Baz blog

د سولې د دويمې مشاعرې څو انځورونه

25.02.2009 11:55


د سولې په نوم مشاعره چې تير کال ((  د سولې ګډه مشاعره)) په نوم د کابل په انټرکانټيننټال په هوټل کې جوړه شوې، لر او بر پښتنو په کې ګډون کړی و چې له کوټې، کراچۍ او پيښور نه په کې مشهورو شاعرانو برخه اخيستې وه. تير کال  د زارت د چارواکو له خوا ويل شوي وو، چې  هر کال به د لر او بر پښتانه ورته مشاعرې جوړوي.
خو سږکال په دې مشاعره کې د لرې پښتونخوا نه شاعران نه وو رابلل شوي، چې چارواکو يې  وجه په پښتونخوا ايالت نا امني وښوده. دې مشاعرې ته د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه نوموتي شاعران رابلل شوي وو چې د ځينو ولاياتونو د اطلاعات او فرهنګ رياستونو  رييسان هم  ورته راغلي وو. مشاعرې ته  له ننګرهار ولايت نه يوه ډله د هنرمندانو هم راغلې وه  . په مشاعره کې به تر دوو سوو زياتو شاعرانو ګډون کړی و. راځئ چې د مشاعرې څو انځورونه دلته وګورو. دا مشاعره د کب په شپږمه نيټه مازيګر ٥ بجې پيل شوې وه چې د شپې تر يوولسو بجو پورې يې دوام وکړ. په دې مشاعره کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د وزير په ګډون د وزارت ځينو نورو چارواکو هم ګډون درلود.  

له ښي اړخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشاعر، استاد نجيب منلی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالکريم خرم، بازمحمد عابد او استاد زبير شفيقي

د مشاعرې د ګډونوالو يوه څنډه

د مشاعرې بله څنډه

محمود کوچی او روح الله انوري په يوه سټايل کې شعر ته غوږونه نيولي دي.

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست رييس وکيل اټک يوسفزی له لغمان څخه د راغليو دوستانو تر منځ ليدل کيږي.

استاد نجيب ملی، جيلاني ځواک، استاد زبير شفيقي او عصمت قانع

 قلاتوال صاحب، عابد، مدقيق احب او شيرزاد صاحب له عابده پرته دريواړه د افغانستان د راډيو تلويزيون نطاقان دي.

له ننګرهار څخه راغلې د پښتو سندرغاړو ډله
 په دې لينک کې د سولې د ګډې مشاعرې انځورونه هم کتلای شئ.