Baz blog

پلازمېنه کابل د رڼا مشاعرې کوربه و

21.06.2009 09:23

راپور: طوبا ندا ساپۍ
انځورګر: بازمحمد عابد
مېرمن کلتوري ټولنيز بهيرد ۱۳۸۸ کال د غبرګولي په نهه ويشتمه درڼا په نوم د کلنۍ مشاعرې په جوړولو سره د دغې دوديزې مشاعرې بڼسټ کېښوده . رڼا مشاعرې ته پر کابل مېشتو لسګونو ښځينه ليکوالو او شاعرانو سربېره له جرمنی هېواد څخه د مېرمن بهير د څانګې استازې همداراز د پکتيا، غزني ، کندهار او نورو ولايتونو د بهيرونو استازې او شاعرانې هم رابلل شوې وې.
رڼا مشاعره د جمعې په ورځ  د سهار په لسو بجو د ستارې په هوټل کې، قاري عطا محمد د سپېڅلي اسماني کتاب د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پرانيستله. د لومړنۍ برخې وياندويانې لينا شريفي او شاکره رشيدي وې.
په پيل کې د ملي سرود د خپرېدو ورسته ،د مېرمن کلتوري ټولنيز بهيرغړې اغلې ساهرې شريف پرانستونې وينا واوروله. نوموړې د خبرو پرمهال راغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست د ويلو تر څنګ د افغانستان په شان په يوې دوديزې ټولنه کې يې د ښځو داسې يو حرکت ارزښمن وباله.نوموړې د هغو بسپنو ورکوونکو نومونه هم  ياد کړل چې له مېرمن بهير سره يې د رڼا مشاعرې د جوړولو لپاره بسپنې ورکړې وې او يا د بسپنو ژمنې يې کړې وې.
ورپسې درانه فرهنګي شخصيت استاد محمدصديق پسرلي د افغان کلتوري جرګې په استازيتوب  د رڼا کلنۍ مشاعرې ګډونوالو ته وينا وکړه. استاد د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل: د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير له جوړېدو څخه دمخه خبر ووم خو نن د دوی له لوري د دومره يوې لويې مشاعرې جوړول يوه لويه لاسته راوړنه ده .هغه زياته کړه : زه په دې باور وم چې ادبيات به هغه وخت وده وکړي کله چې د کورونو مينځ ته ننوځي خو اوس دا وخت راورسېده او  خويندې به ادبيات د کورونو ميځ ته دننه کړي .
پياوړي کيسه، ناول ليکوال، شاعر او کره کتونکي استاد سعدالدين شپون هم د رڼا مشاعرې ګډونوالو ته دخپلو لنډو څرګندونو په تر څ کې وويل : زه يو وخت مېرمن بهير ته تللی وم هغه وخت د هغوی شمېر ډېر کم و او اوس دادی وينو چې مېرمن بهير ډېر پراخ شوی دی . شپون صيب د خبرو تر  څنګ دوه کيسې هم ولوستلې.
ورپسې د مېرمن بهير د دارالا نشا مشرې طوبی ندا ساپۍ د بهير کلنی راپور واوروه او په تېر يو کال کې يې د بهير فعاليتونه وارزول . هغې د خپلو خبرو په يوې برخه کې وويل : سږ کال دا دی د جوزا د مياشتې په رسېدو سره مېر من بهير يو کلن شو . موږ پر دې وياړو چې د دې يو کال په ترڅ کې ز موږ نوی زېږېدلی بهير په دې وتوانېده چې دې کم وخت کې  د ماشومتوب له پړاوه  ووځي او د ځوانۍ پړاو ته ورسېږي چې د افغانستان په شان په يوې سنتي ټولنه کې چې د هرې نوې پديدې پر وړاندې بلا خنډونه پراته وي، د ښځو داسې يو حرکت څه اسانه کار نه دی.
ندا د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې وويل : زه له ټولو هغو خويندو او ورونو  نه د زړه له کومې مننه کوم ، کومو چې  په ولايتو او همداراز د جرمني په هېواد کې د بهير د څانګو په جوړولو کې يې زموږ سره  ډېره مرسته کړې همداراز له ټولو هغو خويندو نه هم منندوی يو کومې چې په ولاياتو کې په  ډېرو بدو امنيتي شرايطو کې غونډې کوي او تر دې دمه يې خپل بهير پر پښو ولاړ ساتلی دی . هغو ته زموږ پيغام دا دی چې خويندو ! تاسو لا هڅاندې شئ ، له ستونزو سره مقابله وکړئ او کله هم خپل همت مه ستړی  کوئ تر څو تاسو په راتلونکې کې د هغو خويندو د سترګو رڼا شئ کومې چې پر سترګو يې تورې پردې ځړول شوي  او د هغو د ستونې آواز شئ کومې چې د خپل غږ د پورته کولو توان ورنه اخيستل شوی دی.
ورپسې له پکتيا څخه راغلې اغلې ماهرې احمدزۍ، له غزني څخه راغلې اغلې بهشته مينه افغان او له کندهار څخه راغلې نظيفه شاه په وار سره د خپلو ولايتونو د بهيرونو کړنې او لاسته راوړنې د غونډې ګډونوالو ته واورولې.
وروسته د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير له خوا د  ( کال غوره فرهنګيالۍ) مډال ورکړ شو . دغه غوره فرهنګيالۍ ليکواله، شاعره او د مېرمن بهير فعاله غړې طوبی ندا ساپۍ وه چې لومړی يې  د پېژندنې تر څنګ د هغې کړنې او لاسته راوړنې اغلې دل افروز ځيرک په لنډه توګه ګډونوالو ته يادې کړې ورپسې   د استاد محمد صديق پسرلي په لاس ورته طلايې مډال او ستاينليک ورکړ شو .
ورپسې په ولايتونو کې د مېرمن بهير استازو هرې يوې نظيفه شاه ، مينه افغان او ماهره احمدزۍ ته د مېرمن بهير له خوا ستاينليکونه ورکړل شول .
وروسته هغه انځوريز پرزېتېشن چې نداساپۍ جوړ کړی او د ښځو د ژوند بېلابېلې برخې پکې انځور شوې وې ، نندارې ته وړاندې شو.
د غونډې دوهمه برخه مشاعره وه . د دې برخې وياندويانې مينه صابر  او شاهناز بابکرخېل وې .
مشاعره آغلې ګلالۍ عمرخېل د خپل شعر په لوستلو سره پيل کړه .
مشاعره په يوه مخ نه وه روانه  . په مينځ کې يې نورو تفريحي برخو هم شتون  درلوده .
وروسته له دې چې يو شمېر شعرونه ولوستل شول  ، د پچې په اساس د کال نېکمرغه نجلۍ وټاکل شوه . دا نېکمرغي چې ډيرو يې د درلودو هيله درلوده ،د آغلې(       )
په نصيب شوه چې د بهير له خوا تيار شوي سوغاتونه ورته ورکړ شو.
له هغې وروسته موسيقي پيل شوه او آغلې ريتا وږمې د څوښکلو سندرو په ويلو سره غونډې ته ښکلا وربښله . ورپسې  د ډوډۍ وقفه وه .
له ډوډۍ وروسته بيا مشاعره پيل شوه چې په مينځ کې يې موسيقي هم ځای درلوده . د يادونې وړ ده چې د مشاعرې دې برخه کې د خويندو تر څنګ ځينو ورونو هم خپل شعرونه ولوستل .
په پای کې د ګډونوالو د رايو په اساس درې غوره شعرونه انتخاب شول چې لومړی مقام  د مينې صابر شعر  دوهم د طوبی ندا ساپۍ او دريم د اوږۍ اميل شعر وګټه . چې شاعرانو ته يې د مېرمن بهير له خوا هېوارډونه او سوغاتونه ورکړل شول .
رڼا کلنۍ مشاعره چې د مېرمن بهير په نوښت دبهير د لومړي تلن په مانسبت جوړه
شوې وه د مازديګر په څلورو بجې ختمه شوه .

د ښوونځي ګلالي ماشومان ملي سرود وړاندې کوي

د ګډونوالو يوه برخه د ملي سرود په درناوي ولاړ دي

استاد شاعر او د افغان ادبي بهير تا حيات مشر محمد صديق پسرلی پرانيستونکي وينا کوي.

استاد سعدالدين شپون د مبارکۍ پيغام وړاندې کوي

د ګډونوالو يوه برخه

جوادی 28.06.2009 16:57

ګرانه عابد جانه لومړی تا ته او بیا دغونډې ټول برخه والو ته دزړه له کومې سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم هیله لرم چې قبول یې کړي !
وروسته له سلامه خدای )ج( شته چې زه ستاسو ددې غونډو او ناستو دومره خوشاله کړی یم ،چې په خپلو جامو کې نه ځایږم . خوښي مې خو هله زیاته شوه چې ستاسو په دغه مشاعره کې مې ګلالي ماشومان او همدارنګه زموږ خویندې ولیدلې . دهر هیواد ملي سرود دهغه هیواد دخلکو استازیتو ب کوې په دې مانا چې هغې ژبې ویونکي هغه هروخت او په هرځای کې زمزمه کوي او نورو ملتونو ته یې وړاندې کوي او یا يي ور پیژني ، زه فکر کوم دا لومړی ځل و چې ستاسې په مشاعره کې ملي سرود دګلالیو او په ملي لباس سمبالو ماشومانو له له خوا وړاندې کیږي که همداسې وي نوزه ستاسو څخه هیله کوم چې له دې وروسته په هره ناسته کې هغه که مشاعره وي او که نورې ادبي غونډې ملي سرود له پامه ونه غورځوئ . ددې ترڅنګ بل شي چې ماته ډیر په زړه پورې و هغه زموږ دخوېندو او مېندو برخه اخستل و زه له اندازې زیات خوښ شوی یم چې کله مو ددوی برخی انځورونه ولیدل ،دوی ته دلازیاتې برخې اخستنې او ګډون کولو په هیله .
یادونه : هر ولس په خپله ژبه پیژندل کیږي ،هغه ولسونه چې دخپلې ژبې په چوپړ کې شپه او ورځ ګرځي او دلوړاوۍ هڅه یې کوي نو هغه ملت پخپله مخ په لوړه روان وي ا و که چیرې ددې عکس کار سمه ده .
دپښتو دپرمختګ په هیله ...................
په پښتو مین ستاسې ورور : عطاالله جوادی

ه. هلال 22.06.2009 14:55

افرين خويندو. که تاسو د سړو سره اوږه په اوږه برخه وانخلئ، ټولنه پرمختګ نه کوي. زه د مېرمنو د بهير په جوړېدو ډېر خوښ یم. هر چا چې د دې بهير په بنسټ اېښودو کې برخه اخيستي، الله دې اجر ورکړي.

بازه، د ټول افغان بلاګونه چې څه وخت نه وو، نو ستا انځورونه مو یادېدل.

په کيمره کې دې بيطرۍ تل له چارجه ډکې اوسه.

ولېخان،دکندهارڅخه٠ 22.06.2009 08:44

رښتېا ددې مشا عرې په لېدو سره ډېر خوشحاله شوم، نن سبا خوهسې دپښتنو مېر منو په تنكېو زامنو لو ګډ دې،خداې دې دامېر منې اوښاغلې ژوندې لرې چې بېا هم دوخت نا خوالو تر خپل تا ثېر لا ندې ندې راوستې اوژوندې مشا عرې ېې وېنو
چې موږ ته ډېر قوت او افتخار را بخښې. مننه

تاواني 22.06.2009 07:03

عابد صيب ښې چارې
پښتنانه ليكولان او شاعران تر اوسه په يوه ټير نه په يوه وزر روان وو ددغو ميرمنو په راميدان ته كيدو سره به په دواړو وزرو پروازونه كوو. دا دپښتنو نخبه ګانو يو ډير نيك ګام دي خدا ي دې له بدو سترګو وساتي .
خوشاله شوم چې افغان ميرمنو ته هم داسې ځاى پيدا شو چې هلته دخپلو ځانګړو احساساتواو عواطفو دبيان او اظهار له پاره يو ستيج شته.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.