Baz blog

د رڼا کلنۍ مشاعره

21.06.2009 12:39

پسرلی صاحب پرانيستونکي وينا کوي

شپون صاحب د مبارکۍ پيغام وړاندې کوي

استاد پسرلی طوبا ندا ساپۍ ته د غوره فرهنګيالۍ په توګه د سرو زرو مډال ورکوي

استاد شپون ماهره احمدزۍ ته ستاينليک ورکوي

ډاکټر محمد اکرم خپلواک نظيفه شاه ته ستاينليک ورکړل

ډاکټر محمد اکبر اکبر مينه افغان ته ستاينليک ورکوي

د غونډې د ګډونوالو يوه برخه

شمسزی او عابد

خاطره اسحاقزۍ

ډاکټر اکبر، عابد، سالک او استاد شپون

انديښمن، هوټک، بابرزی او  قلاتوال

د فايض زلمي هنري ډله

shazalmaizalmai 25.04.2011 06:49

سلام عابد صیب ! زه هماغه زلمی کوم چی تاسو لیکلی زه د بهسودو یم او س په کابل کی له افغان نیوز تلویزیونی شبکه کی د نیوز کواریناتور په توګه دنده لرم تر دی وړاندی می د بښتو په نوم کابو پنځه کاله له شمشاد تلویزیون سره زړه خوړلی دی خو هیڅ کومه پایله یی نه درلوده هر وخت راته د بختانی صیب د غه شعر را یاد شی
له پیسو پسی پښتو پښتو ناری دی پښتانه هم پاړ سی وایی چی ماړه شی
خو دا هم لامالومه نده چی زه موړ شوی یم که شمشاد موړ شوی خو دا راته مالومه ده چی ما لا په مړه ښیټه پاړسی نده ویلی او د شمشاد له خیټی نه یم خبر چی څه یی پکی اچولی او چا ورته څه ور اچولی دی خو پاړسی یی د مړی خیتي ده په هر حال له دی خبرو تیریږو دیره مننه چی مونږ در یاد شو او زمونږ ځواب دی ووایه عابد صیب یو څوبیته شعرمی درته ډالی کووم
څومره چی مینه می په تا ماتیږی قسم په خدای که په بل چا ماتیږی
چاویلی ښکلی ډیردی ډیرخوندی ستاله ښکلا ټولی ښکلاماتیږی
چی سر کوبي ستا پا بوسۍ ته رسی څومره رنګونه د حنا ماتیږی
د میني هر غلام بادشاه وګڼه غلام ایاز ته محمود شا ماتیږی
شربت د شونډو یی بی خوده کړمه چی می په لاس جام او مینا ماتیږی
ښاعلی عابد ! که په شعرکی کمی زیاتی وی نو معاف کوه می ځکه چی دومره نه یو چی شعر ووایه یا ویی لیکو مننه بریا د ی غواړم

ډیره مننه شازلمیه وروره. ما خو درته په ایمل کې هم لیکلی وو چې ته هماغه زما کلیوال شاه زلمی یې خو شک مې ځکه پيدا شوی و چې نن سبا په یوه نوم او تخلص ډیر کسان موندل کیږی. تا به څنګه هیروم، تاسې ما ته کابل کې هم ډیره مینه راکړې وه او اوس هم زه ستاسې د مینې پوړوې یم. الله دې ښاد او اباد لره، د شعر له ډالۍ نه دې ډیره مننه ورور دې بارمحمد عابد

تصوير 13.07.2009 10:18

ګرانو او زړه ته رانږدې فرهنګيانو!
څومره مو خوشحاله کړم، چې د افغانستان په زړه کابل کې د پښتنې مېرمنو داسې يو ګډ فرهنګي او ادبي جونګ ترسره کېږي او په هغې کې د هېواد ډېر تکړه او منلي ليکوال او شاعران ګډون کوي، خو نه پوهېږم، چې دغې غونډې ته، چې څوک مالي لګښت ورکوي هغه د چا له خوا دى او کوم شرايط لري، که چېرې کوم شرايط ونه لري، نو بيا خو يې لوى نوښت کړى او که نه نو....
شين اسمان زرې زرې
په هر حال خداى مو ژوندي لره.

انور ځاځي 23.06.2009 13:20

نن دخوشخالي ورځ ده داتل افغان قوم کي د ادب مينه والي راټوليدوپرمهال له خپلو ورونو سره په يو فرهنګي پرمختګ کې ګورو دخدای دوی ټول بريالي لري

ستاسو ورور انور ځاځې مانچستر

زکریا دانشیار 23.06.2009 09:11

سلام ټولو هغو ورونو او ګرانو خویندو ته چی د خپل ژبی لپاره قر با نی ورکوی او سلام د وی په هغو هیوادوالو چی د پښتون قام درنښت لپاره لاری څاری او د ژوند ترخی ورځی او شپی سبا کوی.
په رښتیا چی ژبه تر هرڅه دمخه د انسان پیژندګلوی کوی او هغه قا مونه چی د خپلی ژبی لپاره یی څه ندی کړی نن په نړی کی نو م او نشان نه لری . نن پښتانه د کمیت له نګاه نه ډیر دی خو د کیفیت پو ښتنه مه کوی ؟ ډیر مو په سترګو لیدلې دی چی په خپل ژبی شر میږی او جرات نه کوی او حتی خپله کورنی هڅوی چی له دی خوږی ژبی تیر شی . زه ډیر ویل لرم خو دا یی ځای نه دی بس همدومره وایم : ای پښتنو را ولاړ شی او خپل مشر و لټوی چی چیرته دی - مشر رانه ورک دی او بچی په خپل کور کی څوک نه پریږدی - قسم په خدای چی ځوا ب به حتمی ورکوی او څه به وایی چی دا ټول ولی داسی وشول - قام لوی فخر دی ژبه هو یت دی او ازادی عزت دی .

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.