Baz blog

پيښوره/ نظم

18.06.2009 12:55

پېښوره

اوس خو ته داسې خپه خپه ښکاريږې
لکه تار تار پښتنې څڼې پريشانه
ستا کوڅو کې د مرګونو قاصد ګرځي
د ژوندون سٌر او سندره نه يې ګرانه

له پرديسه چې به ستړی ستړی راغلم
پېښوره ستا په غېږ کې  به دمه شوم
چې خمار به مې په سترګو کې راشين شو
ستا په يو نظر کتو به زه نشه شوم

اوس خو ستا له هره کوره ساندې خيژې
ستا فضا خو په سندرو وه ودانه
کوم شيطان درته په بد نظر کتلي
چا داور په لمبو واړوې جانانه

ستا له ښاره هديره ده جوړه شوې
خاموشي دې په هر لور خوره وره ده
هغه ستا او د کابل تر منځ چې لار وه
اوس په وينو باندې سره هغه دره ده

ته چې داسې پريشانه مالوميږې
چا جړ کړی په جبين درته اوربل دی
ستا له ونو نه مرغيو کډې کړي
پېښوره په باغونو دې اور بل دی

انديښنو په کې لښکرې درولي
د زړګي بازاره څه درباندې وشول
د بمونو اوازونه په هر لور دي
د ګلونو ښاره څه درباندې وشول

ډېر پخوا راته يو چا ويل عابده
پيښور د افغانانو مدينه ده
خدايه ته يې په امان کې نوره ساته
سمندر کې د اور ګيره سفينه ده

بازمحمد عابد

١٣٨٨د جوزا ٢٨ نيټه

محمدولی حیران کامه وال 25.02.2011 22:21

سلامونه عابد جانه خدای مکړه چی راسره تنګ نه شی چی ته څومره بی کاره یی دومره بی کاره نه یم په ورځ کی می یو خاص وخت ستا د ویب لاک دلیدلو لپاره وقف کړی زه ورسره ځان ډیر ارام احساس کوم په انټر نیت کی خو ډیر څه وی خو ته یقین وکړه یو ستا ویب لاک او بل ویب لاک دی چی هغه کله کله ګورم هغه کله چی یو موضوع مخی ته راشی نو ګورم یی رابه شو ستا لیکلی نظم ته ډیر د سوز او ګداز څخه ډک دی او هم د اتفاق او اتحاد لارښوونه  لری ځکه د پیښور په اړه زمونږ بعضی افغانان ورور بل رقم دریځ لری هغوی هم زمونږ ورونه دی مونږته یی ځای راکړی او ښه سلوک راسره کړی بل یی مونږ له ځانه لیری نه ګڼو هغوی هم زمونږ ورونه دی زه خو ورسره ډیره مینه لرم خدای تعالی دی لر او بر دواړه په امن کړی
یادونه عابده وروره زما دورور خیرالله د حوت د میاشتی په پنځلسم تاریخ واده دی یعنی یکشنبه مازیګر شروع کیږی او دوشنبه مازیګر ختمیږی ته د یکشنبی په ورځ دعوت یی که مشکل درته نه وی نو زمونږ جونګړی ته حتمی تشریف راوړه
پته
ننګرهار ولایت د کامی ولسوالی د پیرزایی قریه دمرادعلی صیب لیسی نه کوز پلو ښی طرف ته اول کور البته د ریئس خان کور یا د محمدولی حیران کور زه هم کوشش کوم چی ځان دروسوم ما هم خپل پاسپورت د پوهنتون مسولینو ته سپارلی
ستاسو راتګ ته په لیمو هر کلی
لار به جارو کړم په بڼوهرکلی
دا دروند راتګ مو په ګلونولمانځم
درته فضا کړی په سپرلوهرکلی
چی په دی خپله خاوره سرورکوی
ولی حیران کړی دهغو هرکلی
له تهرانه ستا مسافر ورور محمدولی حیران کامه وال دشهیدرجایی دپوهنتون دماستری په برخه کی د اخری سمستر محصل
شمیری ۰۷۷۸۶۸۲۱۱۸یا۰۷۰۰۶۴۶۲۷۷ افغانستان نمبرایران  ۰۰۹۸۹۳۸۱۷۵۷۰۲۲

حیرانه وروره، ډیره مننه الله دې تاسې په خیر راولي زه به کوښښ وکړم چې ځان دروسوم خو که تاسې راتلۍ نو یوه ورځ نیمه مخکې ماته احوال راکړۍ. مبارکي درته سر له اوسه وایم.
کور دې ودان، ورور دې عابد

محب الرحمن تصور 24.07.2009 14:07

لومړى له هرڅه وړاندې سلامونه!
عابد صيب په رښتيا چې هم ډېر ښکلى شعر ليکلى دى.
د وخت انځور يې وېستلى دى، که رښتيا درته ووايم ډېر زيات مې خوښ شو.
د ښاغلي باز نور نظمونه هم ما لوستي دي په رښتيا هم ښه نظمونه ليکي.
پېښور رښتيا هم اوس په اور کې سوځېږي، پېښور يواځې نه بلکې په افغانستان کې هم کومې پښتنې سيمې چې دي همداسې اور په کې بل دى، نه پوهېږم چې اخر دې پښتنو څه ګناه کړېده چې هېڅ څوک يې هم ارام ته نه پرېږدي؟؟؟
په درنښت

هلال 21.06.2009 12:12

ډېر ښکلی شعر دی. د پېښور نه رښتیا هم د اور کور جوړ شوی دی. له دېرش کالو څخه وروسته ته ترې موږ هم مجبوره شو چې کډه وکړو او خپل سر وساتو. پېښوريانو ته دې خدای ج خير کړي. موږ سره یې په سخته کې مرسته وکړه خو اوس موږ په سخته کې پرېښودل. څه وکړو له لاسه مو څه نه کېږي!

خدای ج دې د ظالم کور وران کړي. خدای ج دې د پېښور پر ځاي په هغو ښارونو اور بل کړي چې په کې د پېښور د ورانۍ پروګرامونه جوړېږي.

نورالحبيب نثار 21.06.2009 11:02

ګرانه عابده، نظم دې تېره جمعه په افغان ادبي بهير کې او اوس دلته وېبلاګ کې د لوستلو پر مهال ښه وژړولم. مننه، چې د څه شيبې له پاره دې زما زړه هم تش کړ.
يو وخت چې مې په زړه کې زور وو او شاعري مې کوله او په پېښور کې وم نو د کابل په ياد کې مې ليکلي وو:
درسته شپه دې تصور راته ژړېږي
د خدای شان دی زورور راته ژړېږي
چې په خوب کې دې راياد مړاوي کاته شي
وران کابل شم پېښور راته ژړېږي.
خو اوس چې پر پېښور او شاوخوا سيمو يې غليمانو اور بل کړی نو په کابل کې يم او په کابل کې بيا د ژړا جوکه قدرې هم نه ده پاتې!
د سائل صاحب خبره رښتيا ده چې:
په خپل وطن کې جنګ را په سر دی
هلته هم زه مرم
دلته هم زه مرم.
بس خدای يې دې پخپل کرم له کابله سره يوځای له بدو سترګو په امان کا. آمين،يا رب العلمين.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.