Baz blog

د افغان ادبي بهير اوونيزه غونډه

12.07.2009 06:16

افغان ادبي بهير خپله اوونزه غونډه د کابل قوه مرکز سره نيږدې په کاروان انستتيوت کې د جلال خپلواک په مشرۍ تر سره کړه. د غونډې ميله ثواب الدين مخکښ. وياند يې حسن المبارک او راپور يې محمد عابد ليکه.
له تلاوت وورسته د استاد اسد اسمايي په مړينه ژوره خواخوږي څرګنده شوه. بهيروالو دا ستر غم نه جبرانيدونکی وباله، کورنۍ او خواخوږي ته يې د جميل صبر غوښتنه او ارواښاد ته بهتر جنتونه له لوی خدای (ج) څخه وغوښتل شول. د تيرې غونډې راپور په دې خاطر بلې غونډې ته وځنډول شو چې راپور ليکوونکی نه و راغلی. ورپسې دياسنګهـ انجان خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ چې تود بحث پرې وشو.
له کره کتنې وروسته يوه آزاده مشاعره وشوه چې ګڼ شمير شاعرانو شعرونه په کې وويل. په غونډه کې تر پنځوس تنو پورې شاعرانو، ليکوالو او د شعر او ادب مينه ګډون کړی و.

حسن المبارک، جلال خپلواک او ثواب الدين مخکښ

کاروان په غزل خپل نظر څرګندوي

جلال خپلواک

سيد جيلاني جلان

کريم الله مشکور karim.mashkor@yahoo.com 25.07.2009 07:47

سلام  دراپور ليدلو مې زړه ډېر خوشحاله شو عابد صاحب دې ژوندی  وې
کريم الله مشکور خوست

عاشق الله رحيمزوى 12.07.2009 08:02

ياره باز صاحب!

يوه نړۍ مننه چې تل مو د وطن مينه په ښايسته انځورونو ماتوې

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.