Baz blog

رشادکره کتنه کې به د علم گل سحر په کيسه کره کتنه کيږي

11.02.2009 13:28


ټاکل شوې ده چې د بهيرد غونډو تر څنګ به په څلورمه اونۍ کې د رشاد کره کتنې د غونډې نوبت وي. دا کره کتنه به د بهير د غونډو د کره کتنې له برخې سره توپير ولري. هغه داسې چې پوره درې اونۍ مخکې به د رشاد کره کتنې  موضوع روښانه کيږي، کيسه، مقاله او يا نور  هنري او ادبي مطالب به کره کتوونکو ته ورکول کيږي او په ليکلې بڼه به پرې کره کتوونکي نقد ليکي.
د همدې پريکړې په اساس په ړومبۍ غونډه کې د علم ګل سحر کيسه په کره کتوونکو وويشل شوه چې د کب د مياشتې په لومړۍاونۍ کې به پرې کره کتنه کيږي.
په پام کې نيول شوې دي  چې د رشاد کره کتنې د درې څلور غونډو وروسته همدا کيسې او پرې ليکلې مقالې د يوه کتاب په بڼه چاپ او خپرې شي. کومو دوستانو ته چې کيسه رسيدلې وي، تمه ده چې هغوی پرې په ليکلي بڼه کره کتنه وکړي. اوکه نور دوستان غواړي چې کيسه نقد کړي، نو کولای شي چې له دې ځايه يې کاپي کړي او په ليکلي بڼه پرې نقد وکړي.
د يادونې وړ ده چې دا غونډه به د ١٣٨٧ل کال د کب د مياشتې په ٢ نيټه چې د ٢٠٠٩ م کال د فرورۍ د ٢٠ نيټې برابره وي. غونډه به د ماسپښين په دوه نيمو بجو د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې تر سره کيږي.

د علم ګل سحر کيسه:

د ډېرو كلونو خبره

يوځل بيا يې خپلې ليكلې كرښې ولوستلې:
[دزړه له كومي در سره مينه لرم ،دا دډيرو كلونو خبره ده ،تر ځان هم را باندې ګران يې ،خوتۀ...]
قلم يې را واخيست په (( مينه)) يې كږې وږې كرښې وكښلې له ځا ن سره يې وويل:
_ نه نه شرم دى،زه يوه ښځه يم داسې خو بايد ده را ته ليكلي واى . قلم يې په غاښو ټينګ كړ ((اوه څه وليكم))
- زما له خوا داسې يوليك څه معنا لري ،هغه به څه فكر وكړي.
كاغذ يې را وا خيست په لاسونو كې يې وچرموړه ،خواته پرتې ټوكرۍ ته يې ور خطا كړ قلم يې پر ميز كيښود ،پر كمپيټر لګيا شوه، د شعرونو پاڼې ته ولاړه ،څو شعرونه يې تر نظر تير كړل ،ديوه شعر  يو بيت يې پر مخي ته پراته كاغذ وليكه:
       چې زړه يې وغواړي هغه ساعت جانا ن ته رسي
                              عجيبه خلك دي لا سونه يې اسمان ته رسي
دا بيت يې څو ځله ولوست،بل كاغذ يې را واخيست ويې ليكل:
((دزړه له كومي در سره مينه لرم،دادډيرو كلونو مخكې خبره ده،خو ته يې ګناه مه بوله ))
فريبا خپلې ليكلې كرښې بيا ولوستې، په مينه يې چليپا وكښله له ځان سره يې وويل:
ټول غم په دغه ټكي كې ده  
بله چليپا يې هم پرې را وكښله:
- دپوهنتون په دوره كې ده هم داسې څه را ته ليكلي ول،خو ما سم ځواب
ور نه كړ ،خدايه زه څومره ليونۍ وم.
له چوكۍ را جګه شوه ،دكړكۍ پرده يې كش كړه:
اوس به هم په خپله خبره ولاړوي ؟نه نه ،زه پرې ملامته شوې يم ،ما د هغه مينه څومره ارزانه ګڼلې وه.
بيرته پخپل ځاى كيناسته ،تر ليكلو كرښو لا ندې يې هسې ګډې وډې كرښې وايستلې ،دكرښو تر څنګ يې يوه غټه ښكلې سترګه انځور كړه،
چې اوښكې ترې څڅيدې ، ديارلس څوارلس كاله دمخه يې خپل دا ډول
انځور ورپه زړه شو ،چې د نصير  د شعرونو په كتا بچه كې يې كښلى
و،فكر يې وكړ:
- هغه وخت مې هسې دا رسم كښلى و،او ښايې دغه رسم له ما سره د هغه مينه زياته كړې وي خو نن،نن مې تمامه شپه دهغه په ياد اوښكې بهيږي
له المارۍ څخه يې يوه كوچنۍ كتابچه را واخيسته دخپل ليكلي كاغذ له مخې
يې دكتابچې په لومړى مخ كې په ليكلو پيل وكړ:
 دزړه له كومي ...
قلم يې له غاښونو سره وجنګاووبيرته يې پر ميز كيښود،كتابچه يې پرانيستله
لكه چې دښوونځي نوټ بلې كتابچې ته نقل كوي په كاغذ كې ليكلې كرښې يې كټ مټ كتابچې ته راوليږدولې:
((دزړه له كو مي درسره ... لرم 
دا دډيرو كلونو خبره ده
خوته يې ګناه مه بوله ))
فريبا له سرخلاصې المارۍ څخه دوه كتابونه ،مجله اوديوالي جنتري را وا خيستل،كتابچه يې له نورو كتابونو سره په پلاستيكي پاكټ كې كيښوده او په هغه چوكۍ كې يې كيښودل چې څو شيبې د مخه نصير ناست و له نصير څخه پاته شوې نيمه پياله چاىيې را پورته كړ ، شونډو ته يې يوړه ،لكه چې ډير تود وي  سوكه سوكه يې سور كړ دروازه خلاصه شوه نصير دفتر ته راغى فريبا يې مخې ته ورغله دهغه سترګو ته نيغ وكتل :
- څومره ځنډ دې وكه .
له شريف سره وم ،هغه خو تاته مالوم دى، چې څومره ډيرې خبرې كوي.
فريبا وخندل يوځل بيا دنصير سترګو ته ځير شوه ،دومره ورته ځير شوه
لكه يو مستنطق چې د تورن له ستر ګو رښتيا درواغ معلو موي.
خو نصير ورته ونه كتل،په پا كټ ور ټيټ شو:
 - اوهو څو مره ډير كتابونه
او له دې سره يې د كتابونو د پا ڼو په په اړولو پيل وكړ:
 - ام دا كتاب مې ډير خوښيږي ،مننه
فريبا دهغه سترګو ته كتل ، خو دنصير سترګې دكتاب په سرليكونو پسې سرګردانه وې .بل كتاب يې ور واخيست ،دمجلې پا ڼې يې واړولې را واړولې فريبا له ځان سره فكر وكړ:
 - هيڅ ماته نه ګوري، خدايزده چيرې يې دومره سودا ده.
نصير كتابچه را واخيسته :
 - اوهو څومره ښكلې كتا بچه ده ،دادې هم ماته راكړه؟
- هو ستا دې وي
 - نه نه كه ستا د يا داشتونو وي ،بيا يې نو ما ته ولې را كوې؟
فريبا تلولۍ شوه :
 - دا سې ده زز ز...ز  زما خو ده ،خو خو ستا دې وي.
نصير وخندل:
 - چې ستا ده ولې دې زما وي؟
فريبا تر پښو لاندې ځمكې ته كتل تر ژبه لا ندې يې وويل:
ستا دې وي ته تر ځان ...
خبره يې نيمه پريښوده،له ميزڅخه يې په خپل لاس كښلې تابلو راوا خيسته ،نصير ته يې وركړه:
- دا مې بيګا بشپړه كړه ،ستا لپاره
په تا بلو كې دنا جو ونو په منځ كې يو ښكلى كور انځور شوى و،
د بالا خانې كړكيو ته يې سپينې پردې پرتې وې، دانځور شاوخوا مينا توري شوې وه.
نصير يو ځل تابلو بيا فريبا ته وكتل:
 - اوه ډيره مننه څه ښكلې تا بلو ده ،ته څه پوه شوې چې زه له تا بلو سره دومره مينه لرم؟
فريبا موسكۍ شوه:
- شا يد تر تا زه تا زيات پيژنم
له دې سره يې ستر ګې دنصير په سترګو كې خښې كړې
څو شيبې همداسې سترګې پۀ سترګو  ول  خو فريبا يې پۀ سترګو كې هغه څه ونۀ ليدل، چې دا يې په تمه وه . يوازې مننه
نصير تابلو له كتا بونو او كتابچې سره يو ځاى په پا كټ كې كيښودل ويې ويل 
- زه ځم خپل دفتر ته ،چې ډير را با ندي نا وخته شول.
فريبا يې تشه پياله مخې ته ډكه كړه :
- كينه چاى وڅښه، ولاړ به شي.
نصير له پيالې يو سور وكړ :
- مننه نا وخته دى ، دفتر ته ځم ، ډير وخت تير شو، همكاران به مې په تمه وي.
- هو تا خو اوس نور دوستان پيداكړي،چاى په ارام وڅښه  ولاړ به شې ،څه تلوار لرې؟
نصير وخندل :
-  نه هغه خبره نه ده په دفتر كې كار ډير دى .
او له دې سره يې پا كټ را واخيست:
- ډيره ډيره مننه ، د تا بلو او كتابچې په خا طر ځا نته مننه كوم
فريبا يې لاس په لاس كې ونيو ، سترګو ته يې وكتل :
- چې ځې  نو خداى پا مان.
- خداى پاما ن ډيره مننه
فريبا له دفتره ورسره را ووته ، دبا ندې يې بيا لاس ور اوږد كړ ، دنصير لاس يې په لاس كې ټينګ كړ، خو دهغه په لاس كې يې هغه ګرمي چې هيله يې لرله احساس نه كړه . نصير په بيړه روان شو ، په دروازه كې يې بيا مخ را واړاوو لاس يې ورته پورته كړ ، فريبا تر ډيره په هغه ځا ى ولاړه وه.

                          *  *  *

د نصير ستر ګې پخپل لوى دفتر كې په هغو سترګو پسې سرګردانه وې  چې باڼه يې د اغزيو غوندې دده په زړه ښخ ول . له ځايه را ولاړ شو  ددفتر مخې ته په زينو كې ودريده ، شا وخوا يې وكتل مريم يې تر ستر ګو نه شوه ، په موبایل كې يې دهغې دتيليفون په شميره ګوتې ټينګې كړې څو پرله پسې زنګو نه تير شو ل  خو ځواب يې ورنه كړ ، نصير بيرته دفتر ته ولاړ ، مخې ته پراته كا غذونه يې وكتل ، بيا يې هغه شميره دا يل كړه له ځايه را ولا ړ شو انګړ ته ووت . له چا يې دهغې د راتګ په بآب  دپو ښتنې جرآت هم نه درلود. تيليفون يې غوږ ته نيولى و ،بيرته دفتر ته راغى د يوه كمپيوتر مخې ته پراته تيليفون پرله پسې زنګونه وهل ، خپل تيليفون يې بند كړ ،دكمپيوتر مخې ته د پراته تيليفون زنګ هم ودريد.بيا بيا يې زنګ وواهه پر ميز پراته تيليفون ته زنګ ولاړ. ډاډه شو چې هغه راغلې ده پخپل كار بوخت شو، كا غذو نه یې سره واړول راواړول ، په ځينو يې په سره قلم كرښې وكښلې ، كا غذونه یې تر څنګ ولاړې نجلۍ ته ور كړل .
   له دفتره ووت هسې يې ځان د تيليفون په تڼيو بوخت كړ ، له هغې  خوا مريم كاغذونه په لاس راغله مخې ته يې ورغى ، غوښتل يې لاس ور كړي د مريم ښكليو سترګو ته يې وكتل، هغې هم ورته وكتل، خو ژر يې په خپل لاس كې كاغذونو ته سترګې ور ټيټې كړې، نصير ژر ژر خبرې كولې، لكه چې غواړې له هغې څخه د تللو مجال واخلي، مريم سترګې له كاغذونو را پورته كړې، ده يې سترګو ته په ځير وكتل، چې پكې د خپلې مينې اثر وويني هغې وويل:
- لمر ته ولاړ يې.
- پروا نه كوي.
نصير غوښتل ښه ډېر ورسره و درېږي، يو په بل پسې يې خبرې كولې، خو مريم بيړه لرله، ويې ويل:
- ځه نو، چې ته هم لمر ته ولاړ يې، ډېره بده ګرمي ده.
- دومره ګرمي نه ده، ته خو سيوري ته هم ولاړه يې، څه عجله لرې؟
- ټول كارونه مې پاتې دي.
د ټليفون زنګ راغى:
- بلې سلام
- سلام، فرېبا يم، څنګه يې؟
- مننه، امر وكړئ!
- بس پوښتنه مې دې كوله، په خير و رسېدې، ډېره بيړه دې لرله.
- ټول كارونه مې پاتې وو.
ماښام نصير له پاكټ څخه كتابونه را و ايستل، تابلو يې د خپلې مطالعې په خونه كې په دېوال را وځړوله، كتابچه او كتابونه يې د كتابونو په المارۍ كې كښېښودل، يو ځل بيا تابلو ته و درېده د شنو ونو په منځ كې نيمه ښاري كور چې په ترخو او اغزيو كې نرۍ لار ورغلې وه، ښكلى ښكارېده. د كور شاته په سپينو وريځو كې يې د يوې نجلۍ تت تصوير تر سترګو شو.
نور هم انځور ته نږدې شو، ښه ورته ځير شو، تصوير ورته موسكى و:
- دا د چا تصوير دى؟
نصير خپلې سترګې و موښلې، په ځير- ځير يې تصوير ته وكتل، ده له ځانه سره وويل:
- تابلو د فرېبا او تصوير د مريم؟ دا څه ګورم؟
بيا يې خپلې سترګې و موښلې، تصوير مخامخ ورته كتل. اوس يې په لاس كې كاغذونه، نه ول، چې سترګې پرې غلطې كړي، تصوير ورته موسكى و، ده غوښتل په سترګو كې يې د خپلې مينې اثر وګوري، خو تصوير په خندا- خندا شاته ولاړ، لكه چې د ده په محروميتونو او ځنځيرونو كې په را ايسارې غيرمعمولي مينه پورې خاندي سترګې يې پټې كړې، ځان ورته بې انصافه معلوم شو:
- ولې د فرېبا په ډالۍ شوې تابلو كې د مريم عكس وينم؟
خپل موبايل ټليفون يې را واخيست چې له فرېبا څخه مننه وكړي د هغې نوم يې په ټليفون كې پيدا كړ، خدايزده په زړه كې يې څۀ ور وګرځېدل بيرته يې كېښود، بيا يې په دېوال ځوړندې تابلو ته وكتل، تصوير له لرې ورته خندل، بيا يې ټليفون را واخيست، دا ځل يې د مريم د ټليفون شمېره ډايله كړه، غوښتل يې له هغې دا راز و پوښتي، ټليفون دوه زنګونه تېر كړل، بيرته يې بند كړ. له بل ټليفون څخه يې خپل د راز ملګري عبدالرحمان ته ټليفون وكړ، له هغه سره يې نورې خبرې وكړې، اصلي خبره يې له هغه هم پټه كړه، فكر يې وكړ:
- كه ورته ووايم، هغه به څه وايي، دا يوازې زه احساسولاى شم، هسې نه چې سودايي مې و بولي.
د بل ټليفون زنګ راغى:
- سلام، فرېبا جانې!
- وبخښه بې وخته مې ټليفون درته وكړ.
- نه- نه، ما هم غوښتل ټليفون درته وكړم او د دې ښكلې تابلو په خاطر درڅخه مننه وكړم.
- يوازې د تابلو په خاطر؟
- د كتابونو، كتابچې او مجلې په خاطر هم درڅخه مننه كوم.
- خو ووو ما...
ټليفون بند شو.
سهار يې كتابچه را واخيستله، چې د تابلو خاطره پكې وليكي، د كتابچې لومړۍ پاڼه ډكه وه:
د زړه له كومي.....درسره لرم
دا د ډېرو كلونو خبره ده
خو ته يې ګناه مه بوله
نصير هك پك شو، د فرېبا ليكنه يې څو ځله ولوستله تر شونډو لاندې يې وويل:
- دا د ډېرو كلونو خبره ده. دا د ډېرو كلونو خبره ده.
هو د ډېرو كلونو خبره ده.
كتابچه يې بيرته پر خپل ځاى كېښوده.
دفتر ته ولاړ، مريم پر كمپيوټر كار كاوو، د ده په ليدو له ځايه را ولاړه شوه،  روغبړ يې ورسره وكړ، نصير يې سترګو ته وكتل دځان په وړاندې یې يوازې درنا وى پكې وليد.
نصير دخپل ميز شاته كينا ست مخې ته پراته كاغذونه يې كتل ، دورځې خبرونه ول
  كاغذونه هم له كركو او كينو ډك ول :
دكند هار په ميرويس مينه كې په يوه ځا نمرګي بريد كې اته عام وګړي مړه او دولس ټپيان شول
په پكتيا كې د ناټو ځوا كونو په هوايي بريد كې اوولس ملكي وګړي مړه او په سلګونو نور
ټپيان شوي دي
دزابل په شاجوى ولسوالي كې له ليرې كنتروليدونكي بم پنځه تنه ووژل .
په غزني كې اءيتلا في قواوو په موټر سايكل سپور هغه ځوان په ګوليو وويشت ، چې ددوى ټانك ته نږدي تيريده ،ويل كيږي نن ددعه ځوان د واده دوهمه ورځ وه .
طالبانو پرون په هلمند كې د سرك جوړولو دوه اينجنيران وژلي دي.
د كا بل ښار په شمال  د چمتلې په دښته كې يو ډله ايز قبر وموندل شو ددغه ګور دقربا نيا نو كره شميره لا معلومه نه ده ، ويل كيږي داد ۱۳۷۱ كال دتنظيمي جګړو قربا نيان دي. خو په دې اړه لا څيړنې روانې دي ، دا په وروستيو مياشتو كې دوهم ډله ايز قبر دى چې موندل كيږي تر دې دمخه په بدخشان ولايت كې د روسانو دتيري دوخت د قربانيانو همداسې ډله ايز قبر ومو ندل شو.
نصير دغه خبر بلې خوا ته كيښود ، په بل خبر كې را غلي ول :
په فلسطين كې د حماس او الفتح ډلو تر منځ دتازه نښتو له امله پنځه تنه مړه او ديرش نور ټپيان شول
د كابل ښار د لسمې حوزې په مر بوطاتو كې وسله والو كسانو د نړيوال بانك اويا زره ډالر...
خبر يې تر همدې ځايه ولوست سر يې پخپلو دواړو لاسونو تكيه كړ ، خپلې خوبوړې سترګې يې ومو ښلې بله پاڼه يې را وا خيسته، دپا ڼې شاته يې وليكل:
[دزړه  له كو مي در سره مينه لرم
    داد ډيرو كلونو خبره ده
            خو ته يې ګناه مه بوله
دډيروكلونو خبره ، بيخي دډيرو كلونو، كيداى شي هغه وخت ته په دې دنيا كې نه وې ،كيداى شي هغه وخت زه هم نه وم دزرګونو كلونو مخكې خبره ، كيداى شي دميلينونو كلونو خبره وي ، څوك څه  پوهيږي ]
مريم كاغذونه واخيستل ، سرې كرښې يې په ليكلو كرښو ور زيا تې كړې،ځينې يې ترې وايستلې .
لكه چې دپا ڼې شاته ليكنه يې ولوسته ،لاندينۍ شونډه يې په غاښ كړه ، بيرته په كمپيوټر لګيا شوه،كارونه پا تې ول ، بيا لوستلو  او په دې باره كې فكر كولو ته يې وخت نه در لود.
مريم څو نورې پاڼې هم راوړې ، دنصير مخې ته يې كيښودې ، مخامخ ورته ودريده ، ده سترګې ور پورته كړې دهغې سترګو  ته يې وكتل كا غذونه يې مخې ته ور نږدې كړل ، بيا يې دمريمې سترګو ته وكتل خو د مينې كومه نښه يې پكې ونه ليده لكه چې دهغې سترګو ورته ويل:
هو دا دډيرو كلونو مخكې خبره ده ،زموږ دزمانې خبره نه ده  اوس مينه او گنا ه په يوه تله تلل كيږي،
داد ډيرو كلونو خبره ده ،هو د ډيرووووووووو!!!
                                                                  ۱۸\۴\۱۳۸۶
                                                                            كابل

                                                                                          علم ګل سحر