Baz blog

ننګرهار ته شاعرانه سفر ړومبۍ برخه/ عابد

24.03.2009 07:48

ياددښت: د باز بلاګ درنو ليدونکو او لوستونکو! د خيتزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو د ټولنې په هکله لانديني مالومات او د خپرو شويو کتابونو لست راته ګران ليکوال او ژورنالست ملګري آصف شينواري راليږلي دي چې زه يې ننګرهار ته د يوه شاعرانه سفر په سر کې خپروم.
دختيزې سيمې ليکوالواو ژورناليستانو خپلواکه ټولنه په ٢٠٠٢ کال کې ديو شمير فرهنګيانو له لورې په جلال اباد کې جوړه او پرفعاليت يې پېل کړې.دې ټولنې دخپل جوړښت راهيسې خورا ګڼ کلتوري او فرهنګي فعاليتونه تر سره کړي.په پېل کې به يې په هرو پنځلس ورځو کې فرهنګي غونډې کولې چې پکې پر مشاعرو سربيره دځوانانو روزنيزې چارې هم پرمخ بيول کيدې.ددې ترڅنګ يې پر بېلابېلو موضوعاتو غونډې او سيمينارونه جوړ کړي.دغزل شپه دلومړي ځل لپاره ديوې ميلې ،کنسرت او مشاعرې په ترڅ کې ددې ټولنې له لورې ونمانځل شوه،په پسرلي کې دنرګس شپه په مشاعرې او موسيقۍ باندې نمانځنه همدې ټولنې پېل کړه،دملاتړ په نوم يې يو اخبار هم راوويست خو دځينو مالي ستونزو له امله تر څو ګڼو چاپ وروسته بيرته ودريد.دوه کاله وړاندې يې دمشرتابه لپاره ټاکنې وشوې لال پاچا ازمون يې دمشر په توګه وټاکل شو.(٢٩) تنه لارښوده او(١٣) تنه مشرتابه شورا لري چې غړي يې په لاندې ډول دي.
لال پاچا ازمون،ببرک مياخيل،عبدالغني هاشمي،اسدالله لاروى،ملوک رغون،هدايت الله وطنيار،عاشق الله فرياد،عزت الله ځواب،محمداصف شينوارى،سيد منتظرشاه،نصير احمدښاد،عبدالعزيز غيرت،انګيزه اپريدۍ.دې ټولنې په لومړي ځل دمړو دنمانځنې دود مات کړ او استاد عبدالشکور رشاد يې په ژوندوني ونمانځه،په ١٣٨٥ کال کې په اروپا کې دکلتوري ودې ټولنې سره يو ځاې دامان الله خان دخپلواکۍ ستوري سيمينار جوړ کړ،داستاد شپون او درويش دوراني دوه ورځنۍ نمانځنې يې جوړې کړې.دسندرغاړي بادام نور لسم تلين يې ونمانځه،دپاينده محمد کږه وال مزار يې جوړ کړ،دملنګ جان دمزار جوړونې ته يې دچارواکو پام راواړاوه.دځوانو ژورناليستنو دروزنې لنډ مهاله کورسونه يې جوړ کړل،دغه راز يې دننګرهار دملي راديو تلويزيون لپاره تر دوه سوه پورې دپوهنتون محصلين په ژورناليستکو زده کړو سمبال کړل.او دې ته ورته لسګونه او ان سلګونه بېلابېلې چارې يې تر سره کړې دي،او دادې د١٣٨٧ کال دکبپر ٢٤-٢٥ مه يې دفوکلور ديو ورځنې علمي سيمينار او داستاد حبيب الله رفيع،پروفيسور سيال کاکړ،ډاکتر اسرار او  رحمت شاه سايل دوه ورځنيو نمانځغونډو تابيا کړې وه،دې تولنې تر دا مهاله په بېلابېلو مناسبتونو  پنځه پنځوس ټوکه علمي او ادبي کتابونه چاپ او ټولنې ته وړاندې کړيدي. چې دلته يې ليست  خپروم.
١_ ريښتنى خدمتګار (عبدالله بختاني ژوند او اثار) ،ازمون،١٣٨١
٢ _ تېروتنې، پوهاند عبدالشکور رشاد،١٣٨٢
٣_ د مينې بڼ،د عبدالرازق پښتون کندهاري نيمګړى دېوان،ازمون، ١٣٨٢
٤_ ته وايه ښه!!،ولسي نکلونه ،ازمون،١٣٨٥
٥_ ستا دمخ په ايينه کې،بشير احمد پرهر،١٣٨٥
٦_ شين خالۍ پيدا شوه،سعدالدين شپون،١٣٨٥
٧_ خبر، ژباړن، محمد اصف شينوارى،١٣٨٥؛
٨_ عملي ژورنالېزم،ژباړن ببرک مياخېل،١٣٨٥
٩_ د ژورنالېزم مطالعه،ژباړن اميرجان وحيد احمدزى،١٣٨٥
١٠_ پسې ورجګ کړه سره لاسونه (سروکي ) ازمون،١٣٨٥
١١_ دلته رڼا کې خلک ژوند نه کوي،سرحدي ځواک،١٣٨٥
په درانه خوب ويده انجلۍ،نذير احمد نذير،١٣٨٥
١٣_ تته کړيکه،صديق الله بدر،١٣٨٥
١٤_ زموږ دکلي لارې،ملوک رغون،١٣٨٥
١٥ – تکې سرې سترګې ، لنډې کيسې ، نورمحمد لاهو ، ١٣٨٧ل
١٦ – مامې سترګې ماتې کړې ، نظم ، ومان نيازى ، ١٣٨٧ل
١٧ – افغان ادبي بهير ، ګزارشونه ، بازمحمد عابد ، ١٣٨٧ل
١٨ – په رسنيو کې دکار الفبا،ژباړه ، محمد آصف شينوارى ، ١٣٨٧ل
١٩ – متلونه ، ومان نيازى ، ١٣٨٧ل
٢٠ – څنګه دې هېره کړمه ، مور ته نظمونه ، لال پاچا ازمون ، ١٣٨٧ل
٢١ – د غوا دېګى ، ماشومانو ته نکلونه ، نورمحمد لاهو ، ١٣٨٧ل
٢٢ – رښتيا وينا ، د باقي جان ماما نظمونه ، د لال پاچا ازمون په زيار ، ١٣٨٧ل
٢٣ – توربرېښ ، د چاربيتو ټولکه ، سرمحقق عبدالله بختانى خدمتاګار ، ١٣٨٧ل
٢٤ – منظوم انځورنه ، څېړنه ، ازمون ١٣٨٧ل
٢٥ – د تر کستان په مېرو ورکه، يونليک ، ازمون ، ١٣٨٧ل
٢٦ – ته وايه ښه ، ولسي نکلونه ، دويم ټوک ، ازمون ، ١٣٨٧ل
٢٧ – ترنګ ، د شعرونو ټولګه ، ولي محمد کنډيوال ، ١٣٨٧ل
٢٨ – پام کوه مېړه نشې ، ژباړل شوي طنزونه ، ولى محمد کنډيوال ، ١٣٨٧ل
٢٩ – سبا به بيا غېږې له درشم ، ناول ، ژباړه : احمد بحتيار ساحل ، ١٣٨٧ل
٣٠ – د فولکور تا ريخچه ، حبيب الله جا ج پښتون زوى ، ١٣٨٧ل
٣١ – زما غاړه او ستا پړى ، د خسرو اپريدي د نظمونو ټولګه ، د ازمون په زيار ، ١٣٨٧ل
٣٢ – استاد شپون او دروېش په ننګرهار کې ،د دوه ورځينيو نمانځغونډو د مقالو ټولګه ، د ازمون په زيار ، ١٣٨٧ل
٣٣ – فولکور او فولکوري ادبيات ، پوهندوى احمدشاه زغم ، ١٣٨٧ل
٣٤ – غل او سپيان ، د امان الله عمران ژباړه ، ١٣٨٧ل
٣٥ – بخملي صحرا ، ناول ، محمد صديق پسرلى ، ١٣٨٧ل
٣٦ – رحماني خم ، څېړنه ، حبيب الله رفيع ، ١٣٨٧ل
٣٧ – د استاد رفېع ژوند او ادبي هلې ځلې، محمد نبي تدبير ، ١٣٨٧ل
 ٣٨_ دځان پېښې (تياتر ) هېنداره ، علي محمد منګل ،١٣٨٧ل
٣٩_ ختيځ ادبي بهير ، لال پاچا ازمون ، ١٣٨٧ل
٤٠_ وړانګه ، ناول ،امير جان وحيد احمد زى،١٣٨٧ل
٤١_ راډيويې ژوناليزم ،اميرجان وحيد احمدزى ،١٣٨٧ل
٤٢_ پلټونکي خبريالي ،امير جان وحيد احمد زى ،١٣٨٧ل
٤٣ – جنګي سپي، د ماشومانو لپاره کيسې ، محب الله زغم ، ١٣٨٧ل
44 _ تصويرونه ، شعرونه ، شفيع الله مصور،١٣٨٧ ل
٤٥ _ فلسفه يعنې څه؟،څېړنه ، زيرک فهيم ، ١٣٨٧ ل
٤٦_ ژورنالېستيک لارښود،ژباړه اوزياتونه،ببرک مياخېل
،١٣٨٧ ل
٤٧_ رسينزې څېړنې، ژباړن نذير احمد سهار،١٣٨٧ ل
٤٨ _ خبرې له خبرو پيدا کېږي،علم ګل سحر،١٣٨٧ ل
٤٩ _ د مينې کتاب ، ژباړن لطيف بهاند،١٣٨٧ ل
٥٠ _ شګې،لمر او سمندر،ايمل پسرلى ، ١٣٨٧ ل
٥١ _ دوه منګوري، ژباړن زين الله منلى،ډرامه،١٣٨٧ ل
٥٢ _ ژورنالېستيک ژانرونه ،ژباړن،سيدنظيم سيدي ،١٣٨٧ ل
٥٣ _ لمرين کلى، نوراحمد قرانمل، يونليک ، ١٣٨٧ ل
٥٤ _ کړکۍ ، شريفه شريف ، لنډې  کيسې ، ١٣٨٧ ل
٥٥ _ بابا او خدايي خدمتګار تحريک،عابد جان رزړوال ، ١٣٨٧ ل
ننګرهار ته شاعرانه سفر
د کب د مياشتې په لسمه نيټه د استاد لعل پاچا ازمون زنګ راغی ويل يې چې کتاب دې چاپ شو، مبارکي درته وايم. ما لا ورته کور ودانی نه و ويلی چې استاد خپلو خبرو ته دوام ورکړ ويې ويل:
ګوره د کب په څلرويشتمه نيټه به  جلال آباد کې درې ورځينی سيمينار پيليږي، ستاسې او د ټولو بهيروالو ګډون په کې اړين دی.
له استاد نه مې مننه وکړه چې زما د بهير د ګزارشونو کتاب يې چاپ کړی و او ژمنه مې ورسره وکړه چې زه به په خدمت کې يم. د کب په ١٦ نيټه چې د بهير غونډه روانه وه، بيا د استاد ازمون زنګ راغی ويل يې چې تش کارتونه به هم په ورځ دووه کې درورسيږي، خو همدا اوس د بهير له ستيج نه ټولو ته عامه بلنه وکړه. زه چې د بهير تالار ته ننوتم، انسانسر راته د شعر ويلو بلنه راکړه. ستيج ته ورغلم او د شعر پر ځای مې بهيروالو ته د سيمينار بلنه ورکړه. او ورسره سمه مې د خپل موبايل شميره هم ورکړه چې سيمينار ته تلوونکي دې د اوونۍ په جريان کې له ما سره اړيکې ونيسي، چې د تلوونکو شميره مالومه شي. تر هغې چې د جمعې ورځ راتله نو تر شلو تنو پورې بهيروالو به  راسره اړيکې نيولې وې او هر يوه يې ويل چې زما نوم هم درسره دتلوونکو په لست کې وليکه.
د کب په ٢٢ راته استاد ازمون بيا زنګ وواهه او پوښتنه يې وکړه چې موږ دلته د کابل د يارانو له پاره د څو تنو تابيا ونيسو؟
ما ورته وويل چې ما سره خو شلو تنو ځانونه ثبت کړي دي، خو له دې پرته به نور کسان هم وي، چې تاسې ورسره نيغ په نيغه اړيکې نيولې وي، هغه شمير به تا ته مالوم وي.
استاد زياته کړه ويې ويل چې حاجي صاحب حسام سره مې خبرې کړي دي، هغه به يو کاشتر موټر ستا په نوم د بهير حويلۍ ته دروليږي، بس د بهيروالو رارسول  به ستا ذمه واري وي.
ما ورته سينه وډبوله. شېبه لا تيره نه وه چې د حسام صاحب زنګ راغی. ويل يې توره بچيه! ما غوښتل چې ته دې له ما سره په موټر کې يو ځای لاړ شې، خو آزمون صاحب هيله وکړه چې ته دې د بهيروالو سره په کاروان کې راشې، نو سبا دولس بجې به د بهير حويلۍ ته يو کاشتر موټر ستا په نوم درشي.
ما ټولو بهيروالو ته ويلي وو چې د جمعې په ورځ به يوه بجه د بهير له حويلۍ څخه حرکت کوو. د جمعې ورځ راورسيده. سهار اوه بجې وې چې د اوسيدو له ځايه راووتم. د شپې راته مير عرب شاه چمتو فون کړی و چې سبا ته به ورسره وينم. شرر ساپی چې چمتو صاحب سره و، فون مې ورته وکړ. ويل زه اوس په ځان لږې اوبه تويوم بيا دروځم، خو دا راته وايه چې چيرته درشم. ما ورته ويل چې ما ته دې هم راياد کړل چې په ځان لږې اوبه تويې کړم. ته له چمتو صاحب سره اوسه زه هم هلته درځم. ويل يې سمه ده. کله چې زه له حمام نه راووتم، بيا د شرر صاحب فون راغی ويل چې چمتو پسې له کوم ځايه فون راغی، څه کار ورته پيدا شو. زه شاه شهيد ته ځم، کله چې تاسې د جلال آباد په لور حرکت کاوه نو ماته به فون وکړې، زه به درته د شهيد عبدالحق په څلور لارې کې ودريږم. ورسره مې ومنله. دا نو څه کم لس بجې وې، پسرلی صاحب راياد شو چې تيره ورځ يې په تلفوني اړيکې کې راته ويل چې ته ولې کور ته نه راځې، ياديژي مې. بس ومې پتيله چې پسرلی صاحب وينم، ګوندې که  جلال اباد ته په ورتګ يې راضي کړم.
پسرلي صاحب سره تر يوولسو بجو پورې پورې ناست وم. په خپل نوي چاپ شوي ناول يې راسره خبرې کولې چې د خيتزو سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو ټولنې د همدې سيمينار په مناسبت چاپ کړی و. ويل يې ١٥ کاله پخوا مې په پيښور کې ليکلی دی، يو مين کرکټر مې لوبولی چی د مينې له برکته ليکوال کيږي. او د شاعرانو له پاره به ځکه په زړه پورې وي، چې له شاعرانه ليکونو نه په کې کار اخيستل شوی دی. استاد پسرلي ويل چې دې خبرې ته مې په کې پام نه دی ساتلی او نه يې په کيسه کې شوی يم چې د ناول په تيورۍ به جوړ وي او که نه. خو يو مين کرکټر مې له خپلې زاويې نه ډېر ښه لوبولی دی.
له پسرلي صاحب نه مې په خواره خوله وغوښتل چې له موږ سره جلال آباد ته لاړ شي، خو هغه ويل چې کور  يوازې دی، اسد جان ځي، خو فکر کوم چې هغه له حسام سره سفر ولري. په دې وخت کې د کاروان صاحب فون راغی.  ورته مې وی چې زه همدا اوس در روانيږم چې په نيم ساعت کې به دروسيږم. کاروان صاحب هم کلکه اراده کړې وه چې دا ځل به جلال اباد ته ځي، خو غاښ يې ايستلی و، د وورۍ له درد او پړسوب له وجې يې تګ ونه شو. دې وخت کې د استاد ازمون فون راغی ويل يې چې د هنرونو د پوهنځي شپږ تنه محصيلين هم د بهير حويلۍ ته در روان دي. ستا  شميره مې ورکړې ده هغوی هم درسره په کاشتر کې ځای کړه.  د کاروان صاحب کوټې ته چې ورسيدم، نو د خوست نه يو ميلمه شاعر  چې ماليار صاحب نوميده هم راغلی و. کاروان صاحب ويل چې د خوست فرهنګي ټولنه د دې ځوان په شمول څو نور ځوانان چلوي. او ډېر موثر او پر ځای فرهنګي کارونه يې کړي دي او کوي يې. اوس غواړي چې د بهاند صاحب  دا پروت کتاب دوی د خپلې ټولنې لخوا چاپ کړي.
په دې وخت کې د بهاند صاحب فون کاروان ته راغی. زه هم ورسره وغږيدم. ورته مې وويل چې تيره ورځ خو مې د جلال اباد له سيمينار څخه خبر کړې، که تلای شې، نو راته ووايه چې له حسام صاحب او لايق صاحب سره په يوه موټر کې درته ځای وګورو. خو بهاند صاحب راته وويل چې زه سبا ته مزار شريف ته روان يم که نه نو يو خوجلال آباد ښکلی دی، بل په کې موسم ښکلی دی بل په کې يوښه او ګټور سيميار جوړيږي او بل تاسې غوندې ښکلي هم ور روان دي. په دې خبره دواړو سره وخندل او خدای پاماني مو سره وکړه.
بهاند صاحب د کاروان په شاعرۍ سلمخيز کتاب ليکلی دی. چې د کاروان صاحب په کوټه کې مې لس دولس پاڼې ولوست او د پروف غلطيانې مې هم ورجوړې کړې. په دې وخت کې مې ساعت ته وکتل چې دولس بجو ته يې ستن نيږدې شوې وه. کاروان صاحب ته مې وويل چې ډوډۍ راباندې وخوره چې زما د تګ وخت پوره کيږي. زموږ د دفتر همکار لطف الله جاهد پورته شو ويل يې چې زه همدا اوس ډوډۍ تياروم. ما ورته وويل چې بس هګی او روميان جوړ کړه چې کار يې ژر شي، ځکه تر دې وخته ماته اوه اته تنو بهيروالو فون کړی و چې  د بهير حويلۍ ته راغلي وو. د نافع همت  فون هم راغی ويل چې زه د پوهنتون شا و خوا يم زماتر درتګه انتظار وکړئ. جاهد صاحب او د رحماني صاحب ورور چې موږ يې په قاري بلو خير دې يوسې له مخې سره يې ډېره خوندوره غذا  جوړه کړې وه. کاروان صاحب هم تازه پيښوري کينوګان ډکه خلته په دسترخوان کيښوده. هغوی لا له  دسترخوان نه نه پورته شوي چې ما ترې خدای پاماني واخيسته. د لين په يوه تونس موټر کې سپور شوم او څه باندې يوه بجه  چې د بهير حويلۍ ته ورسيدم. په دروازه چې څنګه ننوتم، نو په همت صاحب مې سترګې ولګيدې فکر کوم چا ته يې فون کولو خو زما په ليدو يې موبايل جيب ته واچاوه او د روغبړ له پاره يې ځان تيار کړ. له همت صاحب پرته  شپږ اوه تنه ځوان بهيروال هم راغونډ وو چې اودسونه يې کړي وو او د جمعې د لمونځ تابيا يې نيوله. د يار موسسې يوه څوکيدار راته وويل چې شپږ تنه نور هم راغلي دي، ستا پوښتنه يې کوله. ويل يې چې موږ لږ بهر ووځو تر دوه بجو ځانونه رارسوو، خو دا اوږده باجه او سيتارونه يې دلته ايښي دي.

د کابل د پروان مېنې په جوماتونو کې د جمعې لمونځونه شوي وو. حاجي حسام ته مې فون وکړ. چې موږ دم ګړۍ ته په خير سره روانيږو. هغه وی چې زموږ حرکت هم له تاسې پورې تړلی دی. دا دی موږ هم روانيږو. څه کم دوه بجې وې. بهيروال کاشتر ته ختل چې د عبدالهادي حيران زنګ راغی ويل يې چې زه او عابدجان رځړوال هم جلال اباد ته تلوونکي يو، که تاسې سره موټر کې ځای وي. چې موږ هم درسره واخلئ. اوس  په پژواک خبري آژانس کې يو. ما وی چې د پاسپورت د رياست په کوڅه راووځئ او د سرک ښي اړخ ته ودريږئ. موږ چې  پاسپورت د دفتر دکوڅې بريد ته ورسيدو، ما د سرک ښي اړخ ته کتل حيران صاحب دوی راته ښکاره نه شول، خو مصطفی باور او نورګل شفق په غبرګو آوازونو وويل چې هاغه دي هغه دوه تنه اوس له کوڅې راووتل، هغوی مو له ځانونو سره ځای کړل. په دې وخت کې مې شرر ساپی ته فون وکړ، ويل يې زه هم په ټکسي کې ناست يم او د شهيد عبدالحق څلور لارې ته نيږدې شوی يم. له دې ځايه مو شرر ساپی هم له ځانه سره واخيست. شر ر صاحب زما او د کاشتر ډريور تر منځ کيناست. تر ډېره مو د شرر صاحب په هغې ليکنې خبرې وکړې چې په دې وروستيو ورځو کې يې په يوې عربي شاعرې ليکلې وه. حربي پوهنتون ته رسيدلي وو چې بيا د حسام صاحب زنګ راغی ويل يې چې موږ (لايق صاحب او غضنفر) څرخي پله ته رسيدلي يو، که خير و په سروبي کې به درته  ولاړ يو. د ماهيپر نه په کوزيدو و چې نورګل شفق پوښتنه وکړه چې دا کوم ځای دی. ما او شرر چې وروليدل، نو يو کاغذ او قلم يې په لاس کې نيولی و او يادښتونه يې اخيستل. شرر صاحب ترې وپوښتل چې دا مو په دې لاره ړومبی ځل دی؟ هغه سر وښوراوه. ما وی چې دې ته ماهيپر وايي، بخت دی بيدار  دی که نه په دې لاره مسافر په ګينټو، ګينټو بند پاتي کيږي. دا چې زه او شرر صاحب  د کاشتر په مخکې سيټ کې ناست وو، وخت پر وخت به مو په لاره پراته کلي او مشهور ځايونه شفق ورښودل. د نغلو د بند په سر کې راڅخه پوښتنه وکړه چې دا څلی چې ولاړ دی، څه نوميږي، او پس  منظر يې څه دی؟ ما وی چې تر اوسه مې پرې هيڅ سوج نه دی کړی . او نه مې ورته کله په غور ليدلي دي. دلته ما ته هميشه د يوه ملګري بې رحمانه وژنه راياديږي. دلته يو قاتل ديره لګولې وه.  په دې وخت کې د کاشتر ډريور وويل چې په څلي زه هم نه پوهيږم چې ولې يې درولی، خو دا غونډ ګورې، دا د زرداد قوماندان پوسته وه چې د چور او تالان په دور کې يې سخت ظلمونه په مسافرو کړي دي. د نغلو په چړاهي چې په کيوتو شوو، نو د سروبي د بند په ښکلې منظرې مو سترګې ښکلې کړې. ما کمره راواخيسته او عکس مې اخيسته چې په کاشتر کې پنځه شپږ بهيروالو هم کمرې لاسونو کې نيولې وې او د دې ښکلې منظرې عکاسي يې کوله. زه په دې لاره په دې اوو کلونو کې ډير تللی راغلی يم، چې د ا خبره بې وخته يې راته ږيره کې سپين ډکي پيدا کړل. هر ځل چې په دې لاره ځم نو د سيند نه پورې غاړې کلي ته په خوند خوند ګورم چې کله خو په زړه کې راوګرځي چې کاش د دې سيند په غاړه دا ديره او کور زما وای.  د چړاهي نه کيوتي وو چې د حسام صاحب زنګ راغی ويل يې  چې موږ خو سروبي ته رسيدلي يو.

 په بازار کې درته ولاړ يو. موږ هم د هغوی د موټر تر څنګه کاشتر ودراوه او ټول بهيروال راکيوتل. ټولو د لايق صاحب ، حسام صاحْ او غضنفر صاحب سره روغبړ وکړ. چا د اوبو بوتلونه  واخيستل او چا هم د شربتونو، خو ما يوه سګريټ ته تلي ورته کړ. هادی حيران راته ډېر ست وکړ چې د مالټې اوبه دې وڅښم، خو ما خپله اشتيها  د سګريټ په لوګي لړلې وه.  له لږې دمې وروسته مو حرکت وکړ. کله کله به چې ما د بهيروالو په لور شا ته وروکتل، ټولو به د تنګي غرونه او د سرک پر غاړه روانو او څپاندو اوبو ته په ډېر شوق سره ليدل. شفق ته مې وويل چې دې ځای ته وريښمين تنګی  ځکه وايي چې پخوا به په دې لاره له چين سره د وريښمو تجارت کيده . د مشالې کمره نه چې ووتو، شفق ته مې وی اوس چې تر جلال اباد پورې څومره کلي مخ ته درځي، دا ټول د لغمان ولايت  پورې تړلي دي. د کليو نومونه يې په لوحو ليکلي دي، ته يې خپله تعقيبوه . خيرو خيلو کلي ته رسيدلي وو چې د آصف شينواري زنګ راغی. ويل يې چې موږ ستاسې مخې ته در روان يو او دا اوس د ډرونټې له تونل څخه درواوښتو.
ما ورته وويل چې موږ هم د لغمان ټکس ته نيږدې شوي يو، تاسې د الفت صاحب مزار سره ودريږئ، هملته به سره ووينو. هغه زياته کړه چې ډريور ته مو ووايه چې لږ ورو راشي، ځکه چې موږ نه غواړو چې تاسې دې د الفت صاحب مزار ته له موږ نه مخ کې راورسيږئ، ځکه چې بيا به مو درناوی پر ځای نه شي. په دې وخت کې موږ د لغمان ټکس ته رسيدلي وو چې ډريور وويل چې ما ته خو حاجی صاحب ويل چې په دې ټکس کې دريږو چې له جلال اباد نه نور ياران مخې ته راځي او دلته سره يو ځای کيږو. ما وی چې حاجی صاحب به هم تا ته د الفت صاحب مزار ښودلی وي. ځکه په دې لاره  چې زموږ دمه په کې ماتيږي، همدا د الفت صاحب مزار دی. ده سره په خبرو کې وم چې د حسام صاحب فون راغی ويل چې د الفت صاحب مزار ته له ننګرهار نه ياران رارسيدلي دي، موږ هم درپسې يو، تاسې هملته ودريږئ، ما ورته وويل چې سمه ده حاجي بابا.
د الفت صاحب مزار ته چې ورسيدو،  د مزار حويلۍ ته په ننوتوکې وو چې د ننګرهار ځينې ځوانو شاعرانو زما په سره ګلونه وشيندل. په دې وخت کې د ډېرې خوښۍ له وجې يو قسم شرمنده غوندې شوم. په زړه کې راوګرځيدل چې زه خو د دومره مينې وړ نه يم، څومره چې له ماسره کيږي. له خدايه مې شکر وا يست. ځکه چې عزت او ذلت ورکوونکو خو يوازې همدا لوی ذات کيدای شي. دلته ومو ليدل چې د ننګرهار فرهنګيان او ژورنالستان په څو موټرو کې راغلي وو چې فکر کوم سلو تنو ته به رسيدل. له کوزې پښتونخوا نه راغلي ځينې ميلمانه هم د اسدالله دانش  په مشرۍ کې راغلي وو. ما چې دانش لالا ته وليد، د چرسيانو په څير يې د بري ناره له خولې وايسته. هغه ته ورغاړې وتم، او له روغبړ وروسته يې راشد خټک له مټه وينو او ماته يې راغاړې ايستو. تر دې دمه لا ما راشد خټک نه و ليدلی. راشد خټک له پنځلسو کلونو راهيسې

زموږ بهيروال دی.
له دې پرته عمردراز مروت او پنځه شپږ تنه نور  کوزني ياران هم راغلي وو. حنيف حيران سره مې هم دلته وليدل. استاد ببرک مياخيل  چې په جلال آباد کې د بي بي سي راډيو خبريال دی او آصف شينواری چې د تهران راډيو سره کار کوي، دوی دواړه  د خيتيزو سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې لاس او پښې دي.  سخت خوشحاله وو، زه يې راونيولم او چا ته يې وويل چې ما سره  يې عکس واخلي. ما هم خپله کمره هغه ځوان ته ورکړه او عکسونه مو سره واخيستل.

په همدې وخت کې حسام صاحب ، لايق صاحب او غضنفر صاحب  دوی هم راورسيدل چې ټولو کوربنو په لاسونو کې د ګلونو خلتې نيولې وې او د دريواړو په سرونو يې ګلونه ورول. ما ته دې منظرې ډېر خوند راکړ. لايق صاحب او غضنفر ته يې يوه يوه ګيډۍ ګلونه هم ورکړل چې هغوی د الفت صاحب پر مزار کيښودل.  په ګډه مو د الفت صاحب په مزار دعا وکړه. لايق صاحب د خپلو خبرو په دوران کې وويل چې:

((په دې تورو کې خاورو کې، د دې ځمکې لاندې، داسې يوه هستی خوندي ده چې هيڅکله نه مري. دا هستي به تر هغې ژوندۍ وي، څو پورې چې دا قوم ژوندی وي، څو پورې چې دا دنيا آباده وي. داسې فکر مه کوئ چې استاد الفت مړ دی. ځکه چې عالمان  او د خدای وليان نه مري.، په ژوند يې هم ماته د شاګردۍ وياړ را په برخه و. او له مرګه وروسته هم  موږ ته درس راکوي. د دې هستۍ آثار موږ ته د يوه منلي لارښود په ټوګه پراته دي، او په پيړيو پيړيو به ترينه استفاده کيږي.))
د الفت صاحب په مزار به نيم ساعت پورې تم شوې وو. لايق صاحب، حسام صاحب او غضنفر ازمون صاحب له ځان سره په موټر کې سپاره کړل. ازمون استاد اصف شينواري ته وويل چې عابد تاسې درسره راواخلئ. ما وی چې هسې نه بيا له ما نه دا ځوانان بهيروال خپه نه شي. کاشتر ته وروختم او د جلال اباد په لور مو حرکت وکړ.  مازيګر لمونځونه به شوي وو چې د موټرو کاروان د غازي امان الله خان په باغ ورننوت . لايق صاحب د غازي امان الله خان په  مزار هم خبرې وکړې. لايق صاحب په خپلو  خبروکې وويل چې له هغې ورځې نه د افغانانو بد بختي پيل شوه چې غازي امان الله خان د ملک نه په وتو مجبور شو. غازي امان الله خان د افغانستان او افغانانو د

پرمختګ تګ له پاره خوبونه ليدلي وو چې د تعبير جامه يې وراغوستله. نړيوال دښمنان راپورته شول او په کور کې يې ورته خپل ورور دښمن کړ او د ملک نه  په وتو مجبور شو. زه ډېر افسوس کوم چې تر اوسه يې موږ بديل نه دی موندلی.
دلته د نارنجانو بې شميره بوټي ولاړ و. ګلونه يې لاسم نه وو سپړلي، په يوه نيم شاخ کې چې د نارنج د ګلونو غوټيو لږ لږ ځانونه راښکاره کړي وو. فضا يې معطره کړې وه. هر چا ته چې به مې کتل خوشحاله خوشحاله مالوميدل.، بس لکه په يوه لويه او خوندوره ميله چې سړی ورپيښ شوی وي.
د ماښام او مازيګر  تر منځ مهال و چې له دې ځايه مو حرکت وکړ. کله چې د پښتونستان په څلور لارې  د موټرو کاروان وروګرځيد، زموږ له موټر نه د يو چا غږ پورته شو ويل يې لکه چې قصر راباندې ګوري. شرر صاخب راته وويل چې واله مزه خو به وکړي. ما هم ورته سر وښوراوه. خو کله چې له قصر څخه تير شوو، يو بل آواز پورته شوو چې ويل يې قصر کې خو مو نصيب ونه وشو، کيدای شي د شيرزي لوبغالی راباندې وګوري. زما په زړه کې تير شول چې کيدای شي. خو کله چې له لوبغالي هم موټر ان تير شول، نو زموږ د کاشتر ډريور وويل چې راته ښکاري ستاسې دا ډله  د مشهورو قبرونو د ليدلو ډېره مينه واله ده. د ملنګ جان بابا قبر ته به ځي. دا خبره زما زړه بيخي ومنله. ما ويل استاد بلکل پر ځای خبره دې وکړه. شرر صاحب هم راسره ومنله. خو کله چې د بهسودو د پله پر سر موټرې ودريدل او د ټولو موټرانو څخه ياران راکيوتل،  مالومه شوه چې د لايق صاحب د بهسودو د پل سره د ځوانۍ ډېرې خاطرې تړلې وې، او دلته راتګ هم د لايق صاحب يوه هيله وه. له کابل نه چې له موږ سره ياران تللي وو څو تنو يې راڅخه پوښتنه وکړه چې ستاسې کلی خو هم همدلته چيرته نيږدې دی. ځکه چې تا يو چيرته ليکلي دي چې د بهسودو له

ولسوالۍ څخه يې. ما ورته د بهسودو د  پل لمرخاته خواته د خپل کلي غر او د غره په لمن کې چې د سيند غاړې ته کومې درنې او غټې ونې له دې ځايه د ځوانو ونو بڼه غوره کړې وه، وروښودې او ورته مې وويل چې دغه زموږ کلی دی. همت صاحب وويل چې واله بيشکه تاسې خو هم د سيند د غاړې خلک ياست. ما بيرته خبره ونيوه. يارانو ته مې وويل چې د لايق صاحب د ځوانۍ د وختونو خاطرې به يې له دې ځايه سره ځکه تړلي وي، چې له ډېر پخوا نه به د ژمې په موسم کې له ټول هيواد نه د بهسودو پل ته خلک د ميلو له پاره راتلل. ګوډۍ به يې جګولې، کورنۍ به راتلې دلته به يې خپل ديګونه پخول، سترنجۍ به يې غوړولې، پخوا دلته هوټلې نه وې، هر چا به ځان ته خپله تياروله. اوس خو بې شميره هوټلې دي، بارونه .... همدلته به دسرطان په شپږ ويشتمه يعنې د داودخان د کودتا د جشن نمانځلو له پاره کمپونه لګيدل. له ډېر لرې لاړ نه شم. او د ١٣٦٥ کال خبره وکړم. نو موږ به له کلي نه څلور تنه ياران راغلو، د ټرکټور ټير به مو له ځان سره له کلي راوړی و، دلته به مو وپړسوو، او تر کلي به په همدې سيند کې په داسې حال کر تلو چې يو څه خوراکه به مو هم له ځان سره اخيستې وه. نه پوهيږم، چا وويل چې عابده تا خو هم په ځوانۍ کې ښې مزې کړي دي. ما ورته وويل چې ولې زه تا ته اوس څه ځوان نه ښکارم؟ بل وويل چې ځوان خو يې ځکه خو په ارګ کې ولسمشر کرزي درسره هم د ټول افغانستان د ځوانانو په استازيتوب  غاړه درکړې وه. هاهاهاهاها
ماښام نيږدې و چې له دې ځايه مو د ښار په لور حرکت وکړ. موټر د قبايلو د رياست په سرک وروګرځيدې. ټولو دا باور لاره چې د قبايلو رياست ته ورځو ځکه چې سبا ته به همدلته غونډه پيليږي. خو کله چې د قبايلو له رياست نه موټرې واوښتې، هر چا سره سوال پيدا شو چې اوس به نو چيرته ځو. خو چې موټرې د تورخم زړې هډې چې اوس په کې د عيدګاه جومات او شين پارک جوړ دی، ودريدې، نو زه وپوهيدم چې د خان عبدالغفار خان ( باچا خان ) مقبرې ته راغلي يو. ټولو يارانو د څو مينټو له پاره د پارک نه ليدنه وکړه. او بيا ټول د باچا خان مقبرې ته ورننوتو. دلته هم له دعا وروسته لايق صاحب وويل چې دا داسې هستۍ ده چې سړی پرې چوپ نه شي پاتې کيدی. او زياته يې کړه:

(( کله چې د ثور کودتا وشوه، باچا خان چې ماته يې زوی ويلی و، همدلته اوسيده. زه راغلم او ورته مې وويل چې نوی تحول مو راوست، که خير وي نور به دا پښتون قوم له بدمرغيو څخه راوباسو. باچا خان راته يوه ترخه موسکا وکړه او راته يې وويل چې سليمانه بچيه! همدا اوس ولسونه راپورته شوي دي. او زه په دې پوهيږم چې د ولسونو دا پاڅون به په ټول ملک کې خپور شي. او په يوه خونړي جنګ به بدل شي.  خو ماته  افسوس په دې خبره راځي چې دا جنګ به زموږ خپل نه وي، دا جنګ به د روس او امريکې وي. خو قرباني کيږو به په کې موږ. هاغه وخت ما د دې لويې هستۍ خبره بابس ګڼلې وه. خو ډېر ژر وپوهيدم چې باچا خان رښتيا ويلي وو.
له دې ځايه مو د ننګرهار د ولايتي شورا د رييس عبدالهادي مسلم يار ميلمستون چې ډېره ښکلې ودانۍلري او پراخه ساحه کې جوړه دی. د ماښامنۍ له پاره وروستل شوو. دلته راته زيرک فهيم وی چې د ولايتي شورا د رييس سکرتر چې اجمل نوميږي، هر وخت راڅخه ستا پوښتنه کوي، ستا سخت مينه وال دی. په يو چا يې د اجمل غږ وکړ.

 هغه ماسره د غاړې ستړي مه شي وکړه. فهيم  ورته وی چې ودې پيژندو؟ هغه چې ماته ځير شو نو له واره يې وويل چې اوهو، دا خو عابد صاحب راغلی دی، خدای دې راوله، بيا يې راته غاړه راکړه او ډېره خوښي يې څرګنده کړه. همدې سره ولاړ اوم چې د کاشتر ډريور راغی او ما ته يې وويل که زه نور په کار نه يم نو ما رخصت کړئ چې زه ځم. هغه پيسې غوښتې. ما حسام صاحب ته زنګ وواهه چې ډريور سره يې څو روپۍ کړي دي. هغه راته وويل چې ٤٠٥٠ افغانۍ مې ورسره کړي دي. ما لا فون نه و بند کړی چې آصف شينواري ته مې وويل چې ٤٠٥٠ افغانۍ ورکړه خو ډريور وی چې زه خو دوه ساعته نور هم له تاسې سره وګرځيدم، بايد چې ٤٥٠٠ افغانۍ راکړئ. حسام صاحب وی چې  توره بچيه! ٤٥٠٠ افغانۍ ورکړه سهار ته به يې زه درکړم. پيسې مې له اصف شينوارې واخيستې او ډريور ته مې ورکړې. ډريور راته وويل چې په موټر کې ستاسې سامان پروت دی. زه پوه  شوم چې د هنرونو د پوهنځي د شاګردانو سيتار او ارګين به وي  هغوی مې راپيدا کړل. د موسيقۍ الات يې راواخيستل. بيا يې هيله وکړه چې هغوی ته داسې يوه کوټه پيدا کړم چې د ترانو تمرين په کې وکړي. اجمل حسن خيل چې څو شيبې وړاندې راسره معرفي شوی و، هغه ته مې وی چې دې ځوانانو ته يوه کوټه ورکړه چې دوی د سبا له پاره ترانې تمرينوي. اجمل جان دې خير يوسې په سينه يې غبرګ لاسونه کيښودل او ځوانان يې له ځان سره روان کړل.  څو شېبې وروسته د دې ځوانانو يو بل ملګری له بهر نه راغی او له مانه يې د خپلو ملګرو پوښتنه وکړه. بيا مې اجمل راپيدا کړ. دا ځل زه هم ورسره روان شوم. په دويم پوړ کې يې ورته کوټه ورکړې وه. دريواړه يو ځای ورننوتو. دوه تنو يې سيتارونه غږول او درې نور يې په يوه چپرکټ اوږده اوږده غځيدلي وو. زموږ په ليدو له ډېر ادب نه نيغ په چپرکټ کې کيناستل. ما ورته په دري ژبې وويل:
بفرماين، ما هم خسته و ذله استم، کاش که وقت ميداشتم، که ما هم همرای شما خوده جای ميکردم. يوه په کې خوږه موسکا وکړه.
دوی مو دلته خپل تمرين ته پريښودل او موږ بيرته راکيوتو. په دې وخت کې حويلۍ ته يوه کاشتر راننوت.

 په دې کاشتر کې له پيښور څخه راغلي ميلمانه ياران وو. ډاکټر اسرار، رحمت شاه سايل، هميش خليل، مشتاق مجروح، اکمل ليونی، اسرار اتل، اقبال سعيد، سردار يوسفزی، امجد شهزاد، تنها او . . .  ټولو سره مو روغبړ وکړ. ټول خوشحاله ښکاريدل. مشتاق مجروح  تر ډېره په سينې پورې نيولی وم. ويل يې هماغه د قلندر صاحب په مرکه کې چې مو سره ليدل بيا رانه بيخي غيب شوی وې. ما وی چې زما هم ياديږدې. دوه درې کاله وړاندې چې دې  د خيبر تلويزيون له لارې د پښتو د ګرامر درس ورکاوه، ما به تل ليده او ډېر څه مې ترينه زده کړي دي.، خو اوس هغه پروګرام نه خپروي. هغه وی چې له کله نه ورسره ځلان مومند کار پريښی دی، هغه پروګرام هم ختم شوی دی. خو اوس  يې لکه چې دوباره خپروي. هميش صاحب له نافع همت سره بنډار جوړ کړی و. ما ترينه د روغ رنځور پوشتنه وکړه. همت صاحب ورته وويل چې دا عابد دی. هغه موسک غوندې شو. ما همت ته وی چې عابد له دوی سره وړوکی لوی شوی دی. هميش صاحب ويل چې بلکل. دوی سره پهخبرو کې وم چې د شرر صاحب فون راغی ويل يې چې ډوډۍ خوړلو ته په تمه ده. هال ته راننوځه.ورغلم او له شرر سره په څنګ کې کيناستم. لږه شيبه کې له بهر نه ټول ياران د ډوډۍ خوړلو په خاطر راننوتل. ډېره خوندوره او مکلفه ډوډۍ يې تياره کړې وه. له ډوډۍ خوړلو وروسته زه، راشد خټک او شرر د حويلۍ په چمن کې يوې غاړې ته کيناستو او سګريټ مو څکول چې پيښوري ياران يوه کاشتر ته پورته کيدل. راشد خټک ما او شرر پسې شله شو چې موږ به هم ورسره ځو که نه هغه هم نه ځي. راشد زياته کړه، له سهار راهسې مې د دې پيښورو يارانو سره دوه خبرې هم نه دي شوي. زه خو لا ښه يم دا مشران خو په کې پيژنم، ما د هغوی په ډله کې هيڅوک نه پيژني. ځکه چې دا پنځلس کاله کيږي، چې زه د عابد، کاروان، نثار او سالک سره رالوی شوی يم. د بهير غونډې، له عابد سره په صدر بازار کې د واړه بهير بنډارونه دا هر څه مې تر اوسه پورې د يوه ژوندي تصوير په شان په سترګو کې ځړيږي.  اسد دانش د کاشتر مخ ته ولاړ و او ياران يې په کې ځای پر ځای کول.. ما څو تنو بهيروالو ته وويل چې خپه نه شي دا پيښوري ياران شله دي چې له دوی سره د قبايلو رياست ته لاړ شم.  له دې ځايه د قبايلو د رياست پورې اسد دانش کله په ما پورې، کله هم په شرر پورې او کله هم په راشد خټک پورې خوله اچوله او هر څه چې په خوله ورتلل ويل به يې. د قبايلو رياست ته چې ورسيدو، ما اجمل حسن خيل ته فون وکړ ورته مې وی چې تا سره په حويلۍ کې زموږ بهيروال پاتې شول چې درڅخه خپه نه شي.
زما په ژوند کې ړومبی ځل و چې د قبايلو د رياست دننه ننوتم. دا ودانۍ د شيرزي فونډيشن لخوا بيا جوړه شوې ده چې د ژوند ټول سهولتونه په کې شته دی. دلته له پيښور نه راغليو ميلمنو ته کوټې ورکړل شوې وې. يوه شيبه په هال کې ناست وو.

 دانش لالا ټول مجلس په خپله ولقه کې اخيستی و. شرر سره يې په زاړه رقابت يوه پنجه ښه وګړنجوله. بيا يې په شرر غږ وکړ چې بس نو اوس مشاعره کوو او پيل به يې له تا کوو. شرر هم خپل يو غزل ووايه چې رديف يې و سړي ته خوب ورولي. بيا يې پر ما غږ وکړ. اسرار اتل راته وويل چې هغه شعر به وايې چې کرزي صاحب درته غاړه درکړې وه او بيا دې شعر ويلی و. خو شا نزول به يې هم بيانوي. ما چې کله د دې غزل چې :
نن راته يو چا غاړه راکړې وه
يا د وخت پاچا غاړه راکړې وه
شانزول بيانوو، نو ټول ياران راته غوږ غوږ  وو. له ما وروسته يو پيښوري يار تنها صاحب ته د شعر بلنه ورکړل شوه. بيا اقبال سعيد ته  او چې مشاق مجروح شعر ويلو نو هال ته دوه تنه ځوانان راننوتل. يوه  په سپين بدن تکې تورې جامې اچولې وې او دې بل يې په خړو جامو چپه غاړه کړې وه. دوی له ټولوسره په لاسونو ستړي مه شي وکړه. بيا د چپه غاړې واله وويل. موژ دلې محصلان يو. خبر سو چې پيښوري شاعران راغلي دي، چې سايل صاب هم پکشې دی. موژ  ستاسې او د سايل صاب ليدو ته  راغلي يو. دانش پرې غږ وکړ چې سايل سره به ووينئ خو اوس دلته مشاعره روانه ده، تاسې  د شعر د اوريدلو تاب لرئ؟ همدې ځوان وويل : هو، کله کله يې ليکو هم. دانش پرې غږ وکړ چې ښه ښه، تاسې هم موږ غوندې . . . . شوي ياست.

دې خبرې سره په هال کې د خندا يو شور پورته شو.  دانش پر همدې ځوان غږ وکړ چې شعر دې وايه ځوان هم په شعر ويلو پيل وکړ. شعر يې ډېره شعاري بڼه لرله خو د امريکا په خلاف په کې ښه په ډاډه زړه غږيدلی و. بيا نو دانش کمره راواخيسته او عکسونه اخيستل يې پيل کړل. د دوه درې زاويې نه يې عکسونه واخيستل. بيا نو د تورو جامو ځوان پسې راتاو شو. ډېرو يارانو پرې غږ وکړ چې اوس خپل اصلي مقصد ته راغلې. يو  ځل بيا ټولو په ډکو خولو وخندل. هلک ته چې ما ليدل نو رنګ يې وهلی و. زه ورپورته شوم. او دې ځوان ته مې وويل چې خپه نه شې، دا اسد دانش نوميږي.د پښتو کتابونو پبلشر دی. د خپله خوله يې په واک کې نه ده، هر څه چې خولې ته ورشي، ايسارولی يې نه شي.  بس دغه شی دی، خو له دې هر څه سره سره يارانو ته منلی دی، ټولو ته ګران دې او ټول پرې ګران دي. خو يوې خبرې ته دې پام وي، چې په هره طبقه کې مافيا وي، بس داسې فکر وکړه چې په ادب کې مافيا همدا دانش لالا دی. هغه راته وويل چې زه يې پيژنم او عابد صاحب تاسې هم پيژنم. زما نوم ؟؟؟؟ مومند دی، د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ کلي يم. او په  همدې رياست کې ليليه يم. ما ورته ويل چې ما څنګه پيژنې؟ هغه وخندل او راته يې وويل چې هر هغه څوک چې د شعر او شاعرۍ سره مينه ولري او بيا د ننګرهار هم وي او تا ونه پيژني نو فکر کوم چې هغه به  . . .  نه پيژني. ما ترې مننه وکړه. هغه زياته کړه. ما ستاسې کتاب هم لاس ته راوړی دی او د ستورو له کاروان څخه مې هم تعقيب کړی يې.
د سګريټ څکولو له پاره زه او شرر له هال نه بهر راووتو. اسرار اتل هم راپسې راووت. يوه شيبه مو د پيښور په سياسي او کړکيچنه وضعه خبرې سره وکړې. هغوی هم په دې عقيده وو چې د پښتونخوا ټوله صوبه به طالبانو ته حواله کوي. اسرار اتل د ډاکټر صاحب اسرار د خولې خبره کوله. ويل يې چې نن مازيګر ډاکټر اسرار په يوه ميډيسن سټور کې څه دوايي اخيسته. سيل مين ورته بيه ٣٥ افغانۍ يا ٥٠ کلدارې ويلې وې. ډاکټر صاحب ورته ويل چې څه وخت خو دا افغانۍ يو لک په سلو کلدارو کيدې، دا څنګه دومره اوچته لاړه. هغه سيل مين ورته ويلي وو چې غم مه کوئ، کلداره به هم اوچته شي. ځکه چې در روان دي. بيا په لاره راروان وو چې د ميډيسن پاکټ يې وسپړدو نو د ٢٠ ګوليو پر ځای په  کې لس وې. ډاکټر صاحب ته مجروح صاحب ويل چې راځه بيرته يې ورپسې يوسو چې دا خو کمې دي. خو ډاکټر صاحب ورته ويلي وو چې نه ډېره زبردسته خبره يې راته کړې ده. د دې خبرې خوند پرې نه خرابوم او کيدای شي راته ووايي چې دا هم تاسې راليږلي دي.
موږ لا بهر ناست وو چې د محصيلينو يوه ډله په هال ورننوته. موږ چې ورغلو دوی هم د سايل صاحب ليدو ته راغلي وو. زه له سايل صاحب پسې د هغه کوټې ته ورغلم او ورته مې وويل. چې ستا ليدو ته قبايلي سټوډنټان راغلي دي. هال ته لږ تشريف راوړئ . دلته له سايل صاحب سره ډاکټر اسرار او اکمل ليونی هم ناست وو. دوی دريواړه راولاړ شول اکمل ليوني خو له خپلې کونټۍ نه رباب جوړ کړ  د خولې زبردست رباب يې ووهلو.

هال ته ننوتو او ټولو محصيلينو سايل صاحب ته په ډېره مينه او ادب ستړي وکړه.  بيا به يو يو راتلو، له سايل صاحب سره به کيناستو او عکسونه به يې ورسره اخيستل. عکسونه چې واخيستل شول نو دانش لالا امجد شهزاد او حشمت استاد ته وويل چې باجه او تبله راواخلي چې د موسيقۍ وخت راغلی دی. پنځه شپږ  غزلې امجد شهزاد وويلې او پنځه شپږ به سردار يوسفزي هم ويلي وي. اکثره غزلې يې د سايل وويلې. سايل صاحب هم کرسۍ پريښوده او له ځوانانو سره يو ځای په ځمکه کيناست.

دلته د افاق مجلې د امتياز خاوند حاجي ايوب هم موجود و. ما ته استا لعل پاچا ازمون وويل چې ستا خوښه ما سره کور ته ځې او که د احسان الله کاموال حويلۍ ته دې ورسوم. ځکه چې دلته د نورو کسانو د ځايدو ګنجايش نه شته. ما ورته ويلې چې استاده تاسې زما د شپې تيرولو نه خلاص ياست. زما خو په ننګرهار کې هر دويم کور خپل دی. هغه چې ډاډه شو نو په خپله مخه لاړ . د موسيقۍ پروګرام هم خلاص شوی و. زه، راشداو شرر له ايوب حاجی سره د هغه دفتر ته چې  په شيريندل پلازه کې  دی لاړو. تر دوه بجو پورې مو غورې سره کولې. او چې سهار راپورته شوم او د پنځم پوړ نه مې د غازي امان الله خان باغ وليد،

نولکه  يو شين ټغر چې غوړيدلی وي. له همدې ځايه مې د دغه باغ عکس واخيست. له چای خوړلو وروسته شر ر او ايوب حاجي حمام ته ولاړل. زه او راشد خټک د سراج العمات باغ ته ننوتو. يوه دوره مو پرې ووهله. راشد ته مې د باغ په هکله دومره مالومات ورکړل څومره چې له ما سره وو.

څه کم نهه بجې وې چې له حاجي ايوب سره زه، شرر او نجيب جان چې د يوې شخصي کمپنۍ رييس دی. د قبايلو رياست په لور روان شوو. په لاره د دوی مسلات راغی چې کونړ ته د يوه مړي په مناسبت ولاړ شي. حاجي ايوب ما ته هم شله و چې ورسره دې لاړ شم. شرر يې له ځان سره راڅخه واخيست . زه يې د قبايلو رياست مخې ته کوز ته کړم او دوی د کونړ په لور روان شول. دلته مې وليدل چې له خوست نه وحدت صاحب، نوراجان بهير او څو تنه نور هم د نارنج له يوه بوټي سره ولاړ وو. دوی سره مې روغبړ وکړ.  د رياست د ودانۍ مخې ته مې استاد اصف صميم وليد چې له مشتاق مجروح  او راشد خټک سره يې خبرې کولې.

 دوی سره مې هم روغبړ وکړ او د رياست  ودانۍ ته ننوتم. دلته مې استاد بختانی، پوهاند سيال کاکړ چې تر دې دمه لا ما نه و ليدلی، زاهد شاه انګار او نافع همت په ړومبۍ کوټه کې وليدل. ازمون استاد ورپسې راغی چې د غونډې د هال په لور يې بوځي. ما له دوی سره روغبړ وکړ. عکسونه مو سره واخيستل او د رياست له ودانۍ نه حويلۍ ته راووتو. په همدې شيبه کې د کابل والي حاجي دين محمد هم راورسيد.  دوی سره  هم ټولو روغبړ وکړ او په ګډه د سيمينار د هال په لور  روان شوو.

استاد ببرک مياخيل او آصف شينواری د سيتج تر څنګ ولاړ وو. په هال کې خلک هم پر چوکيو ناست وو. په لسګونو تنو ته يې د ناستې ځای پيدا نه شو او د هال په دروازه کې او  د ديوال غاړو ته ولاړ پاتې شول. مياخيل صاحب ډېرو درنو الفاظو راغليو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه. بيا يې قاري عبدالله سهار ته بلنه وکړه چې غونډه د قرآن مجيد په مبارکو آياتونو پرانيزي. قاري صاحب په خواږه غږ  څو آياتونه تلاوت کړل. شينواری صاحب ستيج ته راغی او د رييسه هئيت غړي او ميلمانه يې ستيج ته ور وغوښتل چې حاجي دين محمد، پوهاند سيال کاکړ، ډاکتر اسرار، هميش خليل، سليمان لايق، استاد محمد اصف صميم، استاد برزين مهر  او استاد عبدالله بختانی چې د دې ناستې رياست يې هم په غاړه درلود، په کې شامل وو.
تر دې وروسته استاد لعل پاچا ازمون راغی او پرانيستونکي وينا يې واروله. په دې وينا کې د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې د تيرو کلونو له فعاليت نه ونيسه تر دې دمه هغه ټولې هڅې او کړنې شاملې وې چې سر ته يې رسولې وې. له دې پرته يې د سږني سيمينار په اړه د هغو فرهنګپالو  يادونه وکړه چې د دې سيمينار په خاطر يې د کتابونو په چاپ کې مالي مرستې کړې وې. له هغو ټولو يې مننه کوله او کورودانی يې ورته وايه.

تر استاد ازمون وروسته د کابل والي  حاجي دين محمد د ولسمشر کرزي پيغام ولوست او بيا يې د خپلو خبرو په ترڅ کې د ختيزې سيمې د ليکوالواو ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې له چارواکو او ټولو غړيو څخه مننه وکړه چې دغسې له وياړه ډک او درانه سيمينارونه جوړوي چې لر او بر پښتانه ليکوال په کې په ډېره مينه برخه اخلي.

ورپسې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم د رياست پيغام ولوست . ده هم خوښي څرګنده کړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې يې وويل:  لکه څنګه چې ننګرهار ته هميشه بهار ويل شوی دی، دغسې د فرهنګ او ادب زانګو هم ورته له ډېره قديمه ويل کيږي. او دا ځکه چې ننګرهار په خپله غيږه کې تل د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو په څير بچي راستر کړي دي او بيا يې د دې جوګه کړي دي چې وخت پر وخت د خپل ادب او فرهنګ خدمت ته مټې راونغاړي.
تر ده وروسته د ننګرهار دپوهنتون رييس حميدزي صاحب خپل پيغام ولوست. ورپسې د علومو اکاډمۍ پيغام عبدالواجد واجد ولوست. ورپسې  د کونړ د والي وياند ايدريس غروال د کونړ د والي پيغام واوراوه چې دختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو هڅې يې ستايلې وې او دغسې غونډې يې په ادبي، فرهنګي، ټولنيزو او د سولې په پرمختګ کې مهمې بللې وې.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې صفيه صديقي هم ستيج ته وغوښتل شوه. ده هم ټولو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه. او بيا يې خپله خوښي څرګنده کړه چې سايل صاحب او نور مشران يې تر مخ ناست دي. ده زياته کړه چې په تيرو ديرشو کلونو کې سايل صاحب داسې يو نوم دی لکه رحمان بابا چې په هر پښتون کور کې پيژندل کيږي.
د پيغامونو دا سلسله به تر ډېره غځيدلې وه خو انانسر  د هغو ټولو فرهنګي او ادبي ټولنو  په يادونه بسنه  وکړه چې پيغامونه يې رارسيدلي وو.

د پيغامونو له پړاو نه وروسته سليمان لايق ستيج ته وغوښتل شو چې په فلکلوريک ادب خپله ليکنه واوروي. لايق صاحب په سر کې په دې خوښي وښوده چې په هال کې دومره فرهنګيان او فرهنګپال راټول شوي دي چې په چوکيو کې ځای نه شته او يوه برخه يې د هال د ديوالونو غاړې ته ولاړ دي. ده وويل چې ما د ژوند په دې اوږده سفر کې ډېرې غونډې ليدلي دي چې د هال چوکۍ نيمايي هم نه وي ډکې. خو لکه څنګه چې ننګرهار يو ادب پروره ښار دی، زه دلته وينم چې د هال د چوکيو نيمايي زموږ په خويندو ډکه ده، چې دا زما له پاره داسې شېبې دي، چې زه به يې هي