Baz blog

باز د بنګ او بزم شاعر

09.07.2009 13:19

د اشياوو د افاديت او د فطرت په مشاهده کې ډېر خلک لاس لري. د کايناتو د اجزاوو تعارف د انساني نفسياتو، ذوقونو او نړۍ ليدونو د اختلاف په بنياد ځای پر ځای بيلا بيل رنګونه او تعريفونه وړاندې کوي. ژوند هم يو داسې لاينحله معما ده چې تر اوسه يې هيڅوک داسې تعريف نه شي موندلی چې ټول انسانان پرې متفق وي. علم او اخلاقيات سره له دې چې د بشري تمدنونو او فرهنګونو موسسين ګڼل کيږي، د ځمکې پر سر په يوه شکل نه دي موجود. د هرې بشري ټولنې د علومو او اخلاقياتو جلا، جلا معيارونه دي، انسان د همدې معيارونو او ارزښتونو له امله يو له بله ځانونه بيل ګڼي او د ژوندانه له پيل څخه تر دې دمه د اختلافاتو دا سلسله د بې شمېره بشري جنګونو او ټکرونو د زيږونکې ده. خو يوازې هنر  له دې تولو انساني ارزښتونو څخه يو ځانګړې پېرايه ده. داسې پېرايه چې په ټولو بشري ټولنو کې د يوه راز او يوه کېفيت  په څير ژوند کوي. د نړۍ ستر فيلسوف حضرت خوشحال بابا (رح) وايي چې ما ته که د انتخاب له پاره که څوک ماته طالع او هنر کيږدي، نو زه به په کې هنر غوره کړم. هنر د شرق دی او که د غرب د يوه امتزاج درلودونکی دی. د هنر استاد رياضت دی، ځکه خو هنرمند ته د استاد اړتيا نه پيښېږي. د دې ادعا مثال که په هره سطحه وړاندې کړو، ښايي قانع کوونکی وي. زه به د دې ادعا د اثبات لپاره د داسې يو هنرمند له فني او شخصي پيژندګلوۍ څخه پيل کړم چې هغه نه د مدرسې دروازه ليدلې او نه د وهنتون په دروازه ننوتی دی. د يوه واقعي هنرمند په حيث د فطرت په مشاهده بوخت او د رياضت شاګرد دی.
ښاغلی بازمحمد عابد يادوم چې د ښار په بې هنره شور کې يې د خپل زړه رباب د خپل هنرمندانه طبيعت په مينه سًر کړی دی او د يوه خواږه درد سندرې زمزمه کوي:
د ژوند نغمه مې د ستار د ترنګ خبرې کوي
چې د پېغلوټو پر سينو لونګ خبرې کوي

                                                    (لو دی د لونګو)

چې زړونه تخنوي داسې نغمې درځنې غواړم
تارونو کې دې هغه تار ستار لټوم

                                                                (د نکريزو پاڼه)

بازمحمد عابد د شخصيت په لحاظ د زمانې د اکثريت پر خلاف د هندارې په څېر شفاف او يو مخی سړی دی. فلسفه، عرفان، تصوف او علوم يې په کتابونو کې نه دي لوستي د خضرت انسان عشق د ادم په ډېرو بچو مئين کړی او د ډېرو عشقونو ژوندۍ خاطرې يې د زړه په تاخ کې د ښکلا د سيپارو په څير ايښې دي.
د ښکلا بته په زړه کې مې دېره شه
دا حرم په بتخانه راواړوه.

                                ( لو دی د لونګو)

په خپل ذات کې محوه شوی عابد د يوه عاشق انسان د باطن ترجمان دی . دا ترجماني د ده د جذباتو انځور او د د ه د فن لويه برخه  تشکيلوي.
چې د خپل ذات په آيينه کې خپل تصوير وګورم
احساس مې وبوږني په ذهن مې رڼا خوره شي

                                                                ( د نکريزو پاڼه)

باز انسانيت نړيوال افاقي مذهب او د حسن د حسين کاينات خدای ګڼي. باز سره له دې چې يو مخی سړی دی خو سهار په استانه کې او مازيګر په بتخانه ناست وي.
ښکلې ګناه ته مې  رابولي ساقي
رانه توبه په ميکده کې واخلي

                                ( لو دی د لونتګو)

شاعر چې د خپل حساس طبيعت او مينې سپېڅلې غريزه د چاپيريال په مصنوعي څيرو او کرکټرونو کې نه شي خړوبولی نو مجبوريږي او يو ډول فرار کوي. داسې مصنوعي لارو ته مخه کوي چې څوک يې نشه بولي او څوک يې خودکشي.

څه د ژوندون سړو تودو وخوړم
څه د چا مينه کې نشو وخوړم
چې خمار خمار ځواني په کې لوګی کړم
لږ د بنګو پيمانه راواړوه

                                (لو دی د لونګو)

د عابد محفل د رواجي عابدانو په څېر له رياکارانه تکلفاتو څخه لبريز نه دی بلکې ډېر درويشانه او رندانه رنګ لري.
ستا د پاکې مينې اناالحق وايي په مينه
جګ سرونه وګوره په دار ليوني

                                ( لو دی د لونګو)

عابد د جنګ سړی هم نه دی. له تورې څخه يې کچکول او له ظالميت څخه يې مظلوميت ډېر خوښېږي. عابد د حقوق العباد تحفظ رښتينی عبادت بولي. د ده زړه د پاکيزه ګۍ حرم او د زرينو بتخانو نګارخانه ده چې کله ورته کعبه ښکاري او کله بتکده.
د يوه فوق العاده شخص په حيث د ده په شخصيت کې ډېرې داسې خبرې شته چې په ليکلو او لوستلو ارزي، خو د دومره پرسخن شخصيت برسېره کول خورا ډېره وخت غواړي. داسې چې د دې مصروفې پېړۍ د خلکو له وسې يې لوستل او ليکل ناشوني برېښي، خو د موضوع د يوه څه روښانتيا په غرض به د عابد په فني ژوند يو څه درسره وغږيږم.
عابد د هنر په ښکلې او پراخه نړۍ کې يوازې له شاعرۍ او ليکوالۍ سره نيغ په نيغه اړيکي لري او په دې برخه کې يې د يادولو وړ  يوه اندازه کار کړی دی. تر اوسه يې د شعر دوه مجموعې ( د نکريزو پاڼه) او (لو دی د لونګو) خپرې کړې دي. وخت نا وخت يې لنډې کيسې هم ليکلي چې په افغان ادبي بهير کې پرې د نقد محفلونه داير شوي دي. دا چې د کيسو کومه چاپي برخه يې زما په لاس کې نه شته نو ځکه په دې هکله څه نه شم ويلی خو د شعر په باب، به يې يو څو ټکي تقريباً په مفصل ډول وليکم.
په مجموع کې د عابد شاعري د يوه ځانګړي انداز درلودونکي ده. ښايي يوه وجه يې دا وي چې د دې وخت په ښو شاعرانو کې يوازې عابد دی چې د خپل مصروف ژوند له امله ډېره مطالعه نه شي کولای. لکه د مخه چې مو وويل عابد د خپل خيال او مضمون د حمايت لپاره له علومو او فلسفې، عرفان او تصوف څخه په سستماتيکه او اکاډمکه بڼه ګټه نه شي اخيستی. يوازې د يو څه رياضت او خپل شاعرانه فطرت په مرسته د خپلو دروني کيفياتو او احساساتو اظهار کوي. نو ځکه ي ېد بيان ژبه دومره ساده ده چې د ډېرو عاميانه خلکو لپاره هم کوم داسې پېچومی نه لري چې د ځينو ښو شاعرانو د بيان په انداز او لهجه کې ليدل کيږي. د افغانستان په لوستو او باذوقه پښتنو کې چې تر کومه حده د باز د شاعرۍ شناخت شوی دی، نو مطلق اکثريت خوښه کړې ده او باز د يوه ښه او خوږ ژبي شاعر په صفت پېژني.
عابد د خپل نوعيت له مخې يو معيار ته رسېدلی دی. خو تر اوسه يې ډېر کم خلک د کيسه ليکونکي په حيث پيژني. که چېرې عابد په دې فن کې هم د شعر په څېر ځانګړي رياضت ته مټې راونغاړي، نو هيله ده چې په کيسه ليکنه کې به هم د ځان لپاره منفرد انداز او جلا مقام وټاکي.
باز چې څنګه د نکريزو پاڼه کې د خپلو تجربو او خيالاتو د وړاندې کولو له پلوه ساده مين ښکاري، د لونګو په لو  کې هم کټ مټ په هماغه شکل څرګندېږي. تنها هلته يې د معشوق سمبول د ښاغلي کاروان صاحب په وينا له پرتمه ډکه ځانګړنه لري، ځکه چې د عامو خلکو د توقع خلاف باز د معشوق لپاره د ((مارې)) سمبول ټاکي او د لو دی د لونګو کې بيا دا سمبول د زرکې، کوترې، او زاڼې په نومونو مشخص شوی دی.
د روح بين غږومه چيرته ماره لټوم
اوبو غوندې د غره لمن کې لاره لټوم
د روح سرود مې ورته بين غږوي
د سېنې دښتې ته مې ماره راځي

                                ( د نکريزو پاڼه)

د ښکار پر ځای ورسره مينه وکړه
بازه کوتره درنه څنګ غواړي
بيا به په پنجو کې زرکه ونيسي
ښکار د باز وزر کې راشين شوی دی

                                (لو دی د لونګو)

که د باز په شعر کې له مارې سره مينه يو زړه بوږنوونکي ښکلا پرستي ده، زما په فکر د باز کوترې، زرکې او يا زاڼې تر منځ مينه هم ډېره پرتمينه او حيرانونکي ښکاري. او څرنګه چې کاروان صاحب يې يو ځانګړې ښکلاپرستي ګڼي، واقعاً هم يوه ځانګړې ښکلا پرستي ده.
باز د دې علت په سبب چې کله نا کله ترې د ښار غير طبيعي او ګردجن ماحولد طبيعت رنګونه پټ کړي، يو نيم ځای يې دومره پيکه شعرونه ويلي دي چې له لفظي توازون پرته يې تشې خبرې ګڼلی شوو.
ويښ وخت څه په منډه ځي
زه چې بخت اوده لرم
زه خو دا ستا له غمه شپه او ورځ لوګی لوګی يم
دا خلک نه پوهيږي هسې سپېلنو پسې ځي
زه به د مينې دې معصوم ارمان ته څه ووايم
چې رانه غواړي په يوه لحظه څو ځل جانان

                                                ( د نکريزو پاڼه)

په پښتو ژبه کې د عربي ژبې د بيان او بديع د قوانينو او اصولو تطبيق يو بې ځايه عمل دی. خو پښتو شعر هم يو څه مشخصات او ځانګړنې لري، چې که ورته پام ونه ساتل شي نو د شاعر تخليق شوی شعر بې خونده کوي. عابد صاحب دغو ځانګړنو او اصلو ته په ځينو ځايونو کې يا په شعوري او يا غير شعوري ډول توجه نه ساتي چې زما به نظر له وزن او اهنګ څخه پرته د شعر ښکلاييز اړخ ته هم تاوان رسوي.
زه د خزان او د بهار څه منتبار خو نه يم
ما په خپل زړه داسې کرلی لکه ګل جانان
د ښکلو خوی د غلچکو دی پام کوئ ملګرو
داسې يې زړه له عابد وړی لکه غل جانان

                                                ( د نکريزو پاڼه)

دلته د ګل او غل کلمې د قافيې لپاره کارول شي دي. د بديع او بيان عالمان به ورته د قافيې عيب ووايي، خو زما منظور دا هم نه دی. مګر د شعر شرنګيدلی تال او اهنګ ماتوي او د وزن په ترتيب کې هم يوه نا انډولي رامنځته کوي.

عابد د خپل شعر په ارتقايي پړاو کې تر دې دمه په يوه کچ روان دی. شعر يې د شکل او محتوا له د پلوه له هر ډول بې ځايه ابهام او تکلف څخه پاک دی.
په رخسار يې لکه پرخه نه ځايږم
دا رنګه حادثه مې لکه لمر خوري
دا هم وخت دی چې پر ما باندې تيريږي
زما ژوند او ستا ارمان غاړه غړۍ

                                                ( د نکريزو پاڼه)

هن واخله لږ سرور خو په ليمو کې رانه يوسه
ژوندون مې درته ويړه ميکده شوه څنګه ځې

                                                                (لو دی د لونګو)
جانانه هنګامه د مينې ورځ په ورځ سړيږي
يو سر خو چيرته نن سبا په دار وزنګوه

                                                ( د نکريزو پاڼه)

خلک وايي چې توتيان خبرې کوي. ما پخپله نه دي ليدلي، خو بيا هم ښکلی روايت دی، چې له شنه ښايست نه ډک توتي دې د انسان د زړه په ژبه پوهيږي. ما ته د دې عصر د شاعرانو په منځ کې د باز شعرونه توتيان ښکاري. ځکه چې که توتي خوږې خبرې کولای هم شي، څوک دا نه شي ويلای چې توتي دې فلسفي وي، يا دې عارف وي او يا دې د سود او زيان په باب فکر وکړي. د عابد د شاعرۍ اوږې د سود او زيان له تفکر، د فلسفې له جنجالي بحثونو او د علم د درنو مسايلو له پيټي څخه سپکې دي. او که د بيان خوږ زړه راښکونکی انداز لري او د سړي زړه ته لار کولای شي نو بيا به يې خامخا ښايستوکي توتيان وبولو.
ټولې فلسفې مې ستا د مينې په مخ شاته کړم
ښکلی غوندې شک به د يقين په مزي وتړم

                                                                (لو دی د لونګو)

د روسي استبداد په وړاندې افغاني مقاومت زموږ د حماسي ادبياتو نه هېرېدونکی او تراژيدي باب دی. د دغې انقلاب د زمانې شاعران او ليکوال له يوه سره د همدې سترې غميزې انځورګران دي. هر يو کوښښ کړی چې په هر ليکني فورم کې د همدې ناورين يوږنونکي حوادث راونغاړي. يوه ډله هنرمندان په دنوښت او ابتکار پړاوونه وهي لکه محمد صديق پسرلی،سعدالدين شپون، ډاکټر اکبر، نورالحبيب نثار، امان الله ساهو، فضل ولي ناګار  او داسې نور. بله ډله چې د هنر په ابديت او افاديت ښه نه پوهيږي او له هر راز ندرت نه څخه لرې د ابتذال په خوب ويده ښکاري، مبتذلې او له کليشو ډکې شعاري ليکنې کوي، چې نه حماسي ارزښت لري او نه هنري جوړښت. دا وخت  عابد د شعر لومړۍ تجربې کوي. خو ډېره نادره خبره ده چې عابد د ځوانۍ په داسې جذباتي موسم کې له دغې حماسي کاروان سره خپل غږ نه بدرګه کوي او د افغان شاعر په حيث تنها د ده شاعرۍ کې د انقلابونو پاتې تصاوير نه منعکس کيږي. دی هغه وخت هم ساده باده مئين دی.
زه د ساده حسن ساده مئين يم
ساده چې وګوري لا ښکلی ښکاري

                                ( د نکريزو پاڼه)

عابد د انقلاب له جهنمي شېبو څخه وروسته د ساده مينتوب له خوبه ويښيږي اود تندريز انقلاب څو تت انځورونه په روايتي بڼه کاږي.
په دغه بر کلي کې څنګه شور دی؟
ملګرو بيا د چا حرم ورانيږي

                                ( د نکريزو پاڼه)

له شاعر څخه په فکري او ايډيالي تسلسلکې د اتصال تمه کول پر ځای نه برېښي. ځکه چې شاعر د قانون تيوريسن او د علامه الفت په قول د جرګو مرکو سړی نه دی. شاعر د ښکلا د انقلاب باغي لاروی دی. او دا ښکلی بغاوت يې د قانون او تهذيب له سو ليدلو معيارونو لوړ عاطفي او انساني ارزښتونه لري. عابد هم د خپل ژوندانه په ډګر د اميد او مايوسۍ په کشمکش کې کله هيل من او کله مايوسه ولاړ دی.
د ظلمت تياری که شته دی لا خو شپه ده
پسې وار هم د روښانه سباوون شته
که منزل څومره دشوار وي پروا نشته
حوصله لا د عابد سره د يون شته

                                                ( د نکريزو پاڼه)
او بل ځای کې بيا وايي:
تقسيم دې ميوو دی چې کيږي د آدم په بچو
په داسې حال کې هم عابد د چا له پام پرېوځې
قافله د پښتنو ده د دې دور بې سالاره
يو جرس د نهيلو شي، تل د يون په ګرانه لاره

                                                ( د نکريزو پاڼه)

ښکلي ملګري ښکلي جهانونه دي. باز د خپل بنډار په تولو ملګرو مئين دی. او د يوه وسيع فرهنګي او اجتماعي شخصيت په لرلو سره بې شميره ملګرو ته په زړه کې ځای ورکوي او د ډېرو ملګرو د خاطر پالنه کوي. له ملګرو سره د باز مينه د ده شعرونو ته هم سرايت کوي او ځای پر ځای له ډېرو نيکو هيلو سره په شاعرانه خلوص د ملګرو نومونه يادوي اود هغوی له نومونو سره  تړلي مشخصات په ګوته کوي.
منم چې ډېر د ګمراهۍ په ډاډ سرلوړي به وي
((کاروانه)) ستا د دنګ چينار قامت ته کله رسي
يو چا ته چې په لاس کې ((د طاوس بڼکه)) ورکړي
هوښيار شان ليونی د چپرهار چيرته ګورم
چې څانګې څانګی ارغوان راوړي
سپرليه داسې يو ((نثار)) غواړم

                                ( د نکريزو پاڼه)

سرور  او خمار هغه دوه روماني کليمات دي، چې خورا روماني منظر او شاعرانه کيفيت لري. رښتيا هم سرور او مستي د ژوند ټولې مزيا په ځان کې رانغاړي او کله کله خو انسان فکر کوي چې سرور د ژوند دويم نوم دی، چې د کاينات او انسان د تخليق جواز پيش کوي. باز پخپله د سرور او خمار يو ژوندی مثال دی، نوموړی که د ښکلا او ژوند په لور له هرې زاويې څخه ليدنه کوي کوښښ يې دا دی چې سرور او خمار پکې په نښه کړي.
زما خټې تمنا د ميکدې د جام لرله
خو کوزه يې د جومات کړم په لمسون کلال د چا و؟

                                                                ( د نکريزو پاڼه)
څنګه سرور دې د برکلي د ګودر په غاړه
چا به د بنګو په وږمه وي مازيګر وينځلی
پرېږده چې د ژوند خمار مې ټول په کې خړوب کړم
تنده ماتومه ساقي جام راواړه
ليمو کې يې د ژوند خمار، خمار راته کرلی
چرسي بنګي سړی يمه چيلم ته مې وربولي

                                                                (لو دی د لونګو)

 

خليل جبران د شاعر شتمني او دارايي يوازې خدای ګڼي. او وايي چې له شاعر نه مو خدای واخيست نو هيڅ ورسره نه پاتې کيږي. رښتيا هم شاعر نه د زر خاوند دی او نه د زور. خو د عابد د تواضع او عاجزانه سلوک انداز بيا دومره منفرد دی چې د ډېرو کمو شاعرانو په شاعرانه سلوک  او  رويې کې له تر سترګو شي.
بښنه غواړم په حاضر محفل کې
د چا په سترګو کې خو خلی نه يم

                                                (لو دی د لونګو)
مه مې غورځوه د غورځيدو نه يم
ومې کره شين به شمه زړی يم
مه ويريږه، خوله مې نشته نه دې خورم
زار نه لرم، مار نه يمه پړی يم

                                ( د نکريزو پاڼه)

باز هم د نورو انسانانو په څير ټولنيز غبرګون محسوسوي. خو نه د کمترۍ په احساس کې خپله انساني خودي له لاسه ورکوي او نه يې د برترۍ مضر او مهلک احساس له خپلې اجتماعي او فرهنګي لارې څخه ګمراه کولای شي. د يوه درويش په څېر په خدايي مينه مست اود عاشق زړه په موجوديت وياړمن دی.
ډک له مينې زړه لرم
شکر دی هر څه لرم
خټه مې له عشقه ده
اور لرم، اوبه لرم

                ( د نکريزو پاڼه)

په لاهوتي سندرو نيت تړم د مينې په نوم
د زړګي خم مې په شرابو د کوثر وينځلی

                                                (لو دی د لونګو)

عابد سره له دې چې د غزلونو په رديفونو او قافيو پيدا کولو برلاسی دی، د نورو شاعرانو قافيې او رديفونه هم کله کله انتخابوي. زما په فکر دا کار د دې څرګندوی دی چې عابد کله په رياضت کې سستي هم کوي او چې ډېر کړاو يې له لاسه پوره نه شي، نو بيا د نورو په قافييوي جوړښتونو کې د غزل ليکلو هڅه کوي. دا عمل د عابد انفراديت ته ډېر زيان نه شي متوجه کولای، خو د غزل ونګه يې هرو مرو يو څه پيکه کوي. ځکه چې د حضرت خوشحال بابا (رح) په نظر پښتو ژبه هغه پيغله ده چې تر اوسه يې چا پلو قدرې هم نه دی پورته کړی. او دا پيړۍ کې خو زموږ د قام اهل نظر او اهل ذوق حضرات زموږ د شعري پرمختګ پيړۍ ګڼي. نو اوس د دې اجازت بايد شاعر ځان ته ورنه کړي چې دسستۍ او لټۍ په وجه د بل په کشف کړې لاره نيلی وزغلوي. دا وخت که دا کار زه کوم او که بل، ناسم عمل دی. ځکه چې موږ د نړۍ د ټولو کمالاتو او ايجاداتو څخه يوازې شاعرۍ ته پاتې يو او که موږ د يوه نوښتګر د ابتکار او ايجاد په ايجاد شوې لاره له يوه سره پلي شوو، نو څرګنده خبره ده چې هغه لاره به هم د ابتذال او زړښت تر بريده ورسوود مثال په توګه د دې زمانې ستر صوفي مشر ښاغلی پيرمحمد کاروان چې بې له شکه د يوه جلا سبک څښتن او د ډېر ښکليو شاعرانه ترکيبونو او شاعرانه خوبيو خالق دی، کله چې د کاروان کوم شعر د اخبار، مجلې او يا د ده له کتاب نه د کوم نوي ځوان په لاس ورشي، بې زياره په تياره ورته ګونډه ووهي له يو سر  نه يې تصوير او له بل سر نه يې ترکيب سره په يوه اوږده پړپړه کې راټول کړي. نو که چيرې داسې حال وي، څه فکر کوئ ځې دا به موږ د شعر د پرمختګ له پيړۍ سره زياتی کړی وي او که انصاف؟
عابد بيا دومره لټ هم نه دی چې د تخليق او ايجاددسترخوان ته په تياره کيني. خو زه د يوه ټينګار په اساس دا خبره کول غواړم چې د ده په څير زحمتکش شاعران دې په شکلي لحاظ هم خپل ايجادات او تخليقات وړاندې کړي او په هر څه کې دې د خپل طرز څښتن وي.
د هنر ځوانو لارويو په نوم يوه بله ضروري سپارښتنه هم شته او هغه دا چې زموږ نوي او مبتدي هنرمندان خپل کلاسيک ته يا خو بيخي پاملرنه نه کوي او که کوي يې هم ډېره کمه. ځوانان بايد پوه شي چې هر کلاسيک د معاصر بنياد دی. که چيرې هنرمندان له هر څه لومړی کلاسيک ته پاملرنه ونه کړي، په دقت يې ونه لولي او سرسري ترينه تير شي، د دې مانا لري چې د بې بنياده عمارت جوړولو ته يې ملا تړلې ده، نه يو داسې بنيادي کار ته چې د راتلونکو نسلونو د هنري او ادبي ذخيرې لپاره د ريکارډ شوي ادبي او هنري تاريخ برخه جوړه کړي. دا خبره زه د هغو انګيرنو او څيړنو له مخې کوم چې همدا اوس زموږ  د ځوان نسل په رويه او سليقه کې ليدل کيږي. زموږ ځوان نسل داسې حدس وهي چې بويه نړيوالو اساطيرو او د پرمختلليو ټولنو ادبي تقليدونو ته پخپلو ادبي او هنري چوکاټونو کې ځای ورکول، په نړيواله سطحه ليکني معيار ته رسيدو لارې د ليکوال پر مخ سپړي. ځينې يې په دې فکر دي جې په شعر کې نامانوسه کليمې او ډبرين لغات او يو ډول تصويرونه”  چې نه په ذهن کې راتلای شي او نه يې عيني وجود وي“ راوړل ستر هنر دی. خو په دې نه پوهيږي چې د څومره بې خونده ګمراهۍ په لور روان دي. د ځوانانو د افهام لپاره به له ما څخه د مخه هم ځينو ملګرو په دې باب ليکنې کړې وي، چې ځوانان ورته بايد متوجه وي او د خپل ځان په اصلاح کې کولو کې ترينه ګته واخلي.
عابد به تر کومه حده څرنګه او څومره خپل کلاسيک او يا د منطقې کلاسيک معالعه کړی وي، دقيقاً ترې نه يم خبر، خو د عابد په شعري سليقه او مجموعي تسلسل کې د منځپانګې او شکل په لحاظ داسې کړۍ نشته چې زموږ د کلاسيکو او معاصرو معيارونو او ترجيحاتو څخه ليرې او يا اجنبي وي. او دا بايد د عابد په هغو خوبيو کې وشميرو چې د دې دور د ګڼ شمير ځوانانو په خصوصياتو کې نشته.
يو شمير ليکوال او شاعران داسې وي چې که ډېره توره وکړي يا يو نيم شعر وليکي او يا يوه نٍري ليکنه وکړي، ځينې خو يې د وړ روزګار او وړ فرهنګي چاپيريال د نشتوالي له کبله دومره مايوس وي چې دا هم ترې پاتې وي. خو باز چې د همدغو دواړو مشکلاتو په لومو کې ښکيل دی، هم يو متحرک او بيرغوال ادبي کارمند دی. د هجرت او غربت په ديار کې چې د کور سرپرستي هم ور په غاړه ده، د ادبي محافلو يو ټيپيک برخوال په حيث پاتې شوی دی.
افغان ادبي بهير په دې وروستيو وختونو کې د افغاني ليکوالو او شاعرانو يوازينی ادبي سنګر او روزنځای دی چې ډېرې ښکلې هنري څيرې يې رامنځته کړي دي. عابد خپل ژوند له دغو حالاتو سره سره د داسې يو ستر ادبي بهير مخکښانو او موسسينو په کتار کې ولاړ دی. زه چې کله د خپل هيواد له ماضي څخه د ځينو شخصياتو په لاسونو کې د پوهنتونونو سندونه او د رنګارنګ القابو تقديرنامې وګورم او بيا يې د کار د کيفيت او کميت ارزونه وکړم، نو خدای شته چې د عابد قدر راسره څو ځله نور هم زيات شي. چې د پيښور د ګردجن ښار په کوڅو کې لوی شوی عابدد پوهنتون د اهل سند حضراتو په پرتله څومره پياوړی او غښتلی ښکاري چې د پوهنځي دروازه يې هم نه ده ليدلې او د دوهر هنر او ادبي کار جوګه دی چې زموږ په ننني هنري افق د يوه ستوري په څير روښانه او ځلانده دی.
عابد د يوه شاعر په توګه ښه ارايه نګار دی. د موضوع د اظهار او رغنده بيان لپاره رغنده ژبه لري. دا سمه ده چې د عابد شعري موضوعات د حضرت حمزه بابا (ح) په څير له صوفيانه عرفان او نه د غني خان بابا په څير فلسفيانه رموزاتو څخه ډک دي. عابد داسې موضوعات نه انتخابوي چې د ده د صلاحيت او علمي سطحې څخه لوړ  وي. دی  چې کوم موضوعات  انتخابوي، په هر اړخيز نوعيت او کم و کيف يې ښه پوهيږي. ځکه خو په پوره کاميابۍ له ټاکلو موضوعاتو څخه راووځي.
د پښتونخوا د غرو سرونه مې په وينو سره دي
زه هم قاتل يم هم مقتول يمه الزام ښکلوم

                                                                ( د نکريزو پاڼه)
په دغې بيت کې عابد د خپل قامي او جغرافيوي تاريخ يوه ژوره موضوع په ګوته کوې او خپل مطلب يې په بشپړ ډول افاده کړی دی.
پښتانه چې له آدمه تر دې دمه د نړۍ ښکيلاک ګر وقوتونو په ارام نه دي پريښي، هر جهان خوار او مستبد پرې په نهايت کې د خپل ظلم او زور قوت ازمويلی دی، نو په داسې حالاتو کې راښکييل انسان هرو مرو له خپله سره هم تير وي او د بل په سر هم اسره نه کوي. د انساني سيکالوژۍ له مخې هم که يو مقتول د قاتل د قتل چانس پيدا کولای شي بايد صرفه پرې ونه کړي او د قتل عام لوبغاړي له الزام نه د ويريدونکو سفيد پوشانو په څير نه وي، نو ځکه په الزام وياړ کوي او ښکلوي يې.
د عابد د فن او شخصيت اړخونه ګڼ دي. د ټولو بيان يې ممکن نه دی، ډېر داسې نکات به د عابد په فن او شخصيت کې وي چې په ليکلو او لوستلو به ارزي، خو له ما څخه پاتې کيږي. خو په کُلي ډول دومره ويلی شم چې عابد د دې دور يو ښه سخنور شاعر او مينه ناک شخصيت دی. داسې چې له فن څخه يې شخصيت زما ډېر خوښيږي. د مخه مې وويل چې د نکريزو پاڼې څخه نيولې د لونګو د لو پورې د عابد دشعر مضمون رنګين او شکل يې بې تکلفه او ساده دی. شاعري يې د هر اړخيزې ښکلا ګلورينه او پسرلنۍ بيلګه ده.
خدای دې وکړي چې زموږ د ادبي او هنري بهير دا ژمن قلموال په راتلوونکي کې هم د خپل هنر ناوې د لطلفت او ظرافت په لطيفه او ظريفه ګاڼه وپسولي.

عبدالله پيکار
٢٠٠١ ميلادي کال
د اګست ١٢ نيټه
پيښور


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.