Baz blog

غزل/ عابد

26.11.2008 12:26

نور به ورته څومره انتظار کوم
کله به دې کاڼي زړه ته لار کوم

ستا د ښکلا نښې ور پکې وينم
ځکه خو د هرې ښکلا څار کوم

ته خو يو وعده د خولګۍ وخو کړه
خېر دی زه تر ډېره ورته وار کوم

چاراته ويلې چې اوس څه کوې؟
ما وی چې د مينې کار وبار کوم

ځم چيرته له غرونو پسې اوړمه
باز يمه د سپينې بازې ښکار کوم
٢٠٠٨/١١/٢٦
کابل ، افغانستان

میراحمد منیر 01.07.2009 09:14

سلامونه او نیکې هیلې د افغان ادبی بهیر کار کوونکو ته وړاندې کوم زما نوم میراحمد او تخلص مې منیر دی او زه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځی څخه فارغ شوی یم زه اوس مهال د افغانستان د اسلامی جمهوریت د چارو په اداره کې کار کوم زه غواړم چې د افغان ادبی بهیر په غونډو کې ونډه واخلم ستاسو نه می هیله داده چې غونډې ته د راتګ کړنلاه ماته راولیږي.
په درنښت میراحمد ( منیر)
پته: mirahmadmunir@gmail.com
هیله من یم چې ستاسو ځواب تر لاسه کړم . او زه غواړم چې خپل غزلونه د افغان ادبی بهیر په غونډه کې ووایم ایا ماته اجازه ورکول کیږي.

منير صاحب افغان ادبي بهير د ټولو افغانانو شاعرانو، ليکوالو او ژورنالستانو شريک کور دی، تاسې هر وخت راتلای شئ او خپل شعرونه په کې په زغرده لوستلای شئ
په درنښت
بازمحمد عابد
د افغان ادبي بهير يو خدمتګار

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.