Baz blog

کاروان خبرې کوي

11.06.2009 10:29
• Scan0001

دا کتاب د هغو دولسو کتابونو په شمول د ميدان وردګو والي ښاغلي عبدالحليم فدايي د مڼې ګل د مشاعرې په وياړ خپور کړی دی. په دې کتاب کې چې کومې ليکنې راغلي دي عنوانونه يې په دې ډول دي:
١- ته  دعا کړه زه آمين کړم،د  سيد شاه سعود پر شعري ټولګه ليکنه.
٢- پسرلی د نۍ په کوڅه کې، داستاد پسرلي  پر شعري ټولګه ليکنه.
٣- شپون د شوخ ماشومتوب او ځوان بغاوت ليکوال، په شپون صاحب ليکنه.
٤- دا سړی نقاد دی، په استاد لطيف بهاند ليکنه.
٥- د قمرګلې سلګۍ، په نوموړې سندرغاړې  ليکنه.
٦- په ناورين پسې ناورين، د  درويش دراني پر منظومو  ليکنه.
٧- د سليمان لايق د شعر غمي، په لايق صاحب ليکنه.
٨- ګيتانجلي، د خواږه درد، مينې او ښکلا سندرې. د رابندرناتهـ ټاګور  پر کتاب ليکنه.
٩- پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې، د علم ګل سحر پر شعري ټولګه ليکنه.
١٠- له عابد نه مې باز ډېر خوښيږي، د عابد پرشعري ټولګه ليکنه.
١١- نن د جانان د در زنځير شرنګوم، د سيد شاه سعود پر شعري ټولګه ليکنه.
١٢- د ارغوانونو د چم يوه څانګه، د نورالحبيب نثار پر شعري ټولګه ليکنه.
١٣- مينه د ټولو مينانو مبارک شه، د نصر احمد احمدي پر يوه کيسه ليکنه.
١٤- زيری مې درباندې، د مصطفی سالک پر شعري ټولګه ليکنه.
١٥- د سيايل همزولې ښاپېرۍ، د رحمت شاه سايل د شاعرۍ جاج.
١٦- سترګې مو روښانه، د صفيه حليم پر داستاني ټولګه ليکنه.
١٧- د ردوکي د شعرونو د رود زرينې  څپې، د فارسي ژبې کلاسيک شاعر  رودکي باندې ليکنه.

اشراق 22.06.2009 05:56

عابد سلامونه
وروره ښی شیبې ولرې، هغه د پیښوریو خبره مړه وړوکې سړې یی خو غټو غټو کارونو ته دې ملا تړلې ده، او تر کومه چې ماته پته ده پکې کامیاب هم یی .
خو نه، روپی که وړه ده خو په تول پوره ده، ته که په وجود وړوکې یی خو حوصلې درته خدای لوې درکړي. وګوره دا وراې دې قصد کړی چې د کاروان هغه خبرې چې چا ندي اوریدلي د خلکو تر غوږو یی ورسوی.
د مظلومې ژبی خد مت ته دې لوی څښتن تاند او څپاند لره.
د لانورو ډیرو پنځونو په هیله مو
اشراق

تاواني 14.06.2009 10:49

عابد صيب دكتاب چاپول ستايم او خبرتيا نه دې هم مننه خو دادې نه دي ويلي چې دا به چرته ملاويږي.
كه ورسره وليكلي چې پته ياده لرى .......................او بيا سيخ هلته ورشو ښه به وي.او كه له تاسره وې نوبيا درنه په زور هم اخلو

تاواني صاحب ته خو هسې هم په تاوان اموخته يې، خو فکر کوم چې تر اوسه لا بازار ته نه دي راوتي، څرنګه چې نومړی کتاب د ميدان وردګو ولايت خپور کړی، او ماته يې په کم شمير کې کتابونه راکړي، خو که غواړئ چې له دې تاوان نه بچ شئ، نو ما سره په زما د ټيلفون په شميره ( ٠٧٠٨١٩٨٥١٢) رابطه وکړئ، انشاالله چې دا هيله به دې تر سره شي.
ورور دې بازمحمد عابد

ګلاب 11.06.2009 10:44

عابد صاحب مبارک دې شه، ياره ډېر بلا سړی يې. څه په چل چل کې دې د کاروان په سريزو کې ځان ورشريک کړ. په هر صورت ډېر ښه کار دې کړی، د کاروان صاحْ نثر هم تر شعرونو کم نه دی. دا کار خو په څه وخت چا کاوه، خو تا چې د کاروان صاحب په ژوند دا کار سر ته ورساوه، نو کمال دې وکړ.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.