Baz blog

د افغان ادبي بهير لنډ راپور او انځورونه

28.06.2009 08:01

د غونډې وياند حسن المبارک و او راپور يې منصور احمد نيکمل ليکه. دتيرې غونډې د راپور اورولو نه وروسته عبدالهادي حيران يوه مالوماتي ليکنه چې د لنډې کيسې په هکله يې کړې وه، کره کتنې ته وړامدې کړه چې نورالحبيب نثار، نور محمد لاهو او استاد شپون پرې مفصلې خبرې وکړې. ورپسې يوه ازاده مشاعره وشوه چې په لسګونو شاعرانو په کې شعرونه وويل. په غونډه کې پريکړه وشوه چې بهير به خپلې غونډې سر له راتلوونکې غونډې په ( کاروان انستتيوت) کې کوي. کاروان انستتيوت چې د کابل په قوه مرکز کې په واقع دی د بهير د غونډو له پاره مناسب ځای وګڼل وشو چې تر هغې به بهير په همدې مرکز کې غونډې کوي، څو پورې چې يې خپل مستقل او ازاد ځای نه وي پيدا کړی. بهيروال په کوښښ کې دي چې د خپلې حويلۍ درلودلو امکان پيدا کړي. بهيروال  له ټولو فرهنګيانو او فرهنګپالو څخه هيله لري چې په دې برخه کې مرسته وکړي. څو بهير د در به درۍ او هواره ګۍ څخه راوباسي.

راتلوونکې غونډه چې په کاروان انستتيوت کې به کيږي، کاروان صاحب به خپله لنډه کيسه کره کتنې ته راوړي.

85

1
6
10
12
2
7

افغان 29.06.2009 00:20

سلامونه
شپون صيب خو هم اوس د کوم ځای مشاور دی ، د بهير سره مرسته نشي کولای؟

افغانه وروره، شپون صاحب زما د مالوماتو له مخې اوس هيڅ دنده نه لري، البته وعده يې کړې ده چې د مستقلې حويلۍ په خاطر به په خپلو يارانو ګرځي او يو څه امکانات به برابروي.
ستاسې ورور عابد

لالهاند 28.06.2009 17:48

ګرانه عابدجانه دا خو ما لپاره ښه زېرى نه و، ځكه دا مخكينۍ ځاى زما په خوا كې و، خو ځه يار د يار لپاره خوري د غويي غوښې.

کریم الله مشکورkarim.mashkor@yahoo.com 28.06.2009 11:10

د افغان ادبي بهير لنډ راپور مې اوویلو خپله ادبی تنده مې ستاسوپه ښکلو عکسونو ماته کړه موږخپله هم يوه ورځ دګډون په خاطردرغلی و٠ خودډېرمزل سره سره مو بیا هم يار مؤسسه پیدانه کړه او مایوسه بېرته راعلو هیله ده يو مشهور ځای انتخاب کړئ کريم الله مشکور او امان الله حقمل خوست

ګرانو ورونو! پس له دې نه به له هيچا ځای نه علطيږي، ځکه چې اوس بهيروالو د خپلو غونډو د تر سره کولو په خاطر په قوه مرکز کې د کاروان انستتيوت غوره وګاڼه. هر کله راشئ، خوای مو راوله
ستاسې ورور عابد

ورور 28.06.2009 09:57

عابد صیب مننه
په فرهنگي کارونو کې دې همداسې تکړه او تاند غواړم
مننه
شاعر - ورور

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.