Baz blog

د کابل په رحمان مينه کې مشاعره

12.04.2009 10:26 د کابل په رحمان مېنه کې د ١٣٨٨ ل کال د وري په ١٩ نيټه يوه مشاعره جوړه شوه. دا مشاعر چې د جمعې د سهار په ٩ بجو پيل شوه تر دولس نيمو بجو پورې يې دوام وکړ. دا مشاعره د افغانستان د ځوانانو د ملي او ټولينز ارګان له خوا جوړه شوې وه چې د رحمان مينې له تنکيو ځوانانو په ګډون په کې د سميې سپين ږيرو هم ګډون کړی و. د افغانستان د ځوانانو د ملي او ټولينز ارګان ځوانانو پريکړه وکړه چې دا مشاعره به هره جمعه د سهار په نهو تر سره کيږي. دوی په کابل کې مشيتو شاعرانو ته عامه بلنه وکړه چې هره اونۍ په مشاعره ګډون وکړي. دا مشاعرې به د رحمان مينې د غونډې لمر خاته خواته د سيمې د دولتي روغتون ته مخامخ د ځوانانو د ملي ارګان په دفتر کې جوړيږي.