Baz blog

شمشاد کنسرت Show

13.07.2009 09:39


که له نورو برخو يې تير شو او د موسيقۍ برخې ته يې تم شو نو ډېرې داسې لاسته راوړنې يې د کوزې پښتونخوا د پښتنو سندرغاړو په ګډون لرلي دي. تل يې د موسيقۍ کنسرتونه په شمشاد کې جوړ کړي دي او په لسګونو او سلګونو ميلمانه يې د شمشاد ديرې ته بللي دي.
په تيرو دريو شپو کې يې د موسيقۍ په برخه کې يو بل ابتکار هم وکړ چې د کارت نو په مارکوپولو هال کې يې د پښتو موسيقی د مينه والو له پاره کنسرت جوړ کړی و. دې کنسرت ته ډېرو ځوانانو هره شپه ټکټونه اخيستي دي او په مستۍ يې استقبال کړی دی. دلته يې څو انځورونه خپروم ، هيله ده چې ستاسې د پام وړ وګرځي.

سهاک د شمشاد ټلويزيون پروډکشن مينيجر

ايمل دوستيار د سندرو او خبرو پروګرام چلوونکی

محمديګل اوبرنګ د کنسرت اناسري کوي

نوی سندرغاړی سردار سيد

خالد ملک

د غمي د اتڼ ډله

غزاله جاويد پښتو سندرغاړې

ماصل خان غمشريک

د نندارچيانو يوه څنډه