Baz blog

ښار په غرونو ښکلی ښکاري.

12.03.2009 13:32 غرونه هم د خدای تعالی له موجواتو څخه دي. خدای تعالی زموږ په هيواد ډېر غرونه لورولي دي. په ډېرو ښارونو کې هم غرونه لرو. غرونه د هوا په پاکوالي کې مهم رول لوبوي. له نورو غرونو به تير شو، يوازې د کابل غرونو ته که تم شو، نو وبه وينو چې د طبيعت دا ښکلي موجودات څنګه انسانانو په ناوړه توګه د خپلې ولقې لاندې راوستي دي. کابل سپيرو غرونو په غيږ کې نيولی دی. کاش چې د تيرو زمانو چارواکو ورته پام اړولی وای چې دا سپيره غرونه يې په نښترو ښکلي کړای وای. خو افسوس چې د کابل د غرونو شنه کيدل اوس له امکانه وتې خبره ښکاري. ځکه چې د کابل په هر يوه کيلو مترۍ کې د زور آباد په نوم سيمې شته چې دا په دې وروستيو شلو کلونو کې د کابل د غرونو په لمنو او سرونو د زور او ټوپک خاوندانو خپل سري کورونه جوړ کړي دي. په دې هکله به بل وخت انشا الله ډېر څه وليکم. خو اوس درته د رحمان مينې له تپې څخه د کارت نو سيمه په انځورونو کې درښييم چې ټولې تپې زورواکانو نيولي دي، کورونه يې په کې جوړ کړي دي چې په لکونو روپيو يې يو پر بل خرڅوي.
ستاسې ورور عابد