Baz blog

ننګرهار ته شاعرانه سفر او انځورونه دويمه برخه/ عابد

24.03.2009 08:58

د لايق صاحب له مقالې وروسته شيرزي صاحب ته بلنه ورکړل شوه چې خپل پيغام واوروي. ده په سر کې له کوزې پښتونخوا څخه راغليو ميلمنو او په هال کې ټولو ميلمنو ته ښه راغلاست ووايه. خوښي يې څرګنده کړه چې ننګرهار داسې يو پر امنه ولايت دی، چې له لر او بر نه ورته پښتانه  اديبان په ډېر شوق راځي. شيرزي صاحب هم د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو هڅې وستايلې. زياته يې کړه چې زه هر وخت او په هر حال کې د دوی مرستو ته تيار يم. ورپسې يې خپل يو شعر ووايه  او له ستيج نه کيوت.

ورپسې استاد اسد الله غضنفر خپله ليکلې کمه خو ويلې ډېره مقاله ولوسته چې د فلکلور په اړه په کې ډېرې نوې خبرې وې. د پوهتنون استادانو ته يې توصيه وکړه چې د وروستي کال په محصلينو د ننګرهار په فلکلور مونوګرافونه وليکي. دا کار به تر دې ډېر ګټور وي چې له کتابونو ليکنې او معلومات راواخلي او يو بل کتاب ترې جوړ کړي. ده زياته کړه: آيا تاسې کله فکر کړی دی چې د ننګرهار ګوړه ولې په ټول هيواد کې مشهوره ده؟ څومره به ښه وي چې د پوهنتون يو محصل راولاړ شي او خپل مونوګراف د کامې په ګاڼيو وليکي. دا زموږ د فلکلور داسې يوه برخه ده چې زموږ ژوند، ورپورې تړلی دی او زموږ اقتصاد ورپورې تړلی دی. زموږ فلکلوري ميراثونه يوازې ادبيات او تاريخي څلي نه دي ، موږ په خپل ژوند کې له پيړيو تر دې دمه نور ډېر څه لرو چې بايد پام ورته واروړل شي.

تر استاد غضنفر وروسته د مډالونو، پګړيو او پکولونو د ويش لړۍ پيل شوه. پوهاند سيال کاکړ، ډاکټر اسرار، استاد رفيع او رحمت شاه سايل ته د سرو زرو مډالونه تيار شوي وو چې د کابل او ننګرهار د واليانو په لاسونو ورته غاړو کې واچول شول. د استاد حبيب الله رفيع مډال نبي تدبير ته په امانت ډول ورکړل شو.

د پګړيو د ويش په سلسله کې استاد محمد اصف صميم هميش خليل ته، د ولايتي شورا رييس مسلميار سيال کاکړ ته، د پوهنتون رييس ډاکټر  اسرار ته پګړۍ ورپه سر کړې او د پکولونو د ويش په سلسله کې چې دا د کونړ څخه راغليو ليکوالو او ژورنالستانو تيار کړي و. نعمت الله کرياب سليمان لايق ته، شير حسن کمالزي الحاج محمد حسن حسام ته، سالارزي صاحب استاد برزين مهر  او اسد دانش ته ورپه سر کړل. له دانش نه وروسته زه

( بازمحمد عابد) هم ستيج ته وغوښتل شوم او زما سر يې هم په يوه پکول ونازاوه. دا ټوله سلسله په هال کې د ناستو برخه والو په درنو چکچکو سره استقبال شوه. بيا د ښوونځي جونو يوه ترانه وړاندې کړه چې بخيتار ساحل ورته ليکلې وه. او هم د کابل د هنرونو د پوهنځي ځوانانو دوه ترانې واورولې چې يوه يې په دري ژبه وه چې دخلقيانو له وخته زما ډېره خوښه وه. ((وطن عشق ته افتخارم)). او بله ترانه يې هم د اولمير استاد له طرز څخه کاپې کړې وه چې (( دا زموږ زيبا وطن)) وه. له دې وروسته د ړومبۍ ورځې لومړۍ ناسته پای ته ورسيده او ټول د ډوډۍ خوړولو له پاره راووتل.
موږ چې د غرمې ډوډۍ وخوړله. نو الحاج حسام ما او استاد غضنفر ته وويل چې لايق صاحب غواړي چې کابل ته لاړ شي که تاسې ځئ نو چې سفر مو يو ځای وي. دا چې ما هم په سبا ورځ په دفتر کې ډېر کارونه لرل او استاد اسد هم. نو ورته مو وويل چې بس موږ ورسره ځو. خو لږ ساعت وروسته بيا حسام صاحب وويل چې لعل پاچا ازمون په لايق صاحب زورور شو نن يې نه پريږدي چې لاړ شي. که تاسې ځئ نو چې زه درسره ډريور وليږم. ما ته استاد اسد وويل چې عابده څنګه دې خوښه ده. ما ورته وی چې په تګ خو ځو، زه او ته يوازې هم نه يو، شرر مو ملګری دی. خو د حاجی صاحب موټر له ځان سره نه بيايو. ځکه حاجی صاحب څو ورځې نور هم په ننګرهار کې پاتې کيږي او ده سره چې موټر نه وي، يو ځای هم خوند نه ورکوي. غضنفر راسره ومنله.

تر ډوډۍ خوړولو وروسته ځينې يارانو له ما او استاد غضنفر څخه غوښتنه وکړه چې عکسونه راسره ولري. زياتو سره يې خپلې کمرې وې خو ما به خپله کمره هم ورکوله چې زه يې هم عکسونه ولرم. څه د پاسه دوه بجې به وې چې د لومړۍ ورځې دويمه ناسته پيل شوه. په دې ناسته کې دکوزې پښتونخوا پر ميلمنو سربيره د رييسه هئيت چوکيو ته زاهد شاه انګار، عبدانافع همت او ګل رحيم نيازمند هم ورغوښتل شول.


نبي تدبير د استاد حبيب الله رفيع مقاله ولوسته .  د يادونې وړ ده چې په دې سيمينار کې استاد رفيع نه و، دا ځکه چې دولت په يوه رسمي سفر چې د ادبياتو په لړ کې و هندوستان ته ليږلی و. خو رفيع صاحب په خپل غږ کې  د کمپوټر له لارې په زړه پورې ليکنه په سيال کاکړ واوروله چې په ډېر ظرافت پيل شوې وه او په ظرافت پای ته ورسيده.
له ده وروسته استاد محمد اصف صميم خپله ليکنه چې په پوهاند سيال کاکړ، حبيب الله رفيع او سايل يې کړې وه ولوسته.

تر استاد صميم وروسته استاد نجيب منلی هم ستيج ته راغی او په فلکلور يې خپلې څرګندونې وکړې. ويې ويل چې زه په دې برخه کې دومره مطالعه نه لرم. خو دومره څه ضرور وايم چې اوس مې نوي نوي زده کړي دي. ده زياته کړه چې که موږ په خپل فلکلور کې کلالۍ ته تم شو نو وبه وينو چې دغه دود له ډېر پخوا نه په موږ کې موجود دی او تر ننه ترينه ګټه اخيستل کيږي. تر دې چې زموږ دا فلکلوريک لوښي بهرنيان په ډېر شوق اخلي. همدا رنګه د خټې پخول د حرارت په ساتلو کې ډېر موثريت لري چې له قديمه تر دې دمه زموږ په کليو کې  دود دي.

د استاد منلي له خبرو وروسته زه له هال نه راووتم او د هال تر شاه مې ځينې ياران وليدل چې د شنو چايو پيالې يې نوش جان کولې. زه هم ورغلم  نه پوهيږم چې له ننګرهاريو ځوانانو څخه کوم يو ځوان و چې خپله پياله يې په پټي کې واړوله او ماته يې ډکه کړه. همدلته ناست وم چې نافع همت هم راغی. په خويه تندي يې خولې راماتې وې. دی هم راغی او چايو ته يې پلتۍ ووهله. ما وی همت صاحب ته خو د رييسه هئيت غړی يې، څنګه دې دې خوا مخه وکړه. هغه وی  چې واله ګرمي مې وشوه. نور مې هلته تاب نه لاره. په دې وخت کې مې اسدالله غضنفر ته پام ته شو چې له هال نه راوتی و او د قبايلو د رياست په لور روان و چې څو تنو ځوانانو په لاره کې ايسار کړ او عکسونه يې ورسره ايستل.

زه چې د غضنفر په خوا ورغلم نو له واره يې راته وويل چې والکه عابده تاپسې ګرځم. که خوښه دې وي، نو حرکت کوو چې ناوخته دی. ما ورته ويل بس څوک پر ځان مه پوهوه. غلي غوندې په ووځو چې بيا ډېر ياران خپه کيږي. شرر مې هم پيدا کړ او د تګ تابيا مو ونيوله. الحاج ايوب توحيديار هم په دې وخت کې راپيدا شو. دی ډېر ټينګ شو چې شپه به له دې سره کوو او سهار وختي به مو په خپل موټر کې ليږي. خو موږ  د پاتې کيدو نه وو. هم ده سره په موټر کې سپاره شوو. سردار يوسفزی او تنها صاحب هم له موږ سره په موټر کې کيناستل فکر کوم  له ايوب حاجي پورې يې څه کار تړلی و. لومړی يې سپين غر هوټل ته راوستو. اسد غضنفر ننوت او خپل بيک يې راواخيست او د کابل هډې په لور مو حرکت وکړ. تير مازيګر و چې د کابل له هډې نه مو حرکت وکړ. په لاره شرر او غضنفر تر ډېره د پښتنو په بد بختۍ او په لاملونويې خبرې وکړې. استاد غضنفر په دې اند و چې تر هغې چې پښتنو کې د قتل کولو کلچر له منځه نه وي تللی، دا قوم به همداسې بدبخته وي او چې له يوې بد بختۍ راووځي نو بله به ورته مخه کوي. ما به هم کله کله د دې دوه عالمانو په خبرو کې ځان ورګډ کړ . نور مو سر نه خوږوم څه کم نهه بجې وې چې په پل محمود خان کې له موټر نه کيوتو. اسد غضنفر مو په يوه ټکسي کې سپور کړ. هغه شله و چې شپې ته ورسره لاړ شم. خو ما د ټکسي نمبر نوټ کړ او غضنفر ته مې وويل چې اوس نو بيغمه ورځه. خدای دې ذمه وار دی او زه دې ذمه وار يم. په دې وخت کې راته غضنفر وويل چې ياره عابده ډېر بلا يې  زه ورته موسک شوم او هغه په ډکه خوله راته وخندل. هغه د کلوله پشتې په لور ، زه او شرر د کارت نو په لور وخوځيدو.
په مينه او مننه ستاسې ورور بازمحمد عابد