Baz blog

په ميدان وردګو کې د سولې مشاعره

28.10.2008 09:47
له سږنۍ روژې نه پوره دوه اونۍ د مخه د ميدان وردګو والي او فرهنګي شخصيت ښاغلي حليم فدايي د بهير غونډې ته تشريف راوړ اود هيواد د مختلفو ولاياتو شاعرانو ته چې په کابل کې ميشت دي بلنه ورکړه چې د سولې په نوم يوه مشاعره به د ميدان وردګو په ولايت کې ستاسې په مرسته جوړوي. کابل ميشتو شاعرانو د والي صاحب بلنه په ورينو تنديو ومنله خو ډېر ژر  د روژې مبارکه مياشت راغله او دا خبره  سړه غوندې شوه. زه چې د اختر له رخصتيو نه راوګرځيدم نو په ړومبۍ هفته کې د حفيظ الله غښتلي واده و چې د ډېرو يارانو په شمول ما هم په کې ګډون کړی و. هلته د ميدان وردګو والي صاحب هم راغلی و. ماته محبوب الله محبوب وويل چې والي صاحب دې پوښتنه کوي او د کړې ژمنې په اساس غواړي چې موږ او تاسې ميدان وردګو ته وبلي.  له ما يې ستا د موبايل نمبر واخيست.
هلته خو مې د والي صاحب سره ليده کاته ونه شول، خو په سبايې تيلفون راته وکړ. ويل يې چې زه کوښښ کوم چې نن بهير ته درشم او که وخت مې پيدا نه کړ، نو ته به په بهير کې زما لخوا اعلان وکړې چې راتلونکې جمعې ته به که د خدای رضا وه په ميدان وردګو ولايت کې مشاعره کوو.
زه چې بهير ته ورغلم د تل په څير اويا اتيا کسان په کې راټول وو.  ټولو سره مې په مصافحه د تير اختر مبارکي وکړه. استاد غضنفر ته چې ورغاړې وتم نو ويې ويل :  ياره عابده نه پوهيږم چې تا کې څه کمال دی خو چې و دې ګورم دا زړه مې يو قسم ډاډه غوندې شي.
 ما ورته وويل چې زه هم ستا په ليدو ډاډه کيږم خو زه ستا په کمال پوهيږم. هغه وويل چې په ما کې څه کمال وينې؟ ما ويل چې ته عالم سړی يې. زما د دې خبرې سره موږ په ډکو خولو سره وخندل.
غونډه پيل شوه. کله چې مصطفی باور د تيرې غونډې ريپورټ ولوست، نو ما په ريپورټ د خبرو کولو پر وخت کې د والي صاحب غوښتنه  تکرارکړه . په دې وخت کې راته فون راغی. د فون په کيسه کې نه شوم. د غونډې له منځ څخه يو ودرګی ځوان راپورته شو ويې ويل چې په ولايت کې خو څه خبره نه شته خو کله کله په لاره امنيتي ستونزې وي. د دې خبرې سره ياران  غلي غوندې شول او موږ داسې پريکړه سره وکړه چې له والي صاحب نه به معذرت وغواړو. زه لا د ستيج نه  وم راکيوتی چې والي صاحب غونډې ته تشريف راوړ. له ښه راغلاست وروسته مې ورته ويل چې ما خو همدا اوس ستاسې بلنه يو ځل بيا تکرارکړه چې يو وردګي ځوان د امنيتي ستونزو مسله راپورته کړه. والي صاحب ستيج ته راغی  د خپلو خبرو په دوران کې يې يارانو ته ډاډ ورکړو او ياران دې ته حاضر شول چې راتلونکې جمعه به ميدان وردګو ته ورځي.
د والي صاحب له خبرو وروسته استاد اسدالله غضنفر ستيج ته راغی او ويې ويل:
تير کال د پکتيکا والي اکرام خپلواک بهير ته راغی او د ماشومانو له پاره د کتابونو د خپرولو په موخه  يې شل زره ډالر مرسته اعلان کړه چې موږ ورته د مصور خپرندويه بنسټ په نوم يوه ټولنه جوړه کړه چې تر اوسه مو اته کتابونه د دې بنسټ له لارې خپاره کړي دي، که والي صاحب هم دغسې مرسته وکړي نو موږ ټول به خوښ شوو ځکه چې دا د خير کار دی.
والي صاحب بيا ستيج ته ورغلو او ويې ويل: چې هره يوه نيمه مياشت پس زه يو کتاب چاپولو ته حاضر يم. چې په اول پړاو کې به دوه کتابونه چاپوم.
د والي صاحب دا ژمنه  د لاسونو په پړکا سره  بدرګه شوه.
تر دې وروسته د بهير له هغو يارانو د ټيلفون شميرې واخيستل شوې چې نوموړې مشاعرې ته د ورتګ نيت يې لاره.
 تر هغې چې د جمعې ورځ رارسيده خپله والي صاحب څو وارې راسره ټيلفوني اړيکې نيولې وې. او ما ورته د يارانو د ورتګ پوره ډاډ ورکړی و. ځينې يارانو سره  د امنيت د نيشتوالي اندېښنې هم وې، خو ما سره دا انديښنه وه چې دې څلويښت پنځوس کسانو شاعرانو چې د تګ له پاره خپل نومونه ثبت کړي دي، دا ټول به راشي او که نه؟
د چهارشنبې د ورځې ماښام و چې د والي صاحب مطبوعاتي وياند ادم خان سيرت ټيلفون راوکړ ويل چې د سولې مشاعرې له پاره مې بينرې تيارې کړي دي،  خو که دا راته وواياست چې څو تنه به له خيره راځئ؟
ورته ومې ويل چې انشاالله تر پنځوس کسانو پورې خو درځو. په دې دوران کې زه له کاروان صاحب سره وغږيدم چې هغه له تګ نه انکار وکړ او دليل يې دا و چې هيواد مل صاحب  سره د هرات سيمينار ته ځي او د سيمينار له پاره به د جمعې په ورځ يوه ليکنه کوي او تياري به نيسي. نثار صاحب او غضنفر صاحب هم د نفي ځواب راکړ. غضنفر صاحب وويل چې زه په دې ډاډه يم چې له ځوانو شاعرانو سره ته يې پام دې وي چې ته هم پاتې نه شې. ما ورته وويل چې زه به ضرور ورځم ته بې غمه شه. شرر ساپي ته مې ټيلفون وکړ ورته ومې ويل چې د شمشاد ټيم هم له ځان سره تيار کړه چې د وردګو مشاعرې ته به ځو.  او بله دا چې په خپل موټر کې ماته ځای پريږدي چې زه به له تاسې سره ځم. شرر صاحب هم راسره ومنله. خو د جمعې په ماښام راته شرر صاحب بيا فون وکړ، ويل يې چې ماسره هدايت ضيا هم دی، خو ځينې دوستان وايي چې هلته امنيتي وضعه ښه  نه ده. ما ورته ډاډ ورکړ ورته ومې ويل چې ځينې دوستان نه دي يو کس دی او هغه ماته هم ټيلفون کړی وخو ورته ومې ويل چې ځه که زه يې وژلی اوم نو يوه مرثيه به مې درباندې حق وي، هغه راته وليکه. شررصاحب ته مې ډاډ ورکړ ، ورته ومې ويل چې د ميدان وردګو د والي وياند ته مې ويلي دي چې له کومه ځايه د ميدانښار حدود پيليږي، بايد چې تاسې له هغه ځايه تر ولايته پورې  پوليس توظيف کړئ . سيرت صاحب راته وويل چې همداسې به وکړو بلکې د کابل دروازې سره به د ميدان وردګو د امنيې قوماندان د رنجير موټر سره ستاسې مخې ته ولاړ وي هغوی به ستاسې بدرګه کوي. د جمعې په شپه راته ظاهر اکبري د کابل پوهتنون محصل او زموږ بهيروال ټيلفون وکړ چې دوه کاشتر موټر مې نيولې دي، ډريوران هم بلد دي او تر دوه بجو پورې به موږ ته په وردګو کې ولاړ وي او بيا به مو تر کابله رارسوي. ما ورته وويل چې ډېر دې ښه کړي دي، پيسې به درته هملته له والي صاحب نه واخلم او ډريورانو ته به يې ورکړې. ظاهر اکبري دا هم ويل چې موږ سره په پوهنتون کې تر ديرشو کسانو پورې ځوانان دي، والي صاحب ته يې فون کړی و چې دوی به دلته بل موټر ځانونو ته ونيسي. خو والي صاحب ورته ويلي دي چې تاسې خپل پروګرام له عابد سره جوړ کړئ. ما ورته وی چې دوه موټره تا نيولي دي، يو بل هم محصيلونو ته ونيسو، ما سره دا انديښنه ده چې دا دوه موټره به هم په يارانو ډک شي او که تش به مو روان کړي وي؟  محصيلونو ته ووايه چې د يار موسسې ته پوره اته بجې ځانونه رارسوي، چې ټول په يوځای سره حرکت وکړو. ظاهر اکبري راسره ومنله.
د جمعې په  ورځ سهار وختي پاڅيدم او د تګ تابيا مې نيوله. په دې دوران کې د پنځه شپږ تنو يارانو ټيلفونونه راغلل او هر يو به ويل چې مشران خو اکثره د مزار غونډې ته تللي دي، هغه څوک چې کابل کې دي، هغوی هم زړه نا زړه دي، هسې نه چې ته هم ځان پټ نه کړې. ما ورته يوازې يوه خوله خندا کړې او ورته مې ويلي دي چې غم مه کوئ عابد لا دومره بې لوظه سړی نه دی.
اوه نيمې بجې به وې چې د يار موسسې مخې ته له يوه تونس موټر څخه ښکته شوم.  له مخې سره مې په دوه کاشترو سترګې ولګيدې چې په څلويښت متره سرک يو له بل پسې ولاړې وې. يو څه مې زړه ډاډه شو.
يار حويلۍ ته چې ننوتم نو د بهير د هال ترڅنګه کمزوري لمر ته شل پنځه ويشت ياران راټول وو. له يوې مخې سره مې ټولو سره په مصافحه روغبړ وکړ . قدير رسا ته مې وويل چې روکی جانه داسې وکړه چې له يوې مخې د ټولو يارانو نومونه درسره نوټ کړه. له هر يوه نه پوښتنه کوه چې شعر وايي او که نه. که ويلو يې په نښه کوه يې او که نه يې ويلو هم نوم يې ليکه ځکه چې موږ ته خپل شمير مالوم شي.
په دې وخت کې نافع همت راياد شو چې راته يې ويلي وو چې دی به هم له موږ سره ځي. ټيلفون مې ورته وکړ، زنګ ورتلو خو اوکی کولو يې نه. پوه شوم چې  دا هم د تګ  نه دی. له دې نه تير شوم او شرر صاحب ته مې فون وکړ. ويل يې چې  يو موټر مو را وايستلو هغه راته د دفتر په خوله کې خراب شو اوس دا دی بل موټر را اخلو او انشاالله شل مينټو کې در رسيږو. په دې دوران کې د قدير رسا ليست تر پنځوسو تنو اوښتی و.  ظاهر اکبري راته ويلې چې که خوښه مو وي حرکت به وکړو. اته بجې مو يارانو ته ويلي وو او اوس دا دی اته نيمې دي. خو ما ورته وويل چې پنځه مينټه نور هم صبر کوو. جلان ځاځی له خپلو يارانو سره راروان دی چې هغوی راورسيږي بيا حرکت کوو. شرر ته مې بيا فون وکړ، ويل يې قوه مرکز ته رارسيدلي يو. جلان دوی هم راورسيدل. اکبري صاحب ته مې وويل چې يارانو ته ووايه چې په موټرو کې ځای په ځای شي. هغوی چې څو موټرو ته ورختل شرر ساپی هم له خپل ټيم سره راورسيده، هدايت ضيا يې هم له ځان سره راخيستی و. له روغبړ نه وروسته مې ورته وويل چې تا خو بيګا انديښنه لرله چې امنيت سم نه دی، او اوس دې  د درې ورځو د واده زلمی هم له ځان سره را اخيستی دی. ضيا مې ورته ياداوه چې  درې شپې وړاندې يې موږ په واده کې ګډون کړی و. ضيا وويل چې ستا او له شرر نه زيات نه يم. په ګډه مو سره په ډکو خولو خندا وکړه او حرکت مو وکړ.
د ارغندي له چوک نه چې تير شوو، دلته پوليسو موټر ته لاس ورکړ. شرر صاحب د موټر په مخکې سيټ کې ناست و. له مخې سره يې ورته وويل چې د شمشاد تلويزيون  ټيم دی او د ميدان وردګو ولايت ته ځو. عسکر ماته راوکتل او پوښتنه يې  ترې وکړه چې دا ملګری مو د کوم ځای دی؟ هدايت ضيا پرې غږ کړ چې دا ميلمه دی له سرګودې نه راغلی دی. په موټر کې د خنداګانو غږونه پورته شول او حرکت مو وکړ.
د کابل له دروازې چې واوختو دلته بيا د ملي امنيت کسانو موټر ودراوه او پوښتنه يې وکړه چې : کجا ميرويد؟  ده ته  هم شرر صاحب ځواب ورکړ چې ولايت ته غوښتل شوي يو. دوی نور مزاحمت ونه کړ او په خپله مخه روان شوو. له همدې ځايه د سرک پر غاړو او غونډيو ځای ، ځای عسکر مالوميدل چې د لارې امنيت يې نيولی و. موږ د ميدانښار ښار ته نيږدې شوي وو چې د والي صاحب د وياند فون راغی ويل يې چې د پوليسو يو رنجير موټر مو درليږلی دی، ورسره يو ځای شوئ او که څنګه؟
ما ورته وويل چې موږ خو ښار ته راننوتي يو، البته نور ياران په دوه کاشترو کې راپسې دي. هغه ويل چې ډېره ښه خبره ده دلته  د اقامتګاه حويلۍ ته ځانونه راورسوئ موږ ستاسې انتظار کوو. تر هغې چې موږ اقامتګاه ته رسيدو، ما ظاهر اکبري ته فون وکړ او د پوليسو د رنجير سره د يوځای کيدو مې ورته وويل. هغه ويل چې د پوليسو موټر سره يو ځای شوي يو او دم ګړۍ ته دررسيږو.
د اقامتګاه مخې ته ګل اغا احمدي ولاړ و. هغه هم له موږ سره يوځای شو او اقامتګاه ته ننوتو. هلته د والي صاحب په شمول زموږ مخې ته د هغه سکرتر ذکي لودين، وياند آدم خان سيرت، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حکمت الله نوري، د مهاجرينو د چارو رييس فيضي ځدران او نور چارواکي هم ولاړ وو. له روغبړ وروسته د يوه ميز تر شاه کيناستو او د غونډې د اجنډا په جوړولو مو خبرې وکړې. په دې خاطر چې ځان د مشاعرې له وياندۍ څخه وژغورم نو والي صاحب ته مې وويل چې دا وياندي به احمدي صاحب وکړي. راسره يې ومنله او يخې اوبه مې په زړه توی شوې. کوم شعرونو چې مې د ستيج د رنګينولو له پاره ليکلي وو هغه مې هم احمدي صاحب ته ورکړل. شيبه لا تيره نه وه چې نور ياران هم راورسيدل او په ځای د دې چې په چمن کې ډلې ډلې ودريږي، نيغ لاړل او په هغو څوکيو کيناستل چې د د ستيج مخې ته ايښې وې. موږ هم نور ځنډ ونه کړو. استاد نجيب منلی هم رارسيدلی و. هغه يې د غونډې مشر وټاکه او والي صاحب يې کوربه اعلان کړ او د ميلمنو په کتارکې يې زه هم وروشميرلم. نور ميلمانه ځايې چارواکي او د ولايتي شورا مشر و خو زه په وروستي کتار کې له يارانو سره په داسې يو چوکۍ ناست وم چې پر اوږو مې خوږ لمر لګيده، نو ځکه د چارواکو تر څنګ ناسته مې خوښه نه کړه او همدلته پاتې شوم.
د مشاعرې پيل د قرآن کريم د مبارکو آياتونو څخه وشو چې محمد دين همدرد قرائت کړل. ورپسې ملي سرود وغږول شو. او بيا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس حکمت الله نوري ته د خبرو بلنه ورکړل شوه. هغه په خپلوخبرو کې ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه او بيا والي صاحب اوږدې خبرې وکړې چې د خپلو خبرو په دوران کې يې د کتابونو د خپرولو ژمنه بيا تکرار کړه. د والي صاحب له خبرو وروسته مشاعره پيل شوه . دوه درې شاعرانو به خپل شعرونه ويلي وو چې احمدي صاحب شرر ساپي ته بلنه ورکړه چې د ستيج چلولو په چار کې ورسره مرسته وکړي. شرر صاحب هم ورغلو او په خپلو شرنګيدلو شعرونو يې د مشاعرې خوند څو برابره کړو. تر دولس نيمو بجو پورې شاعرانو شعرونه وويل. بيا استاد نجيب منلي ته بلنه ورکړل شوه چې مشاعره وارزوي. منلي صاحب  مشاعره ډېره ګټوره وارزوله ويې ويل چې ډېر خلک په دې باور دي، چې شاعران په خپلو شعرونو کې درواغ وايي. بې له شکه چې درواغ به وايي خو په دې درواغو کې يو سپيڅلی پيغام پټ وي چې همدغه پيغام د ټولنې په جوړيدو کې لوی لاس لري.
د منلي صاحب له خبرو وروسته  د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د وياړ پګړۍ استاد منلي ته په سر کړه او والي صاحب د شاعرانو په استازيتوب يوه پګړۍ ماته راپه سر کړه. د پګړۍ د راپه سرولو وخت کې مې والي صاحب ته وويل چې په ژوند کې مې نه ده په سر کړې. او که ووايم چې زما دا سر پګړۍ ته نه دی جوړ نو راسره يې ومنه. خو والي صاحب راته وويل چې راځه، راځه ته له ځانه څه خبر يې.
ورپسې  ټول ياران چمن ته راښکته شول او ملي اتڼ پيل شو. د دوه اتڼونو ننداره مو په ډېر شوق وکړه، خو د دريم اتڼ په منځ کې آذان شو او اتڼ پای ته ورسيدو. بيا د ډوډۍ خوړلو نوبت راغی چې ښه مکلفه ډوډۍ يې تياره کړې وه.
مشاعرې ته په ملي تلويزيون سربيره شمشاد او آريانا تلويزيونونه هم ورغلي وو.
ټولو تلويزيونو له والي صاحب سره د مشاعرې په اړه ځانګړې مرکې وکړې. دآريانا تلويزيون  ټيم چې  انديښمن ځاځي يې مشري کوله له مانه هم د مشاعرې په اړه خبرې ريکارډ کړې..
دوه بجې وې چې د کابل په لور مو حرکت راوکړ. د شپې مې تلويزيونه تعقيبول چې دريواړو تلويزيونو په خپلو خبرونو کې د مشاعر خبر ځای کړی و.
د شپې راته والي صاحب ټيلفون وکړ، اول خو يې خپله خوښي ښکاره کړه او بيا يې د ټولو ورغليو شاعرانو څخه مننه وکړه او بيا يې په خندا راته وويل چې کاکا مې راته له سعودی عربستان نه فون کړی و چې دا وړوکی هلک څوک و چې تا ورته لنګۍ په سرکړه؟ يوه شيبه خو موږ دواړو په فون کې سره وخندل. بيامې ورته وويل چې خوشحال بابا ويلي دي:
چې دستار تړي هزاردي
د دستار سړي په شمار دي
نو ما خو تا ته هلته هم وويل چې زما سر پګړۍ ته نه دی جوړ. خو والي صاحب رانه خبره واخيسته ويې ويل چې عابدجانه داسې مه وايه تا ته به خپل ځان څه نه ښکاري. ما مې تره ته هم وويل چې دا وړوکی هلک نه دی، بلکې لوی سړی دی. او دا څومره کسان چې دلته مشاعرې ته راغلي وو، دا ټول د همدې وړوکي هلک له  برکته وو.