:38

سلام عابد صیب څومره ښکلی نظم دی لیکلی زه دی ډیر هیجانی کړم ته یقین وکړه چی نږدی وو چی دسترګو می اوښکی لاړی شی خو ځان می کلک کړخپله ګرانه او قدردانه او زړه سوانده او په ما مهرابانه مور می سترګوته راغله کله چی زه دکوره راوتمه او دالله په مانی می اخسیته نو مچی یی کړم د سترګو یی اوښکی روانی وی خبری یی نه شوی کولی خدای شته زما سترګی هم داوښکو ډکی شوی خبری می نه کولی ولی چی زړه می ډک وو بل خوا می خپل واړه بچی ولیدل چی دواړه لاسونه یی په سر یښیوو زما په لوریی کتل نو هغوی ته می هم زړه بد شو کله چی بیا طیاره کی کیناستو زنګ راغی او مور می وه وویل زویه په خدای می سپارلی یی او خبری بندی شوی دا هم یو ساعت وو تیر شو
زما درد ونو کړ ا و نو ته دوا مور جانې
راته پنځه وخته لمانځه کې کړې دعا مور جانې
زه دې د ډیرو احسا نو نو پوره وړی یمه
خدای دې ژوندۍ راته لره په دې دنیا مور جانې
ماته دې ژوند او خوشالي څومره په ویاړ را کړې
مهرباني دې څومره ډیره ده په ما مور جانې
زه چې ماشوم وم راته یاددي چې مریض به شومه
زما د هر فریاد سره وه ستا ژړا مور جانې
په ډیرنازونواوخوښۍ به دې روزلمه زه نه پوهیدم
هروخت دې کړه راته په ورین تندي خندامورجانې
دا خو رښتیا ده چې جنت د مور د پښولاندې دی
زه ښکلوومه ستادپښو ګرد په رضا مور مورجانې
تل یې نصیحت را ته کو لو د نیکۍ په لورې
ډیره ښکلا وه ستا خبرو کې رښتیا مور جانې
ستا په روزنه کې زه څومره لوړ مقام ته لاړم
بخښنه ډیره کو ه ما کړې خطا مور جا نې
زه (حیران) که ترې هر څومره ځان قربان کړ م
حق دې گران دی راته عفوه کړه زما مور جانې
محمدولی حیران کامه وال له تهرانه
دغه شعر ددی لپاره درلیږم چی دمور په باره کی ده ماته معلومات چی ستا ویب خاص ستا دشعرونو لپاره او لیکنو ته مختص دی

عبیدالله ناصري 06.07.2010 14:31

سلام !
مننه عابد صاحب ډیره ښکلی نظم وو ستا ټول شعرونه نظمونه کیسی داسي نور مطالب همیشه لولم او خوند تری آخلم
دغه ښکلي نظم ستا پراجازه په خپل وبلاک کی نشرکوم الله وکړي چی پری خفه نشي مننه

www.obaidnasery.blogfa.com

manana wrora khoshala osy ma sta blogfa waleda deer kha matalib de pa ke ratol kare de khad aw abad oosy
wror de abid

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.